پکتيکاوال: د ولور په اړه بايد غوڅ دريځ ونيول شي

107
د کتلو شمېره

د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې زیات ولور اخېستو ځوانان دې ته اړ کړي چې په قانوني او غیر قانوني ډول نورو هېوادونو ته د ولور پوره کولو په موخه د مسافرۍ ترخې شېبې تجربه کړي.
ځوانان وايي، دا چې د ټولنې زياتره برخه مو غربت ځپلې ده وګړي يې بې سرنوشته نو په همدې اساس اړ دي چې د ولور پوره کولو لپاره د نړۍ نورو هېوادونو ته ولاړ شي.
دوی د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له مسوولینو، قومي مشرانو او نورو اړوندو ادارو څخه غوښتنه کوي چې د انجلۍ پر سر دې ولور نه اخېستل کېږي او که اخېستل کېږي نو ډېر مناسب ولور دې واخېستل شي، څو ځوانان نورو هېوادونو ته د تلو لپاره اړ نه شي.
د پکتیکا د خيرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی صمد خان زیاتوي، چې د انجلۍ پر سر زیات ولور اخېستل ډېر ناوړه دود دی او په کار ده چې دغه ناوړه دود ته د تل لپاره د پای ټکی کیښودل شي.
نوموړی زیاتوي، چې د دغه ناوړه د دود د پاللو له کبله د هېواد په ځانګړي ډول د پکتیکا ګڼ شمېر ځوانان اړ شوي، چې خپل وطن پرېږدي او نورو بهرنیو هېوادونو ته مسافر شي.
((د لوړ ولور د پوره کولو او د دغه ناوړه دود د پاللو له کبله زمونږ يو شمېر ګلالي ځوانان دې ته اړ شوي، چې خپل د خاپوړو ځای پرېږدي او په پردیو هېوادونو کې د مسافرۍ ورځې شپې تېرې کړي.))
د ښرنې اوسېدونکی جانداد وایي، چې تر اوسه د مالي ستونزو له کبله نه دی توانېدلی چې کوژده وکړي.
دی زیاتوي، څو کاله مې پاکستان کې پرلپسې مزدوري وکړه او دا چې کلدارې خپل ارزښت بایللی کوژده خو پر ځای پرېږده چې په هغه پیسو د کور ګذزاره هم ونه شوه.

((څو کاله په پاکستان کې وم هلته مې مزدوري کوله کلدارې خو ارزښت بایللی چې راغلم په هغه پیسو مې د کور ګذزاره ونه شوه کوژده، خو پر ځای پرېږده، زه دېرش کلن یم په مالي لحاظ لا د دې توان نه لرم چې کوژده وکړم ځکه ډیر بې وزله یم.))
د پکتیکا اطلاعاتو کولتور ریاست د ځوانانو چارو امر محمد ذاکر نایاب وایي ، چې په ټولییز ډول یې هڅې پیل کړې چې د لوړ ولور تر څنګ په نورو برخو کې هم ناوړه دودونه له منځه یوسو.
((د پکتیکا په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د لوړ ولور د مخنیوي لپاره بېلابېل پروګرامونه په پام کې لرو له چې په پلي کېدو سره به یې دغه ناوړه دود له منځه لاړ شي، په ټوله کې زمونږ هڅه دا ده چې په دې برخه کې عامه پوهاوی رامنځته کړو او خپلې هڅې لا ګړندۍ کړو.))
قومي مشر پاچاخان وایي، چې پکتیکا کې  څو ځله د لوړ ولور د مخنیوي په موخه په قومي کچه تړونونه شوي جې بیا وروسته نه دي عملي شوي او پایله یې نه ده ورکړې .
پاچاخان زیاتوي، چې اوس مو له امر بالمعروف ریاست سره په ګډه د همغږۍ تړون کړی او که پلی شي نو لیرې به نه وي، چې پکتیکا د لوړ ولور ناوړه دود له منځه لاړ شي.
پاچاخان په دې اړه وايي: ((تاسو ته بهتره مالومه ده، چې پکتیکا کې مخکې کلونو کې څو څو ځله د لوړ ولور د مخنیوي په موخه قومي تړونونه شوي چې بیا وروسته نه دي عملي شوي، خو دا ځل مو له امر بالمعروف ریاست سره په ګډه د همغږۍ تړون کړی که پلی شي، نو پکتیکا کې به د لوړ ولور ناوړه دود له منځه لاړ شي .))
د مټاخان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی احمد جان وایي: چې په مرکز کې د قومي مخورو او امربالمعروف نهی عن المنکر ریاست له لوري هوکړه شوې، چې د عملي کولو په پار یې باید ټول یو له بل سره همکار شو.

نوموړی په دې اړه وايي: ((که د لوړ ولور مخه ونیول شي، نو په دې سره به له یوې خوا دغه ناوړه دود له منځه لاړ شي او له بل لوري به مو ځوانان د نورو هېوادونو ته له مسافرۍ خلاص شوي وي اوس ډېری ځوانان حتی د ځوانۍ عمر يې هم لا نه وي بشپړ کړی چې دوی نورو هېوادونو ته ځي.))
د یني عالم بلال وايي، چې ولور په اسلام کې روا دی، خو د ولور دغه پیسې به ټولې واده شوې انجلۍ ته ورکول کېږي.
ولور ته په عربي ژبه کې مهر وایي ، د دغه پیسو حق واده شوې نجلۍ لري چې د خاوند کورنۍ ته یې بښي او یا پرې سوداګري کوي ، خو زمونږ په ټولنه کې چې پیسې اخیستل کیږي واک یې ټول د جنۍ له پلار سره وي.
د ښرنې اوسېدونکي له اسلامي امارت غواړي ، چې ځوانانو ته دې په خپل وطن کې د کار زمینه برابره کړي څو پردیو هېوادونو ته له تګ خلاص شي.
کريم ګل وايي: ((زمونږ غوښتنه دا ده چې د لوړ ولور ناوړه دود دې له منځه یووړل شي او تر څنګ یې له اسلامي امارت غواړو چې ځوانانو ته پر خپل وطن د کار زمینه برابره کړي څو بهرنیو هیوادونو ته له تګ خلاص شي.))

د پکتیکا د امر بالمعروف ریاست استازی نورخان د اسلامي امارت په راتګ سره دغه ولایت کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه کوټلي ګامونه اخېستل شوي دي او لا هم هڅه کېږي چې په دې برخه کې د پام وړ ګامونه واخېستل شي.
نورخان په دې اړه وايي: ((د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې مو  اصلاحي تړون ترتیب کړی چې، د نجلۍ پر سر به درې سوه زره افغانۍ اخېستل کېږي او سرغړوونکو ته به سزا ورکول کېږي، د دې تر څنګ په پام کې لرو چې دغه تړون ټولو ولسوالیو ته وغځوو.))
دا په داسې حال کې ده چې پکتيکاوالو ځوانانو، مشرانو او د ټولنو بېلابېلو قشرونو په دې اړه بيا بيا ناستې کړې، خو تر اوسه يې کومه غوڅه پایله نه ده ورکړې.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي