خبريال: حمیدالله همیم
بزګران وايي، چې په پکتیکا ولایت کې سږ کال د غنمو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې د بزګرانو کورنۍ او ورځنی ژوند، په کور د ننه د غلو دانو دانو مارکېټ او اقتصادي چارې به ورسره پیاوړې شي، چې په پکتیا کې د غنمو د کمښت ستونزه به ورسره حل شي.
د پکتیکا بزګران وايي، چې د دوی پرله پسې هلو ځلو او د موسمي بارانونو اورېدو له کبله د ځمکې په ټولو حاصلاتو او په ځانګړي ډول د غنمو په حاصلاتو کې د تېرو کالونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د دوی په وینا چې سږ کال یې ټولو کروندو په ځانګړي ډول غنمو ډېر ښه فصل کړی و او د ولایت په کچه ترې بزګران ډېر خوښ دي، چې د ټولو حاصلاتو له ټولو سره به پکتیکا کې د غلو په مارکېټ اغېز وکړي او ور څېرمه ولایتونو کې به هم د بهرنیو وړو په عوض ډېر زموږ غنم د خوراک لپاره وکارول شي.
د بزګرانو په وینا که د کرنې ریاست مسؤولین په راتلونکو کالونو کې له بزګرانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي نو د ځمکې ټول حاصلات به یې څو چنده ورسره زیات شي.
د وازیخواه ولسوالي اوسېدونکي وایي، چې سږ کال یې له ځمکو څخه په زیاته پېمانه حاصلات
اخیستي، خو اوس یې د پیر او پلور او ساتنې لپاره له حکومت څخه د لازمو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي.
د وازیخواه ولسوالي اوسېدونکو حاجي تور او لونګ په خپلو خبروکو کې وویل:(( سږ کال مو له ځمکو څخه ډېر زیات حاصلات واخیستل، ۲۲ زره منه غله ما او ۱۸ زره منه غله حاجي لونګ حاجي واخیستله، که وس دا لږ په سمه بیه خرڅې شي، لا حکومت د ساتنې لپاره سم ځایونه جوړ کړي، زموږ په رقم ډېر داسي خلک شته، چې د پکتیکا څه د افغانستان اقتصاد به ورسره ښه شي.))
د نوموړو په خبره که چیرته نړیوال موسسات له بزګرانو سره د تخمونو، اوبو بندونو او دایمي پروژو په برخه کې همکاري وکړي نو هم به ورسره دې ولایت کې بې کاري کمه شي او هم به یې د خلکو دسترخوان کې د خپل وطن وړه او خوراک ایښی وي، چې په وطن باندې مو د صادراتو دروند او ملا ماتوونکی بار ورسره کمېدلی شي.
د ښرنې ښار اړوند یو تن اوسیدونکی عبدالرحیم وایي، سږ کال یې غنم تر نورو کالونو څو چنده زیات شوي، چې د خپلې کلنۍ غلې د پوره کولو تر څنګ ورسره د دې فکر هم پیدا شوی دی چې یوه اندازه غله به په مارکیټ کې پلوري چې د نورو وطنوالو ستونزې ورسره حل شي.
عبدالرحیم وویل: (( په نورو کالونو کې به مې اووه اوونیم سوه منه غله اخیستله، چې په مټ کې به مې د ځان او بېرته د کرلو پوره شوه، خو سږ کال د کرلو او خوړلو د غلې تر څنګ، د خر څ لپاره هم دونیم درې سوه منه غنم لرم، چې په هغې سره به د کورنۍ نورې چارې مخته یو سم.))
بزګر احمد ګل لالا بیا خپل حال په فلکلور پیلوي او وایي: (( باران د ځمکې ابادي ده - شېرینه یاره زه په تا اباده یمه
که د خدایي د رحمت یاني باران اورېدو تر څنګ، امارتي مسؤولین له موږ سره د اصلاح شو تخمونو، سرو او د بزګرۍ اړوندنورو موادو همکاري وکړي، نو د ځمکې حاصلات به مو څو چنده ورسره زیات شي. ))
نوموړی زیاتوي، چې حکومت له ولسه جوړ او تل باید له ولس سره مرستې وکړي، ځکه ځمکه په باران او موږ بیا په دوی اباد یوو.
د ارګون ولسوالي اوسېدونکی ثمر ګل ثمر وایي: چې د موسم پر مهال د بارانونو اورېدو له کبله یې د ځمکې ټول حاصلات ښه شوي او تر پخوایې زیات حاصلات ترلاسه کړي دي.
ثمر زیاتوي: ( چې پخوا به مې دغه څلور وېښت پلي غنم وکرل، نو (۲۵۰ ـ ۲۷۰ )منه غنم به مې ترې اخیستل، خو سږ کال د مو سم پر مهال بارانونه وشول او د ځمکې ټول حاصلات ورسره ښه شوي؛ له څلوېښت پلو یا پټیو څخه مې ( ۶۷۵ ) منه غنم واخیستل او د خپلې کورنۍ د کال غله مې پوره شوه.)
د مټاخان ولسوالي اوسېدونکی شامحمد بیا وایي: که څه هم وروستیو اورښتونو دوی ته مالي زیان هم اړولی، خو په ټولیزه ګټه یې زیات خوشحال دی او وایي باران د خدای ج رحمت دی او د خدای ج رحمت د خلکو په نفه وي.
شاه محمد وویل: ( باران د خدای ج رحمت دی او د خدای پاک ج په رحمت کې د خلکو ډېرې ګټې وي، که څه هم زموږ د ولسوالي څو کلیو ته چې په هغه کې د (میریاڼو) کلی ډېر زیانمن شو او کرنیزې ځمکې یې ټولې ویجاړې شوې او د خلکو زیات حاصلات یې یو وړل او خراب یې کړل. )
د ښرنې ښار لوېدیځې څنډې ته پروت بزګر حاجي نور ګل وایي: چې د موسمي اورښتونو تر څنګ د کرنې ریاست هم د دې ولایت له بزګرانو سره د شنو خونو، اصلاح شو تخمونو، کیمیاوي سرو یا کودونو او نورو توکو د مرستو په همکاریو سږ کال په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
حاجي نور ګل زیاته کړه، ((چې که له یو پلوه سږ کال د موسم پر مهال خوندور بارانونه وشول، نو له بل پلوه د کرنې اوبو لګولو او مالداري ریاست مسؤولینو د دې ولایت له ګڼ شمېر بزګرانو سره، د بزګرۍ د اړینو وسایلو تر څنګ د غنمو د اصلاح شو تخمونو، شنو خونو، نیالګیو او کیمیاوي سرو زیاتې مرستې وکړې، چې په دې سره د خلکو د ځمکو حاصلات د نورو کالونو په پرتله ښه شوي او څو چنده زیات شوي دي.))
نوموړي د ورته مرستو جاري ساتلو تر څنګ له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ځمکو حاصلاتو د لا زیاتوالي په موخه دي د مسلکي کر او کښت په برخو کې برنامې په لار واچول شي، څو بزګران په ډېر مهارت او مسلکي ډول کر او کښت وکړي.
هغه وایي:(( حکومت دي موږ ته د اصلاح شو تخمونو، کیمیاوي سره، شنو خونو او نورو توکو د مرستې تر څنګ په مسلکي ډول د کر او کښت کولو لارې چارې د برنامو له لارې راوښیي .))
د کرنې اوبو لګولو او مالداري رئیس وایي: چې د پکتیکا ولایت په مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو کې یې په یوشمېر بزګرانو، شنې خونې، بېلا بېل ډوله اصلاح شوي تخمونه، د مثمرو ونو نیالګي او کیمیاوي سرې
وېشلې او د راتلونکي لپاره هم ورته پلان لري.
نوموړي وویل: (( د پکتیکا بزګرانو ته یې د پسرلي په موسم کې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړې وې، چې سږ کال به هم د پکتیکا له بزګرانو سره په خپل وخت د بزګرۍ اړوند وسائلو، کیمیاوي سرو او اصلاح شو تخمونو مرستې کوي.))
د کرنې اوبولګولو او مالداري ریاست د زراعتي چارو آمر نور احمد هم زیاتوي: چې پر وخت د بارانونو اورېدو تر څنګ له بزګرانو سره د دوی هر اړخیزه همکاري وه، چې د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
سږ کال پکتيکا ارګون ولسوالۍ اړوند ژندرۍ سيمه کې غنمو حاصلات
نوموړی وایي، د کرنې ریاست د بشپړې همکارۍ پایله وه، چې په دې ولایت کې د نورو کالونو په پرتله ۲۵ سلنه زیاتولی راغلی دی.
دی زیاتوي:(( د پکتیکا ګڼ شمېر بزګرانو ته یې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړې وې او هغوی د پسرلي په موسم کې وکرل، چې د ځمکو حاصلات يې خورا ورسره ښه شوي او ۲۵ سلنه زیاتولی پکې راغلی او هڅه کوي په راتلونکي هم ورسره د خپل توان مطابق مرستې وکړي.))
سرچینه وایي، د غنمو حاصلات د تېرو دوو کلونو په پرتله د پام وړ ډېر شوي چې عمده لامل یې په ۱۴۰۳ کال کې پر وخت ورښتونه دي، خو سېلابونو هم په یو شمېر ولایتونو کې د غنمو کروندې ویجاړې کړې او حاصلات یې له منځه وړي دي.
په ورته مهال بیا د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت ویلي، په افغانستان کې د غنمو اړتیا ۶،۹ میلیونه مټریک ټنه اټکل شوې چې په کې د هېوادوالو لپاره خوراکي توکي، د کرنیز تخم لګښتونه او د حاصلاتو راټولولو پرمهال ضایعات شامل دي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو اړتیاوو او تولیداتو په پام کې نیولو سره به په ۱۴۰۳ کال کې د دوه میلیونو مټریک ټنو غنمو کمښت وي.
بزګران او خلک په دې نظر دي چې که چېرته ورسره د اوبو بندونو په جوړولو، د اوبو په نویو سیستمونو مدیریت کولو، د باغونو په عصري کولو او د نویو توکو د کرلو ترویج برخه کې همکاري وکړي نو لرې نه ده چې پکتیکاوال بزګر به د سیمې او هیواد مارکیټ ته هغه څه ورکړي چې له تمې او توقع به ډېره پورته وي.
د کرنې ریاست د مسؤولینو په خبره چې د موسمي اورښتنو او د دوی د هر اړخیزو همکاریو په پایله کې، که څه هم اورښتنو یو شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي، خو د ځمکو په حاصلاتو کې و سره د پام وړ زیاتولی راغلی او هر څه د نورو کالونو په پرتله څو چنده ورسره زیات شوي.
پکتیکا چې د یوه زراعتي ولایت په توګه پراخې کرنیزې ځمکې لري او خاوره یې د کرکېلې لپاره ډېره مساعده ده، پکې د اوبو کمښت او بندونو جوړښټ ته د نړیوالو نه پاملرنې له امله زیاتې ځمکې شاړې پرتې دي او له همدې امله ده چې لا هم ترې ګټه نه ده پورته شوې.
تبصرې 0