پکتیکا کې د شته تفریحي پارکونو او د طبیعي سیل ځایونو وضعیت!

100
د کتلو شمېره

پکتیکا د هېواد د هغه ولایتونو له ډلې دی ، چې ګڼې سیمې یې په طبیعي ډول ښایسته او د سیل او تفریح لپاره مناسبې دي ، چې خلک د اخترونو ، ملي ورځو او رخصتیو پر مهال د سیل لپاره ورځي .
تیرو کلونو کې دغه ولایت کې د تفریحي پارکونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه نه ده شوې او یوازې د ټول ولایت په کچه مرکز ښرنه کې یو تفریحي پارک جوړ شوی چې ګڼو برخو کې لا هم نیمګړتیاوې لري .
د دې تر څنګ ارګون ولسوالۍ  کې هم یو شخصي تفریحي پارک موجود دی.
د ښرنې اوسېدونکی صدیق الله وایي، چې په تېرو وختونو کې حکومتونو دغه ولایت کې د تفریحي پارکونو جوړول بېخي له پامه غورځولي و او په ټول ولایت کې یوازې دوه پارکونه شته چې یو ښاروالي او بل یې په شخصي ډول جوړ شوی دی .
نوموړی د ښرنې تفریحي پارک په اړه وایي ، چې کلونه کیږي جوړ شوی خو لا هم په ګڼو برخو کې نیمګړتیاوې لري .
(( د ښرنې پارک په اړه به دومره درته ووایم چې کلونه کیږي رغول شوی خو لا یې هم اړتیاوې نه دي پوره شوي ، د تفریح لپاره وسایل ، د ناستې خونې ، چوکۍ ، او د زراعتي ونو او زینتي ګلانو نه موجودیت هغه څه دي چې د ښرنې پارک بڼه یې پیکه کړې ده غوښتنه مو دا ده ، چې د تفریحي پارکونو جوړولو برخې ته دې پاملرنه وشي او د دې تر څنګ دې پانکوال هم وهڅول چې بیلابیلو سیمو کې تفریحي پارکونه جوړ کړي او پکتیکا ته د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو رامخه شي  ))
تفریحي پارکونه د تفریح تر څنګ د ښوونځیو د زده کوونکو او د پوهنتون  د زده کړیالانو د مطالعې لپاره هم غوره ځایونه بلل کیږي .
پکتیکا پوهنتون چې تر دا مهاله لیلیه نه لري او زده کوونکي یې د ښار په بیلابیلو برخو کې په کرایي خونو کې اوسیږي .
د پوهنتون زده کړیال انور وایي ، چې د لیلیې د نه موجودیت له کبله د ښار په سوداګریزو ودانیو کې کرایي اطاقونو کې اوسیږي ، چې د مطالعې لپاره په هیڅ ډول مناسب نه دي .
انور زیاتوي ، چې د پارک بڼه هم پیکه ده اسانتیاوې نه لري او د مطالعې لپاره پر جوماتونو او د مارکیټونو او د ونو پر سیورو پسې ګرځي .
(( تاسو ته بهتره مالومه ده ، چې د پکتیکا پوهنتون لیلیه نه لري ، زده کړیالان د مارکیټونو کرایي اطاقونو کې ژوند کوي ، چې د مطالعې لپاره په هیڅ ډول مناسب نه دي ، د پارک چاپیریال هم خوندور نه دی ، زده کړیالان خورا واره اوسیږي چې شته پارک چا ته نږدې او له چا نه بیا بیخي لیرې دی ، مونږ ډیری وخت د مطالعې لپاره د ښار جوماتونو ته ځو او یا د مارکیټونو او ودانیو سیورې لټوو چې مطالعه وکړو ، غوښتنه مو دا ده ، چې شته پاک ته پاملرنه زیاته شي او تر څنګ دې یې د ښار په بیلابیلو ساحو کې نور تفریحي پارکونه هم جوړ شي ))
د ارګون اوسیدونکی الف جان  وایي ، چې د ارګون پارک امکانات تر ښرنې یو څه ښه دي خو اړتیا شته چې د تفریح بیلابیل وسایل په کې ولګول شي او ساحه یې باید پراخه شي .
(( د ارګون پارک شخصي دی امکانات یې یو څه ښه دي خو بسنه نه کوي او باید وسایل یې زیات او ساحه یې پراخه شي ، د ارګون بازار کې ګڼه کوڼه زیاته ده او د نږې کلیو خلک هم ورته د تفریح لپاره راځي نو لازمه ده ، چې پارک ته یو څه پراختیا ورکړل شي او د دې تر څنګ زمونږ غوښتنه دا ده چې باید د اسلامي امارت له لوري هم ارګون کې یوه پراخه ساحه کې یو تفریحي پارک جوړ شي .))
پکتیکا کې د شته دوو تفریحي پارکونو د موجودیت تر څنګ د دغه ولایت ګڼې سیمې له طبیعي ښکلا برخمنې دي ،
د ښرنې اوسیدونکی نجیب الله وایي ، چې د پکتیکا ډیری سیمې په طبیعي ډول ښکلې دي ، د ارګون ولسوالۍ ملکیار ، خواجه نیک بین ، ورژانه سیمې ، زیړوک ولسوالي ، د ګیان وسوالۍ ریزو سیمه ، د سروبي ولسوالۍ سپیدار نري سیمه ، د سروزې ولسوالۍ اړوند پړاو سیمه او نورو ولسوالیو کې هم په ورته ډول ګڼې سیمې له طبیعي ښکلا برخمنې دي او خلک اخترونو ، ملي ورځو او رخصتیو کې د تفریح لپاره ورځي .
(( ټول افغانستان او په ځانګړي ډول پکتیکا له طبیعي ښکلاوو ډکې ګڼې سیمې لري چې د ارګون ولسوالۍ ملکیار ، خواجه نیک بین ، ورژانه سیمې ، زیړوک ولسوالي ، د ګیان ولسوالۍ ریزو سیمه ، د سروبي ولسوالۍ سپیدار نري سیمه ، د سروزې ولسوالۍ اړوند پړاو سیمه د ولایت په کچه د تفریح لپاره مشهورې دي د دې تر څنګ د پکتیکا په نورو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې ځانګړې طبیعي ښکلا لري ))
د ښرنې یو بل اوسیدونکی عابد هم د پکتیکا ولایت د هغه سیمو یادونه کوي ، چې په طبیعي ډول ښایسته او د خلکو تر منځ د تفریح لپاره مشهورې دي .
عابد زیاتوي ، چې د تیر حکومت د واکمنۍ پر مهال  د بیلابیلو ولسوالیو تفریحي سیمو ته ډیری خلکو د ناامنۍ له کبله نه ورتلل ،  خو اوس دغه ستونزه هواره شوې او پکتیکا کې ډاډمن امنیت موجود دی ،  خو یوه ستونزه چې لا هم پر ځای پاتې ده ، د لارو خرابوالی دی دی .
(( د پکتیکا ډیری ولسوالۍ په طبیعي ډول ښکلې دي مخکې خو داسې وه چې د لویو لارو امنیت ډاډمن نه و او له همدې کبله ډیری خلکو د تګ لپاره زړه نه ښه کاوه اوس خو الحمدالله ټول هیواد او په ځانګړي ډول پکتیکا کې ډاډمن امنیت دی خو د لارو د خرابوالي ستونزه لا هم پر خپل ځای پاتې ده او اړتیا ده ، چې د رغولو لپاره یې اقدامات وشي ، تیر حکومت خو دې برخه پاملرنه ونه کړه ، زمونږ هیله دا ده ، چې اسلامي امارت به دې برخې ته ځانګړې پام وکړي ، که په تیر کې پاملرنه شوې وای اوس به پکتیکا ته د هییواد د نورو ولایتونو او سیمو په څیر کورنۍ او بهرني سیلانیان راتلل ))
د پکتیکا اوسیدونکی عالم ګل په ټولییز دول له اسلامي امارت غواړي ، چې د بیلابیلو ولسوالیو هغه سیمې چې له طبیعي ښکلا برخمنې او د تفریح لپاره مشهورې دي په قرارداد ورکړي چې ځینې اسانتیاوې په کې رامنځته شي او د هیواد او نړۍ د سیلانیانو پام ورته را واوړي .
عالم ګل همدا راز وایي ، چې پکتیکا ته دې د سیلانیانو د را جلبولو په موخه د هغه لارو جوړولو ته لومړیتوب ورکړای شي چې د طبیعي ښکلا لرونکو سیمو او ولسوالیو ته غځیدلي دي .
(( زما غوښتنه او هیله له اسلامي امارت څخه دا ده ، چې د تفریحي سیمو ته دې په بیلابیلو برخو کې پاملرنه وکړي ، لومړی خو دغه سیمې په قرارداد ورکړل چې چې له مخې اسانتیاوې رامنځته شي او تر تر څنک یې دا غوښتنه هم کوم چې لارې دې جوړې کړي څو د هیواد د نورو سیمو اوسیدونکي او ان بهرني سیلانیان یې راتګ ته زړه ښه کړي ))
د پکتیکا اطلاعاتو او کولتور رییس محمد امین حذیفه وایي ، چې مرکز ښرنه او بیلابیلو ولسوالیو کې د تفریحي پارکونو جوړول په ټولییز ډول د ولایتي ادارې لومړیتوب دی اودا برخه چې مخکې دا برخه ، له پامه غورځول شوې وه اوس به ورته ځانګړې پاملرنه کیږي
حذیفه همدا راز واي ، چې امکاناتو ته په کتو د پکتیکا د ټولو سیمو لارو ته پاملرنه کیږي او د هغه سیمو لارو ته به ځانګړی پام وشي چې طبیعي ښکلا لري او د خلکو تر منځ د تفریح لپاره مشهورې دي .
(( په ټولییز ډول ولایتي اداره په دې هڅه کې ده او لومړیتوب ورته هم لري ، چې مرکز ښرنه او ځېنو ولسوالیو کې تفریحي پارکونه جوړ کړي ، تیرو وختونو کې ورته په سم ډول پاملرنه نه ده شوې ، د دې تر څنګ د هغه سیمو په اړه هم پلانونه شته چې طبیعي ښکلا لري او خلک د تفریح لپاره ورځي ، د سرکونو او لارو موضوع مهمه ده او امکاناتو ته په کتو به د پکتیکا د ټولو ولسوالیو لارو ته پاملرنه وشي خو د هغه سیمو لارو ته به ځانګړي پام وشي چې د طبیعي ښکلا لرونکو سیمو ته غځیدلي دي )).
د تفریحي پارکونو جوړول او له طبیعي ښکلا ډکو سیمو ته پاملرنه که له یوې خوا د خلکو د تفریح او ساعتیري سبب ګرځي ، له بل لوري ګڼو کسانو ته د کار زمینه هم په کې برابریږي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي