د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولين وايي، هغه پانګوال چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا لري، او یا غواړي چې له بهرنيو هېوادونو خپله پانګه افغانستان ته را انتقال کړي، هغوی ته د ځمکې د ورکړې تر څنګ تر پنځو کلونو پورې له مالیاتو څخه معاف دي او د مسلکي کار کوونکو، ماشینرۍ او خامو موادو په برخو کې، ځانګړې اسانتیاوې ورته په نظر کې نیول شوې دي.
د سرچينې په خبره ا.ا ژمن دی چې په کور د ننه خپلو هېوادوالو ته د امن په فضا کې د کار کولو زمينه برابره کړي.
تبصرې 0