که څه هم د پکتیکا ښرنې ښار ښاري پلان د تېر حکومت پر مهال په ځینو برخو کې پلی شوی و، خو پر وړاندې یې یو لړ ستونزې او ننګونې موجودې وې او شونې نه وه چې په بشپړ ډو ل دې تطبیق شي، خو د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره تر ډېره پلی شوی او لا یې کار جریان لري.
وروستیو دوو کلونو کې د ښاروالۍ د پرلپسې هڅو له کبله تر یوه حده د ښار بڼه بدله شوې ده.
د ښاروالۍ له لوري د ترسره شویو اقداماتو په پایله کې یو شمېر بند واټونه پرانېستل شوي، د ښار په ځینو برخو کې نوي سرکونه جوړ شوي او ځينې یې په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.
د دې تر څنګ ښار کې د ښاروالۍ له لوري د یو شمېر پروژو د تطبیق چارې روانې دي.
ښرنه کې د پانګوالو او ځمکه والو له لوري هم د یو شمېر مارکېټونو او سوداګزیو مرکوزو پر جوړېدو هم کار روان دی او دا چارې د پخوا په پرتله زیاتې شوې دي.
د ښرنې اوسېدونکی عبدالله خوشاله دی چې وروستیو دوو کلونو کې د ښاروالۍ له لوري د ښاري پلان ځينې اړینې برخې تطبیق شوې او له کبله یې د ښار بڼه نسبتاً بدله شوې ده.
نوموړی له ښاروالۍ او په ټولییز ډول له ولایتي ادارې غواړي ، چې په بشپړ ډول دې ماسټر پلان کړي .
(( که رښتیا ووایم وروستیو کلونو کې ښرنه کې د ماسټر پلان ځېنې اړینې برخې تطبیق شوي او په ډاډ سره ویلی شم چې د پخوا په پرتله د ښار بڼه یو څه بدله شوې ده ، خو دا چې ښار په بشپړ ډول بدل ووینو نو اړینه ده چې ماسټر پلان په بشپړ ډول تطبیق شي ))
ناصر ښرنه کې د خوراکي توکو پلورنځی لري او ښار کې د ماسټر پلان د ځېنو برخو تطبیق ته خوښ دی او له ښاروالۍ غواړي چې ماسټر پلان په بشپړ ډول یې پلی کړي .
ناصر د ښار له اوسیدونکو غواړي ، چې د ماسټر پلان د پلي کیدو په برخه کې دې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي .
(( زه شخصا د ښاروالۍ له لوري ښار کې د ماسټر پلان تطبیق ته خوشاله یم او د داسې ورځې په تمه یم چې په بشپړ ډول تطبیق شوې وي ، د ښار له اوسیدونکو هم غواړم چې د ماسټر پلان له تطبیق سره دې همکار شي څو یو ښکلی او پاک او عصري ښار ولرو ))
موټر چلوونکی یوسف هم د ماسټر پلان د ځینو برخو تطبیق ته خوشاله دی او وایي ، چې یو شمیر واټونه چې مخکې تړلي و اوس پرانیستل شوي ، د ښار د پراختیا لپاره ځینې مارکیټونه او ودانۍ ورانې شوې شوې ، نوي سرکونه تیر شول او ځېنې نور واټونه په پاخه او اساسي ډول ورغول شول.
(( له کلونو راهیسې ښرنه کې ټکسي چلوم مخکې یو شمیر سرکونه بند و چې د امارت په راتګ سره پرانیستل شول ، د ښار په ځینو برخو کې حتا مارکټونه وران شوی او نوي سرکونه تیر شول ځڼې یې په پاخه ډول جوړ شوي او زمونږ غوښتنه دا ده چې د ښار ټولو برخو کې دې د سرکونو جوړولو او رغولو ته پاملرنه وشي ))
د یوه پاک او عصري ښار لرلو لپاره د ښار پاکوالي ته پاملرنه د ښاروالۍ او ښاریانو ګډه دنده ده او له همکارۍ پرته د پاک ښار درلودل ناشوني دي .
ښرنې ښاروالي له شته امکاناتو په ګټه اخسیتنې له مهال ویش سره سم د ښار پاکوالي چارې ترسره کوي او تر څنګ یې وخت پر وخت د ښار اوسیدونکي هم د پاکوالي په اشر کې ورسره برخه اخلي .
د ښرنې اوسیدونکی فریدالله وایي ، چې د ښار پاکوالي ته پاملرنه نه یوازې د ښاروالۍ بلکې د ښار د هر اوسیدونکي دنده ده .
دی وایي ، چې د پاکوالي اشر کې د برخې اخسیتو تر څنګ پر ښاریانو لازمه ده ، چې کثافات او د بیلابیلو توکو پاتې شوني ایښودل شویو کثافات دانیو کې وغورځوي .
(( زما په نظر یوازې باید د ښار پاکوالی د ښاروالۍ دنده ونه بولو او مونږ د ښار اوسیدونکي هم باید ورسره همکار شو ، د پاکوالي اشر کې برخه واخلو او کثافات ټاکل شویو ځایونو ته و رسوو چې د ښاروالي د تنظیف کار کوونو ته یې وړل اسانه وي او په دې شکل د ښار له پاکوالي سره مرسته وکړو ))
هټیوال تاج محمد هم د ښار پاکوالي کې د ښاریانو ونډه مهمه بولي او وایي ، چې ښاروالي په یوازې ځان د ښار د پاکوالي چارې نه شي ترسره کولی او اړینه ده ، چې ورسره مرسته وشي .
