پکتیکاوال: د لرغونو تاریخي ابدو رغولو او اثارو ساتنې په پار لا ډېر کار ته اړتیا ده

93
د کتلو شمېره

خبريال: حمیدالله همیم
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي وایي: که څه هم په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د تاریخي اثارو د موندنې او ساتنې او دغه راز د یو شمېر تاریخي ابدو د رغونې په پار لومړني ګامونه پورته شوي، خو لا هم په دې برخو کې ډېر کار ته اړتیا ده.
افغانستان چې یو لرغونی او تاریخي هېواد دی او په ډېری ولایتونو کې یې ګڼ شمېر تاریخي اثار او لرغونې ابدې شتون لري، چې پکتیکا هم یو له همدې ولایتونو شمېرل کېږي.
تاريخي آثار، چې د يوه هېواد او ټولنې له تاریخي مخينې او اوږد تاريخ ښکارندویي کوي او د تاریخي ابدو رغول او سندونه یې جوړول، ننني نسل ته د پخوانیو نسلونو اصلي هویت په ګوته کوي، نو ساتنه او دې برخو ته پاملرنه خورا مهمه ده.
د پکتیکا پوهنې بهیر سر لاري او تاریخ پوه عبدالله خان وایي، د نړۍ یو شمېر هغه هېوادونه، چې د جوړېدو موده یې لنډه او  په نړيواله کچه لږ باور لري؛ خو افغانستان چې پخوانی نوم یې آريانا و، پنځه زره کلن تاریخ لري؛ د اسلام دين له ظهور وروسته د آريانا نوم په خراسان واړول شو، خراسان د احمدشاه دُراني د واکمنۍ پرمهال پر افغانستان مسما شو، په داسي شرايطوکې افغانستان په سيمه کې د يوه ځواکمن هېواد په توګه راڅرګند شو، چې تاريخي او فرهنګي آثار یې د آريانا او خراسان له زمانې را پاتې او زموږ د لرغونپوهانو له خوا پېژندل شوي، چې د هغو په رڼا کې ښه تاريخونه ليکل شوي او د افغانستان د اوږدې تاریخي مخينې ښکارندويي کوي.
نوموړی زیاتوي: (( د هېواد تاريخي او فرهنګي آثارو ته په پام، زموږ د هېواد تاريخ له پنځو زرو کالونو اوږد دی او هغه هېوادونه، چې پرديو جوړ کړي، تاریخي مخینه نه لري او له تاريخي اړخه بې باوره دي، نو اړتیا ده، چې خپل تاريخي او فرهنګي آثار په سم ډول وساتو؛ ځکه دغه آثار له پخوانيو نسلونو موږ ته رالېږدول شوي او موږ مسؤولیت لرو، چې راتلونکو نسلونو ته خپل تاريخي او فرهنګي آثار کټ مټ ولېږدوو.))قومي مشر او لیکوال عبدالصمد شهید پلار وویل: له پخوانيو نسلونو را پاتې ميراثونه د بشر د تاريخ په لوستلو کې خورا ګټور دي او ساتنه یې د نویو نسلونو اړتياوې ګڼل کېږي.
شهید پلار زیاته کړه: (( تاريخي او فرهنګي ميراثونه د تاريخ، هنر او علم له پلوه نړيوال ارزښت لري او اړينه ده، چې په نړيواله ډلبندي کې د شتون چانس هم تر لاسه کړي او د دغو تاریخي اثارو ساتنه د هېواد او سیمې د هُویت تر څنګ د نویو نسلونو لپاره اړینې اړتیاوې ګڼل کېږي.))
لیکوال او خبریال یاسین یاسین وویل، په پکتیکا کې ګڼ شمېر لرغوني آثار او تاریخي ابدې شته دي، چې ساتنې او رغونې ته یې باید حکومت، نړیوال مؤسسات او په ځانګړي ډول اطلاعاتو او فرهنګ ریاست بشپړه پاملرنه وکړي.
یاسین زیاته کړه: (( تاریخي او فرهنګي اثار د سیمې او هېواد د سم تاریخ لپاره خورا مهم دي، نو حکومت، نړیوالو مؤسساتو او په ځانګړي ډول اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته په کار ده چې په دې برخو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.))
د یوسف خېل ولسوالي اوسېدونکي انجنیر صدو خان حیدري په خپلو خبرو کې د تاریخي آثارو موندنې په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وروستۍ کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، چې د یاد ریاست مسؤولینو ته په کار ده، چې د لرغونو فرهنګي او تاریخي آثارو ساتنې او تاریخي ابدو رغونې تر څنګ، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره هم لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
حیدري وویل: (( که د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسؤولین د یونسکو او نورو نړیوالو سازمانونو پر همکارۍ په دې ولایت کې د شته تاریخي ابدو رغولو او لرغونو تاریخي او فرهنګي آثارو د ساتنې تر څنګ، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره هم لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، نو له یو پلوه به پکتیکا له نورو ولایتونو سره سیاله شي او له بل پلوه به د عوائیدو په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راشي. ))
شاعر او ښه نثر لیکونکی شېر محمد مهد وایي، د هېواد او سیمې تاریخي مخینه په لرغونو آثارو پورې تړلې او اړینه ده، چې راتلونکي نسلونه، د خپلو پخوانیو نسلونو په څېر له تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتنه وکړي.
مهد وویل: (( لرغوني آثار د یوه هېواد او سیمې د تاریخي مخینې په پار خورا مهم دي، نو حکومت دې د نړیوالو مؤسساتو په بشپړې همکارۍ د دغو آثارو د سمې ساتنې لپاره منظم قصرونه، بڼوڼه او نور ځایونه جوړ کړي. ))
شاعر او لیکوال فدا محمد صمیم یار وایي، تاریخي او فرهنګي اثار او لرغونې ابدې په پکتیکا کې ځانګړی ارزښت لري، چې ګڼ شمېر وګړي لا هم یو شمېر مشهورو زیارتونو ته ځي او هغلته شپې ورځې تېروي او دوی هم دې برخې ته د نظم او نثر په بڼه د خپل توان مطابق کار کړی.
صمیم یار خپلې خبرې په خپل دې بیت پیل کړې: (( د پتنې شل ګزی بابا دي و وا
که به غېږ نه راکوې په یارانه کې
موږ دې برخې ته د شعر په ژبه خپل کار کړی، نو حکومت او نړیوالو مؤسساتو ته په ځانګړي ډول یونسکو، چې په دې برخه کې کار کوي، په کار ده، چې د دغې برخې د لا غني کولو په پار هېڅ ډول ځانسپمونه ونه کړي.))
له دیني اړخه بیا د پکتیکا نوموتي دیني عالم لیکوال او شاعر مولوي محمد نبي حق پرست د لرغونو ابدو په ارزښت رڼا واچوله او زیارتونو ته تګ یې یو مستحب عمل وګاڼه او زیاته یې کړه، چې د معلومو او منل شویو شخصیتونو زیارتونو ته ورتلل ګڼ شمېر ګټې هم لري.
حق پرست زیاته کړه: (( د معلومو اشخاصو زیارتونو ته ور تلل یو مستحب عمل دی او په شریعت کې منل شوی دی، خو په داسې شکل نه چې
در مې وړل غنم زیارته
راکړې سرهٔ زامن زیارته
بلکې په دې پار ورتلل، چې ځان، هغهٔ او ټولې مقبرې ته دعاوې او ختمونه وکړل شي؛ چې په دې سره تبارک حاصلېږي، عبرت ترې اخیستل کېږي، مرګ سړي ته ور یادېږي او ګڼ شمېر نورې ګټې هم لري.))
د پتنې تاریخي غونډۍ تر خوا له شنې لکړې را روان سپین ږېری مرجان لالا، چې کوچنۍ ماشومه یې پر غېږه کې ژاړي او ډډـډډ اوښکې یې پر مخ روانې دي وویل: (( د شنې لکړې زیارت ته مې لمسکۍ وړې وه، نن څوومه شپه ده، چې ژاړي، رېنګه یې کړې او نه کرارېږي، خو چې کله یې دې زیارته راوړم بس خدای پاک ج دستي شفا ورکړي او ښه شي.))
د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر قاري سمیع الله وسیم وایي، چې د اسلامي امارت په راتلو د نورو برخو تر څنګ، په دې برخه کې د پام وړ کړنې ترسره شوې او ګڼ شمېر تاریخي اثار موندل شوي، خو د ساتنې لپاره ورته د یوه منظم ځای په لټه کې دی.
سمیع زیاته کړه: (( د پکتیکا ولایت په شخېل آباد ولسوالي کې مو ۶۹ اوسپنیزې تاریخي سیکې وموندلې، د خوشامند ولسوالي د منارۍ په کلي کې مو ډبرینه مجسمه وموندله، په ګومل ولسوالي کې مو بله ډبرینه مجسمه وموندله، د خوشامند ولسوالي د چوري کلي کې مو بله مجسمه وموندله، د مرکز ښرنې سردې بند سره نېږدې مو یو شمېر تاریخي اثار وموندل، د مرکز ښرنې تور مخو په سیمه کې مو یو شمېر لرغوني خاورین لوښي وموندل او دغه راز مو د دې ولایت جنوب ته په لرې پرته ولسوالي ډېله کې یوه اوسپنیزه مجسمه وموندله، چې ټول مو په ریاست کې خوندي ساتلي او هڅه کوو، چې د ساتنې لپاره ورته منظم ځای جوړ کړو. ))
نوموړي وویل، د لرغونو آثارو د ساتنې او تاریخي ابدو رغونې په پار مو د یونسکو له مسؤولینو سره په بیا بیا ناستې کړې او هغوی هم په دې برخو کې وعدې کړې دي، خو تر اوسه عملي ګام نه دی پورته شوی او هېله من یو چې راتلونکي کال کې به یونسکو په دې برخو کې بشپړه همکاري وکړي.
په ورته مهال بیا د پکتیکا اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا محمد امین حذیفه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاريخي آبداتو او آثارو ساتل د ټولو ګډه دنده بولي او وایي، تاریخي او فرهنګي میراثونه د سیمې او هېواد د پیژندګلوي سم هُویت په ګوته کوي او نویو نسلونو ته د پخوانیو نسلونو د ژوند او دود بیانونه کوي.
حذیفه زیاته کړه: ((د تاريخي آثارو د سمې ساتنې لپاره موزيمونه، ملي بڼونه، ودانۍ او قصرونه مناسب ځايونه دي، خو موږ په پکتیکا کې مونده کړي اثار د دې ریاست په ودانۍ کې ساتو او د مناسب ځای په اړه مو له مرکز او نړیوالې مؤسسې یونسکو څخه چې په دې برخو کې فعالیت کوي، په بیا بیا غوښتنې کړې خو لا هم عملي شوې نه دي.))
نوموړي دغه راز وویل، د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره به له یونسکو او نورو مؤسساتو سره په همکارۍ یو مناسب ځای جوړوي، څو د دې ولایت ټول تاریخي اثار پکې د تل لپاره خوندي وساتل شي.
 
د تاریخ پوهانو په خبره هغه څه چې د يوه نسل لپاره تاريخي آثار پېژندل کېږي، کېدای شي د راتلونکو نسلونو لپاره بدلون په کې راشي؛ د نړيوالو تاريخي آثارو ثبت او ساتنه د يونسکو د کنفرانس د اندېښنې پايله وه، چې په۱۹۷۲ م کال کې تصويب شوه.
د بېلګې په ډول د اوبو لاندې کلتوري ميراثونه د يونسکو سازمان له خوا ساتل کېږي او دغه تړون يو قانوني سند دی، چې د يونسکو د غړي هېواد او د هغه د اوبو لاندې کلتوري ميراثونو د ښه والي سره مرسته کولی شي؛ سربېره پردې د بشريت د ميراثونو د شاهکاريو ټاکل کېدو لپاره يونسکو په شفاهي او عملي ډول فعاليت کوي او د اسلامي امارت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هلې ځلې د تاريخي او فرهنګي آثارو د ساتنې او خوندي کولو لپاره د ستاينې وړ دي او موږ کولی شو د خپلو دغو آثارو په رغولو او ساتنې سره له یو پلوه خپلو نویو نسلونه د پخوانیو نسلونو له ژوند او دود څخه خبر کړو او له بل پلوه به بهرني او کورني سيلانيان ډاډمن کړو، چې زموږ له تاريخي آثارو او آبداتو څخه ليدنې وکړي، څو مو د هېواد عوائید ورسره زیات شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي