پکتيکا: ګيان ولسوالۍ کې زوم د واده په مراسمو کې له کوره ولې تښتي؟

343
د کتلو شمېره

د پکتیکا په یو شمېر سیمو کې له کلونو راهیسې دود دی، چې زوم د واده مراسمو د نمانځلو درې ورځې د خپل کور پر ځای د دوستانو په کورونو کې تېروي.
که څه هم په ټولییز ډول پښتانه د اختر او ښادیو مراسم په یو ډول نمانځي، خو په ځينو برخو کې د سیمو او قومونو دودونه سره لږ او ډېر توپیر لري.
د پښتنو ډېری سیمو کې د اختر د شپې ماښام د ماشومانو له لوري د ډېوو په بلولو پیلېږي، خو پکتیکا کې ماشومان دا ډول ساعتېری نه کوي.
د پکتیکا په ډېری سیمو کې د اختر د سهار چای د کلیوالو له لوري په ډله ایز ډول د کلي جومات کې څښل کېږي او وروسته د لمانځه ادا کولو لپاره چمتووالی نیسي.
د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی مجید وایي، چې سیمه کې یې خلک د اختر د ورځې مراسمو نمانځل د سهار له چایو پیلوي چې ټول کلیوال جومات ته چای راوړي، په ډله ایز ډول یې څښي وروسته کورونو ته د کالیو بدلولو لپاره ځي او بیا د لمانځه لپاره نږدې عیدګا یا هغه جومات ته چې د اختر لمونځ په کې ادا کېږي د تللو لپاره تیاری نیسي.
مجید زیاتوي، چې د لمانځه تر ادا کولو وروسته کلیوال هدیرو ته د خپلوانو قبرونو ته د دعا لپاره ورځي او بیا کلیوال د غرمې ډوډۍ د کلي په جومات کې یو ځای خوري .
(( زمونږ په سیمه کې خلک د اختر د دریو ورځو د سهار چای  یو ځای جومات کې څښي ، د اختر د لومړۍ ورځې له چای خوړلو وروسته د کالیو بدلولو لپاره بیرته کورونو ته ځي او بیا د لمانځه تیاری نیسي ، د لمانځه تر ادا کولو وروسته خلک هدیرو ته د خپلوانو قبرونو ته د دعا کولو لپاره ځي او تر هغه وروسته بیا کلیوال د کلي جومات ته د ډوډۍ خوړلو لپاره را غونډیږي)).
د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی زبیر وایي، چې د دوی په سیمه کې هم خلک د اختر د دریو ورځو د سهار چای د کلي جومات کې څښي او د لومړۍ ورځې د سهار له چای څښلو وروسته د لمانځه د ادا کولو لپاره چمتووالی نیسي.
زبير په دې اړه وايي: ((سهار چې له خوبه پورته شو د جومات پر لور له چای سره خواږه جومات ته يوسو له چای سره خواږه هم وخورو ورسته په ډله ايز ډول دعا وکړو بيا له هغه وروسته بېرته کورونو ته راشو نوي کالي پر تن کړو بازار ته د اختر لمانځه د اداکولو لپاره چمتووالی ونيسو له کلي ډلې ډلې ځوانان څوک له شوقه پياده په مجلس او څوک بيا په موټرو کې د اختر لمانځه د اداکولو لپاره ځانونه رسوي د لمانځه تر اداکولو وروسته ځينې يې جومات کې د اختر مبارکۍ په غېږه ورکوي او هغه چې دلته له مبارکۍ پاتې شي بيا هسې هم ټول په قبرستان کې سره يو ځای کېږي ځکه هلته ټول خپلو خپلوانو ته دعاوې کوو نو هلته يو بل مبارکۍ ورکړو له مبارکۍ وروسته د کورونو پر لور حرکت کوو او د غرمې لپاره لپاره د ځانګړو شويو پخو خوړو تياری نيسو او خواړه وخورو)).
شمس زیاتوي، چې سیمه کې د اختر د دریو ورځو د غرمي ډوډۍ د کلیوالو له لوري یو ځای خوړل کېږي، خو دود داسې دی چې د څو کورونو نارینه سره یو ځای کېږي او په نوبت د ډوډۍ پخولو چمتووالی نیسي.
(( زمونږ ولسوالۍ کې خو دود داسې دی، چې د اختر د دریو ورځو د سهار چای او د غرمۍ ډوډوۍ کلیوال یو ځای خوري خو فرق یې دا وي چې چای جومات کې یو ځای څښو او د غرمې ډوډۍ لپاره څلور یا پنځه کورونه سره یو ځای کېږي او په نوبت سره د نورو لپاره ډوډۍ تیاروي بيا د خپلو خپلوانو کورونو ته ورځو  د اختر مبارکۍ کوو، له مبارکۍ وروسته بيا د چرک لپاره مو ځوانان او ځينې ځوان طبعيته سپينږيري چکر ته ځي او بېلا بېلې مېلې او ساعتېري کوي)).
د خیر کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي لطیف هم خپله سیمه کې د اختر د ورځې د لومړۍ ورځې نمانځلو په اړه وایي، چې کلیوال د سهار چای څښلو لپاره جومات ته را غونډېږي او د لمانځه تر ادا کولو وروسته کلیوال په ډله ایز ډول د اختر مبارکۍ لپاره را ټولېږي او وروسته په ډلو تقسیمیږي چې پینډې یې بولي او پر کورونو د ډوډۍ خوړلو لپاره ګرځي.
(( زمونږ د ولسوالۍ په کلیو او بانډو کې خو خلک د اختر د ورځې په سهار د چای څښلو لپاره جومات ته را غونډېږي ټول کلیوال له کورونو چای رواړي او تر هغه وروسته د لمانځه ادا کولو لپاره عیدګاه او یا هغه جومات ته ځي چې د اختر لمونځ په کې ادا کېږي ، د لمانځه له ادا کولو وروسته کلیوال بیا د مبارکۍ لپاره جومات کې را غونډ شي او د ډوډۍ خوړلو لپاره په ډلو تقسیم شي چې پینډې یې بولي او ټولو کورونو ته د ډوډۍ خوړلو لپاره ورځي )).
د پکتیکا په مرکز ښرنه او ولسوالیو کې د اختر په څېر د ښادۍ مراسمو لمانځل هم توپیر لري.
ګیان ولسوالۍ کې له پخوا راهیسې دود دی، چې زوم د واده په دریو ورځو کې خپل کور کې نه وي او د نږدې خپلوانو په کورونو کې اوسېږي.
د ګیان اوسېدونکی جمیل وایي، چې له پخوا راهیسې یې سیمه کې دا دود دی، چې زوم به د واده مراسمو د لمانځلو پر مهال خپل کور کې نه اوسي او تر دریو ورځو به د خپلوانو کورونو کې ژوند کوي.
جمیل که څه هم د خپلې سیمې دغه دود سم نه بولي خو وایي، چې زوم د شرم له کبله تر دریو ورځو کور ته نه ځي او د خپلوانو کورونو اوسي.
(( ګیان کې خو له پخوا څخه دا رواج او دود دی ، چې زوم به د واده مراسمو د لمانځلو پر مهال تر دریو ورځو پورې خپل کور ته نه ځي او د خپلوانو کورونو کې به اوسي ، که څه هم ځوانان د شرم له کبله تر دریو ورځو خپل کور ته نه ځي ، خو زما په نظر دا سم رواج نه دی او باید چې خلک یې تغیر ته زړه ښه کړي)).
د ښرنې اوسېدونکی بلال وایي، چې پکتیکا کې په ټولییز ډول خلک د ښادۍ نمانځلو مراسمو او د ډوډۍ خوړلو لپاره خپلو امکاناتو ته په کتو مېلمانه راغوړي خدمت او درناوی یې کوي.
دی زیاتوي، چې د واده شپه د نکریزو په لګولو او بنډارونو سبا کېږي ورځ د زوم کور ته د ناوې د بېولو او د مېلمنو خدمت ته ځانکړې شوې وي .
(( په ټولییز ډول پکتیکا کې خلک د واده شپه د نکریزو په وړلو، لګولو او بانډارونو سبا کوي او ورځ بیا د زوم کور ته د ناوې د بېولو او مېلمنو خدمت ته ځانکړې کوي، خلک د ښادۍ مراسمو ته له مالي توان سره سم خپلوانو او ملګرو ته بلنه کوي او هڅه دا وي، چې د میلمنو په ښه ډول خدمت او درناوی وشي)).
د پښتو ژبې مشهور متل دی، چې مړۍ په ژړا ښه ښکاري او واده په ډول او ګډه.
مخکې به د واده مراسمو د نمانځلو پر مهال ځوانانو ډول ته اتڼ کاوه او نجونو به له چمبې سره سندرې ویلې، خو اوس د هېواد د نورو سیمو په څېر پکتیکا کې هم ودونو کې دا ډول چارې نه ترسره کېږي.
د پکتیکا اوسېدونکی رحیم الله د همدې توپیر په اړه وایي، چې اوس خلک له ډوډۍ خوړلو وروسته د واده مراسمو کې ډېر نه ځنډېږي او له کوربه د تلو اجازه غواړي.
(( مخکې خو به خلک ودونو ته د ساعتیرۍ لپاره تلل ځوانانو به د واده په ورځ او شپه مست اتڼونه کول او نجونو به له چمبې سره سندرې ویلې، خو وروستیو کلونو کې چې دا بڼه بدله شوې خلک د ډوډۍ له خوړلو وروسته د واده مراسمو کې ډېر نه ځنډېږي او له کوربه د تللو اجازه غواړي)).
نه یوازې د پکتیکا، بلکې په ټولییز ډول د پښتنو د ټولو سیمو د اوسېدونکو د د اختر، غم او ښادۍ مراسم په دا ډول لمانځل کېږي چې د خلکو تر منځ یووالی پکې له ورایه محسوسېږي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي