نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې په ننګرهار کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د مومندرې ولسوالۍ بېلې سيمه کې رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې نن د ورځې شاوخوا اووه نيمې بجې د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې لس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يوولس نور ژوبل دي، چې د مړو شويو له جملې يې دوه تنه تر دې دمه په اوبو کې نادرکه دي او د پيدا کولو هڅې يې روانې دي.
نوموړي وويل، چې په مړو شويو کې درې مېرمنې، دوه نارينه او پنځه ماشومان شامل دي چې څلور يې هلکان او يوه نجلۍ ده او په ټپيانو کې درې مېرمنې، شپږ ماشومان چې دوه يې نجونې او دوه نارينه شامل دي.
هغه زياته کړه پېښه کښتۍ کې د زياتو کسانو د سپرېدو او په سيند کې د کښتۍ جنراتور ته د اوبو رسېدو او بندېدو له امله رامنځته شوې ده.
د ننګرهار عامې روغتيا رييس مولوي آمين الله شريف وويل، چې د پېښې رامنځته کېدو سره سم د دوی ګرځنده ډلې ورسېدلې، چې يوولس تنه ټپيان يې حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه ولېږدول، ده زياته کړه چې اوسمهال درې ماشومان بستر دي او پاتې کسان له درملنې وروسته رخصت شوي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، چې د عامې روغتيا، کډوالو چارو او يو شمېر نورو ادارو رئيسانو او ځايي مسوولينو يې ملتيا کوله په کښتۍ کې بېلې سيمې ته واوښتل او هلته يې د مړو شويو کسانو په جنازې کې ګډون وکړ.
د ولایت مرستيال د قربانيانو کورنيو ته فاتحه وکړه او دوی ته يې د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل، نوموړي د شهيدانو کورنيو غړو ته په خبرو کې وويل، چې ټول مسئولين او هېوادوال تاسو سره په دې غم کې شریک دي او د دې پېښې خبر ټول دردولي دي.
هغه دغه راز د شهيدانو او ټپيانو کورنيو غړو ته ډاډ ورکړ، چې ا.ا مسئولین به يې د لاسنيوي په موخه لازمه پاملرنه وکړي همدا راز يې زياته کړه چې په راتلونکې کې د پېښو مخنيوي او خلکو ته د اسانه تګ راتګ په موخه ولايتي اداره هڅه کوي چې په دې سيمه کې کيبلي پُل جوړ کړي.
د شهيدانو کورنيو غړو او د سيمې نورو اوسيدونکو د ولايت مرستيال او ورسره مسئولینو څخه مننه وکړه چې په دې ستر غم کې يې ور سره ځان شريک کړ او د پېښې مديريت په موخه يې خپلې هلې ځلې وکړې همدا راز يې يو شمېر غوښتنې شريکې کړې چې د ولايت مرستيال له لوري ډاډ ورکړل شو.
بېله د مومندرې ولسوالۍ هغه سيمه ده چې مخې ته يې د شاوخوا يو کيلومتر په پراخوالي سيند او شاته يې غر واقع دی، دې سيمې ته لنډه لار نشته او خلک اړ دي چې نورو سيمو او ولسوالۍ ته په کښتۍ کې تګ راتګ وکړي، اوسمهال د وروستيو اورښتونو له امله د سيند اوبه ډيرې او چټکې شوي دي، چې د کښتيو ګرځيدل يې ستونزمن کړي دي.
تبصرې 0