راپور: سیف الرحمن ذکي
د پکتیکا ډېری اوسیدونکي په دې نظر دي چې اوسني وخت کې ډېری خلک د هندي او امریکایي فلمونو د کتلو لېوالتیا لري، چې د یادو فلمونو او سریالونو سره د خلکو دومره مینه او لېوالتیا به پر دوی او ټولنه راتلونکي کې سم تاثیرات ونه لري.
دوی وایي، چې له یادو فلمونو او سریالونو سره د خلکو دومره مینه او د زیات کتلو عادت ډېر منفي تاثیرات لري، چې د کلتور او عنعناتو ترڅنګ یې د دوی په سټایل او حالت هم زيات تاثيرات اچولي دي.
بلخوا ځینې خلک په دې اند دي چې د فلمونو او سریالونو کتل د انسان ذهن ته پراختیا ورکوي او ذهن یې ورسره فعالېږي.
په پکتیکا کې یو تن هټۍوال عبدالقیوم وايي، ډېر داسې کسان ورته راځي او د انګلېسي ژبې هغه فلمونه او سریالونه چې په لاندې برخه کې ورسره لیکنه شوې وي د يادې ژبې د زده کړې لپاره ګوري او استفاده ترې کوي.
عبدلقيوم په دې اړه وويل: (( د خلکو خپل ذهن ده، یو سړی ښه معنا ځينې اخېستلی شي یو سړی بده معنا ځنې اخېستلی شي، انګلېش فلمونه اکثره تعلیم یافته خلک ګوري. اول دا ماته تعلیم یافته خلک راځي، وایي ماته داسې فلم واچوه چې په انګلېش ژبه کې وي او لیکنه هم ورسره شوې وي. په دې خاطر باندې چې موږ دا انګلیش غږېدا ځني زده کوو. ))
عبدالقیوم په خپلو خبرو کي یادونه وکړه چي هر فلم چي جوړیږي او بازار ته راوځي یو پند او یوه کیسه لري، هر فلم چي یوه کیسه ونه لري بازار ته نه راوځي.
هغه وایي: (( پاته سو هندي فلمونه، هر یو فلم چي ده یو پند خامخا لري، خو چي سړی یې ګوري په ښه معنا یې هم پوهیدلای شي او په بده معنا یې هم پوهیدلای شي، یو فلم چي جوړیږي په هغه کي خامخا یو پند یو کهاني وي، چي پند نه وي پکي هغه فلم نه راوځي))
په ښرنه ښار کي مي له یو بل دوکاندار محمد ظریف سره خبري وکړې، هغه راته زیاته کړه چي دلته هغه کسان ډیر فلمونه ګوري چي عمرونه یې د اتلس کلونو څخه پورته دي.
هغه فکر کوي چي هیڅوک هندي او امریکایي فلمونه د ژبي د زده کړي په خاطر نه ګوري، ځکه دوی په کندهارۍ لهجه پښتو ته ژباړل شوي فلمونه ګوري.
نوموړي نظر ورکړ: (( ځوانه طبقه چي عمرونه له اتلس کلونو څخه تر ډېرش کلونو پوري دي، زه چي څومره فکر کوم دلته چي یې څومره خلک ګوري، که یې د ژبو په لحاظ ګوري هغه زما فکر نه مني، ځکه په دې خاطر زه چي څومره خلک وینم په سلو کي نهه نوي فیصده خلک یې په پښتو ژبه ګوري، نو که یې په پښتو ژبه وګوري هغه به زه وایم په ژبه پوري تړاو ونه لري.))
یو شمېر خلک بیا په دې نظر دي چي د هندي او امریکایي فلمونو کتل سراسر تاوان دی، دوی زیاتوي چي هغه کسان چي فلم ګوري په ذهني تکلیف اخته کیږي او ورسره د بي سوادي لوی لامل کیدای شي.
یو بل د سیمي اوسېدونکي امان الله د فلمونو کتل یو لوی زیان وباله او ویې ویل چي دا یواځي او یواځي زموږ وخت را ضایع کوي. او موږ د ډیرو مهمو کارونو پر ځای د وخت ضایع کوونکي عمل ته متوجع کوي.
دی وايي: (( ډېر غټ تاوان ده، په اکثره خای کي مقصد په هندي فلمون کي زه خپله خو یي کومه ګټه نه وینمه، ځکه چي دا د ټولني لپاره صحیح کار نه دی. ځکه چي دا زموږ له وطنه سره، د موږ له عنعناتو سره ډیر لیري ده، موږ او دوی ډیر سره لیري یو خو موږ هسي عبث وخت پرې ضایع کوو، موږ د دوی ځای ته نه شو ورسیدلای نو بیا څه کوو چي وخت پرې ظایع کوو.))
نقیب الله بریال په مرکز ښرنه کي یو تن ښوونکي دی، هغه نظر ورکوي چي د هندي او امریکايي فلمونو د مثبتو تاثیراتو په پرتله منفي تاثیرات ډیر دي، ځکه چی ډیر فلمونه د ځوانانو له افکارو سره کاملاّ په ټکر کي دي او د دوي په فکر باندي ښه تاثیر نه شي درلودلای.
بریال زیاتوي: ((اکثره خلک یې ګوري هغوۍ په مسلسل ډول دا فلمونه او سریالونه ګوري د دوي په کلتوري برخه باندي ډير اغېز کوي، د خلکو عنعنات او دودنه ورسره تغیر کوي، د دوی د ژوند سټایل ورسره تغیر کوي او زموږ او ستاسو له مذهب سره ډیر په ټکر کي دي او د ځوانانو په افکارو باندي منفي تاثیر لري. ))
قاري سمیع الله ضعیف د یادو فلمونو د منفي تاثیراتو په اړه وویل چي هر هیواد د خپل دین، کلتور، رسم او رواج د قوي کولو او په نوره نړي د منلو لپاره له فلمونو څخه استفاده کوي، چي زموږ په ټولنه یي ګڼ شمېر منفي تاثیرات پریښي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کي وویل: (( د دوی پلانونه دغه دي چي مثلاّ دا ځوانه طبقه له دې لاري د دوي فکر ور واړوي، او د دوی فکر له شرعي نظام چي د الله ج قران او حدیث دي له هغو روجوع را واړوي خپل لوري ته، او دا د ځوانانو توجع خپل دین ته نه شي او خپل کلتور ته او خپل رسم رواج ته نه شي او د دوی په رواجونو ور واوړي. ))
نوموړي یادونه وکړه چي یادو فلمونو په بیلا بیلو اړخونو کي ټولني ته تاوان لري، او د دوی د ډول ډول اکټونو له لاري زموږ دین او کلتور ته زیان رسيږي.
ضعیف ورپسي زیاته کړه: (( مثلاّ هلته یي داسي یو سړی جوړ کړی وي چي هغه ږیره ولري، هغه خولۍ ولري هغه بد کارونه کوي، او داسي سړی یې بیا راخیستی وي چي د هغه ږیره نه وي، د هغه برېت نه وي، هغه ښه کارونه کوي، نو دوی ته له دې دین څخه زړه ور توروي. ))
د مرکز ښرني یو بل تن اوسېدونکي مولوي محمد عباس هم د یادو فلمونو او سریالونو په منفي اغېزو خبري راسره وکړې او یاده یي کړه چي د فلم پر مهال موبایل او کمپيوټر ته په ځیر سره کتل سترګو ته صدمه رسوي او همدارنګه د یاد تاوان تر څنګ د بدن نور غړي هم د فلم کتلو پر مهال شخ پاتي کیږي. چي په راتلونکي کي ورڅخه ډول ډول ناروغۍ را پیدا کیږي.
نوموړي وویل: (( لومړی تاوان خو یي دا دی چي خپله موبایل ته سړی ډیر په ځیر وګوري د سترګو مشکل پیدا کوي، د ذهن مشکل پیدا کوي دا خو یي ساینسي تاوان ده. ))
نوموړي په خپلو خبرو کي یادونه وکړه چي په ټولو فلمونو کي بربنډی ښځي موجودي وي او هغو ښځو ته کتل د یو انسان حیاه له منځه وړي.
نومړی د خپلو خبرو په دوام وایي: (( دې فلمونو کي اکثره زنانه وي، بیا داسي لوڅي زنانه وي. د دې سړي حیاه له منځه ځي او رسول الله ص فرمایي وای کله چي حیاه ولاړه نو چي ستا څه خوښه وي هغه کوه، نو چي حیاه له ده چي ولاړه شي اتي بیا په بل کار هم نه شرمیږي، نن هندي فلم ته ګوري سبا پردۍ زنانه ته کتلای شي بله ورځ نور مشکل ترې جوړ شي نو ټوله جامعه له دې چي خرابیږي. ))
اسد د مزار شریف یو اوسیدونکی دی چي په پکتیکا کي استوګنه لري، اسد وایي چي د فلمونو د ګڼو تاوانونو تر څنګ چي په ټولنه یي لري، ګڼ شمیر تاوانونه او منفي تاثیرات د یو کس په شخصي ژوند باندي هم لري، چي په پایله کي د ټولني د لا بد بختۍ لامل کیږي.
د ده په وینا: (( ځوانان فلمونه ګوري، سریالونه ګوري، ټیک ټاکي ګوري او ټیک ټاکي جوړوي، ګیمونه کوي هغه کاروبار نه شي کولای، هغه دوکانداري نه شي کولای هغه داسي پرمختګ نه سي کولای، د سترګو نظر کموي بې ځایه پیسې باندي مصرفوي. ))
دولت خان د پکتیکا ولایت یو بل تن اوسیدونکی دی، هغه هم وویل چي د فلمونو کتلو له لاملونو لوی لاملونو یي د یو چا خپله کورني ده. ځکه چي هري کورني خپلو زامنو او کشرانو ځوانانو ته سمارټ موبایلونه ورکوي او هغه یې په ښه ډول نه شي استفاده کولای. او کیدای شي تر ډیره بده استفاده ور څخه وکړي.
دی زیاتوي : (( لومړنی علت د دغه کورنۍ ده، ځکه چي په کورنۍ کي چي یو مشر فلم ګوري، یا موبایل کي یو اواز ګوري، نو کشر هم هغه فلم یا اواز ته متوجع کیږي. دوهم علت په کورونو کي تلویزونونه دي، که چیري فلم زه په تلویزون کي وګورم په نیمایي کي را څخه پاتي شي زه سبا ځم هغه فلم له بازاره را نیسم. ځکه چي هغه فلم نیم ما کتلی وي، چي نیم وکتل شي خوند نه کوي باید ته یې پوره په کیسه باندي ځان پوه کړې. ))
هغه یادونه وکړه چي د یادو فلمونو کتلو ته لېوالتیا د ماشومانو او ښځو په کالیو او ځینو سټایلنو هم بشپړ اغېز کړی دی. ځکه چي په زیاتره ودونو او محفلونو کي ښځي داسي جامې اغوندي چي هغه یي په هندي فلمونو یا سریالونو کي د ښځو پر غاړه لیدلي وي، د دې په تړاو ډیري ښځي د هغو فلمي ادا کارانو په شان ویښتان جوړوي.
نوموړی وایی چي دا زموږ دین، ژبي، کلتور او عنعاتو ته یو لوی تاوان دی، ځکه چي د یادو کارونو په وسیله زموږ له راتلوونکي نسل څخه خپل کلتور لیري پاتي کیږي. چي په پایله کي به زموږ له راتلوونکي نسل څخه خپل کلتور هیر او ورکیږي او دوی به د نورو د کلتور ښکارندوی وي.
د ده په وینا: (( زیاتره زنانه چي کوم کالي جوړوي لا چیري له سریاله چي کتلي وي، چیري یي له فلم چي کتلي وي، فلاني ښخي په سریال کي دغسي جامې اغوستي وې ډیر خوند یي ورسره کول زه به هم داسي جامې جوړي کړم. دغسي یي ویشتان جوړ کړي وو زه به هم داسي وییښتان جوړ کړم، دا وریځي یې داسي جوړي کړې وې زه به هم داسي وریځي جوړي کړم. ))
د سیمي ډيرو اوسیدونکو د فلمونو د بدیل په اړه خبري راسره وکړې. دوی یادونه وکړه چي د یادو فلمونو او سریالونو پر ځای که ځوانان یا په ټوله کي هغه کسان چي د فلمونو معتاد ګرځېدلي خپل وخت ګټوري مطالعې ته ورکړي. دوی به نوي څه هم زده کړي وي او هم به یي له ډیرو عبث کارونو څخه ځان د یادي مطالعې په واسطه ژغورلي وي.
یو شمېر خلک بیا د فلمونو او سریالونو ښه بدیل ورزش بولي، ځکه چي ورزش د ګڼو روغتیایي ګټو تر څنګ د خلکو په ځوان پاتي کېدو کي هم ډیر ګټور تماميدلی شي.
امان الله وویل چي د کار د زمینې په برابریدا ډیر ځوانان له ډیرو ناوړه کارونو څخه مخ ګرځوي او د یو ښه راتوونکي هیله ترې کیدای شۍ.
نوموړي د د کار د زمینې تر څنګ ځوانانو ته د زده کړي د زمینې برابریدل هم خورا مهم وبلل تر څو په ځای د دې چي یو څوک خپل وخت په بې ځایه کارونو مصرف کړي، ښه به وي چي دا وخت او انرژي په زده کړه مصرف کړي.
امان الله وايی: (( د کار زمینه ورته برابره شي، د درسو زمینه ورته برابره شی، د روزګار زمینه ورته برابره شي، مقصد په داسي شیانو یي مصروفه کړو چي هغه هم دا ټولني ته، ائینده ته، ائینده نسل ته ګټه ورسوي. درس ايینده نسل ته ګټه رسوي. ))
د ډېرو خلکو له خبرو دا پایله حاصله شوه چي د هندي او امریکایي فلمونو له ګټو تاوانونه ډیر وو.
دوی وویل چي هغو فلمونو ته باید د کتلو اجازه ورکول شي چي له دین، ژبي او کلتور سره په ټکر کي نه وي. د دې ترڅنک په هره کورني کي باید د کورني د مشرانو له لوري د کورني کشران د داسي شیونو په زیانونو خبر شي او مخنیوی یې وکړي، خلک دي زده کړو، کسب او کار ته تشویق شي او د یادو کارونو زمینه دي ورته برابره شي. ځوانان باید مطالعه خپل ورخنی عادت وګرځوي او په بیلا بيلو برخو کي مطالعه وکړي. چي د مطالعې په واسطه کولای شو خپله ټولنه د سواد په ښکلي ګاڼه سمبال کړو.
کار پوهان په دې اند دي چې د یادو ټولو حل لارو تر څنګ باید ټولي رسنۍ خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي، څو په ټولنه کي د داسي کارونو مخه ونیول شي چي خلکو او ټولني ته یي زیان وي.
د دوي په وینا که غواړو خپل دین، ژبه، کلتور او عنعنات په ښه ډول وساتو او تر راتلوونکي نسل پوري یي انتقال کړو نو باید خپل تولید ولرو او د پردیو تولیدونو د ژباړې په مهال پورتنیو ټول مسایلو ته جدي پاملرنه وشي.
تبصرې 0