پکتيکا کې ځينې زده کوونکي د کتابونو له کموالي شکايت کوي

259
د کتلو شمېره

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د ګڼو ښوونځیو زده کوونکي وایي، چې د درسي کتابونو له نشتون سره مخ دي.
ميرويس د پکتیکا مرکز ښرنې اړوند یوه ښوونځي کې د لسم ټولګي زده کوونکی دی.
نوموړی وايي، زمونږ ځينې مهم درسي کتابونه چې شتون يې اړين نه لرو، طبيعي ده چې مونږ به په راتلونکي کې دې برخه کې د معلوماتو له کمبود سره مخ يو.
“دا چې د هېواد ډېری ولايتونه د کتابونو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي، خو د پکتيکا د زده کړو بهير يې پڅ او ټکنی کړی دی. مونږ له حکومت څخه غوښتنه لرو، هغه کتابونه چې مونږ یې په مکتبونو کې نه لرو، مونږ سره پوره همکاري وکړي.”
د اتم ټولګي زده کوونکی ولي الرحمن هم په خپل ښوونځي کې د درسي کتابونو د نشتون کیسه کوي او وایي، “ زمونږ په مکتبونو کې د کتابو ډېره ستونزه ده، چې د کتابونو ډېر کمښت دی. مونږ چې خپله درس وایو ټولګي کې کتابونه نه وي زیاتره شاګردانو سره بېخي کمښت دی. په ټولو مکتبونو کې دغسې ده بېخي د کتابونو کمښت دی. مونږ د حکومت څخه هیله ده، چې د کتابونو ستونزې ته پاملرنه وکړي. مونږ ته کتابونه راولېږي مونږ ډېر په ستونزو کې یو کتابونه بېخي کم دي.”
د درسي کتابونونو پر نشتون سربېره پکتیکا کې یو شمېر زده کوونکي د مسلکي استادانو او معیاري ټولګیو څخه هم شکایت کوي.
قيوم او هلال چې دوی دواړه په پکتیکا کې د یوه دولتي ښوونځي زده کوونکي دي وایي،” ډېری ستونزې چې دي په دولتي ښوونځیو کې هغه شاګردان چې په ټيټو ټولګیو کې دي، زیاتره د باندې کېني لمر ته کېني او کله چې باران ورېږي ډېر په تکلیف وي، دوی ته باید داسې ځای جوړ شي چې هغه پکې ښه زده کړه وکړي.”
زده کوونکی هلال هم وایي، “ کوم درسي بهیر چې دی تقریباً ښه دی، خو هغه چې په شخصي لېسو کې کېږي مونږ هغه اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو؛ لکه کمپیوټر لب دی، لابراتوار دی دا هغه شیان دي، چې  مونږ دغه اسانتیاوو ته لار پیدا کړو انشاءالله زمونږ نور زده کړو کې ښه والی پیدا کېږي. او خپل هدف ته به رسېږو.”  
د ياد ولايت ارګون ولسوالۍ د باليشې عالي لېسې زده کوونکی ګل الرحمن وايي د کتابونو په برخه له ستونزو سره مخ يو، خو هيله يې دا ده چې مسوولين دې برخه کې يو څه ژر اقدام وکړي.
نوموړی وايي: ((هره ورځ ښوونځي ته د درس لپاره ځم، خو هلته سپينې ته ګورم ښوونکی پرې ليکل کوي زه يې ګورم ځينې مهم کتابونه نه لرم چې کور کې يې مطالعه کړم، نو هيله مې دا ده چې د پوهنې رياست دې برخې ته پام وکړي کنه راتلونکي کې به له ستونزو سره مخ وو)).
استاد دلاور هڅاند چې په یوه ښوونځي او پوهنتون کې تدریس کوي وايي، که چېرې زده کوونکي درسي کتابونه او نورې اړینې اسانتیاوې ونه لري دوی به په راتلونکي کې په خپلو زده کړو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي، چې جبران کول یې بیا سخت کار دی.“ عموماً دغه ډېره لویه ستونزه ده، چې مثلاً د کال په اوږدو کې یو شاګرد ته کتاب ونه رسېږي. بهتره معلومه ده، چې دی به هغه ډول زده کړه نه شي تر لاسه کولی لکه څنګه یې چې د کتاب څخه ترلاسه کوي. ځکه چې دلته یوازې نظري زده کړه ورکول کېږي. عملي څه نه ګوري مشکلات همدغه دي. نو کله چې کتاب ورسره وي دی په کتاب کې له استاد وروسته  هم څه کتلی او اورېدلی شي، چې دغه بیا ډېر څه تر لاسه کولی شي.
که کتاب نه وي خاص به استاد ته متوجې ناست وي، چې د اورېدلو وروسته بېرته ورڅخه هېرېږي. نو پکار داسې ده، چې دا ستونزه حل شي.
 معارف ته پکار ده، چې په دغه برخه کې زیاته توجه وکړي. کتابونه چاپ او ورکړل شي هغو لپاره چې کتابونه نه لري”
د زده کوونکي ميرويس پلار شېرخان وايي، ټوله ورځ په سپينه ږيره کړوپه ملا بازار کې مزدوري کوم زامنو ته لارښوونه کوم چې درس ووايئ ځانونه ورسوئ، خو زامن مې د کتابونو په اړه راته وايي کاکا ځينې کتابونه مو نشته.
شېرخان په دې اړه وايي: ((ما په ځان سختۍ منلې دي ځکه غواړم د اولادونو اينده مې روښانه وي چې دوی په اينده کې له شاقه کارونو او مزدوريو خلاص وي زه په خپل ژوند د زامنو لپاره پر ځان سختۍ تېروم، خو چې دوی ښه درس ووايي، خو زوی مې چې له مکتبه راشي راته وايي کاکا ځينې کتابونه کم دي)).
د قيوم پلار اشرف هم ورته کيسه لري او وايي، چې پر اولادونو مې زده کړې لومړيتوب دی، خو د کتابونو نه شتون يې اندېښمن کړی يم.
ښاغلی اشرف په دې اړه وايي: ((زوی مې ښوونځي ته ځي ډېر په شوق ځي، خو څه يې نه يادېږي زوی مې وايي پلاره ځينې کتابونه مې کم دي او معلم په په صنف کې درس راکړي هغه کله په يوځل ليدلو يادېږي)).
ورته مهال د پکتیکا د پوهنې ريیس وایي، د ياد ولايت جغرافيه ته په کتو په اوس وخت کې زمونږ په ښوونځیو کې د کتابونو ستونزه دومره جدي نه ده.
نوموړی یې په اړه مونږ ته وایي، “ تېر کال مونږ څه اندازه کتابونه توزيع کړي وو سږ کال چې مونږ کومه نيازمندي لرله هغه مو له وزارت سره شريکه کړې تقريباً د يو لک اويا زره جلده کتابونو په شاوخوا کې د پوهنې رياست له خوا نه له قدرمن وزارت سره نيازمندي شريکه شوې ده، هغوی وعده کړې چې  چې انشاءالله د دغو کتابونو په پوره کولو یه دوی له مونږ سره ممکنه مرسته او همکاري وکړي  انشاءالله تر ډېره به د دغو کتابونو په رارسېدو به دغه مشکلات حل شي)).
نوموړی همدا راز زياتوي: ((په تأسف سره بايد ووايم چې پکتيکا ته په تېر جمهوري نظام کې هېڅ توجه نه ده شوې په اکثريت ولسواليو کې حتی له سره مکاتبو شتون نه درلوده چې اوس د اسلامي امارت په راتګ سره په هغو سيمو کې مکاتب فعاله شوي دي نوي تشکيلونه ورکړل شوي دي په تېرو شل ورځو کې مونږ هم يو مثال لره په بکخېل ولسواليو کې نوي مکاتب تأسيس وو هغوی ته تشکيل ورکړل شو د وزارت لخوا نه چې هغوی په فعاليت باندې پيل وکړ، ددې ترڅنګ په ډېری ښوونځيو کې مونږ د مسلکي استادانو له کمبود سره مخ وو چې د اسلامي امارت په راتګ سره به دغه ستونزه بنيادي حل کېږي)).
دا په داسې حال کې ده، چې په پکتیکا کې لاهم ګڼ شمېر هغه ماشومان چې د زده کړو عمر یې پوره کړی دی، د عامه پوهاوي او زده کړیزو اسانتیاوو د نشتون له امله د زده کړو څخه بې برخې دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي