روان ۱۴۰۳ کال چې په ټول هېواد کې زياته اندازه بارانونه وشول خلکو ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه واړول، د زيانونو تر څنګ بل پلو بیا بزګران خوښ دي چې سږ کال به يې په حاصلاتو کې د پام وړ زياتوالی راشي.
د پسرلنيو سختو اورښتونو له امله په هېواد کې زورور سېلابونه راغلل چې په وروستيو کې یې د هېواد بغلان ولايت څو ولسوالۍ سېلابونو لاندې کړې او خلکو ته يې د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ درانه مالي زيانونه واړول.
د هېواد په جنوب ختيځ زون کې پروت ولايت پکتيکا چې پراخه اراضي لويې دښتې لري، ډېری وګړي يې په کرهڼه بوخت دي، دوی وايي، سږ کال به يې حاصلات د پخوا په پرتله خورا زيات وي.
په دې ولايت کې بېلا بېلې کروندې کېني، لکه غنم، جوار، لوبیا، رېشکه، کچالو، پياز، بانجان او داسې نور او همدارنګه ددې ولايت غرونه بیا په چلغوزيو پوښلي دي.
محمد امين چې شاوخوا اته سوه د مڼو د ونو باغونه لري، هغه وايي سر او کال په همدې باغ کې مصروف يم ټولې هيلې مې د باغ په حاصلاتو پورې تړلې دي.
دی وايي تېرو کلونو کې د وچکالۍ له امله د مڼو حاصلات خورا کم وو، خو سږ کال چې زيات اورښتونه وشول زموږ باغونو د تېرو کلونو په پرتله يو په درېيمه زياته اندازه بار نيولی ده، نو سږ کال به مې د باغ حاصلات له مشکلاتو خلاص کړي.
خو د هغه په خبره چې کله يې د حاصلاتو وخت را نږدې شي مڼو بازار خورا سوړ وي، نو له حکومت څخه غوښتنه کوم چې په بازار موندنه کې له بزګرانو سره همکاري وکړي.
هغه وايي، چې سږ کال ټول بزګران خوښ دي، ځکه باغونه يې په حاصلاتو راغلي، او د ټول کال خواري به يې عبث نه ځي.
پکتیکا چې يو کرنیز ولايت ده پراخې دښتې لري، اکثريت وګړي يې په کرنه بوخت دي دوی وايي، چې دلته يوه لويه ستونزه د اوبو نشتوالی دی، حکومت دې د بندونو، او چيک ډیمونو په جوړولو کار وکړي څو ددې ولايت شاړې دښتې هم زرغونې شي.
د شخيل اباد ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد وايي، شاوخوا دوه سوه جرېبه ځمکه لرم خو شاړه پرته ده که د اوبو زمینه ورته برابره شي، ټول ژوند به يې بدل شي نور به کروندې ته مخه کړم.
هغه وايي اوس د لاس مزدوري کوم کله ډبرې کاږم، او کله د خلکو د کورونو خټې کوم، ډېر ستړی یم، اوس مو د کلي پر سر د دولت له لوري يو چيک ډېم جوړېږي چې د ياد چيک ډېم په جوړولو سره به مو ژوند بدل شي، او نور به کروندو ته مخه کړو.
که چېرې د پکتیکا ولایت لويو بندونو ته پاملرنه وشي لرې نه ده چې د ياد ولايت حاصلات به د ټول هېواد اړتياوې پوره کړي.
سلام خان چې سږ کال يې پنځوس پټیه غنم کرلي، هغه د سولر په واسطه له ځمکې اوبه راباسي او کرونده پرې خړوبوي، وایي تېر کال به مو غنم شپږ ځلې اوبه کول، خو حاصلات يې کم وو وچکالي زياته وه د ځمکې اوبه لاندې روانې وې، شمسیانو مې سم کار نه کول اوبه ډېرې ژورې وې، ټوله ورځ کې به يې درې پټيه غنم اوبه کول، چې زيات فصلونه مو وچ شول.
خو شکر سږ کال هرڅه بدل دي، د ځمکې د اوبو ګل زيات را پورته شوی دی، بارانونو هر څه بدل کړل، او دا يو اباد کال دی.
تر اوسه مې يو ځل غنم په شمسیانو اوبه کړي، نور د باران په اوبو رسېدلي، حاصلات خو سږ کال درې برابره زيات دي سږ کال ډېر خوښ يم.
دی وايي، بزګران ټول کال په همدې کروندو کې مصروف وي، له نورو کارونو وتلي وي، او يوازينۍ هیله يې همدا کروندې وي.
غنم، جوار، لوبيا، جلغوزي ددې ولايت له مهمو زراعتي پيداوارو څخه دي، چې د ډېری پکتيکاوالو ژوند په همدې کروندو متکي ده.
ددې ولايت د نکې ولسوالۍ اوسېدونکی ګل جان د جلغوزيو کاروبار کوي او په غره کې خپل جلغوزي هم لري هغه داسې وايي.
سږ د زياتو بارانونو له امله ټول غرونه شنه دي، جلغوزيو مې زیات بار نيولی چې حاصلات به يې د تېر کال په پرتله خورا زيات وي، او سږ کال د جلغوزيو کاروباريان خوښ چې ددغې قمتي میوې څخه به زيات حاصلات لاسته راشي.
چلغوزي د افغانستان هغه میوه ده چې په نړيوال بازار کې ورته توره طلا ويل کیږي، او په یاد بازار کې ښه پیر او پلور لري.
دادمحمد د مرکز ښرني اوسیدونکی ده هغه هر کال زياته اندازه کچالو کري، چې په تیرو کلونو کې يې د کچلو په کرونده کې تاوان کړی خو سږ کال يې بیا حاصلاتو ته هيله مندي ښېې.
هغه وايې تير دوه کله مې شاوخوا ۴۰۰ منه د کچلو تخم کرلی وه، چې ټول کال به په همدې کروندې کې مصروف وم، د وچکالۍ له امله مې زياته برخه کچالو وچ شول، او مرض پرې حواله شوو، تر نيمايي زياته برخه يې چينجو ووهله چې تیر کال مې يو لک افغانۍ تاوان وکړ.
نوموړی وايې سږ کال مې نږدې ۵۰۰ سوه منه د کچلو تخم کرلی، چې د اورښتونو له امله مې د کچلو فصل زيات تازه اوشين ولاړه ده، هغه وايې چې سږ کال به يې حاصلات خورا زیات وي، او په زياته اندازه کچالو به وپلوري، او اقتصاد به مې یوڅه اندازه په پښو ورسره ودریږي.
بلخوا ورستيو اورښتونو او سېلابونو ددې ولايت په يو شمیر ولسواليو کې د بزګرانو کروندې يوړي چې خلک ته يې زيات مالي زيانونه واړول.
ددې ولايت د مټاخان ولسوالۍ د مرياڼو د کلي يو تن د هقان يار محمد چې په کور دولس نفره فامیل لري وايي چې وروستيو سېلابونو يې ټولې کروندې يوړې، دومره زياته اندزه سیلابونه راغلل، چې ان کورونه يې هم را ونړول، او کروندي خو يې په مکمل په ډول سره يوړې.
دی وايې چې دوی سږ کال له زياتو ستونزو سره مخ دي، په کلي کې مو داسې کورنۍ هم وې چې يوازي يې هيله همدې کروندو ته وه، خو اوس يې هغه هيلې مړاوي شوي هر څه ترې سېلاب وړي، اوس په دې لټه کې دي چې څنګه دسيلاب وړو کروندو بديل پيدا کړي.
دوی له دولت او موسېساتو غوښتنه کوي، چې هر اړخيزه همکاري دي ورسره وکړي او له شته ستونزو دې وژغوري.
افغانستان هغه هيواد ده چې شاوخوا اتيا سلنه وګړي يې په کرنه بوخت دي، که چيرته ياده کرنه په عصري ډول ترسره شي، لري نده چې د افغانستان ټول زراعتي محصولات دي تر نړۍ ونه رسیږي.
فدامحمد هر سهار خپلې کروندې ته راځې او ماښام بیرته خپل کور ته ستنيږي، هغه وايې ما په خپله کرونده کې غنم، پياز او لوبیا کرلي دي، سهار زه او دوه بچيان يادي کروندې ته راځو، له لوبیا او پيازو څخه اضافي واښه ریبوو، څو یې حاصلات لوړ شي.
هغه په خپل ژوند خوښ ده وايې ژوند مې پر پاچاهانو هم نه ورکوم، يو ګوله ډوډۍ په ارامه رسیږي، وايې سږ کال پردې خوښ یم چې کرونده مې برابره ده، د کور مصارف مې ټول له همدې کروندې پوره کوم، تراوسه پوري چاته نه یم محتاج شوی.
دی وايې په کرونده زيات زحمت ګالم، سهار او ماښام زه او زما بچيان په خپله کرونده کې کار کوو، د بل له مزدورۍ څخه خلاص یوو په دې حال ډير شکر کوم.
پکتيکا چې د هېواد يو زراعتي او پراخ ولايت شمېرل کېږي، په وروستيو کې دولت دې برخې ته څه اندازه پاملرنه کړې ده، چې تازه يې اوس مهال ددې ولايت په ټولو ولسواليو د اوبو زخيروي چيک ډیمونو پر جوړولو يې کارونه پيل کړي، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوي دي، همدارنګه په دې ولايت کې يو شمیر داخلي او بهرنيو موسېساتو هم د زراعت په برخه کې بېلا بزېلي پروژې په کار اچولي چې تر ډېره به ورسره د بز ګرانو
ستونزې حل شي.
تبصرې 0