د پکتيکا بڼوال وايي چې د کرکيلې لپاره پراخې دښتې لري، خو د اوبو د کمښت له امله نه شي کولای چې حاصل ترې واخلي.
دوی وايي، افغانستان داسې يو هېواد دی ګڼ ځنګلونه، پراخې شاړې دښتې پرېمانې اوبه او طبيعي زيرمې لري، خو په کار ده چې افغانان او افغان حکومت له دغو ټولو شته زيرمو ښه ګټه پورته کړي.
دوی وايي، اوبه چې اوس يې په نړۍوال مارکېټ کې تر تېلو قېمت لوړ دی، نو په کار ده چې د افغانستان هغه ياغي سيندونه چې ګاونډيو هېوادونو ته له کوم لګښت پرته بهېږي مهال شي، له يو اړخه به زمونږ خړې شاړې دښتې زرغونې شي بلخوا به برېښنا چې د اوسني ژوند تر ټولو جدي اړتيا ده برخمن شو.
د پکتيکا يوه اوسېدونکي زرغون شاه په دې اړه په خپلو خبرو کې وويل، دا چې زمونږ د پکتيکا دښتې پرېمانه او شاړې پرتې دي علت يې د اوبو کمی دی.
ښاغلی زرغون په دې اړه وايي: ((اوبه مو شته خو خو لاسرسی ورته نه لرو که د اوبو په تړلو کار وشي انجنيران کار پکې وکړي بندونه جوړ کړي کليو او بانډو ته کانالونه وغځوي فکر کوم زمونږ ټوله سيمه به زرغونه او حاصلخيزه شي)).
د ياد ولايت د ارګون ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی په دې اړه وايي، چې کلونه کېږي د افغانستان اوبه وړيا نورو هېوادونو ته بهېږي په داسې حال کې چې همغه مملکتونه چې هر څه مونږ ته رالېږي راباندې پلوري يې نو مونږ ته هم پکار ده چې خپلې اوبه مهال کړو او له نورو هېوادونو يې راوګرځوو.
نوموړی يې په اړه وايي: (( دښتې مو شاړې پرتې دي د اوړو، سبزي، مېوو، او داسې له نورو له کمبور سره مخ يو نو ددې اساسي حل لاره دا ده چې خپلې اوبه مديريت کړو پر نورو ملکونو يې د پيسو په بدل کې خرڅې کړو، ځکه افغانستان ته به پيسې را راوانې وي دوی ته اوبه او برېښنا)).
د دې ولايت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی محبت الله ګران وايي، د اوبو په برخه افغانستان جدي اړتيا لري چې مهار يې کړي، ځکه برېښنا نه لرو د کروندې د خروبولو لپاره اوبه نه لرو، نو په کار ده چې مهار يې کړو.
ګران په دې اړه وويل: ((هېواد کې هر څه لرو خو استفاده نه شو ور څخه کولای، د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ لويې دښتې او پټي همداسې خړ سپېره پرته دي نه سبزي پرې کرلی شو نه مڼې او نه نور شيان او اوړه، دا وجه د اوبو ده که مونږ اوبه ولرو هر څه کېدونکي دي پر مسوولينو مو غږ دی چې دې برخه کې خاصه توجه وکړي)).
د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکی ګل عالم هم په ورته نظر دی او وايي، اوبه او سيندونه خپل لرو، خو له بده مرغه استفاده ورڅخه نه شو کولای، له يوې خوا مو هېواد تر اوسه جګړو کې ښکېل وو بلخوا امکانات په هغه کچه نه وو.
ښاغلی ګل عالم په دې اړه وايي: ((مونږ تل دا فکر کړی چې هېڅ نه لرو، خو په حقيقت هر څه لرو يوازې دومره پوهه نه لرو چې تر ځمکې لاندې شيان پرې وپېژنو اوبه مديريت کړو د خاورې په قدر پوه شو که مونږ پوهه لرلی اوس به هر څه سم وو)).
د زرغون ښار ولسوالۍ اوسېدونکي رحمت شاه په دې اړه په خپلو خبرو کې وويل، که حکومتي مسوولين او ولس په دې برخه لاس سره ورکړي ممکن نږدې راتلونکي د يوه نوي زېري يعنې اوبو د مهارولو شاهدان واوسو.
نوموړی په دې اړه وايي: ((څو ځلې مونږ په دې اړه له نورو ملګرو سره ګډ تصميم ونيو چې اوبه بايد مهار شي شاړې دښتې مو بايد زرغونې شي، خو هلته وضعيت جنګي وو حکومتي مسوولينو به ويل چې اوس وخت د دې نه دی چې مونږ اوبه مهار کړو، خو اوس چې اسلامي امارت پر هېواد واکمن شوی سر تا سري امن راغلی پکار ده چې دې برخې ته لوړيتوب ورکړي، ځکه چې جدي اړتيا يې ليدل کېږي)).
د ګومل پکتيکا سينديزې فرعي حوزې رياست رييس فاتح محمد ذاکر وايي، چې مونږ په پکتيکا کې د ټولو ولسواليو کې بندونو جوړولو ته اړتيا لرو.
ښاغلی ذاکر وايي: (( په ټولو ولسواليو کې د بندونو جوړولو ته اړتيا ده، چې عملاً يې په ۱۸ ولسواليو کې پر وړوکو بندونو کارونه روان دي له دې وروسته به بيا پر لويو بندونو کار کوو چې ډېر ژر به هغه هم انشاءالله پيل شي.
نوموړی وړاندې زياتوي، اوبه د ژوند تر ټولو لوی نعمت دی نو په همدې اساس مونږ هڅه کوو هر څومره ژر چې ممکنه وي د پکتيکا اوبه د امکان تر بريده مهاروو.
په داسې حالت کې چې تر ځمکې لاندې اوبه په وچېدو دي، ځینې اندېښنه لري چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د اودس لپاره به خلک تیمم ته اړ شي.
تبصرې 0