خبريال: شعيب بيان
دا چې پکتیکا یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې وګړي یې د اقتصاد له پلوه ښه نه دي، خو زیاته تکیه یې د نویو مېوه جاتو په نسل روزنه ده او له دې لارې د خپل ژوند لومړني ضرورتونه پوره کوي چې دا مهال يې د باغدارانو او بزګرانو زيات تمرکز د نويو مېوه جاتو په روزلو دی هغه مېوه جات چې په سوړ اقلیم کې یې پايله نه ورکوله اوس يې پايله مثبته ده.
دوی د یادو مېوه جاتو یادونه وکړه چې په اوس وخت کې د هوا په تودېدو سره ناک، انار، شفتالو، بادام، پسته، او جلغوزي د باغدارانو د پام وړ مېوجات ګرځېدلي.
د محمد ضیاء په نوم یو تن باغوان وایي، چې باغوانانو اوس د هغو میوو پرځاي چې ژر خرابیږي داسې میوې کرې چې هغه تر ډیره وخته دوام کوئ تر ډیره بزګران دا هیله لري چي میوجات یې ژر خراب نه شې او په داسې وخت کې یې بازار ته وړاندي کړي چې ښه بازار ولري دوي وایې اوس مو هغو میوجاتو ته پاملرنه زیاته کړه چې هغه د ډیر وخت لپاره دوام کولای شي او ژر نه خرابیږي تر څو یې په بازار کې په ښه بیه وپلورو او زموږ اقتصادې ستونزي ورسره حل شئ
د پکتیکا ولایت د زراعت پوهنځې یو تن استاد په دي اړه تعلیم الفرقان راډیو ته وویل دپکتیکا ولایت اقلیمي وضعیت اوس د نویو میوجاتو دنسل پراخولو او حاصلاتو لپاره ښه جوړ او د پام وړ حاصلات ورکولای شي
دپکتیکا پوهنتون د زراعت پوهنځۍ یو تن استاد" محمد طارق درویش " وايې د پکتیکا ولایت اقلېمي وضعیت اوس د هغو میوجاتو لپاره چې هغه نازک النوع دي مناسب او ښه حاصل ورکولای شئ
او په اوس وخت کې باغوانان هم د نیویو میوجاتو نسل ته زیاته مخه کړې او هغوې یې کرکیله کوئ په یاده برخه کې دوئ له هغو میوجاتو ته زیات اهمیت ورکوئ چې هغه کلک پوښ ولرئ ترڅو ژر خراب نه شئ دوي وایې اوس هوا ګرمه شوي او اقلیمې وضعیت دهغو میوجاتو لپاره جوړ شوي کوم چې په ګرمه او معتدله هوا کې ښه وده او نموع کولاي شئ او موږ اوس په دا راز میوجاتو په وده او حاصلاتو کې مثبت تغیرات ووینو.
همدا راز د پکتیکا ولایت د دکرني اوبو لګولو او مالداری ریاست رئیس " مولوي شیر محمد ذبیح " په پکتیکا ولایت کې د نویو میوجاتو نسل روزني ته پام دیو شمیر میوه جاتو یادونه وکړه چې دتیر په پرتله یې په حاصلاتو کې خوره زیاتوالي راغلي او هغه زیاته کړه چې د اسلامې امارت له لورې د جلغوزیو د ځنګلونو په وهلو بندیز وضع شوي او هیڅ کوم چاته دا اجازه نه ورکوئ چې ځنګلونه ترق کړي له دې سره د جلغوزیو په حاصلاتو کې دپام وړ زیاتوالي راغلې او کاونډیو هیوادونو ته په صادراتو کې لوړ مقام لري
بل لورته د زراعت برخې کار پوهان وایې چې د نوي نسل میوجات نه یوازې د باغدارانو ستونزي حل کوي بلکې د هیواد اقتصادي حالت هم ورسره لا غښتلې کیږي او له دې لاري کولای شو چې په نړیوالو بازارونو کې میوجاتو ته بازار موندنه وکړو.
پکتیکا د هېواد یو سرحدي ولایت دی چې زياتره وګړي یې په کرهڼه بوخت دي چې له دې طریقه د خپل ژوند لومړني ضرورتونه پوره کوي په مېوجاتو کې یې جلغوزي کاونډیو هېوادونه ته په لویه کچه صادرات لري او په نړۍوال بازار کې په لوړ قېمت پلورل کېږي.
تبصرې 0