خبريال: خیر الدین ذکي
ډېری استادان په دې اند دي، چې په خپله خوښه د ځوانانو له خوا په پوهنتونونو کې د مسلکونو ټاکل د ځوانانو په راتلونکي ښه اغېز لري او تر ډېره ځوانان د کار په ساحه کې بریالی شخصیت ورکوي.
دوی زیاتوي چې د ځوانانو له خوا په خوښه د مسلکونو ټاکل کېدلی شي چې ټولنه د نېکمرغۍ لوري ته روانه کړي او هغه ستونزې چې په بېلابېلو برخو کې لرو ورسره اسانه حل کېدلی شي.
دوی همداشان وايي، هغه ځوانان چې د خپلې خوښې خلاف د نورو کسانو یا هم کورنۍ له لوري پرې تپل شوې مسلک ته مخه کړي، یا خو مسلک په نیمايي کې ترې پاتې وي او که چېرته بیا يې هم له ډېرو ستړو سره سره مسلک پای ته ورساوه، ټولنې ته نا مسلکي کس وړاندې کېږې او د غوره خدمت تمه ترې ډېره کمه کېدای شي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې راته پخواني ښوونکي عبدالعزیز ومنله هغه زده کوونکي یې په ټولنه کې ډېر با نفوذه او بریالي دي چې مسلکونه یې په خپله خوښه ټاکلي دي.
نوموړی وايي چې زوی یې اسدالله په خپله خوښه د ښوونې او روزنې پوهنځی لوستی، اوس په ښرنې ښار کې یو له ډېرو بریالو او مخکښو استادانو څخه دی او ګڼ شمېر شاګردان لري.
دې زیاتوي: (( دریو زامنو يې لوړي زده کړې کړې دي، دوی هر یوه يې په خپله خوښه مسلک ټاکلی، اوس يې هر یوه په خپله برخه کې ډير پیاوړي او غښتلي دي، څلورم زوی يې هم اوس زده کړي کوي، په ۱۲ ټولګی کې دی، هغه به هم په خپله خوښه د خپلي خوښې پوهنځي ته ځان رسوي)).
د ښرنې ښار یو تن فعال ځوان فریدالله د خپل مسلک ټاکلو په اړه وايي چې مسلک یې په ذوق نه وو، په دې خاطر چې زړه نا زړه وو، څو ځله ترې پاتې شو خو له ډيري مودې تېریدو وروسته يې یو ځل بیا هم هغه مسلک ته دوام ورکړی چې نه يې غوښتل ويې وايې.
ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې لومړی ځل یې له اقتصاد پوهنځي څخه کورنۍ زړه ور تور کړ او ترې پاتې شو، چې د کورنۍ په خوښه یې طب پوهنځي راپیل کړ او اوس ترې هغه هم پاتې دی.
نوموړی وړاندې وايي: (( ده غوښتل اقتصاد وايې، د کورنۍ فشار دې ته اړ کړ چې طب يې پیل کړ، دا چې طب پوهنځی په نسبي ډول تر نورو هغو خواري او مطالعه هم ډيره غواړي، زما توانايې په دې برخه کې هغومره نه وه، څومره چې اړتیا وه، پنځه سیمستره مي وویل، نور مي نشوای کولی چې تر پایه يې په سمه توګه ولولم، مجبور شوم، طب مي پرېښود، اوس مي بېرته اقتصاد پیل کړ)).
د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی حمیدالله په دې اړوند د خپل یو نږدي ملګري کېسه کوي. هغه وايې ملګري يې غوښتل ادبیات ووايې او لیوالتیا يې هم له ادبیاتو سره وه، خو د کورنۍ او یو شمېر ملګرو يې ټينګار پر دې وو چې باید طب پوهنځی ولولی، هغه وو چې دې چارې نوموړی له زیاتو ستونزو سره مخ کړ.
نوموړی څرګندوي:(( کله يې چې ملګری له خپلي خوښي تېر شو او د کورنۍ او ملګرو خوښه يې وټاکله، طب پوهنځی يي پیل کړ، د طب پوهنځي د ویلو توان يې نه درلود، په ځان باندي د زیات فشار له امله يې دماغي توازن له لاسه ورکړ، دواړه پوهنځي ادبیات او طب ترې پاتې شوو)).
د خوست شیخ زاید پوهنتون څخه تازه فارغ شوی ځوان او د پکتیکا ګیان ولسوالۍ اوسیدونکی ادم خان پښتون وايې، څو ځله يې ازموینه ورکړه، دوه درې ځله د خپلي خوښي پوهنځي ته له بریالي کیدو پاتې شو خو هوډ يې کړی وه چې باید د خپلي خوښي پوهنځی هر څنګه چې کیږې لاره پیداکړي، همدې کلک تصمیم يې وکولی شول، د خپلي خوښي پوهنځی ولولي.
دی زیاتوي:(( کوم ځوانان چې په خپله د مسلکونو له ټاکلو پاتې شي او یا د کورنیو او نورو کسانو له لورې پرې فشار وي او د بل چا خوښې ته لومړیتوب ورکړي، داسي کسان ټولنې ته په مسلکي لحاظ کمزوري وړاندي کېږي او راتلونکې کې ترې د ښه خدمت هیله نشي کیدای ځکه چې د خپل ذوق خلاف يې زده کړي کړې وي)).
د ارګون ولسوالۍ اوسیدونکي منورخان وویل، د پکتیکا په شان وروسته پاتې ټولنه کې نه یوازي دا چې د مسلکونو د ټاکلو حق له ځوانانو اخیستل کیږې، بلکه د ژوند په ډیرو حیاتي پړاونو کې هم دوی ته د خپلي خوښي د انتخاب حق نه ورکول کیږې.
نوموړی واېې:(( دلته په ځوانانو د مسلک ټاکل هم ور تپل کیږې، هغه وايې یو ځوان پر ځان باور لري او غواړي داسي د ځان لپاره وټاکي چې د سرته رسیدو توان يې هم ورسره وي، خو کورنۍ ترې غوښتنه کوي چې باید داسي څه وټاکي چې د هغوئ خوښ وي ، دا کار د دې لامل شي چې له زده کړو د ځوانانو زړه مات کړي)).
د پکتیکا ډېری ځوانان په دې نظر دي چې د خپلې خوښې خلاف مسلکونو ټاکلو برخه کې د کورنیو مشرانو او ملګرو تر څنګ استادان هم ملامت دي چې خپلو زده کوونکو ته یې په دې اړه لازمې لارښوونې نه دي کړې.
ګلزار تنها چې د سیمې یو تن لیکوال او شاعر دی وايي:(( یو ناوړه دود چې دلته اوس حاکم دی هغه داده چې فارغ شویو ځوانانو ته په خپلو اړوند مسلکونو کې دندې هم نه پیدا کېږې د مثال په توګه : یو کس له انجنیري پوهنځي څخه فارغ دی خو اوس دنده په روغتیا برخه کې مخته وړي، مسلک ته نه پامرنه ،د ټولنې اغېزه او د کورنۍ له لوري د نه تشویق کیدو روحیه د دې لامل شوي چې ځوانان د خپلي خوښي له مسلکونو لیري پاتې دي، ځوان هم باید خپلې ټاکلې موخه ولري، ځان ورته ورسوي او د چاپیریال روان ناوړه حالت چې ډيری وخت هغه مسلک ته لومړیتوب ورکوي یا يې ښه ګڼي چې ګټه او پیسې ولري، باید دا فرهنګ له منځه لاړ شي)).
د پکتیکا پوهنتون زده کړیال عصمت الله وايې د کورنۍ له زیاتو فشارونو او ټینګار سره سره يې بیا هم په خپله خوښه مسلک وټاکل، ځکه که دا کار د ده په ژوند پوري اړه لري او نه يې غوښتل د خپل ژوند راتلونکې د بل چا د فرمایشونو قرباني کړي.
هغه وویل:((دا چې مسلک مي هم په خپله خوښه وو، مطالعه او بله هره ستړیا مي په ډير ذوق پر مخ وړله، زه باوري یم چې ټولني ته به مسلکي کس وړاندې کیږې، که د بل چا په خوښه مي دا کار کړی وای،زه پوهیدم چې هر څه به راڅخه ګډوډ وو.))
استاد عبدالعزیز چې د پکتیکا یو له مخکښو ښوونکو دی، درسي نصاب او ښوونیز سیستم د داسې چارو یو ستر لامل بولي او وايي: (( دلته له پیله په لېسه دوره کې دا سیستم نه ده جوړ، په لېسه دوره کې وضعیت سره ګډوډ وي، د زده کوونکو لپاره یو ټاکلی هدف نه وي، په لېسه دوره کې له سیسم سره د نابلدتیا له امله چې کله زده کوونکي له ۱۲ ټولګي څخه فارغ شي، همدستي لاره ترې ورکه شي، زه د یو ښوونکي په توګه د دې لوی ارمان لرم چې په ښوونیز نصاب کې دا څه باید په یو مسلکي ډول ځای شوي وای، د پکتیکا خلک د اوبو د مهارولو لپاره په دې ولایت کې د پلتو اوبو د بند ارمان له کلونو راهیسي لري، خو زما ارمان بیا داده چې لېسه دوره کې باید رشته بندي وشي، تر څو له زده کوونکو خپل اصلي لوری غلط نه شي)).
د پکتیکا دغه مشر او باتجربه استاد د خپلي خوښي خلاف د نورو په غوښتنه د مسلک ټاکل کیدو په اړوند د خپلو سترګو د لیدلي حال کېسه کوي او واېې:(( یو کس پيژني چې د خوښي مسلک يې بل شی وو، خو د ملګرو په غوښتنه يې وترنري پوهنځی ولوست، دا چې په یاده برخه کې نا مسلکي را فارغ شو، اوس په دې نه پوهیږي چې څنګه د خپلي برخي د ناروغ تشخیص وکړي او کوم درمل ورته ورکړي، تاسو فکر وکړئ د یو کس د بایسکل چلونه زده نه ده او یو څوک ورته موټر ورکړي چې سفر پرې وکړي، به دا جفا نه وي؟))
سیف الرحمن د پکتیکا د لرې پرتې سیمې وازېخوا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي زموږ ټولنه چې د لوست کچه یې ډېره لوړه نه ده ، د ډېری کورنیو مشران په داسې مسایلو کې د خپلو اولادونو سمه لارښوونه نه شي کولی.
دی وايي چې زموږ په شان ټولنه کې دا مسوولیت تر ډېره د پوهنې برخې مسوولینو، د پوهنتون استادانو او دیني علماوو ته ورګرځي.
د ده په وینا: (( د دې لوی لامل د ټولنې با نفوذه خلک دي، د پوهنې د برخې مسوولین، د پوهنتون استادان او دیني عالمان مکلف دي تر څو خپلو اولادونو ته داسي لارښوونه وکړي چې له کوم مسلک سره چې هغوئ لیوالتیا لري او کولی شي، پرمختګ پکي وکړي، دوی باید ورته سمه لاره وښيي او په دې اړوند د عامه پوهاوي مسوولیت ټول همدې کسانو ته متوجه کیږې، که پورته ذکر شوي کسان خپل مسوولیت ادا کړي نو پایله به يې دا وي چې ځوانان به د خپلې خوښي وړ مسلکونو ته لاره پیدا کړي او په راتلونکې کې به هغوئ تر ډيره بریالي او مسلکي وي)).
د غزني پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي استاد رحمت الله نوید واېې د ټولنې لومړنۍ اړتیاوې اوس مهال دادي چې باید د مسلکي ځوانانو پر مټ ورته خدمت وشي او که غواړو مسلکي ټولنه ولرو، نو باید مسلکي ځوانان ولرو.
نوموړی څرګندوي چې: (( د کورنۍ مشرانو، د پوهنتون استادانو او فارغ شويو ځوانانو ته دا مسوولیت متوجه دی چې ځوانان د خپلې خوښي وړ مسلکونو ته وهڅوي او په پایله کې د خپلې خوښي وړ پوهنځی په ښه شکل سره تعقیب او بشپړ کړي، له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د کورنیو مشران په دې برخه کې پر خپلو اولادونو د هغوئ په خوښه د مسلک ټاکل کیدو ټینګار نه کوي، دوی په داسي مسلک ټینګار کوي چې هغه باید ښه بازار ، ښه ګټه ولري او د همدې مسلک له لاري ورته ډيري پیسې وګټي، خو داسي باید ونه شي، هر ځوان باید د خپلې خوښي وړ مسلک وټاکي، تر څو يې په ښه ډول، اسانه لاره او بریالیتوب سره پای ته ورسوي، نه دا چې د کورنۍ د ټينګار په صورت کې داسي مسلک وټاکي چې په ناکامي پای ته ورسیږي، د نورو په خوښه د مسلکونو ټاکل همداسي کېږې هم، خپلو اولادنو ته باید په خپله خوښه د مسلکونو د ټاکل کیدو روحیه ورکړل او پرېښودل شي چې په خپله خوښه د مسلک ټاکنه وکړي)).
د زده کړو برخې متخصصین وايي چې د بل چا په خوښه د مسلکونو ټاکل ګڼې ستونزې لري، چې په ښوونځیو کې رشته بندي، د ښوونکو له خوا زده کوونکو ته پر خپل وخت سمي لارښوونې، د پوهنې وزارت له خوا زده کوونکو ته د ښوونځیو په وروستیو کلونو کې روزنیز پروګرامونه او د رسنیو له خوا دې برخه کې عامه پوهای کولی شي چې په خپله خوښه د مسلکونو ټاکلو په ګټو ځوانان پوه کړي او د دې جوګه شي چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي.
تبصرې 0