د ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو کې د سيمې خلکو مرسته او په ټولنه يې اغېز

133
د کتلو شمېره

د پکتيکا ولايت د يوسف خيل ولسوالۍ د خوشحال بابا دلېسې لپاره د سېمې د بډايه او ددې ولسوالۍ د مسافرو په مرسته يادې لېسې ته د نيژدې ۳ ميليونه افغانيو په ارزښت ودانۍ جوړيږي، خلک وايي، چې د ښوونيز بهير د پياوړتيا لپاره اړتيا ده چې د حکومت ترڅنګ خلک هم په خپله برخه کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړې ترڅو يي ماشومان په ارام درسي چاپيريال کې زده کړې وکړي.
يوسف خېل د مرکز ښرنې لوېديځ ته په ۲۰ کيلو متره کې پرته ولسوالۍ ده چې ډېری خلک يي په کرکېله بوخت دې او ځيني نور يي په ايران، سعودي عربستان او دوبۍ کې د مسافرۍ شپې او ورځې سبا کوي.
د پکتيکا د پوهنې رييس مولوي عبدالوکيل خالد د هغو خلکو مننه کوي چې په شخصي لګښت يې د خوشحال بابا د لېسې لپاره د ودانۍ د بنسټ ډبره کيښوده او د خپلو ماشومانو د راتلونکي جوړلو په برخه کې يې د ټولنې د يو با احساس وګړي په حيث خپل مسؤليت تر سره کړ.
سرچېنې وويل، چې اوس هم ددې ولايت ډيری ښوونځي ودانۍ نه لري خو روان کال کې پلان کې لري چې د ځينو ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو کارونه پيل کړي او د پاتې نورو هم غوښتنه شوې.
خالد وايي:(( که غواړو ارام او په ځان بسيا ژوند ولرو، نو اړتيا ده چې خپل ماشومان دينې مدرسو او ښوونځيو ته د زده کړو په موخه وليږو او هغه خلک چې شتمن او بډايه وي بايد په ډا ډول عام لمنفعه کارونو کې برخه واخلي))
د يوسف خيل ولسوالۍ اوسيدونکي اينجنر صدو خان حيدري په دې اړه وويل، چې ددې سيمي اوسيدونکو د يو ګډ تصميم لپاره نيولو ورسته پريکړه وشوه، چې د خوشحال بابا دلېسې د زده کوونکو لپاره بايد ودانۍ جوړه شي.
د هغه په خبره چې ددې ودانۍ د جوړيدو لګښت د يوسف خيل ولسوالۍ د اوسيدونکو او مسافرو له لوري ورکول کيږي، چئ وخت په وخت به د دوی دنظارت او پوهني رياست د استازو له لوري کتنه کيږي.
صدو خان(( د ودانۍ ډيزاين ددې سيمي د دريو تنو مسلکې اينجنرانو لخوا تر سره شوي ده او د پوهنې درياست ترڅنګ به ياد اينجنران هم نظارت کوي، ياده ودانۍ به په ډوه پړونو کې په پاخه او اساسي ډول سره جوړه شي او زده کوونکي به په يو ارام او منظم درسي چاپيريال کې زده کړي وکړي)).
د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت الله وايي، کوم ځای کې چې سواد نه وي هلته نه ادب وي او نه پرمختګ پکار ده چې د علم په برخه کې ټول لاس په کار شو، ځکه دا يوازې د حکومت مسووليت نه شي کېدای.
ښاغلی رحمت په دې اړه وايي: ((که مونږ په کلي، ولسوالۍ، ولايت او ټول هېواد کې پرمختګ غواړو، نو په کار ده چې مونږ خپل اودونه ورېرونه او د کورنۍ نور غړي ښوونځيو ته ولېږو، ځکه ښوونځي د ماشومانو د تربیې او زده کړې ځای دی او د ښوونځيو په ابادولو کې ټول بايد لاس په کار شو)).
د برمل ولسوالۍ اوسېدونکی نورالله په دې اړه وايي، تر هر څه وړاندې سواد مهم دی که مونږ خپل هېواد واقعي په پښو ودرول غواړو، نو په کار ده چې لومړۍ ښوونځي جوړ کړو.
نورالله په دې اړه داسې وايي: ((که مونږ  هېواد بيا په خاص ډول پکتيکا جوړول غواړو، نو په کار ده چې تر هر څه وړاندې ښوونځي جوړ کړو که په کور چنده ورته وشي هم سمه خبره ده، خو د ښوونځيو جوړول اړين دي، ځکه کوم ځای کې چې تعليم نه وي هغه ټولنه پرمختګ نه شي کولای چې خدای تعالی يې په قران کې هم توپير کړی دی)).
يوتن ښوونکی چې نيژدې ۲۲ کاله يي زده کوونکو ته تدريس کړی وايي، چې ددې سيمي اوسيدونکي د علم او پوهي په ارزښت او اهميت پوهيږي نو ځکه يي په يو بې څاري اقدام سره د خوشحال بابا د لېسې د ودانۍ د جوړيدو چاري پيل کړې.
هغه زياتوي ټول کارونه د وخت حکومتونه ځکه نه شي کولی، چې له کلونو ميراثې ستونزي د پوهنې په برخه کې پاتې دې نو د سيمي او سيدونکي هم په ليږږ ليږو کومکونو سره کولی شي د زده کړيز بهير د ګړنديتوب په برخه کې همکاري وکړي، ځکه کومه ټولنه کې چې د لوستو کسانو شمير زيات ډيريږي په هغه اندازه پرمختګ ته زمينه برابريږي او ستونزې له منځه ځي.
حبيب الله په هېواد کې ډاډمن امنيت ستاينه کوي او زياتوي چې اوس هر پانګوال کولی شي په بيلا بيلو برخو کې پانګونه وکړي.
بکتيکا کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر ملا اختر محمد په ټولنه کې د ځوانانو رول مهم وباله او زياته يي کړه چې د اسلام په تاريخ کې ځوانانو مهم رول لوبولی، نو ځکه اړتيا ده چې اوس هم په ټولنه کې د نظام د تينګښت او پايښت ترڅنګ وخت رسيدلی چې خلک په خپله برخه کې همکاري وکړي.
سرچينې وويل، چې له دې وړاندي هم د يوسف خيل ولسوالۍ ځوانانو په ښوونځيو کې د مسجيدونو د جوړلو ترڅنک يو پل چې د ورستيو سيلابونو له امله له نړيدو سره مه و، د مسافرو او د اړوندو کليو د خلکو په همکاري جوړ کړی.
د يادونې وړده چې په دې ورستيو کې زده کړو ته پاملرنه زياته شوې ده، چې بيلګي يي ځينو لېسو او متوسطو ته د برق سيستم فعال کيدل وو.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي