خبريال: جمیل غیرت
ټولنیزې رسنۍ په پرمختللې نړۍ کې یو له مهمې ټکنالوژۍ څخه شمېرل کېږي، چې د نړۍ په کچه زیات شمېر کاروونکي هم لري، او له نړۍ څخه یې ګډ کور جوړ کړی، چې پکې فېسبوک، انسټګرام، اېکس پاڼه یا پخوانی ټوېټر، ټکټاک او نور شامل دي.
په ټولنه کې د ټولنیزو رسنیو د کارولو په اړه خلک ضد ونقیض نظرونه لري، او زیاتوي چې په ټولنه کې د ټولنیزو رسنیو یا سوشل مېډیا مثبت او منفي دواړه پایلې لري، چې د ګټو ترڅنګ یو شمېر زیانونه هم زېږولی شي.
خلک د ټولنیزو رسنیو په اړه په دې اند دي، استعمال یې د یوه انسان په لاس کې دی او هر ډول کار ترې اخېستلی شي، خو پرځای د دې چې منفي کار ترې واخېستل باید مثبت کار ترې ترسره شي.
یو شمېر خلک بیا ټولنیزې رسنۍ د خبر رسولو لپاره یوه ښه سرچېنه بولي، او همداشان د اعلاناتو او معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې ورڅخه کار اخلي، چې په دې سره یې ورځنۍ چارې اسانه کړې دي.
په اوس وخت کې اکثره سیمه ییز او نړیوال تجارتونه یا سوداګري او راکړه ورکړه هم د ټولنیزو رسنیو په وسېله ترسره کېږي، چې خلک یې پدې برخه کې ډېرې ګټورې بولي.
د ۱۴۰۳ ه ش کال د کانکور عمومي اول نمره اتل خان رحیم زوی له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، د ده د اول نمره ګۍ راز په دې کې دی چې ده په ټولنیزو رسنیو کې هېڅ اکاونټ نه درلوده، او نه یې غوښتل چې خپل وخت د درس ویل او مطالعې کولو پرځای د ټولنیزو رسنیو په کارولو سره تېر کړي.
اتل خان له ملي تلویزون سره په خبرو کې داسې وویل((ما د کانکور لپاره له لسم ټولګي څخه تیاری شروع کړی و او تل به مې هدف دا وو چې زه باید په راتلوونکي کانکور ازموینه کې لومړۍ مقام خپل کړم چې همداسې وشول او زه اوس ډېر خوښ یم او ما په دې جریان کې په ټولنیزو رسنیو کې هېڅ کوم اکاونټ نه درلوده ځکه ما غوښتل چې یوازې خپلو درسونو ته متوجه شم.))
د همدې موضوع په تړاو د مرکز ښرنې اوسېدونکي شاعر او لیکوال کلاخان حیران له مېلمه راډیو سره په خبرو کې وایي، د ټولنیزو رسنیو کارولو ګټې دادي، چې د روابطو ساتلو او تجارتي یا سوداګریزو کارونو لپاره ترې کار اخېستل کېږي، چې د ښه ژوند کولو سبب هم کېدای شي.
حیران زیاتوي((د ټولنیزو رسنیو ګټې دادي چې د تجارت او ټولنیزو اړیکو په برخه کې خلک ورڅخه کار اخلي او باید سمه ګټه ورڅخه پورته شي.))
خو کلاخان حیران د ټولنیزو رسنیو د کارولو منفي اړخ داسې بیانوي، چې د زده کوونکو قیمتي وخت ضایع کوي، او د هغوی په زده کړه ییز بهیر منفي اغېز اچوي او له خپلو هدفونه ترلاسه کولو څخه یې لرې ساتي.
ښاغلی حیران داسې وایي:((.منفي اړخونه یې دادي چې زده کوونکي که زیات وخت د ټولنیزو رسنیو استعمالولو ته ورکړي او خپلو اهدافو ته نشي نشي رسېدلی، نو زما هیله داده چې شاګردان یې باید ډېرې ونه کاروي او سترګو ته هم زیانونه لري او مخکې له دې چې خلک یې وکاروي مثبت او منفي اړخونو ته یې باید جدي پام وکړي.))
ځوان فعال محمدالله امېني د ټولنیزو رسنیو د استعمال په تړاو وایي، ټولنیزې رسنۍ انسانانو ته د ګټو رسولو په پار رامنځته شوې دي او کارول یې هم په دوی پورې اړه لري، ترڅو سالمه ګټه ورڅخه پورته کړای شي.
هغه هم ټولنیزې رسنۍ د معلوماتو په ترلاسه کولو، تجارت کولو او خبر رسولو په برخه کې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، یو شخص کولی شي چې له استعمال څخه باید په ورځنیو چارو کې د اسانتیا په موخه ګټه پورته کړي.
نومړی زیاتوي((لومړۍ دا چې ټولنیزې رسنۍ چې رامنځته شوې دي دا انسانانو لپاره د سالمې ګټې اخېستلو په موخه لکه، د طابت، تجارت، معلوماتو راټولولو او زده کوونکو ته د اسانتیاوو په برخه کې رامنځته شوې دي))
داچې د ټولنیزو رسنیو یا سوشل مېډیا استعمال په ټولنه باندې کومې منفي اغېزې لري په اړه یې محمدالله امېني داسې وایي.
((اکثره ځوانانو د ټولنیزو رسنیو له استعمال څخه مناسبه ګټه نه اخلي او پرځای یې نه کاروي، چې دغه بیا یو خواته د وخت ضایع کول دي او زیات استعمال یې د انسان په روان هم منفي اغېزه کوي او یو شخص له نورو کارونو څخه باسي.))
ځوان فعال او ژورنالېست کریم سجاد د ټولنیزو رسنیو د استعمال خپل نظر داسې راسره شریکوي.
په ټولنیزو رسنیو کې داسې معلومات نشرول، چې له اسلامي، ملي او فرهنګي ارزښتونو سره په ټکر کې وي له خپرولو یې ډډه وشي او پرځای یې باید تر ډېره په ښوونیزه برخه ترې ګټه واخېستل شي، ترڅو په دیني او ملي روحیه سمبال ټولنه ولرو، که توجه ونه کړو نو بدې پایلې هم ورسره لرلی شي.
ښاغلی سجاد وایي(( د ټولنیزو رسنیو په اړه به زه دومره ووایم چې ټولنیزې رسنۍ هم مثبت اړخ لري او هم منفي خو که چېرې یو شخص وغواړي چې ښه یې استعمال کړي مثبت تاثیرات لري او برعکس مونږ او تاسو لکه اوسني ځوانان چې په فېسبوک کې بې ځایه وخت ضایع کوي نو باید داسې ونه شي او تعلیم لپاره او نورو مهمو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره باید ترې ګټه واخېستل شي.))
خبریال وهاب ویران زیاتوي، هغه ماشومان چې عمرونه یې کم دي هغوی باید د ټولنیزو رسنیو له استعمال څخه لرې وساتل شي، ځکه چې هغوی باید له ماشومتوب څخه د پوهې په ارزښت پوه کړي، ترڅو په راتلوونکي کې ښې زده کړې ترلاسه کړي، او روښانه راتلوونکی ولري.
نوموړی زیاتوي(( سوشل مېډیا لکه دواړه خواوې زیامنه او ګټوره برخه هم لري زه یوازې دومره ویلی شم هغه ماشومان چې کم عمره دي لس کاله اووه کاله دولس کاله عمرونه لري د هغوی لپاره که سوشل مېډیا دغه شیان باید کم وي ځکه چې ماشومانو ته هېڅ ګټه نه رسوي، د هغه پر ځای باید دغو ماشومانو لپاره تعلیمي برخې برابره شي که په غږیز او یا هم ویډیویي شکل وي ترڅو ماشومان ترې سالمه ګټه پورته کړي.))
د پکتیکاولایت دری تنه نور ځوانان هریو رحمت مخلص، اصف او احمد خان بیا په ټولنیزو رسنیو کې بلخصوص د فېسبوک اکاونټ په اړه زیاتوي، چې فېسبوک په اوسني عصر کې اتیا سلنه کاروونکي لري ، چې پخوا به ترېنه خلکو په سالمو لارو استعمالوو او س یو شمېر خلک ترېنه د منفي کټو لپاره ورڅخه کار اخلي.
دوی زیاتوي، فېسبوک باید د ټولنې د ښه راتلونکي او سمون په موخه وکارول شي.
د دوی په وینا:(( خلک باید فېسبوک یو د بل د تخریب لپاره ونه کارول شي ځکه په ټولنه کې بیا بدې پایلې هم او د جعلي اکاونټونو له جوړلو هم ډډه وشي، او خلک باید د فېسبوک استعمالولو پرځای خپلو کارونو ته اولیت ورکړي.))
خو دې ټولنیزو رسنیو کار کوونکي په دې نظر دي، چې کله له ټولنیزو رسنیو څخه سالمه استفاده وشي، د عایدو ترلاسه کولو سرچینه هم کېدای شي، او زیاتوي، هرڅوک کولی شي، له دې ادرسه خپل اقصاد په پښو ودوروي.
احسان الله خاورین یو له هغو ځوانانو څخه دی، چې له یوټیوب چینل څخه هره میاشت یوه اندازه عاید ترلاسه کوي، او هم په خپل کار کې ځان احساسوي.
ښاغلی داسې وایي(( لومړی ځل مې يټويوب چينل جوړ کړ خو ما دا فکر نه کوو چې زه به يو وخت پیسې ترې واخلم، خو کله چې مې کار وته وکړ او د ټولنې د سمون په موخه مې بيلابيلوبرخو کې فعاليت تر سره کړ، د خلکو له لورې خوښ کړل شو او دا ده چې زه اوس له دې رسنۍ څخه هره مياشت يوه اندازه عايد تر لاسه کوم.))
باید ووایو، چې ذهني ګډوډوي، د زده کړې او کتاب لوستلو مخنیوی، د خوب د کموالي لامل، روغتیایي ستونزې او د ټولنې د وګړو ترمنځ د صمیمیت او خواخوږي فضا له منځه وړل هغه ستونزې د هغو کسانو لپاره دي، چې له اندازې زیات په ټولنیزو رسنیو ځان بوختوي.
له دې سره د ټولنیزو رسنیو پرځای استعمالول ډېرې ګټې او ښېګڼې هم له ځانه سره لري.
تبصرې 0