په ښرنه کې د فېسبوک مینوال او په ټولنه یې اغېز!

221
د کتلو شمېره

خبريال: سيف الرحمن ذکي
فېسبوک د ټولې نړۍ سربېره په افغانستان کې هم ګڼ شمېر مینوال لري، په افغانستان کې د یادو مینوالو او کاروونکو زیات شمېر یې ځوانان دي چې په ورځني ډول فېسبوک د معلوماتو د لیږد رالیږد او له ملګرو سره په چاټ یا خبرو کولو لپاره استعمالوي.
فېسبوک یو د نړۍ يو له مشهورو ټولنیزو شبکو څخه ده چې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د مارک زاکربرګ له لوري جوړ او رامنځته شوی ده.
د فېسبوک د ځینو کاروونکو په خبره چې یاده رسنۍ د دوی په ژوند کې ډېره مهمه ونډه لري. ځکه چی دوی په ورځني ډول له بېلا بېلو پېښو د خبراوي په موخه له فېسبوک څخه استفاده کوي.
یو شمېر خلک بیا فېسبوک د وخت او پیسو ضایع کوونکي رسنۍ بولي او وایي، چې ډېر ځوانان يې په ښه ډول نه استعمالوي.
مومن خان رسولي وايي چې په افغانستان په ځانګړي توګه په پکتیکا کې د فېسبوک مینوال او کاروونکي تر ډېره ځوانان دي، چې د زیاتو پیسو په مصرفولو سره له یادې رسنۍ د سرګرمي او ساعتېري لپاره استفاده کوي. 
نوموړي زیاته کړه: (( په ټوله پکتیکا کې د فېسبوک مینوال بېخي زیات دي، هغه که د سپین ږیرو په پرتله باندې ځوانان یې بیخي ډیر دي ، خو ځوانان یي یواځي د مصروفیت لپاره یي استعمالوي، چي دوی پرې مصروفه واوسي، د ګتي لپاره یي دوی نه استعمالوي. ))
هغه وایي چي دوی یواځي په فیسبوک کي د عبث ویډوګانو او عکسونو شریک کول او په عبث موضوعاتو له ملګرو سره چاټ او بانډار کوي.
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل: (( ټول پالتو ویډیوګاني، پالتو شیان پکښي ګوري، هغه که د مصارفو له لحاظه ورته وګورو بیخي زیاتي پیسي ورباندي مصرفوي.))
علاه الدین وویل چي فیسبوک د ګڼو ګټو تر څنګ ځیني تاوانه هم لري، هغه کسان چي دوی له یادي رسنۍ څخه استفاده کوي دوی یي په خپله په منفي ډول استفاده کوي. بې ځایه وخت ورباندي ضایع کوي، غلط او بي معنا پوسټونه او کمینټونه کوي او له ډيرو مهمو کارونو یي ورباندي ځان ویستلی دی.
ده څرګنده کړه: (( سم نه کارول، بې ځایه ورته کښیناستل، عمومي صفحه ده یواځي یي کته او پورته بیایه، بې ځایه لایک کمینټ ده وکه او خالي عکسونه شېر کول دي.))
لعل محمد شیرزی د فیسبوک په استعمال سره ځینو نورو تاوانونو ته اشاره کوي او وايي چي د سترګو کمزوري او د ملا دردونه د موبایل له زیات استعمال څخه پیدا کیږي.
دی د وینا په دوام وايي چي د فیسبوک استعمال روحي ناروغۍ را پیدا کوي. چي له ټولني او خپلي کورنۍ څخه د ګوښه کیدو سبب کیږي.
ده وویل: (( که چیرته یي ډیر وکاروي د سترګو کمزوري، د ملا دردونه، همدارنګه ګوښه توب یا روحي مشکلات یجادوي. د شخصي اړیکو تر منځ خرابوالی رامنځ ته کوي.
محمد قسیم وصال وویل چي د فیسبوک او ټولو ټولنیزو رسنیو استعمالول یو ډول عادت ګرځیدلی، او ډیر خلک یي د ګټي په خاطر نه، بلکي یواځي د یو عادت له مخي يي په ټولو ټولنیزو رسنیو کي ځان مصروف ساتلی وي.
دی پسي زیاتوي چي ځیني محدود کسان په فیسبوک  کي داسي صفحې لري چي هغوۍ دي د ټولني د خیر او ښېګڼي لپاره معلومات او مطالب خپروي.
نوموړی څرګندوي: (( فیسبوک او ټیک ټاک یو اموخت ګرځېدلی، نه یي ځان ته ګټه حاصله کړي او نه یي ټولني ګټه رسولې ده. د ګوتو په شمار داسي دي چي هغه به مثال داسي فیجونه او شیان لري چي هغه خبرونه پوسټ کوي. ))
جمیل همدرد د خپلي وینا پر مهال وویل چي فیسبوک یوه نړیواله پروژه ده چي په ټوله نړۍ کي یې ګڼ شمیر کارونکي د بیلا بیلو هدفونو لپاره استعمالوي.
دی وایي چي که د ټولني پوه او اګاه اشخاص له فیسبوک څخه په ښه ډول ګټه واخلي او په یاده رسنۍ کي د ټولني د ښه والي او پرمختګ لپاره ښه مطالب خپاره کړي، بیا ویلای شو چي فیسبوک د ټولني د ښیګڼي یوه وسیله ده.
هغه خپلي خبري غځوي او یادونه کوي چي د فیسبوک په ښه ډول استعمال د یوي ټولني د بقا لامل کیږي او وایي چي د یادي رسنۍ پر مخ وړل د پوهو اشخاصو په واسطه د یو هیواد او ټولني د پرمختګ او سوکالي سبب کیږي.د هغه په نظر په افغانستان کي کولای شو چي د یادي رسنۍ له لاري ډير خلکو رهبري او د ژوند کولو يو  ښه مسیر ورته روښانه کړو.
نوموړی یادونه کوي: (( که چیرته په ټولنه کي یو مثبت فکره، علمي او زموږ د ټولني د پرمختګ ځیني اشخاص په سمه توګه ځني استفاده وکړي، نو په ټولنه به یي اغېزي مثبتي، د ګټي وړ، تل به سوکالي او د خلکو تر منځ همغږي او د خلکو د ستونزو د حل عمومي میتود جوړ شي. ))
هغه بیا هم یادونه وکړه چي که یو څوک غواړي چي د ځینو موضوعاتو په اړه مفصل معلومات پیدا او لاسته راوړي، دوی کولای شي چي فیسبوک د یوې معلوماتي مرجې په ډول وکاروي.
همدرد بیانوي: (( هغه کوم مشکلات، هغه کومي ستونزي چي علمي کسان وي، د خپل علم د پرمختګ او د خپلي علمي موضوع د حل لپاره غواړي چي له نیټ نه معلومات واخلي، فیسبوک نه معلومات واخلي، نو دغه پروژه ده چي خلک ورڅخه ګټه اخلي. ځکه دا د خلکو لپاره یوه مفیده لاره ده.))
محمد شفیق د خپلو خبرو پر مهال یادونه وکړه چي نړیوالو د ډيرو نورو ټکنالوژیکي سیستمونو تر څنګ د فیسبوک د جوړښت لپاره هم کار او هڅه کړي، تر څو داسي یو اړیکنیز سیستم رامنځ ته کړي.
هغه وویل چي د ټولني پوه کسان پوهیږي چي له فیسبوک څخه څه ډول استفاده وکړي، ځکه چي موږ کولای شو چي له یادي رسني څخه هم مثبته او هم منفي استفاده وکړو.
د نوموړي په وینا: (( چي یو وار دا شبکه جوړیدله، دا سیستم جوړیدو دا ډیر غت کار غواړي، نړیوالو دا کار کړی ده او نور په موږ پوري تړاو لري. هغه کسان چي هغه پوهیږي او هغه غټ عمره خلک دي هغه ښه استفاده ورڅخه کوي.))
