پکتيکا بڼوال: د مڼو ساتلو لپاره سړو خونو ته اړتیا لري

92
د کتلو شمېره

د پکتیکاولايت یو شمېر بڼوال وايي، چې سږ کال به د زیاتو اورښتونو له کبله د مڼو حاصلات زیات وي، خو د ساتلو او پلور په برخو کې دې د پام وړ کړنې ترسره شي.
پکتیکا چې ( ۱۹۵۱۵ ) کیلو مټره مربع مساحت لرونکی ولایت دی او پراخې کرنیزې ځمکې لري او اکثره وګړي یې خپل کورني عواید له کرنې او مالداري څخه ترلاسه کوي، نو اړتیا ده چې د مېو او سبزیجاتو د کر او ساتلو په برخو ورته بشپړه پام لرنه وشي.
د معلوماتو له مخې، په پکتيکا ولايت په مرکز او ولسوالیو کې زرګونه ټنه د مڼو حاصلات ترلاسه کېږي او د ګاونډیو هېوادونو بازارونو ته وړاندي کېږي.
د ارګون ولسوالي اوسېدونکی انار شاه اغا، چې د مڼو درې زره ونې لري، د باغدرۍ په برخه کې شته ستونزي په ګوته کوي او وایي: ( چې د باغونو لپاره د اوبو د  منظم سيستم نه شتون او د ميو باغونو پاللو لپاره د وسايلو او نورو امکاناتو نه برابرېدل هغه څه دي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي).
د یحی خېل ولسوالي اوسېدونکی ، چې په سلګونه جریبه ځمکه کې یې ( ۷۵۰۰۰ ) د مڼو ونې ایښې وایي:  د سړو خونو پر جوړولو سربېره هيله لري، چې په نورو برخو کې هم ورسره اړینه مرسته وشي.
دى وايي:(( که موږ ته دا زمينه برابره شي چې خپلې مڼې په خپله نورو هېوادونو ته د پلور لپاره يوسو، نو له یو پلوه به مو ډېره ګټه کړې وي او له بل پلوه به مو څو تنو نورو پکتیکا والو ته هم د کاري فرصت زمینه برابره کړې وي .))
د مڼو سوداګر ګل محمد وایي: هر کال څه اندازه مڼې پاکستان هېواد ته وړي، خو هلته د ګمرکي مراحلو د طی کولو او په لارو کې د پاکستاني پوليسو له امله ورته ډېرې ستونزې جوړېږي.
دی وايي: ((  د حاصلاتو پر مهال د مڼو بيه  ډېره ټيټه وي او مڼې په نه بیه پلوري، که سړې خونې ورته جوړې شي، یو به یې مڼې له خرابېدو ژغورل شي او په مناسبه بیه به پلور کېږي او بل به له ډېرو تکلیفونو خلاص وي)).
د کرنې اوبولګولو او مالداري ریاست استازي اسلام شاه وویل: چې دوی د پکتیکا د پراخو ځمکو زرغونولو لپاره منظم پلان لري او هڅي کوي د پلان له مخې کړنې ترسره کړي.
اسلام شاه زیاته کړه: د مڼو د بڼوالو ستونزې او وړاندېزونه يې په پام کې نيولي او له اړوند مسؤولینو سره یې د حل په موخه شريک کړي دي.
دی وايي: (( په دې وروستيو کې په دې ولايت کې زیات شمېر د مڼو باغونه جوړ شوي، ځينې يې خلکو په خپل مالي لګښت او ځينې يې د کرنې وزارت له لوري ورته جوړ شوي؛ هغه باغونه، چې د کرنې وزرات له خوا جوړ شوي، بزګرانو ته يې د ساتلو وسايل ورکړل شوي او ښه حاصلات هم لري.))
نوموړي دغه راز وویل: چې د پکتیکا ولایت په مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو کې یې په یوشمېر بزګرانو، شنې خونې او بېلا بېل ډوله اصلاح شوي تخمونه وېشلي او د راتلونکي لپاره هم ورته پلان لري.
 
د ميوو پلورنکي بيا وايي ،چې پخوا به يې له بازار څخه د نورو ولايتونو مڼې پيرلې، خو  اوس د دې ولايت مڼې پيري.
ميوه پلورنکی ګلجان زیاتوي(( پخوا به  دې ولايت ته له نورو ولايتونو څخه  مڼې راوړل کېدې، خو اوس د دې ولايت مڼې خلک ډېرې اخلي او د رسد په وخت کې خو بیخي په نه بیه خرڅېږي)).
په ورته مهال بیا د دې ولایت صنعت او سوداګرۍ رئیس ملا شادیخان حسین حیدري وويل: د تېرو کالونو په پرتله د نورو برخو تر څنګ د مڼو کار وبار هم ډېره وده کړې، په تېرو څو کالونو کې يو شمېر سړې خونې جوړې شوې او تر يوې انازې يې ښې پايلې ولرلې.
نوموړی وايي: ((هڅه کوي چې بهرني سوداګر د مڼو د پيرلو لپاره وهڅوي، څو صادرات لا ډېر شي او تر څنګ یې په پانګوال غږ کوي، چې په هېواد کې سرتاسري امن دی او تر بل هر وخت پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې، راشئ او په بېلا بېلو برخو کې پانګونې وکړئ.))
دبڼوالو په خبره چې هر کال له پکتیکا څخه د مېو د موسم پر مهال زرګونه ټنه مېوې ګاونډیو هېوادونو ته په نه بیه صادرېږي او بیا له څه مودې وروسته بېرته همدغه مېوې په ډېره ګرانه بیه راباندې پلورل کېږي؛ که سړې خونې ولرو او دغه مڼې وساتو نو د ګڼ شمېر پکتیکا والو اقتصادي چارې به ورسره پیاوړې شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي