راپور: خیرالدین ذکي
په افغانستان کې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ډېری ځوانانو دندې له لاسه ورکړې، پر روانه سوداګرۍ تر ډېره سیوری پرېوت، له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره په راکړه ورکړه او سوداګریزو چارو کې د پام وړ کموالی راغی، چې دې او یو شمېر نورو لاملونو نړۍوال دې ته اړ کړل چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره پر زرګونه بېوزله هېوادوالو د بشري مرستو په نوم خوراکي مواد ووېشي.
که څه هم یادو بشري مرستو ته په پیل کې اړتیا ډېره او د بېوزله هېوادوالو د لومړنیو ضرورتونو تر یو بریده د حل چاره وه، خو داسي ښکاري چې اوس وضعیت له بحراني حالته په عادي کېدو دی، د خلکو غوښتنه داده چې د بشري خوراکي مرستو پر ځای دې ځوانانو، مېرمنو او نورو بې روزګاره کسانو ته د فني او حرفوي کسبونو زمینه برابره شي او په یادو پیسو دي داسي کارونه ترسره شي، چې هم خلکو ته پکي کار پیدا شي او هم د اوږدمهال لپاره ولس ترې برخمن شي.
د پکتیکا د ځوانانو ټولنې فعال عارف الله واېې په وړیا توګه خلکو د مرستو ورکړه زموږ په شان ټولنه کې ډيره ناوړه اغیزه لري او خلک دې ته اړ کیږې چې سوالګر روږدي شي.
نوموړی زیاتوي چې په تېرو درې کلونو کې د میلیاردونو افغانیو په لګښت خوراکي مرستې وشوې، خو د لوږې کچې د کمولو یا د بې وزله کورنیو پر پښو درولو کې يې پنځه سلنه پرمختګ هم ونه کړ.
دغه ځوان څرګندوي چې: (( د دې پرځای باید په یادو پیسو سړکونه یا نوري عامه ودانۍ جوړي شوې وای ، کوڼدو او بې سرپرسته مېرمنو او ځوانانو ته د کسبونو او حرفو زده کړه ورکړل شوې وای، دا به په اوږدمهال کې د خلکو لاسنیوی هم وو او د مرستو اغیزه به هم روښانه وه.))
د مرکز ښرنې ښار یو تن ځوان دلاور وايې د نړیوالو له لوري چې د بشري مرستو په نوم کوم څه دلته بې وزله کسانو ته ورکول کیږې، لګښتونه يې میلیونونه افغانیو ته رسیږي خو اغیزه يې خورا کمه یا په نشت حساب ده.
دی زیاتوي چې واک ته د اسلامي امارت د دویم ځل رسیدو په لومړیو وختونو کې ستونزې ډیري وې، خلکو بشري مرستو ته جدي اړتیا لرله خو اوس چې وضعیت بېرته په ښو کیدو دی، لازمه ده چې د مرستو شکل او بڼه بدلون ومومي.
دلاور څرګندوي (( اوس باید پر ځوانانو او مېرمنو کار وشي او دې ته وهڅول شي تر څو پر ځای د دې چې بل دا چاته د سوال لاس اوږد کړي، د یو کسب ، هنر او بل سالم مصروفیت زمینه ورته برابره شي، مېرمنو ته د لاسي صنایعو او نورو کسبونو د زده کړو زمینه برابره شي، د دې کار لګښت د خوراکي موادو تر مرستي څو برابره کم ، خو اغیزه يې بیا د اوږد مهال لپاره بیخي ډيره ده.))
د بشري خوراکي مرستو یوه برخه يې بې وزله او هغو مېرمنو ته هم ځانګړې کیږې چې اقتصادي ستونزې يې ډيري او د کورنۍ مشري او سرپرستي ور تر غاړي وي.
مېرمنې هم پر دې نظر دي چې اوس باید د بشري خوراکي مرستو بڼه او شکل تغیر شي، په داسي میکانیزم کار وشي چې هم بې وزله کورنۍ ترې برخمنې شي او هم داسي څه پرې ترسره شي چې مېرمنې مرستو او چاندو ته د لاس اوږدولو پر ځای خپله پرځان بسیا شي.
د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکې عالیه چې خپله هم د بشري خوراکي مرستو یوه له تر لاسه کوونکو څخه ده، وايې: (( کومي خوراکي مرستې چې اوس نړیوالې اداري کوي، په میاشت کې یو ځل یوې کورنۍ ته پنځوس کیلو وړه، پنځه لیتره غوړي، یو من ډال او نیمه کیلو مالګه ورکوي، چې د یوې کورنۍ اړتیاوې د لس یا دولس ورځو لپاره پرې حلیږي.))
دغه مېرمن زیاتوي (( که نړیوال غواړي چې بې وزله مېرمني او کورنۍ په دایمي ډول له ننګونو خلاصي شي، د نړیوالو پیسې پرځای ولګول شي، غوره لاره داده چې مېرمنو ته د خیاطي او ګلدوزي،لاسي صنایعو،کوچنیو کاروبارونو او نورو کسبونو د زده کړې لپاره کار وشي، دا کار به په اوږدمهال کې د کورنیو د سرپرستو مېرمنو د عایدو پیدا کیدو لامل هم شي او نړیوالو ته د سوال لاس له اوږدولو به هم خلاصون پیدا کړي.))
د کټواز زون قومي مخور محمدخان کټوازی وايې هېواد او ټولنه په دا ډول مرستو نه جوړیږې، که نړیوال غواړي افغانستان پر خپلو پښو ودریږي، د نورو له محتاجۍ خلاصون پیدا کړي او په رښتینې توګه د فقر او بېوزلي مخه نیول شوي وي، د یادو مرستو پر لګښتونو داسي اساسي کارونه کیدای شي، چې هم به يې ګټه زیاته وي او هم به روښانه راتلونکی ولري.
نوموړی څرګندوي د جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته په رښتیا هم چې ځیني ستونزې وې، خلکو بشري مرستو ته جدي اړتیا درلوده، خو اوس د خلکو او ولسونو غوښتنه داده چې باید د یادو مرستو اړخ بدل شي ، نړیوال او په حکومت کې ښکیلې ادارې په دې کار باید له سره غوره وکړي.
هغه وايې (( خلکو ته د یو کمه اندازه خوراکي توکو پر ځای غوره ده چې په یادو پیسو بندونه جوړ شي، اوبه مهار شي، دا به له یوې خوا هېوادوال پر خپلو پښو ودروي له بل لوري به نورو ته له سوال کولو څخه خلک را وګرځي، روانه پروسه د دې لامل ګرځیدلې چې خلک سوال ته اړ کړي،که چېرته دا مرستي هم ورکول کیږې، باید خلکو ته د کار کولو په بدل کې ورکړل شي، پکتیکا پراخې کرنیزي دښتي او ځمکي لري، که کار پرې وشي، د زراعت او نورو برخو لپاره داسي څه به لاسته ترې راشي چې نه یوازي پکتیکا بلکه ګاونډي ولایتونه به هم د نورو له محتاجۍ څخه خلاص کړي.))
د ګومل ولسوالۍ یو اوسیدونکی محمد حارث وايې د نړیوالو ادارو د خوراکي توکو مرستې تر یوې اندازې د بې وزله کورنیو ستونزې را کمي کړي دي ، خو څنګه چې لازمه ده هغه ډول لاسنیوی د خلکو پرې نه کیږې.
نوموړی څرګندوي چې (( دې کې شک نشته چې دا هم یو ډول همکاري ده، خو دا کومه مرسته چې دوی اوس په خلکو وېشي، د یوې کورنۍ اته نهه ورځې اړتیاوې پرې پوره کېږې، له هغه وروسته، هم هغه غربت وي او هم هغه ستونزه، د دې کار پر ځای دي د ګومل خلکو ته بندونه او چکډیمونه جوړشي، دلته خلک ډيري پراخې ځمکي لري، دوی به د اوږد مهال لپاره له محتاجۍ او سوال څخه خلاص شي.))
د یوسف خېل ولسوالۍ اوسیدونکی غازي خان وايې د نړیوالو ادارو له لورې د مرستو روانه پروسه په هېواد او ځانګړي ډول پکتیکا کې د بې وزلۍ او فقر کچه نشي راټیټولی.
نوموړی څرګندوي لومړۍ ستونزه خو داده چې اوس په دې ولایت کې د غربت کچه لوړه او بې وزله کسان زیات دي چې د مرستو یاده اندازه په ډير کم شمېر کې کورنیو ته رسیږي.
هغه وايې: (( که نړیوال په رښتیا سره هم غواړي د فقر کچه راټیټه او د بې وزله کورنیو لاسنیوی وکړي، لومړی خو باید دغه مرستي زیاتي شي، بله مهمه خبره داده چې ځوانانو او بې وزله کسانو ته دي د کار او کسب ور زده کولو زمینه برابره شي، په دې کار سره به له یو لوري کورنۍ له فقر او محتاجۍ خلاص شي له بل پلوه به خلک د یو کسب او هنر خاوندان شوي وي.))
یوسف جمال د پکتیکا د ګڼو نورو ځوانانو او ځايې خلکو د نظرونو په تائید سره وايې مرسته یعني خلک سوالګر روږدي کول او په ټولنه کې تل د بل چا لاس ته سترګي نیول دي.
هغه وايې له تېرو څو کلونو راهیسي په زرګونه کورنیو ته د مرستو په نوم خوراکي توکي ورکول کيږې، چې نه يې د خلکو اړتیا پوره کړه او نه يې هم د اوږد مهال لپاره داسي ګټه ولس ته ورسیده چې کومه یوه کورنۍ يې پر خپل ځان بسیا کړه.
نوموړی څرګندوي چې: (( د پکتیکا ځوانان، مېرمنې او نور ټول خلک د کسب او هنر د زده کړې ډيره لیوالتیا لري، د دومره زیاتو لګښتونو نیمايې هغه يې که د کسب او حرفو پر زده کړه مصرف شي، ټولنه او خلک به پر خپلو پښو ودریږي او د ځان بسیاینې پر لور به يې حرکت کړی وي.))
مبارک اغا وايې د مرستو روانه پروسه که په سم ډول مدیریت شي، د خلکو او ټولنې لومړیتوبونه پکي په نظر کې ونیول شي، اغیزه به يې مثبته او د میلیونونو افغانیو لګښتونه به پر سم ځای سره شوي وي.
هغه وايې د افغانستان د ډيری موضوعاتو په ځانګړي ډول د مرستو او ځینو نورو مشخصو برخو په اړوند پریکړې له هېواده بهره کیږې، هغوئ چې په دې اړوند تصمیم نیسي، نه ورته د افغانانو اړتیا معلومه وي او نه هم د ولس لومړیتوبونه.
نوموړی څرګندوي : (( غوره لاره داده چې خلکو ته د پراختیايې کارونو او حرفوي کسبونو په برخه کې کار وشي، دا څه به وکولی شي چې هم بې وزله او نالوستو کسانو ته د دوی د خوښي وړ کار پیدا کړي او هم به هرې کورنۍ ته په دوامداره توګه پر خپلو مټو د عایدو پیدا کیدو چاره شي.))
د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چې په دې ولایت کې د نړیوالو ادارو د خوراکي موادو د مرستې د وېش سکتوري ریاست دی او د نظارت او همغږۍ چاري يې مخته وړي، هم د خلکو غوښتنې په دې برخه کې پر ځای بولي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي خان محمد احمد مني چې د بشري مرستو په نوم د خوراکي موادو مرسته لګښتونه خورا زیات لري خو په ټولنه او بې وزله کسانو يې اغیزه کمه ده.
مولوي احمد زیاتوي دوی پوهیږي چې د مرستو روانه پروسه د خلکو لپاره ځکه ډيره په ګټه نه ده چې هر څه يې لنډ مهاله دي او مرستې يې په داسي شکل هره میاشت وېشل کیږې، چې هیڅ یوه بې وزله کورنۍ يې د تېرو نږدي درې کلونو په موده کې پر پښو نه ده درولې.
نوموړی څرګندوي (( نړیوال چې اوس کومي مرستې وېشي، په وړیا توګه يې خلکو ته ورکوي، که د ځوانانو او ټولنې د نورو خلکو لپاره يې د کار په بدل کې ورکولای یا يې پرې پراختیايې کارونه کولای، غوره لاره وه، ځکه چې خلک به په اوږدمهال کې پر ځان بسیا شوي، د کسب او حرفې خاوندان به ګرځيدلي وو او له چاندو او سوال څخه به خلاص وو.))
دغه رئیس وايې څو ځله يې په ناستو او جلسو کې د موسساتو استازو ته ویلي چې د مرستو اړخ باید بدل شي، د حکومت او ولس غوښتنه د یادو مرستو په اړوند بل ډول ده، خو په خبره يې دا چاره تر ډيره په مرکزي لوړپوړو چارواکو پوري اړه لري او هغوئ باید د ولس او ټولنې غوښتنې ته په کتو، هر څنګه چې کېږې، نړیوال موسسات دې ته قانع کړي چې د خلکو لومړیتوبونه په نظر کې ونیسي.
د نړیوالو مرستندویه بنسټونو معلومات ښيي چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي، که څه هم د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لورې وخت پر وخت له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کیږې، خو لا هم دې مرستو په هېواد کې د بې وزلۍ کچه نه ده راټیټه کړې، د افغانستان اسلامي امارت چارواکي او ځايې خلک پر دې باور دي چې د روانو مرستو د بڼې په بدلولو سره به هم د بې وزلۍ کچه تر یو بریده را ټیټه شي او هم به خلکو ته د بیلابیلو کسبونو او حرفو د زده کړې زمینه برابره شوې وي.
تبصرې 0