هغه د خبرو پر دوام وویل چي فیسبوک له ډیرو ګټو څخه برخمن دی او موږ کولای شو په دیني، کلتوري او تجارتي برخو ښې ګټي ترې پورته کړو.
هغه څرګندوي: (( که یي د دین لحاظ ته واړو هم، ښه استفاده ور څخه کیږي، يو ښه پوسټ وکړه چي ښېر یي کړي، له ډیرو خلکو سره دي هغه شریک کړو. یوه استغفرالله شېر کړه چي دووه سوه نفره یي وویني، حتماّ مخي ته ورځي هغه وایي استغفرالله، د دین په لحاظ د قران کریم یو ټکی ویل لس نیکیوي لري.))
شفیق یادونه وکړه چي د فیسبوک استعمال ماشومانو ته تاوان لري، ځکه چي ماشومان کوم تجارت نه شي کولای چي له یادي رسنۍ څخه د تجارت لپاره استفاده وکړي، د هغه په خبره ماشومان په فیسبوک کي دیني اړخونو ته هم زیاته توجع نه کوي. بلاخره یي ماشومان په داسي رسنیو څخه ګټه نه شي اخیستلای او د دوی په راتلوونکي باندي بشپړ منفي تاثیر اچوي.
دی وایي: (( ماشومانو ته یي بیا زیانونه زیات دي ځکه هغه په دې باندي نه پوهیږي، په تجارت پوري دوی تړاو نه لري، دیني اړخ ته یي دوی توجع نه کوي. زیاتره داسي شیان کي ګوري چي هغه د دوی په راتلوونکي باندي بد  اغیز کوي. ))
لعل محمد شېرزی وایي چي فیسبوک په مارکټينګ یا تجارت کي خورا مهم رول لوبوي، هر څوک کولای شي په کم لګښت د خپلو تولیدي یا تجارتي توکو د بازار لپاره له یادي رسنۍ څخه استفاده وکړي.
دی زیاتوي چي د یادي رسنۍ په واسطه کولای شو چي په کم لګښت د خپلو تولیداتو لپاره په پراخه کچه مارکټینګ او بازار موندنه وکړو.
د نوموړي په وینا : (( که چیرته له اقتصادي اړخه یي وڅيړو فیسبوک زموږ لپاره سوداګریزي اسانتیاوي او فرصتونه مساعد کړي دي، د مارکټینګ په برخه کي ډیر کومک کوي.))
هغه یادونه کوي چي د یادو ډیرو ګټو او اسانتیاوو تر څنګ د فیسبوک سالم تفریحي اړخ هم یو ډول ګټه ده،
هغه بیا وویل: (( د دې تر څنګ یو ډول تفریح هم ده، نادیري ویډیوګاني وي پکښي.))
علاه الدین نظر ورکوي چي له فیسبوک څخه په بیلا بیلو اړخونو کي معلومات ترلاسه کولای او له نورو کسانو سره خپل معلومات شریکولای شو. همدارنګه کولای شو د ورځنیو پیښو او خبرونو څخه هم له دې لاري خبر شو.
هغه وايي چي فیسبوک نړۍ په یوه کلي بدله کړي، فیسبوک نړیوال له موږ او موږ له ټولي نړۍ سره وصل او په تماس کي کړي یو، نو ځکه کولای شو د نړۍ له ګوټ ګوټ نه له هري پیښي او معلوماتو ژر خبر شو.
دی څرګندوي: (( له یو بله خبریږو، معلومات، خبرونه هر څه پکښي لیدلای شو، کتلای یي شو. او نړۍ ټوله له تا سره وصل ده، ته له نړۍ سره وصل یي. هر څه معلومات دي په لاس کي دي، دې ته ضرورت نه شته چي ته له چا پوښتنه وکړې، څه غواړي انټرنیټ ډک دی.))
علاه الدین وویل چي د فیسبوک رواج کیدلو په ټولنه کي د کورنیو تر منځ مجلسونه، د خپلو خپلوانو په تګ راتګ او داسي نورو برخو تاثیرات اچولي دي. دی وایي چي د فیسبوک نه مخکي به خلک د یو او بل کور ته د مجلس او بانډار لپاره تلل. خو د یادو رسنیو په رامنځ ته کیدو سره یاد ډیر کارونه له منځه تللي دي.
نوموړی زیاتوي: (( درنښت، غږیدا او د خلکو خپل منځي راشه درشه یي له منځه وړې ده، بې ځایه پوسټونه او کمینټونه کول او یو بل ته بدي ردي ویل. ))
شیرزي راته وویل چي د فیسبوک په کارولو کي باید وخت ته ډیره پاملرنه وشي او ټاکلی وخت دي د فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو د استعمال لپاره ځانګړی شي، تر څو دا قیمتي او نه جبرانیدونکی څیز یعني وخت یي په بې ځایه کار له لاسه نه وي ورکړی.
دی وايي چي په ياده رسنۍ کي دي د شخصي شیونو له ساتلو او چاته لیږلو څخه ډډه وشي،  او د روغتیایي ستونزو د حل لپاره دي منظم سپورت وشي.
نوموړی بیانوي: (( باید د فیسبوک په کارولو کي وخت مدیریت شي، شخصي تنظیمات باید محکم وساتل شي، همدارنګه د دې لپاره چي روغتیایي مشکلات رامنځته نه شي باید فزیکي فعالیت یو څوک وکوي، تمرینات وکوي، سپورت وکوي.))
علاه الدین راته وویل چي په فیسبوک کي باید له ویرونکو خبرونو ډډه وشي او ویره اچوونکي خبرونه او مطالب دي نه خپریږي، همدارنګه دي له عبث او بي معنا پوسټونو او کمینټونو څخه لاس واخیستل شي.
هغه وویل چي په دې ډول کولای شو بیا فیسبوک د هر چا لپاره یو ګټوره او له اطلاح ډکه رسنۍ وبولو.
هغه داسي وویل: (( خلکو ته ښه پیغامونه ولیږي، ښه معلومات خپاره کړي، داسي معلومات باید دوی خپاره نه کړي چي خلک یا ووېروي یا خلک وډار شي او یا د خلکو خوا بده شي. ))
شفیق د فیسبوک د سم استعمالولو لپاره وايي چي په ټولنه کي باید عامه پوهاوي ورکول شي او د ټولو مثبتو او منفي کارونو په اړه ټولو وګړو ته ګټوري سپارښتني وړاندي شي.
هغه یادونه کوي چي په ټولو هغو ځایونو کي چي ماشومان ډیر وي، عامه پوهاوی دي ورکول شي.
دی ورپسي وايي: ((  داسي پوهاوي چي ماشومانو ته مقصد په ښوونځیو کي یا په جوماتونو کي یا په داسي غټو مجالسو کي چي د ماشومانو شتون زیات وي پکښي. هلته داسي عامه پوهاوي وشي چي مقصد دا ستاسو يه ائینده باندي بده اغیزه کوي، ستاسي ائینده خرابوي، ستاسي ذهن اړوي، له تعلیم نه مو ګوښه کوي.))
د یادي برخي کارپوهان په دې فکر دي چي حکومت دي د فیسبوک په ځینو برخو مطلق بندیز ولګوي او ځیني برخي دي يي محدودي کړي، د دې تر څنګ دي هر چاته د تذکرې له مخي د فیسبوک د کارولو اجازه ورکول شي. تر څو ټیټ عمر لرونکي کسان د فیسبوک له زیانونو په دې ډول خوندي وساتل شي.
دوی وویل چي په یاده رسنۍ کي دي د شخصي مطالبو له خپرولو ډډه وشي، بي ځایه پوسټونه او غلط کمینټونه نه کول کیدای شي فیسبوک ښو کارونو ته پریږدي او په راتلوونکي کي یواځي د ګټورو شیونو د اخیستلو منبع واوسي.
هغوۍ بیا هم څرګنده کړه چي د هري کورنۍ غړي دي کوښښ وکړي چي ماشومان د فیسبوک له استعمال څخه وګرځوی او د یادو کارونو پر ځای دي يي ګټورو کارونو ته تشویق کړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي