خبريال: جميل غيرت
پکتیکاوال وايي چې د پکتیکا ولات په لرې پرتو ولسواليو او ځينو سیمو کې لا هم خلک په ښه کيفیت زده کړو ته لاسرسی نه لري، چې له جملې یې د دریو لرې پرتو ولسواليو زده کوونکو ته تر لېسې دورې د زده کړو زمينه نه ده برابره شوې.
د سرچینو په حواله ډیله، وړممۍ او نعمت اباد د دې ولایت درې هغه رسمې ولسوالۍ دي، چې لا هم لېسه دوره زده کوونکې نه لري، د دې ولسواليو زده کوونکي له منځنۍ دورې وروسته یا د تعليم له خدماتو بې برخې کېږي، او یا هم د نورو زده کړو په موخه مرکز ښرنې ته ځي څو یې زده کړې نېمګړې پاتې نشي.
د پکتیکاولایت وړممۍ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې، د دوی په ولسوالۍ کې د لیسو نه شتون د دوی زده کوونکي دې ته اړ کړي دي ترڅو د یادې دورې د بشپړولو په موخه نورو ولسوالیو او یا هم مرکز ښرنې ته سفرونه وکړي، چې دې چارې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی زیاتوي چې، د پکتیکاولایت په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې یوازې متوسطه ښوونځي شتون لري او د لیسو نه شتون یې په ښوونیز بهیر منفي اغېز کړی دی چې، په دې سره د هغه خلک چې قصادي ستونزې لري نشي کولی په خپلو اولادونو باندې له نهم ټولګي سره پورته زده کړې وکړي.
عارف الله چې د وړممۍ اوسیدونکی مرکز ښرنې ته د لېسې دورې زده کړو بشپړولو په موخه راغلی دی، او زیاتوي چې په سیمه کې د لیسې نه شتون دوی اړ کړي دي ترڅو نورو سیمو ته د خپلو زده کړو بشپړولو په موخه سفر وکړي.
هغه زیاتوي، چې له ډیری زده کوونکو څخه د اقصادي ستونزو له امله خپلې زده کړې نېمګړې پاتې کیږي.
عارف داسې وویل: ((زه عارف الله له وړممۍ څخه دلته مرکز ښرنې ته راغلی یم غواړم چې دلته خپلې زده کړې بشپړې کړم په وړممۍ کې لېسې نشته هلته مکتبونه تر نهم صنف پورې دي غوښتنه مو داده چې هلته مونږ ته لېسې جوړې شي ځکه چې ډیر خلک نورو ځایونو ته تګ لپاره پیسې نه لري چې خپل مصارف وکړي هغه خلک یوازې ترنهم ټولګي زده کړې ترسره کړي او نورې یې پریږدي ))
حاجي مارک د وړممۍ ولسوالۍ یو تن قومي مشر زیاتوي، چې د دوی په ولسوالۍ کې ۳۱ ښوونځي موجود دي چې له جملې یې ۲۹ ابتدایه او یوازې ۲ ښوونځي یې متوسطه دي، چې له همدې امله د یادې سیمې خلک لیسو ته ډېره جدي اړتیا لري.
هغه زیاتوي، د اچې وړممۍ یوه لرې پرته او سرحدي ولسوالۍ ده د لیسو دورې ښوونځیو نه شتون سربېره په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نه شتون پاکو اوبو ته نه لاس رسی او د یو شمېر ښوونځیو لپاره د سرپنا نه شتون هغه ستونزې دي چې، د ښوونې او روزې په بهیر یې منفي اغېز کړی دی.
حاجي مارک زیاتوي؛ ((( موږ په وړممۍ کې لېسه نه لرو او د ۳۱ مکتبونو له جملې ۲ متوسطه ښوونځي لرو او موږ د دولسم صنف فارغین نه لرو ځکه چې موږ په خپله سیمه کې لېسه نه لرو او موږ سیمه سرحدي سیمه ده او موږ ته باید ډیره توجو وشي او بل موږ ته د ګاونډي هیواد څخه هم ډېر شرم دریږي چې تراوسه پورې یوه لېسه هم نه لرو په خپله سمیه کې که چیرې موږ ته لېسې جوړې شي زموږ ولسوالي به پرمخ ولاړه شي او د شاګرانو شته ستونزې به له منځه ولاړې شي)))
د دې سیمې یو تن بل اوسیدونکي محمداود له مېلمه راډیو سره په خبرو کې وویل، په دغه ولسوالۍ کې د ښوونکو اوسنی تشکیل بسنه نه کوي او دوی ته دې د لېسو ترڅنګ د ښوونکو په تشکیل هم زیاتوالی رامنځته شي.
هغه وایي، کله چې د دوی زده کوونکي له نهم ټولګي څخه فارغ شي د دولسم ټولګي د زده کړو لپاره نورو سیمو یا ولسوالیو ته ځي چې له همدې امله له ډیری زده کوونکو څخه زده کړې نېمګړې پاتې کیږي.
محمد داود زیاتوي (( د معارف په برخه موږ ډیرې ستونزې لرو، چې په ټوله ولسوالۍ کې لېسه شتون نه لري او یو شمېر ښوونځي مو ودانۍ نه لري او ځینې نور یې بیا نېمګړې ودانۍ لري چې کارونه یې باید بشپړ شي))
ښاغلی دواد زیاتوي، چې هیله لرو د پکتیکاولایت د پوهنې ریاست مسوولین زموږ غږ واوري او په دې برخه کې غښتلي ګامونه پورته کړي.
د پکتیکاولایت د وړممۍ ولسوالۍ یو تن بل اوسیدونکی محمدخان زیاتوي چې په یاده ولسوالۍ کې ۱۲ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې زده کړې ترسره کوي، هغه وایي چې د اقرا پروګرام له لوري ورته د ځینو ښوونځیو ودانیو د جوړیدو کارونه پیل شوي و چې هغه هم تراوسه نیمګړي پاتې دي.
د هغه په خبره (( وړممۍ ولسوالي کې ستونزې ډېرې دي موږ مکاتب ودانیو له کمښت سره مخ دي ۱۹ ودانۍ د اقرآ برنامې له لوري نیمه جوړې شوې دي ۱۲ مکاتب مو ودانۍ نه لري ټول مکتبونه مو تشنابونه نه لري او پاکو اوبو ته ضرورت لرو او همداشان مسلکي استادان هم شتون نه لري او هیله لرو چې زمونږ ستونزې حل شي مونږ به ډېر زیات خوشاله شو ))
نواب خان چې د ډیلې ولسوالۍ اوسیدونکی دی په دې ولسوالۍ کې د لېسو له نه شتون سر ټکي او زیاتوي، چې په یاده سیمه کې د تعلیم کچه په ډېره ټیټه اندازه او په ټوله ولسوالۍ هېڅ لېسه شتون نه لري.
هغه راته وویل، (( زمونږ په ولسوالې کې لېسې نشته نه کورسونه شته اوس کم کم کورسونه جوړیږي یعنې زمونږ په سیمه کې تعیلمي کچه صفر ده)).
د یادو ولسوالیو اوسیدونکو له مېلمه راډیو سره په خبرو کې د پکتیکاولایت د پوهنې ریاست له مسوولینو غوښتنه کوي، ترڅو په یادو سمیو کې د دوی د زده کوونکو لپاره لیسې جوړې کړي او هم په ښوونیزه برخه دې ټولو ستونزو ته رسېدنه وشي، چې د ښوونې او روزنې کچه لوړه شي او د زده کوونکو شته ستونزې حوارې شي.
د پکتیکا پوهنتون یو تن محصل محمدعمر عادل په خپلو خبرو کې زیاتوي، چې که چیرې په دغو لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د زده کوونکو لپاره د پوهنې ریاست له لوري لېسې او یا هم نور مکاتب جوړ شي د دې سیمې د ځوانانو او زده کوونکو تعلیمي کچه به لوړه شي او د هېواد په پرمختګ کې به مهم رول ولوبوي.
ښاغلی عادل زیاتوي، که زده کوونکو ته په خپلو سیمو کې ښوونځي او یا هم لېسې رامنځته شي له یوې خوا به زده کوونکو خپلې زده ترسره کړې وي او له بل پلو به له دوی سره په اقصادي برخه کې مرسته شوي وي.
د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي عبدالجبار هم مني چې دوی د ښوونکو د تشکیل له کمښت سره مخ دي او همدا شان یې یو شمېر ښوونځي ودانۍ هم نه لري چې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
مولوي عبدالجبار زیاتوي: (( وړممۍ ولسوالۍ ستونزې شته هغه دا چې اوس په مکاتبو کې یوازې دوه بستونه دي چې د ښوونکو د تشکیل له کمښت سره مخ یو په دې ولسوالۍ کې ۳۱ مکاتب لرو چې دوه یې متوسطې دي او ۲۹ نور یې ابتدایه دي لېسانس استادان نه لرو همداشان د پاکواوبو سېستم هم نشته نو زموږ ټولې ستونزې باید حل شي او مسلکي استادان هم راکړل شي. ))
بلخوا بیا د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست رییس مولوي عبدالوکیل خالد له مېلمه راډیو سره په خبرو کې ومنله، چې د ياد ولايت په یو شمېر ولسوالیو او لرو پرتو سیمو کې لېسې شتون نه لري او حتی ځینې داسې سیمې هم شته هلته ابتدایه ښوونځي هم شتون نه لري.
مولوي عبدالوکیل خالد وویل، که څه هم دوی د تشکیل له کمښت سره مخ دي ولې بیا پوره هڅه کوي، چې یاده ستونزه په نېږدې راتلونکي کې حل کړي، ترڅو د یادې سیمې زده کوونکي له زده کړو برخمن شي.
د پوهنې رییس زیاتوي :(( بدبختانه باید ووایم چې د پکتیکا په بعضې ولسوالیو کې لیسې نه لرو حتی ځینې داسې سیمې هم چې هلته مونږ متوسطه هم نه لرو)).
ښاغلي خالد زیاته کړه، چې دوی پوره هڅه کوي، هغه متوسطه ښوونځي چې په شرایطو برابر وي لېسې ته یې ارتقا ورکړي، او زیاتوي چې دغه ستونزه یې د اسلامي امارت له د پوهنې له وزیر او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره شریکه کړې ده، او سږ کال پوره هڅه داوې چې یادو متوسطه ښوونځیو ته د لېسو په بڼه ارتقا ورکړو.
خالد په خپلو خبرو کې زیاتوي:((موږ اوس هم کوښښ روان کړی دی هغه متوسطې چې اوصول یې اجابوي چې لېسو ته ارتقا ورکړو داچې موږ د تشکیل له کمښت سره مخامخ یو دغه موضوع اوس هم په جریان کې ده دوه ورځې وړاندې هم ما له د پوهنې له وزیر صیب او د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي صیب عبدالکبیر سره نهایي کوښښ مو داده چې دغه ستونزه حل کړو که له بل ځایه هم چې کوډونه ورته انتقال کړو ترڅو لېسې ايجاد شي)).
د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې په پکتیکاولایت کې په ډیریو سیمو کې ښوونځي ودانۍ هم نه لري، د پوهنې رییس مولوي عبدالوکیل یاده کړه، که څه هم دغه ستونزه هېواد شموله ستونزه ده، ولې بیا هم په پکتیکاولایت کې د شاوخوا ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۷ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو افتتاح شوې ده، چې چارې به یې عملأ پیل شي، په عصري ډول به د سولري سېستم پاکو اوبو سربېره نور امکانات هم ولري،جوړیږي.
هغه زیاته کړه، چې د پوهنې ریاست په شخصي بودیجه به د یو شمېر ښوونځیو د ودانیو د ترمیم او بیا رغولو چارې هم ډېر ژر به یې کارونه پیل شي.
د پوهنې رییس وایي: ((دغه ستونزه تقریبآ افغانستان شموله ستونزه ده چې د هېواد زیات شمېر مکاتب ودانۍ نه لري دا ستونزه په پکتیکا کې تقریبآ د فصدي په لحاظ پورته ده نثبت نورو ولایتونو ته خو الحمدالله د اسلامي امارت په راتګ سره دغې برخې ډېره توجو شوې موږ سږ کال د ۱۶۷ میلیونو افغانیو په لګښت به ۱۷ ښوونځیو ته ودانۍ جوړیږي چې سولر سېستم برمې او منظمې احاطې به هم ولري)).
پکتیکا ولایت د هېواد په کچه یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په ډیریو برخو کې لکه پوهنه، روغتیا، اقصاد، زراعت ترانسپورت او سپورتي برخو کې ډېره اړتیا لېدل کیږي، چې اوسیدونکي یې له اسلامي امارت څخه په یادو برخو کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.
تبصرې 0