د لاسي ګاډۍ چلوونکی: لوی ارمان مې زده کړې کول دي

82
د کتلو شمېره

نورالرحمن سېلاب چې تازه له پاکستان هېواد څخه د کډوالو په کاروان کې راغلی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلی چې زده کړې وکړي.
هغه وایي، چې همزولو يې زده کړې وکړې، خو د کورنیو مسوولیتونو او اقتصادي ستونزو له امله دی و نه توانېدم، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم او په پایله کې یې دا دی اوس لاسي ګاډۍ چلوم.
 نوالرحمن وايي: (( مشکل دا شی وو چې بابا مې سپین ږیری وو د کار کولو توان یې نه درلوده نور وروڼه ترما کشران وو، مور او ترونه نه لرم هېڅ شی هم نشته بس دغه وجه وه چې اوس دا لاس ګاډي ته ولاړیم.))
د سپین ږیري پلار زوی سېلاب په خبره، اوس د لاس ګاډۍ په وسیله د خپلې کورنۍ لپاره یوه ګوله ډوډی پیدا کوي او خپل ژوند مخته وړي، خو بیا یې هم لوی ارمان دا دی ترڅو زده کړې وکړي او خپل راتولنکی د يوهې په رڼا وپوښي.
دغه تنکی ځوان وایي: (( کوشش مې دی چې تر ما کشران وروڼه مې زما په رقم له زده کړو محروم نه شي او هر ډول که کېږي، زه به د خپلو وروڼو د تعليم په برخه کې ژمن واوسم.))
په پکتیکا کې یوازې نور رحمان یوازې نه دی، دا ډول زیاتره تنکي ځوان دي، چې د اقتثادي شکلاتو له اله یې زده کړې نه دي کړې او د علم له لوی نعمت څخه بې برخې دي.
یو بل ځوان محمدالله نیازی چې په شرنې ښارکې د خوارکي توکو دوکان لري وايي، چې هر ماشوم راتلونکی لري، چې د نوې وانۍ په وخت کې ټول دا هيله لرې چې خپل شروع شوي درسونه په بریاليتوب سره پای ته ورسوي، خو له ا څخه د پوهې دا لار په اتم ټولګي کې نيمګړې پاتې شوه.
دی وايي : ((  د ما خپله د غربت له وجې غټ ارمان پاتې شو، ځکه چې یو خوا اقتصادي مشکلات وو بل خوا نه کېدل چې نور مې زده کړو ته دوام ور کړی وی، هغه درس له ما څخه په اتم صنف کې پاتې شو، زه رښتیا هم ډېر لایقه وم اول او دوهم نمبره به راتلمه په ښوونځي کې، د استادانو له خوا به تشویق کېدم، خو پای دا شو چي زه مجبور شوم ترڅو درس پرېږدم او غریبي ته ووځم.))
دی زیاتوي : هغه کسان چې کورني او اقتصادي مشکلات نه لري، باید دا چانس او فرست له لاسه ورنه کړي، خپلو زده کړو ته دې دوا ورکړي ځکه چې دا وت بيا په لاس نه ورځي.
 
 د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالي یو ځوان چې اوس دلته په مرکز ښرنه کې د عطرو د سندوق شاته ناست دی وايي، چې له زده کړو سره یې خورا زیاته مینه لرله، خو د نيستۍ او غربت له امله یې و نه شو کړی، چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
هغه وایی : (( که غريبي مې نه وای، د خپلې مينې له امله مې هم درسونه په نيمه کې نه پرېښودل، خو دا چې نيستي زیاته شوه، را څخه پاتې شوې.))
 
شپېته کلن حاجي عبدالعزیزبیا د وطن له حالتو ګیله من دی او وایي، چې په ۱۳۵۷ کال کې يې  د مجاهدینو په راتګ سره یې په دوهم ټولګې کې زده کړې نمګړې پاتې شوې دي، وایي چې د روسانو مداخلې او د مجاهدینو راتګ یې د زده کړو د پرېښودو لعمل وو.
.
مشر حاجي زیاتوي : (( په ۱۳۵۷ کال کې د عالي بابا لېسې  د دوهم صنف شاګرد و چې هلته د روسانومداخله وه، د جهاد لړۍ شروع وه او درسونه مو نیمګړي پاتې شول .))
نوموړی به اوس وخت کې د ماشومانو او ځوانانو پلرونه ملات بولي او وایې، چې دوی د خپلو او لادونو د راتلونکي په اړه فکر نه کوي، چې له امله یې یو شمېر ځوانان او ماشومان د زده کړو له ارزښتمن بهېر څخه لرې پاتې شوي.
دی زیاتوي : ۳۵ کاله کېږي چې د شرنې په بازار کې دوکاندار دی، د شپې لېسه یې لوستې ده اوهم یې  په خپلو بچیانو زده کړې کړې دي، چې درې بچیان یې استادان دي اویو بل یې اوس فارغېږي.
 هغ وایې: ((دغه ځوانان جې بې زده کړو دې، بدبختې دا ده، چې د اکثريت یې پلرونه بې تعلمه دي، چې د علم په قدر نه دي خبر، نو عمده لامل همدا دی، چې بې پوهې او بې تعلمه پلار به خپل اولاد ته څه شی ور وښایې، خو که څوک د بوهې خوند وګوري، لرې نه ده، چې زما په ئډول به په دېرشو کلونو کې د هر ډول ستونزو په وړاندې مبارزه وکړي او خپل اولادونه به د پوهې په ګاڼه سمبال کمړي.))
ښاغلي عبدالعزیز راته وويل، چې د علم لپاره د وخت کمښت هيڅ د قناعت وړ خبر نه ده، ځکه چې نوموړي په خپله د ۵۲ کلونو په عمر کې د کارنکو ازموينه کې ګډون کړی دی.
هغه پر ځوانانو غږ وکړ، چې د خپل راتلونکي د روښانتيا په موخه دې د علم او پوهې څراغ واخلي، چې له دې بغير د رڼا راتلونکي هيڅ زمانت يا موقع نشته.
 دی وايي : (( چې غوټې پسې وهې په لاس به دار شي، چا ویل چې دریاب کې ګوهر نشته.))
 
د دې موضوع په اړه کارپوهان او استادان وایې، چې په پکیتکا کې که څه هم چې غربت یو شمېر خلک له زده کړو محروم کړي دي، خو دا هم ویلی شو، چې د پوهې په اړه د خلکو د علواتو نشتون هم د زده کړو پر بهېر باندې بد اغېز کړی دی.
دوی وایې، چې که په لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د زده کړو د ارزښت به اړه عامه پوهای وی ورکړل شوی وی، لرې نه وه چې د زده کړو په برخه کې به په لږ وخت کې زیات تغير را منځ ته شوی ؤ.
په د اړه د مرکز ښرنې د عالي بابا لېسې استاد محمد اکبر رنجبر وایي: د ځوانانو اقتصادي مشکلات، کورنی تاوترېخوالی، په وطن کې جنګ او ناخوالې هغه عمده ستونزې دي، چې ځوانان اوماشومان یې د زده کړو له حق څخه بې برخې کړې، چې راتلوونکی یې روښانه نه دی.
دی وايي : چاچې علم وکړ هغه څراغ په لاس کې واخیست او هغه څوک چې علم یې ونه کړ د هغه راتلونکی له تیارو سره پاتې دی.
استاد رنجبر زیاتوي : (( دا خو ډېر علتونه لري اقتصادي مشکلات، کورنی تاوترېخوالی، په وطن کې د جنګ او ناحولې دا لعملونه دي چې ماشومان او ځوانان له درسونو پاتې دي او د دوی راتلونکی چې دی په مکمل ډول تیاره او خپ دی.))
ده په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې له ما نېولې بیرته تر ما پورې د ټولو مسؤلیت جوړیږي چې د ځوانانو او ماشومانو په زده کړو کې یو له بل سره لاس یو کړو تر څو زموږ ټولنه باسواده شي.
استاد زیاتوي : (( نو د دې حل لاره داغسې ده چې ځوانان باید په ډله ییز شکل باندې یو ګروپ جوړکړي، ځوانان کور په کور وګرځي جماعت په جماعت و ګرځي پلرنو ته عامه پوهه وای ور کړي، د ملا امامانو په واسطه جماعتو کې عامه پوهه وای ور کړل شي تر څو هغه پلرونه چې دوی خپل اولادونه درسونو ته نه لیږي او دوی شاقه کارونو ته مجبور کړي يا خپل مالونه پرې څروي، هغوی پوه کړي چې ستاسو د اولادونو پر تاسو حق دی چې علم او زده کړې پرې وکړئ.))
 
د زده کړیېز بهېر د ښه والي په موخه بيا د پوهنې ریاست وایې، چې دوی د پوهې په برخه کې پوره ژمن دي او د اړوند موضوع په تړاو باندې د هر ډول ستونزو د هواري په موخه له شته او ممکنه امکاناتو څخه کار اخلي.
د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس عبدالوکیل خالد وایي، چې په لرې پرتو ولسواليو کې به هغه ستونزې حل کړي، چې خلک ور سره مخ دي.
د نوموړي په خبره، چې د ځينو ولسواليو لپاره به د لېسې دورې په رامنځ ته کولو، او د ځینو نورو هغو ستونزو په اړه اقدامات تر سره کړي، چې د ودانیو او تعلمي موادو په برخه کې یې شتون لري.
د پوهنې رئیس دا هم وويل، چې په ولسواليو کې به یو شمېر ښوونځي ارتقا وکړي، چې د وانيو تر څنګ ادارې پرسونل به یې هم له پوا څخه زیات کړل شي.
ښاغلي خالد زیاته کړه : (( په لرې ولسواليو کې د زده کوونکو د تعلمې سویې د لا ښه والي په موخه که استادان دوی ته په نږدې سیمو کې ښوونېز پروګرامونه په لاره واچوي او کورسونه ورته جوړ کوي، د همکاري په خاطر به زموږ له لورې د جواز نه اخېستلو په برخه کې اسانتيا ورته را منځته شي.))
د هعه په خبره، ژمن دی چې د ټولې پکتیکا د پوهنې په برخه کې شته ستونزې به په نږدې راتلونکي کې حل او له پخوا څخه د پام وړ کمې کړي، چې د ښوونځیو ارتقا ته دوی خپل ځانګړې پاملرنه کړې.
د پوهنې ريیس خالد دا هم وويل، چې هغه سيمې يې په نښه کړې، په کومو کې چې د ښوونځیو او لېسو ستونزه تر نورو زیاته ده، ژر تر ژره به یې د هواري لپاره اقدامات تر سره شي، چې پایلې به یې له رسنيو سره هم شريکې کړي.
پکتیکا د هیواد يو له هغو ولایتونو څځه دی، چې ډېری ځوانان یې د اقتصادي ستونزو له امله له زده کړو بې برخې دي، چې اوس مسارفري، شاقه کارونه او يا هم بې روزګاره دي، چې دې چارې د یاد ولایت په اقتصادي او زده کړه یېز بهېر خورا مني اغېز کړی دی.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي