خبريال: رحيم خان خوشال
زده کړيالان وايي، پکتيکا کې هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، بايد ورته تعميرونه جوړ شي ترڅو دزده کړو لپاه مناسب چاپېريال برابر شي او زده کړې ښه صورت ونيسي.
پکتيکا د هېواد يو سرحدي ولايت دی، ۲۴ ولسوالۍ لري چې اوس يې ډېری ښوونځي سرپناه نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان دوړو او خاورو پر مهال ځنډنی زده کړې پر مخ وړي.
يو تن ښوونکی سيدلله وايي، چې په ډېری لرې پرتو سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري، چې له امله يې په زده کړو بد اغېز کړی.
هغه وويل: ((کله چې ښوونځی ودانۍ ونه لري، نو د باران، دوړو، ګرمي له امله زده کوونکي نشي کولی زده کړې وکړي، له بل اړخه د کورنيو زړه هم نه کېږي چې په دا ډول چاپېريال کې خپل بچيان زده کړو ته وليږي، نو ځکه پوهنې رياست څخه غواړو، چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.))
يو بل تن ښوونکی رحمت الله سجاد وايي، هغه ښوونځي چې ودانۍ لري، هغه نسبت تر هغو چې ودانۍ نه لري منظم او د زده کوونکو شمېر زيات وي، نو ځکه اړتيا ده چې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.
هغه وايي: ((زموږ ښونځي چې ودانۍ نه لري، کله چې باران وي موږ زده کوونکي رخصت کو، د دوړو او خاورو یادولو پرمهال څو صنفونه په يو ځای سره کېنو، تر هغو چې دوړې ختمې شوي نه وي موږ درس نه وايو.))
د زېړوک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی نورمحمد وايي، کلونه کېږي چې دوی د وخت له مسوولينو څخه ښوونځیو ته د ودانيو جوړېدو غوښتنه کوي، خو تر اوسه يي په اړونده برخه کې غوښتنې نه دي پوره شوې.
هغه وويل: (( دا د وخت د مسوولينو، قومي مشرانو بې غوري او زده کړه ايز چاپېريال ته نه پاملرنه ده، چې اولادونه او ماشومان يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي، که دوی پاملرنه کړې وای اوس به ډېری ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې وای او موږ به له دې حالت څخه را وتلي وای.))
استاد اکبر خان وايي، چې دوی په اړونده برخه کې له مسوولينو په وارونو غوښتنه کړي، خو د افغانستان د اسلامي امارته په راتلو سره دې برخې ته پاملرنه زياته شوې ده.
نوموړي وويل چې ښونځی ودانۍ او مناسب چاپیریال ولري، نو زده کړه ښه صورت نيسي.
يو تن زده کوونکی سيف الله د وازيخوا ولسوالۍ اوسيدونکی ده وويل، کله چې باران وي، يا ګرمي وي هغه مهال موږ ښوونځي ته نه ورځو او رخصت اخلو.
سرچينې غوښتنه وکړه، چې ددوی ښوونځي ته دې ودانۍ جوړه شي.
يو بل تن زده کوونکی چې داود چې ښوونځي يي ودانۍ نه لري وويل، کله چې باراني ورځ وي موږ هغه ورځ هيڅ درس نه وايو، ګرمي دوړې او شور هغه څه دې چې زموږ ددرس محول يي را خراب کړی او د کال تر اخيره دپلان مطابق زده کړي نه شو کولی.
د وآزيخوا ولسوالۍ يوه تن ښوونکي نعمت الله وويل چې هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري، زده کونکي به يي په علمي لحاظ کمزوري وي او ښوونکي به يي د کال تر اخيره د پلان مطابق درسونه نه واي او نيمګړی به پاتې کيږي.
نوموړي په حکومت د ښوونې او روزنې په همکاره بنسټونو غږ وکړ چې د ښوونځيو و دانيو جوړولو ته دې اوليت ورکړل شي او جوړې دې شي.
سرچيني د اړونده ولايت په تجارانو او سرمايه دارو خلکو غږ وکړ، چې ټول کارونه په حکومت نه کيږي، خو خلک له خپل نظام سره همکاره شي دا ډول ستونزو ته به مو د پای ټکی آيښی وي.
جوهر پخوانی سر ښوونکی دی، هغه وايي چې کلونه کيږي پکتيکا وال د وخت له مسولينو غوښتنه کوي چې د ښوونځيو لپاره دې سرپناوي جوړې شي خو غوښتنې يي نهدې منل شوي.
هغه وويل چې د زده کړو دکيفيت او کميت خبره کې ډيری خلک يي کوي، خو اولنۍ اړتيا د ښوونځيو ودانۍ جوړيدل دې نو ځکه دې د پوهني رياست ورته پاملرنه وکړي، تر څو مو ماشومان په يوه ارامه سرپناه کې زده کړي وکړي.
هغه وايي کله چې د ښوونځيو له زده کوونکو سره خبرې کوي، نو لومړۍ غوښتنه يي همدا وي چې ښوونځي ته دې ودانۍ جوړه شي.
سرچيني وويل چې ژمنې ورکړل شوي دې چې روان کال به ډيری ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي او دزدهکوونکو دغه ستونزه به تر يو بريده ورباندي حل شي.
سيف الله د يولسم ټولګي زده کوونکی ده، هغه وايي چې د زده کوونکو لپاره د ښوونځيو اړونده ځيني ستونزې بايد هواري شي او په وخت ورته چل لاري ولويږي.
هغه وويل: (( د هر ښوونځي لپاره ودانۍ جوړول زيات مهم دې، ځکه که ودانۍ ښوونځي ولري، له يوې خوا به د باد، باران او ګرمي پرمهال زده کوونکي او ښوونکي ارام وي، زده کړې به ښه صورت نيولی وي، زده کوونکي به په خپل وخت ښوونځي ته پرته له کوم ويرې ځي، ښوونکي به په يو آرام چاپيريال کې زده کړي وکړي، باندنی غږونه او شور به يي په زده کړو کې خنډ او ځنډ نه را منځته کوي، نو زموږ له پوهني رياست څخه د ودانيو جوړولو غوښتنه ده، که څه هم دې برخي ته د پخوا په پرتله پاملرنه زياته ده۰))
د برمل اوسېدونکي سيد احمد وويل چې پکتيکا کې تر نيمايي زيات ښوونځي ودانۍ نه لري، نو ځکه اوس اړتيا ده چې د ښوونيز بهير د پياوړتيا لپاره کار وشي.
هغه وايي، هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري، زده کوونکي يي تر شنه اسمان لاندي د ونو سيوري او يا نورو اړونده ځايونو کې په زده کړو بوت دې.
سرچيني وايي، په هيواد کې ډاډمن امنيت تامين شوي، هر څوک د ژوند ټولې چاري پرته له ويري پرمخ وړي نو ځکه اړتيا چې له شته فرصت څخه په استفادې ډير کار وشي او ښونيز بهير ته ځانګړې پاملرنه وشي.
اينجنر صدو خان د يوسف خيل ولسوالۍ اوسيدونکی ده هغه وويل چې ددې ولسوالۍ اوسيدونکو د مسافرو د مالي همکاري په مټ د خوشحال بابا لېسې ته په عصري ډول د ودانۍ په جوړولو لاس پوري کړی ده.
هغه وويل چې دغه ودانۍ دهمدې سيمي د اينجنرانو له لوري ډيزاين شوي ده او چاري يي هم دوی له نيژدې نظارت کوي چې ددې کال تر اخيره به جوړه شي.
هغه وويل چې دسيمي نور سرمايه دار خلک هم کولی شي چې دا ډول عامه فعاليت تر سره کړي او د خپلو ماشومانو لاس نيوی وکړي او هغو ته يو ه درسي چاپيريال برابر کړي.
د پکتيکا د پوهني رييس مولوي عبدالوکيل خالد په دې اړه وويل چې د ځينو ښوونځيو ودانی نشته چې په دې اړه دوی له خپل اړونده وزارت څخه غوښتنه کړې ده.
دخالد په خبره((روان کال په پکتيکا کې د ۹۲ ميليونه افغانيو په ارزښت ښوونځيو ته په زيړک، مټاخان او ځينو نورو ولسواليو کې ودانۍ جوړوي، چې په جوړيدو سره به يي په اړونده برخه کې ځيني ستونزه هوارې شي او د پاتې نورو هم کار روان ده چې له منظوري ورسته به ورباندي کارونه پيل شي))
د ښوونکو په خبره چې که ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي، نو زده کوونکي به ښه زده کړه وکړي او په شمير کې به يي زيات والی راشي.
تبصرې 0