پکتيکا هم د هېواد د نورو ولايتونو په څېر تاريخي اثار، تاريخي ځايونه او ابدات لري، چې په دې وروستيو کې د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د ۶۹ سېکو، بت او منګيو د تر لاسه کولو خبر ورکړی چې سلګونه کاله تاريخي مخينه لري.
فرهنګي میراثونه د ټولنې استازيتوب کوي او پکارده چې په ساتنه او رغونه کې يې افغان حکومت او شته نور ملي او نړۍوال نهادونه خپلې هڅې ونه دريغوي:
فرهنګي میراثونه د ټولنې د کلتور، رسم او رواج ښکارندويي کوي، که چېرې یوه ټولنه خپل فرهنګي میراثونه وساتي، دا یې په ملي او نړیواله سطحه نماینده ګي هم کوي.
د ښرنې يوه اوسيدنکي سيف الله وويل د فرهنکي او تاريخي اثارو ساتنه د هيواد په اقتصاد او د عوایدو په لوړولي خورا ښه اغیز درلودی شي، خو که چيرې پدې سيمه حکومت او خلک په ګډه کار وکړي.
د پکتيکا اطلاعاتو او فرهنګ رياست رييس محمد امين حذيفه په دې اړه وويل، چې د ۵۵ تاريخي او لرغونې سیمې ثبت شوې دي چې د ځينو يي تاريخي مخينه له دوه زره کلونو هم اوړي.
هغه وويل همدا شان يي د مرکز ښرنې اړوند تورمخو، خوشامند ولسوالۍ منارۍ په کلي کې او ځينو نورو ساحو کې ۶۹ سکې، بت، منګي تر لاسه کړي دي او د ساتنې په پار يي خپل ټول امکانات په کار اچولې دي.
سرچېنې وويل دوی په ټول توان سره هڅه کوي، چې تاريخي ځايونه تثبت او معلوم کړي او هيچاته به اجازه ورنه کړي چې په تاريخي ځایونو کې په خپل سر کېندنې او لاسوهنه وکړي او په دې برخه کې د ولس همکاري ډېره زياته مهمه ده تر څو د هېواد په دې مهمو ارزښتونو په ساتنه کې له دوی سره همکاري وکړي.
اکبر ستوری وايي، چې د افغانستان د ا.ا په وتلو سره تاريخي اثارو ته پاملرنه ډيره شوې ده که څه هم ورته ځانګړی موزيم نشته، خو ساتنه يي اړينه او ضروري اړتيا ده.
هغه وايي:(( پکتيکا کې زښته ډېر تاريخي ځايونه شته، لکه پطنې غونډۍ، هشترخ کلا ارګون، خيرکوټ کلا او سلګونه وړې او لويې غونډۍ شته چې د سلګونو کلونو مخينه لري، کله چې مخينه د کوم ځای سل کاله پوره کېږي هغه ځای تاريخي حيثيت خپلوي، په دې غونډيو کې د انسانانو اوسېدو اثار ليدل شوي دي، کله چې خلک په خپلو ځمکو دغرکيلي کارونه کوي، نو هغه مهال د کار په جريان کې تاريخي ځايونه پيدا کيږي, نو ځکه اړتيا ده چې خلک له خپل اسلامي نظام سره اوږه په اوږه کار وکړي او د خپل هيواد تاريخي هويت د ثبتولو تر څنګ د سياحت کوونکو پاملرنه را وګرځوي)).
د پکتيکا يو بل اوسېدونکي جلات وويل دوی مياشت وړاندې د مرکز ښرنې اړوند سيمه تور مخو کې د له رود څخه د پلتو اوبو را خېژول لپاره وېاله کيندله، چې يو ناڅاپه تاريخي اثار را پيدا شو.
نوموړی وايي هغه ساعت مو اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته خبر ورکړ او موږ کار بند کړ.
ده وويل که هرڅوک د يادو تاريخي ابداتو د ليدلو پرمهال همکاري وکړي لرې نه ده چې موږ د زياتو تاريخي ارزښتونو د لرونکو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې هم ښه عايد تر لاسه کړي وي.
د پکتيکا د يو بل اوسېدونکی نقيب وايي، تاريخي ابدات د هېواد ملي ارزښتونه دي دا ارزښتونه د یوه هېواد لپاره ځانګړی ملي ارزښت لري، نوموړی وايي که په شکل ساتنه او پالنه يې وشي د هېواد نوم به هم ورسره هسک شي.
نقيب په دې اړه وويل: ((مونږ ټولو ته په کار ده چې د ملي ارزښتونو او تاريخي ابداتو ساتنه وکړو، ځکه دا زمونږ ملي او ايماني وظيفه ده په دې برخه کې بايد ټول په ګډه کار وکړو کومو سيمو کې چې تاريخي اثار مشخص شوي بايد وساتل شي)).
د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی وايي، په دې وروستيو کې د تاريخي اثارو او ابداتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې زما په نظر د امارت مسوولين په ځانګړې ډول د پکتيکا اطلاعاتو او کلتور رياست په دې برخه کې بېخي جدي دی، ترڅو له تاريخي اثارو ساتنه وکړي.
سرچينه زياتوي مونږ هم دېته تيار يو چې په دې برخه کې له حکومت سره اوږه په اوږه ودرېږو، ترڅو د خپلې خاورې حق مو اداکړی وي، ځکه خاوره زمونږ مور او پر مونږ يې حق دی چې ساتنه او پالنه يې وکړو
د افغانستان اسلامي امارت مسوولينو په افغانستان کې خپلو ټولو اړوندو چارواکو او مجاهدينو ته ویلي، چې د افغانستان د تاریخي اثارو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړي.
د ذبیح الله مجاهد له ادرسه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې "د اسلامي امارت ټولو مسئولینو، د کمیسیونونو ادارو رئيسانو، والیانو، ولسوالانو، د قطعو او دلګیو مشرانو، مجاهدینو او نورو هېوادوالو ته لارښوونه کېږي چې په ټول هېواد کې د تاریخې اثارو کلکه ساتنه، څارنه او پالنه وکړي".
په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان له تاریخي اثارو یو ډک هېواد دی، چې همدا اثار د افغانستان د تاریخ، هویت او بډایه فرهنګ برخه ده او ساتنه یې د ټولو افغانانو وجیبه ده.
پاتې دې نه وي چې په يادو تا يخي او تر لاسه شويو اثارو کې داسي مجسمه هم تر لاسه شوي ده چې مخينه يي ۲۰۰۰ دوه زره کاله ته رسيږي.
تبصرې 0