نوموړی زیاتوي ، دا سمه ده چې مونږ ښاروالۍ ته د ښار د پاکولو پیسې ورکوو خو تر څنګ یې لازمه ده ، چې نوره همکاري هم وکړو څو پاک ښار ولرو .
(( د ښار پاک ساتل یا ، پاکوالي ته پاملرنه یې نه یوازې د ښاروالۍ دنده ، بلکې مونږ د ښار هر اوسیدونکی یې د پاک ساتلو مسئولیت لري ، سمه ده چې مونږ د صفایي پیسې ورکوو خو تر څنګ یې دا انساني دنده هم باید تر سره کړو چې په پاکوالي کې یې همکاري وکړو ، نه دا چې لا ستونزې رامنځته کړو ))
د ښرنې یو بل هټیول منصور هم ورته ډول نظري او وایي ، چې ښاریان دې د ښار په پاک ساتلو کې برخه واخلي ، څو په ډول ډول ناروغیو اخته نه شي او پاک ښار ولرو .
دی زیاتوي ، چې ښاروالي شاید په کافي اندازه امکانات او د تنظیف کارکوونکي ونه لري نو په دې برخه کې زمونږ د ښاریانو همکاري او مرسته لازمه ده .
(( که مونږ غواړو چې له بیلابیلو ناروغیو په امن کې پاتې شو او پاک ښار ولرو ، نولازمه ده ، چې له ښاروالۍ سره یې په پاک ساتلو کې ونډه واخلو ، هغوی خو خپل کوشش کوي ، چې ښار پاک وساتي خو کیداشي ، په کافي اندازه امکانات او صفاکاران ونه لري نو زمونږ هم مسئولیت جوړیږي چې تر خپله وسه همکاري وکړو ))
ښرنه کې د یوه شخصي روغتون مشر میرویس والي کټوازی وایی ، چې د ښار ککړتیا یا پاکوالي ته نه پاملرنه یې د ښاریانو پر روغتیا نیغ په نیغه اغیز لري او باید مسئولین او ښاریان په ګډه هڅه وکړي او ښار پاک وساتي .
ډاکتر میرویس ولي کټوازی له ښاریانو غواړي ، چې د بیلابیلو ناروغیو د مخنیوي لپاره دې د ښار د پاکوالي برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي .
(( د ښار پاکوالي ته نه پاملرنه یا ککړتیا په مستقیم ډول د خلکو پر روغتیا اغیز لري او اړینه ده چې ټول اړخونه یې پاکوالي ته په جدي ډول پاملرنه وکړي ، د چاپیریال ککړتیا بیلابیلې ناروغۍ له ځان سره لري او په کار ده ، چې په مخنیوي کې یې لاسونه سره یو کړو ))
د ښرنې مخکنی ښاروال نصیر هلال ، چې د مرکې د ثبت تر مهاله پر دنده و وایي ، چې د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي له مهال ویش سره سم د ښار د ټولو برخو پاکوالي ته په یو ډول پاملرنه کوي او په دې برخه کې څو ښار پاک او خلک د ککړ چاپیریال له اغیزو خوندي کړي .
هلال زیاتوي ، چې د ښاروالۍ کارکوونکي له شته امکاناتو په ګټه اخیستنې د ښار د پاکوالي په هڅه کې دي خو ښاریان هم په دې برخه کې ځېنې مسئولیتونه لري چې باید ترسره یې کړي .
(( زمونږ د تنظیف کارکوونکي له مهال ویش سره سم د ښار پاکوالي ته پاملرنه کوي له شته امکاناتو ګټه اخلو څو ښاریان له ککړ چاپیریال خوندي وساتوي ، مونږ په دې برخه کې د ښاریانو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لرو ، دوی چې هر خت یې د پاکوالي اشر کې ونډه اخیستې مننه ترې کوو او دا هیله هم لرو ، چې زمونږ یو لړ اصول دې هم پلي کړي ))
د ښرنې اوسیدونکي له ښاروالۍ غواړي ، چې ښار کې دې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه یو اقدامات وکړي څو خلک په رواني ډول خوندي شي .
نصیر هلال وایي ، چې د ښار په اړینو برخو کې تر ډیره ماسټر پلان تطبیق شوی او په پاتې برخو کې پرې کار روان دی .
هلال زیاتوي ، چې د امارت په بیا واکمنیدو سره ښرنه کې سلګونه جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې ده .
د نوموړي په خبره چې د ولایتي ادارې د پرلپسې غوښتنو او د مرکزي حکومت له لوري ښرنه کې د ښار د پراختیا په موخه دوه زره اووه سوه جریبه ځمکه د ښاروالۍ په واک کې ورکړل شوې او نږدې راتلونکي کې به د ښار د پراخیدو چارې هم پیل شي.
د پلازمېنې کابل په ګډون د هیواد په یو شمیر نورو ښارونو کې هم د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه اقدامات شوي او د هغه غږیزو وسایلو په استعمال بندیز لګول شوی چې د خلکو روان ګواښي.
ښرنې ښاروالي هم ډاډ ورکوي ، چې د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره به په نږدې راتلونکي کې ښار کې ځېنې اقدامات ترسره شي.
تبصرې 0