د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې د امنیتي کمرو لګول او پر امنیت یې اغېز!

114
د کتلو شمېره

خبریال: جمیل غیرت
دا چې په ښرنه ښار کې د امنیتی کېمرو نصب کولو ته څومره اړتیا ده، په اړه یې د دې سیمې اوسیدونکي زیاتوي، په ښرنه ښار کې د امنیتي کېمرو په نصبولو سره به په یاد ښار کې  د جینایي جرمونو، غلاوو او نورو امنیتي پېښو په مخنیوي کې مثبت رول ولوبوي.
خلک وایي، چې دغه ډول اقدام د هر ډول جرمونو کچې په کمولو کې اغېزمن تمامیږي، او پېښو ته به په خپل وخت رسیدنه کیږي، اومخکې له دې چې کومه امنیتي پېښه ترسره شي مخه به یې نيول شوې وي.
د ژورنالېزم پوهنځي زده کړیال محمدعارف کليوال له مېلمه راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه، د امنیتي کمرو نصبول په ښاري نظم کې ډېر مثب تمامیږي، او د هر ډول فساد مخنيوی کېږي.
د هغه په وینا، چې په ښار کې د امنیتي کمرو نصبول له ډېرو اړینو ضرورتونه څخه دي، چې باید ډېر پخوا نصب شوې وی، خو اوس هم وخت شته چې باید ولګول شي.
ښاغلی عارف وایي: ((دا خو ښه غوښتنه ده که په حقیقت کې وشي دا خو ډېر ښه کار دی دا چې مخکې پلي شوی خو اوس هم که وشي ډېر ښه ځکه د امنیت په باره د ښار د امنیت، صفایي او فسق و فساد او د جنایي جرمونو به ډېر مخنيوی وشي.))
ریکشه چلوونکی سیدولي چې د خوست ولایت اوسېدونکی دی له مېلمه راډیو سره په خبرو کې وایي، که چېرې په مرکز ښرنه ښار کې امنیتي دوربینونه نصب شي، نو د ښار په هر ډول امنیت کې به مثبت رول ولوبوي،
هغه زیاتوي، که څه هم امنیت ډېرښه دی ولې بیا به هم د امنیتي کېمرو په نصبولو سره به په بشړ ډول د جینایي جرمونو، غلاوو او انسان تښتونو مخه نېول شوې وي.
سیدولي وایي، د امنیتي کېمرو سره په دې ولایت کې ترافیکي اشارو لګولو ته هم جدي اړتیا ده، ترڅو د ترافیکي پېښو په مخنېوي هم د پام وړ کموالی راشي.
هغه د افغانستان اسلامي امارت له مسوولو چارواکو غواړي ترڅو، په پکتیکاولایت مرکز ښرنه ښار کې د امنیتي کېمرو او ترافيکي اشارو په لګولو کې جدي جدي ګامونه پورته کړي.
سیدولي داسې وایي: (( نوم مې سیدولي دی خوست ولایت اوسیدونکی یم اوسمهال په مرکز ښرنه کې ژوند کوم امنیتي کمېرې داخو ډېرې ګټورې دي د غلاوو د اختتاف هغه د پټو کارونو مخه نېول کیږي یو څوک غلا وکړي په امنیتي کېمرو کې معلومیږي باید چې ولګیږي ډېرې ګټورې دي.))
هغه د ترافیکي اشارو په اړه داسې وایي(( ترافیکي اشارې په ډېرو ښارونو کې لګېدلي دي په ښرنه کې نشته داخو یو ښاري نظم رامنځته کوي او څوک اشتباه هم نه کوي او ترافیک له دې څخه خلاص دي چې لارښوونه وکړي او په دې سره به ۸۰ سلنه د ترافیکي پېښو مخنېوی وشي.))
د پکتیکاولایت یوتن بل قومي مشر ضیاالحق له مېلمه راډیو سره په خبرو کې پدې ولایت کې د امنیتي کېمرو او ترافیکي اشارو لګول ډېر اړین وبلل او زیاته یې که چېرې په ښرنه ښار کې هم د نورو ولایتونو په څېر امنیتي کېمرې او ترافیکي اشارې فعالې شي، نو هر څوک به په ډاډه زده خپل ترانسپورتي وسایل په هر ځای کې درولی شي او هم به د هر ډول پېښو مخېنوی په اسانۍ سره ترسره شوی وي.
قومي مشر ضاالحق داسې وایي: ((نوم مې ضیاالحق دی دابه ډېرې ګټورې وي یو خو به د ترافیکي پېښو مخنېوی کیږي د غلا به مخنېونی کیږي غوښتنه مو داده چې په دې برخه کې مسوول چارواکي زمونږ واوري.))
خو بل لورته پوهان وایې، چې په پرمختللې او ټکنالوژي سمبال نړۍ کې د امنيتي کېمرو نصبول خورا مهم اقدام دی چې د ملي امنیت د لا ښه تامين په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي، خو په پکتیکا ولایت کې دا کار لا هم وختي برېښي.
په دې اړه د پکتیکا پوهنتون استاد عطا وایې، چې نړۍ پرمختللې ده او دوی د خپل ملي امنیت د تامين لپار له ټيکنالوژۍ څخه استفاده کوي، چې ښې پایلي لري او د پېښو په مخنيوي کې یې د پام وړ ونډه اخيستې ده.
استاد عاطا زياتوي: (( په دې کې شک نشته چې د نړۍ معاصر حکمتونه او پېش رفته اقتصادي هيوادونه په پرمختتللې ټيکنالوژۍ سمبال دي، چې د ملي امنیت د لا ښه کنټرول په موخه له زرها امنيتي کېمرو څخه استفاده کوي او هغه یې نصب کړې دي، چې په دې برخه کې فوقوالعاده ثابتې شوې دي.))
امنيتي کمرې
خو استاد عطا دا هم وایې، چې په پکتیکا کې لا هم د امنيتي کېمرو د نصبولو لپاره وختي دی، ځکه چې په دې ولایت کې یو شمير هغه خنډونه د دې پروسې په وړاندې شتون لري چې باید له منځه یووړل شي.
ښاغلی عطا داسې وایې: (( دا منو چې په ښار، دولتي ادارو او اطرافو د ښار کې به امنیتي کېمرې لګول د قانون په حاکميت کې مرسته وکړي، خو یو لړ ستونزې او خنډونه هم شته، چې د کېمرو تر لګولو وړاندې باید د هغو خنډونو د هواري لارې وکتل شي.))
د نوموړي په وینا، په پکتیکا ولایت کې لا هم پوره خلک بريښنایې پيژندپانې نه لري، خو د امنيتي کېمرو په موضوع کې لومړيتوب دا دی، چې د سيمې وګړي دي د احصایې له مخې بريښنايي ثبت کړل شي.
عطا زیاتوي، د دې ولایت ټولو سيمو کې دې د خلکو د لاښې پوهې په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه برابر کړل شي او ټولنه دې دې ته وهڅول شي، چې بريښنایي پېژند پاڼې تر لاسه کړي او د ملي امنیت د خونديتوب په موخه دې د امنیتي کېمرو د نصبولو لپاره زمينه سازي وکړي.
هغه زیاتوي: (( په دې ولایت کې دا کار لا هم وختي دی، ځکه چې د دې کار لپاره د عامه سټېشنونو، تخنيکې او مسلکي ټيمونو شتون او په ټوله کې د ټولنې صنعتي والی هغه څه دې چې د دې کار د بشپړ کاميابېدو لپاهر به یو خنډ واقع شي، زه هيله لرم چې د امنيتي کيمرو له نصب څخه مخکې د ولس دقیقه احصايه را ټولول، هغه بريښنایي کول، سټېشنونه جوړول، د تخنيکي او مسلکي ټيم را منځ ته کول او عامه پوهای هغه څه دې چې هدف ته رسېدلی شو.))
د ترافیکي اشارو اړوند د دې ولایت د ترافیکي د اکمال او اداري آمر حنظله شهیدزوی له مېلمه راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پدې ولایت کې د برق نه شتون هغه ستونزه ده، چې په ښرنه ښار کې یې د ترافیکي اشارو د نصبولو مخه ډپ کړې ده، او د برق جوړولو په صورت کې دوی پوره هڅه کوي، ترڅو په ښرنه کې ښار کې ترافیکي اشارې ولګوي.
شهیدزوی زیاته کړه، چې دوی یو شمېر ترافیکي نښانې راوړيدي او ډېر ژر به یې په لویو لارو او  واټونو کې ځای پرځای کړي، ترڅو موټر چلوونکي د ترافیکي پېښو په مخېوي کې ترې ګټه پورته کړي.
هغه داسې وایي:(( د پکتیکاولایت د ترافیکو مدیریت باربار هڅه کړې ده ترڅو ترافیکي نښې او ترافیکي اشارې په ښار کې نصب کړي ترافیکي علایم راغلي او ډېر ژر به نصب شي او ترافیکي اشارې خو موږ د برق عمده ستونزه لرو، چې د برق ستونزه حل شي نو د ترافیکي اشارې به هم ولګول شي.))
د پکتیکاولایت امنیه قوماندان شېخ الحدیث محمدشریف حلیمي له مېلمه راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی هڅه کوي، ترڅو په مرکز ښرنه ښار کې د جنایي جرمونو د مخنيوي او د کنټرول په موخه امنیتي کمرې نصب او فعالې کړي.
ښاغلي حلیمي زیاته کړه، چې دوی له مرکز کابل سره د امنیتي کېمرو د فعالولو په موخه خبرې کړيدي او ډاډ ورکړل شوی دی چې په دې برخه کې اجرات ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته د اسلامي امارت په راتګ سره د پلازمینې کابل سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د جینایي جرمونو، انسان تښتونو، غلاوو او نورو امنیتي پېښو د مخنېوي په موخه زرګونه امیتي کېمرې د ښارونو په لویو او واړو واټونو کې ځای پرځای شوې دي، او مثبتې پایلې هم لري.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي