په پکتیکا کې وروستیو اورښتونو خلک او په ځانګړي ډول کرونده ګر دې ته هلمن کړي چې په حاصلاتو کې به یې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د افغانستان په ډیری ولایتونو کې که څه هم وروستیو اورښتونو او سیلابونو یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول، خو له بله پلوه یې بیا د وچکالي مخه ونیوه او تر ځمکې لاندې اوبو کچه شاوخوا دوه متره ورسره لوړه شوې، چې دا به په حاصلاتو ښه اغېز وکړي او خلک به له ګڼو ستونزو خلاص کړي.
د پکتیکا یو شمېر بزګران وایي: چې وروستیو اورښتونو په دې ولایت کې د کرنې وضعیت ښه کړی او تمه ده، چې د غنمو، مېو او سبزیجاتو حاصلات به تر نورو کالونو څو برابره زیات شي.
بزګر اظغر وویل: ( که له یوې خوا بارانونو د پکتیکا ولایت یو شمېر خلک تاوني کړل، مالونه یې ور مړه کړل، کلاوې یې ور ړنګې کړې، خو له بلې خوا بیا حاصلات ورسره ښه شوي او تر ځمکې لاندې اوبو ګل هم ورسره راپورته شوی، چې دا د ټولو پکتیکا والو لپاره په ګټه دی او بزګران به په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ ول).
د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی شاه محمد وایي: که څه هم وروستیو زیاتو اورښتونو دوی ته مالي زیان رسولی، خو په ټولیزه ګټه یې زیات خوشحال دی.
شاه محمد وویل: ( باران د خدای ج رحمت دی او په رحمت کې د خدای پاک ج ډېرې ګټې وي، که څه هم زموږ د ولسوالي څو کلیو ته چې په هغه کې د (میریاڼو) کلی ډېر زیانمن شو او کرنیزې ځمکې یې ټولې ویجاړې شوې).
د کرنې، اوبو لګولو او مالداري ریاست مسؤولین بیا وایي: چې د پکتیکا ولایت په مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو کې یې په یوشمېر بزګرانو، شنې خونې او بېلا بېل ډوله اصلاح شوي تخمونه وېشلي او د راتلونکي لپاره هم ورته پلان لري.
د طبعي پېښو پر وړاندې مبارزې او چمتوالي ریاست استازي عادل شرنوال وویل: چې دوی به د دې ولایت ټولو طبعي پېښو له کبله زیانمنو شو سره د خپل توان مطابق مرستې کوي.
عادل زیاته کړه: ( په پکتیکا ولایت کې د سیلابونو او نورو طبعي پېښو له امله زیانمنې شوې ټولې کورنۍ د روڼې سروې له مخي ثبتې کړې او مرکز ته یې لېږلې دي، چې په راتلونکي کې به ورسره د پام وړ مرستې وشي).
د پکتیکا اوسېدونکی منیر بیا د امارت له اړوند مسؤولینو څخه د اورښتونو او نورو اوبو د مهار او سم مدیریت غوښتنه کوي.
منیر زیاته کړه: ( پکتیکا ډېرې پراخې کرنیزې ځمکې لري، که شته لوی او واړه بندونه یې جوړ شي او اوبه سمې مدیریت شي، له یوې خوا به پکتیکا زرغونه او شنه شي له بلې خوا به د ګڼ شمېر خلکو کورنی اقتصاد ورسره پیاوړی شي).
یعقوب منظور هم وایي، که اړوند امارتي ادارې د اوبو د مدیریت لپاره منظمې او له کاري پلان سره سمې کړنې ترسره کړي؛ نو د دې ولایت د کرنې او انرژۍ د تولید په برخو کې د پام وړ لاسته راونې ولرو.
په ورته مهال بیا د ګومل پکتیکا فرعي سیندزې حوزې رئیس قاري فتح محمد ذاکر وویل: چې د اوبو مهار کول یې د کاري پلان لومړۍ کرښې دي.
ذاکر زیاته کړه: ( د دې ولایت د اوبو مهار کولو لپاره ځانګړی پلان لري، د پلتو، زامې او پارک لویو بندونو چارې به له پلان سرهسمې پېلږي او په اساسي ډول به جوړېږي او د دې ترڅنګ مې د پکتیکا ولایت ټولو ولسوالیو لپاره د اوبو ذخیره کولو یو یو کوچنی بند منظور کړی، چې یو شمېر یې بشپړ، یو شمېر یې تر کار لاندې دي او یو شمېر نور به په راتلونکو څو میاشتو کې بشپړ شي).
د بزګرانو په خبره چې د وروستیو زیاتو اورښتونو له کبله به یې په روان کال کې د کرنې او مالدارۍ پر سکور مثبت اغېز وکړي، له یو پلوه به یې ځمکې شنې او زرغونې شي او په حاصلاتو کې به یې د پام وړ زیاتوالی راشي او له بل پلوه به د دې ولایت ګڼ شمېر خلک د بزګرۍ پر کړنو بوخت شي او کورنۍ اقتصادي چارې به یې ورسره پیاوړې شي.
تبصرې 0