راپور: حمدالله بهیر
د پکتيکا لوبغاړي وايي، چې د لوبو په برخه کې وړ استعدادونه لري، خو د لوبو لپاره معياري او د لوبې په ټولو اصولو برابر لوبغالي نه لري.
لوبې چې له یوه پلوه د سولې او خلکو د راټولېدنې سمبولونه دي بل پلو د انسانانو د سالمې او بشپړې روغتیا ضمانت کوي.
د پکتیکا یو شمېر لوبغاړي وایي، له تېرو دوو کالونو راهیسې د لوبو ډګرونه ډېر تاوده شوي او د لوبو مینوال یې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.
دوی وايي، چې په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې زیات شمېر ځوانانو لوبو ته مخه کړې او د دې ترڅنګ د دغه ولایت سیمه ایز اوسېدونکي وايي، چې دولت دې د لوبو په برخو کې همکاري وکړي او لوبغالي دې ورته جوړ کړي، څو پکتیکاوال په ارامه فضا کې په معیاري لوبغالو لوبې وکړي.
د بدني روزنې او ورزش آمر ډاکټر محمد عثمان سيرت وایي، د ځوانانو دغه ستونزه پر ځای بولي او وایي، هڅه کوي چې د پکتيکاوالو دغې ستونزې ته له مرکزي ادارې سره په ګډه حل لارې ولټوي.
سیرت په دې اړه وويل: (( اصلي موخه مو له نشه یي توکو څخه د ځوانانو ژغورل، له بې ځایه ګرځېدا او د لوبغاړو تر منځ مینه او اتفاق راوستل دي، ځکه یوازي سپورټ ده، چې د ځوانانو تر منځ مینه او اتفاق جوړوي، سپورټ د مینې او یووالي سمبول دی)).
سیرت زياتوي، د دې ولایت بېلا بېلو لوبو لوبغاړي یې ثبت کړي، چې د ثبت یاده لړۍ ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو ده.
نوموړی وایي: (( موږ په هره ولسوالي کې ورزش کاران لرو چی د ولایت په سطحه لوبې کوي او له موږ سره ثبت دي؛ د والیبال منتخبه لوبډله ۲۰ تنه لوبغاړي لرو، د پوټسال په برخه کې ۳۰ تنه، هغه هم د زون په کچه لوبې کوي، د نېزه بازي په برخه کې تر پنځو سوو زیات اسونه او لوبغاړي لرو چې ۲۱ تنه یې د منتخبې لوبډلې لوبغاړي دي او د نورو لوبو لکه کیک بوکسینګ، سوکوهنه، موی تای هم راسره لوبغاړي ثبت او لوبې کوي)).
ښاغلی سیرت دغه راز زیاتوي، لویه ستونزه مو د معیاري لوبغالو نشتون دی چې دا ستونزه د پکتیکاوالو لوبغاړو په ځای ده او تر ډېره بريده مو دا ستونزه هم حل کړې او ژر به د لوبو په اصولو برابر لوبغالي ولرو.
نوموړی وایي: ((تاسو ته بهتره معلومه ده چې موږ په پکتیکا کې د کريکټ لوبې لوبغالی لرو، خو لا یې هم چارې نیمګړې دي او بشپړې شوې نه دي؛ د پوټسال د میدان کارونه به هم بېرته پیل شي او د دې تر څنګ مو د نېزه بازي میدان افتتاح کړ، چې د هغه کارونه به هم سږ کال پیل شي)).
د واليبال منتخبې لوبډلې لوبډلمشر حميد همیم وايي: ((چي په دغه ولایت کې د لوبغاړو د روزنې لپاره ښوونکي او مسلکي زده کړو ته اړتیا ده، څو د دې ولایت لوبغاړي لا ډېر او سم پرمختګ وکړي، که څه هم د ولایتونو په کچه سیالیو اتلولۍ مو خپلې کړې، خو لا هم د نویو ځوانان لپاره په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده)).
د فري پایټ یا ازادې سیالۍ يو تن استاد يونس محمدي وايي، پکتیکا د افغانستان يو له هغه ولایتونو څخه دی چې د بیا رغونې کارونه ډېر کم تر سترګو کېږي او څه باندې ۵۰ سلنه خلک يې نالوستي دي او د ورزش په برخه کې هم لازمې اسانتیاوې نه دي برابرې شوې.
نوموړي زياته کړه: (( په ورزش سره به له بې کارۍ خلک را وګرځي، له نشه یې توکو او نورو ناوړه کړنو به ځوانان وساتل شي او د یووالي او ورزش په مزین ډګر به راټول شي)).
نوموړی وایي، چې په پکتیکا کې ورزش ته که څه هم په دې وروستیو کې پاملرنه زیاته شوې، خو له چارواکو غوښتنه کوي چې په دی برخه کې ورسره همکار پاتې شي او لا ډېر کار ورته وکړي.
استاد زیاتوي: (( تاسوته بهتره معلومه ده، چې موږ ته د لوبغالو جوړولو په برخه کې هیڅ کار نه دی شوی، هغه که فوټبال دی، که والیبال دی او که سانګې یا نېزه وهنه ده؛بیخي هیڅ کار نه ده شوی، زه چمتو یم چې له پکتیکا والو سره په ازاد تمرین کې هر ډول همکاري وکړم او زه هر وخت حاضر یم.))
د کرکټ لوبې لوبغاړی نوروز وايي:((موږ په سرو شګو کې لوبې کوو، خو بیا هم ځوانان د لوبو سره د مینې په خاطر دغلته لوبې کوي، زموږ لپاره که دولت د لوبو په برخه کې همکاري وکړي لري به نه وي چې د کورني کرکټ سربېره به نړيوالو ډګرونو څخه هم لاسته راوړنې ولرو تاسو نورو ولایتونو ته وګورئ، هلته د هرې لوبې لپاره ځانګړي میدانونه جوړ شوي، موږ یوازې د کرکټ لوبغالی لرو هغه هم نیمکړی دی.))
د پوټسال لوبې يو کفتان لوبغاړي فقير شاه وايي: ((چي زه پوټسال لوبه کووم ډېر زيار باسم څو د پکتيکا او د افغانستان لپاره لاسته راوړنې ولرم، خو د پکتيکا له دغه پاته ميدانونه مو په وړاندې خنډ دي ميدانونه نشته موژ د ولايت په سطحه يو ميدان لرو هغه هم چمن نه لري وسايل نه لري)).
فقير شاه په دولت او پانګوالو غږ کوي چې د خپلو لوبغاړو لپاره د معياري او مسلکي لوبغالي جوړ کړي ترڅو د پکتيکا لپاره د پوټسال د لوبې يو ښه ټيم ولرو.
نوموړي زياتوي: ((له سرمايه دارانو مي غوښتنه ده له دولت مې غوښتنه ده چي ښه ميدان راته جوړ کړي چې پرې ښې لوبي وکړو ، له المپيک امريت مو غوښتن ده چې دپکتېکا په سطحه بايد منتخبه لوبډله ولرو)).
مهران چې د مېلمه راډيو د ورزش د برخې خبريال دی په دې اړه وايي، چې د المپيک او فدراسيون او کرکټ بورډ د نه پاملرنې له امله موږ هېڅ ډول معياري لوبغالي نلرو نوموړي وايي: ((چې د سپورټي ادارو نه پاملرنه که دوی د سپورټ برخې ته پام وکړي پکتیکا به د هر ډول لوبغالو څخه برخمنه او لوبغاړي به په ښه او ارامه فضا کې خپلې لوبې مخته يوسي. ))
مهران د سپورټ په برخه کې له تجارانو غوښتنه کوي او وايي: (( که پانګوال د سپورټ په برخه کې پانګونه وکړي نه يوازي د ځان لپاره به یې ګټه کړې وي بلکې د پکتيکا والو لپاره به يې هم د سپورټ په برخه کې خدمت کړی وي.))
په ورته وخت کې د افغانستان اُلمپیک کمېټې مسؤلین هم په دغه ولایت کې د لوبغاړو دغه ستونزې مني او وايي چې د دغو ستونزو د هوارولو لپاره یې يو لړ پلانونه ترلاس لاندې نیولي دي.
د دغې کمېټې مسول وویل، چې دغه ستونزې یوازې په پکتيکا ولایت کې نه بلکې د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې شته، خو موږ يې د هوارولو هڅې پیل کړې دي.
د دغې کمېټې یو تن غړی وايي:((موږ پوهېږو چې د افغانستان په یو شمېرولایتونو کې لوبغاړي له ورته ستونزو سره مخ دي دا موږ تائیدوو، خو موږ اوس یو لړ پلانونه ترلاس لاندې نیولي دي، چی د هغوله جملې یې یو هم د فوټبال میدان لپاره چمن دی، د نیزه بازي لپاره معیاري میدان ده، په والسوالیو کې مو هم د شهر سازي ریاست په همکاري سپورټي ساحې په پلان کې نیولې دي چې د سپورټ په برخه کې به ورته میدانونه جوړشي. ))
د یادونې وړ ده، چې په پکتېکا کې په شته لوبغالو چې کومو لوبغاړو لوبې کړې تر اوسه هېڅ یوه لوبغاړي ملي، نولس کلن، او کورني کريکټ ته لار نه ده موندلې، چې له عمده علتونو يې يو هم د معياري لوبغالو نشتون دی او په دغه ولایت کې د ۱۲ بېلابېلو لوبو لپاره فدراسیونونه هم فعالیت لري.
تبصرې 0