خبريال: حمدالله بهیر
د پکتيکا ولايت هټۍوال او کروندګر وايي، که د سبزيو او مېوه جاتو د ساتنې لپاره ورته سړې خونې برابرې شي ګټه به يې دوه چنده شي.
هټۍوال وايي، اوس د مارکېټ د خرابوالي او همدا راز د سړو خونو نه شتون هغه ستونزې دي چې د پکتيکا د سبزيجاتو او مېوه جاتو پر مارکېټ يې منفي سيوری غوړولی.
دوی پر حکومتي مسوولينو او ملي سوداګرو غږ کوي، چې د پکتيکا لپاره په دغه برخه کې لازمه پاملرنه وکړي، ترڅو مونږ وکولای شو چې د هېواد پر نورو ولايتونو سربېره نړۍوال مارکېټ ته لاره پيدا کړو چې په دې سره د هېواد او په ځانګړي ډول پکتيکا پر ځان بسيا شي.
جمعه ګل هټۍ وال له حکومتي مسوولینو غوښتنه کوي چی په پکتیکا کې د سبزیو او مېوه جاتو لپاره سړو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي.
نوموړی په دې اړه وايي: ((له بده مرغه مونږ پکتيکا کې سړې او ګرمې خونې نه لرو چې دا د پکتيکا په کچه يوه لويه ستونزه ده کروندګر مو زيار وباسي ټول کال خواري کوي، خو د سړې خونې له امله هر څه ضايع شي)).
دوی وايي، چی په پکتیکا کې د سبزیو او مېوو د ساتنې لپاره مناسبې خونې هم نه لري، ترڅو هغه سبزیجات او مېوه جات چې له کروندو یې اخلي پکې وساتو.
محمد الله سوداګر همدا راز زیاته کړه چی په پکتیکا ولایت کی د مېوه جاتو او سبزیجاتو کمی نه لیدل کېږي، خو که ملي سوداګر او پانګوال په یاده برخه کې همکاري وکړي د پکتیکا سبزیجات به ډېر ژر پر هېواد سربېره نړۍوال مارکېټ ته لار پیداکړي.
محمد الله په دې اړه وويل: ((له تجارانو مو غوښتنه دا ده چې خپل ولايت پکتيکا کې پانګونه وکړي له يوې خوا به خپلو بې بي روزګاره خلکو ته پکې د کار زمينه برابره شي بلخوا به زمونږ د ولايت دبزګرانو اقتصاد ورسره لوړ شي)).
د یاد ولایت دوه نور هټۍ وال بیا وایي، چې هر سهار مهال تجاران چې سبزي او مېوې راوړي او موږ يې په خپلو هټیو کې په ښه توګه کېږدو، خو تر لېږ ځنډ وروسته د ګرد او خرابې هوا له کبله داسې خراب او خوسا شي، چې د خوراک وړ نه وي.
نور ګل چې په ياد مارکېټ کې هټۍ لري په اړه يې داسې وايي: ((سبزي راوړو، خو په زياته اندازه يې څوک راڅخه نه اخلې ځکه د ساتلو لپاره يې ځاي نلري، ټوله خرابه شوې وي، له مسوولينو مو غوښتنه دا ده چې دې برخه کې همکاري وکړي)).
يو بل هټۍ وال وايي: (( د خرابې هوا له امله زياترو دوکاندارانو خپل دوکانونه خوشي کړل، ځکه د ګټې پر ځای يې تاوان کاوه.))
د پکتیکا ښاریان وایي، چې هره ورځ دلته تازه مېوه جات او سبزي راوړل کېږي چې د نامناسب چاپېریال له امله دغه سبزي ميکروبي کېږي، چې له دې امله نږدې نيمايي سبزيجات او مېوه جات له پلورلو وړاندې خوسا کېږي او د کثافاتو ځایونو ته يې په وړلو هم ستړي شوي يو.
يو تن پېرېدونکی جان محمدوايي: ((هر سهار تازه سبزي راځي، خو د هټۍ وال يې په زياته اندازه اخېستلو ته زړه نه ښه کوي چي له امله يې ټوله سبزي خرابه وي او دوکانداران هم ورسره په ستونزو کې وي)).
په یاده موضوع دکرهڼې پوهنځي يوه زده کړیال راته وو یل که چیرته سبزيجات او مېوه جات لپاره مناسبی خونی نه وی نو سبزيجات او مېوه ډیر ژر له منځه ځي نو هیواد وال مجبور دی چي یا کرهنه پریژدی او په دی سره به زرګونه کسان بی روزګاره شی
د کرهڼې پوهنځۍ يوه زده کړيال په دې اړه راته وويل: ((پکتيکا کې کرنيزې ځمکې ډېرې دي، خو هېوادوال يې د ساتلو لپاره معياري خونې نه لري زياتره وګړي د همدې له وېرې ځمکې هم نشي کرلی چې ګواکې د حاصل ساتلو لپاره معياري ځای شتون نه لري)).
محمد یعقوب چې له کرني پوهنځي څخه فارغ شوی وایې،چې پنځلس شنې خونې یې جوړي کړي چې بادرنګ، کدو، رومي بانجان، پیاز او نور سابه یې پکې کرلي دي. نوموړی وايي: «زموږ حاصلات ښه دي
خو د خرڅولو له پاره ورته بازار نه شته، که هره ورځ دغه کرل شوي سابه وشکوو نو نه خرڅیږي او که بوټو کې پاتي وي نو هغه ټول خرابيږي.»
دغه ځوان زیاتوي، چې که دولت سړي خوني جوړي کړي نو موږ به دې ته اړ نه شو چې له بهرنیو هېوادونو څخه سابه او میوې راوړو، همدغه خپل محصولات به د اړتیا پر وخت بازارونه ته وړاندې کړو
دغه ښاريان زياتوي، چې له دې هټۍ پرته د اولادونو او د کورنۍ د غړو لپاره نفقه پيداکړو، خو د خرابوالي له امله هر څه راته په زيان تمام شي.
دا چې د هټۍوالو د اولاد نفقه همدغه هټۍ ده چې پر خلکو يې پلوري نه یوازې چی ګڼې ناروغۍ پیداکولای شي، بلکې کاري چاپېریال یې هم بد بویه کړی دی.
د پکتیکا د مرکز ښرنې ښاروال وايي، له بده مرغه چې پکتيکا کې د برېښنا نه شتون ددې لامل شوی چې مونږ سړې خونې نه لرو.
نوموړی زياتوي، په دې اړه مو له مرکز سره مسلسل بحثونه کړي او لا هم جريان لري، د ښاروال په خبره هيله مندي شته چې که د برېښنا ستونزه هواره شي مونږ د سړې خونې پر جوړولو جدي کار پيل کړو، ځکه سړې خونې له برېښنا پرته ناممکنې دي.
د پکتیکا ښاروال یې په اړه وایی: ((د پکتيکاوالو دغه ستونزه پرځای ده، ځکه دغه کار خصوصي سکتور کړی او شخصي ګټې يې په نظر کې نيولې دي اوسنی د سبزي مارکېټ په يوه غير پلاني ساحه کې جوړ شوی او مونږ نه شول کولای چې په هغه کې خپل خدمات عرضه کړي، خو په اوس وخت کې مونږ په دې توانېدلي يو چې ۲۷۰۰ جرېبه ځمکه مو په پلان کې داخله کړې چې د ښاريانو لپاره به پکې هر ډول اسانتياوې ولري)).
د ښاریانو د ستونزو ته په رسېدو مو د کرهڼی ریاست دروازه هم ور و ټکوله چی په یاد ولایت کی د سبزیو او مېوه جاتو په پار د خلکو دغه ستونزې له نږدې ورسره مطرح کړو د ياد رياست سرپرست يې په اړه راته وويل: (( دبزګرانو لپاره ۲۰۰ شنې خونې او ۴۰ سړې خونې د مرکز په شمول په بېلا بېلا ولسوالیو کې به د موسساتو په همکارۍ په نږدې ورځو کې توضيع شي)).
د يادونې وړ ده چي هر کال په ټول افغانستان کې زرګونه ټنه مېوه جات د سړو خونو د نشتون له امله خرابېږي، سوداګر او کروندګر له ستونزو او مالي تاوان سره مخ کېږي، چې اثر یې په ټولنه ډېر منفي دی.
تبصرې 0