راپور: وهاب ويران
د پکتیکا ولایت په څلور ولسواليو کې خلک مخابراتي اسانتياوو ته لاسرسی نه لري، بل لورته د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې سيمو کې خلک د لوړو قېمتونو او ټيټ کيفيت لرونکو خدماتو څخه سر ټکوي.
پکتيکا د هېواد هغه ولایت دی چې په څلور ولسواليو (نعمت اباد، وړممۍ، اومنه او چهارباران) کې خلک مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري، د دې سیمو خلک له مسوولينو څځه غواړي چې په دې برخه کې دې کار تر سره کړي او يادو سیمو کې دې مخابراتي خدمات پيل کړي.
د وړممۍ اوسېدونکی کامران وایي، چې د دوی په ولسوالۍ کې د مخابراتي خدماتو نشتون يوه هغه ستونزه ده، چې که د حل په موخه یې کار تر سره شي، د خلکو په ورځني ژوند کې به د پام وړ اسانتيا را منځته شي او د دوی په کارونو به مثبت اغېز ولري.
هغه وايې، په اوسني وخت کې هر څه د مخابراتي شبکو په واسته باندې تر سره کېږي، چې نشتون یې په تجارت، اقتصاد او د وخت په ضايع کېدو باندې ښکاره اغېز لري.
د نوموړي په وينا، غوښتنه کوو، چې د دې ولسوالۍ لپاره دې د مخابراتي شبکو خدمات پیل شي او د دې سیمو د خلکو د ورځني ژوند په اسانتيا کې دي کومک وشي.
دی زیاتوي: (( زموږ د سیمو اکثره خلک په نورو هيوادونو کې دي، د مخابراتي خدماتو د نشتون به امله موږ په کلونو کلونو يو ځل له خپلو مسافرو سره حال اخلو، که دلته مخابراتي خدمات پيل شي، تر ټولو لویه ګټه به دا وي، چې دوی به په وخت د يو بل له حاله خبرېږي.))
نعمت اباد، اوومنه او چهارباران هم هغه ولسوالۍ دي، چې مخابراتي خدمات نه لري، په اړه یې خلک وایې، چې په نن وخت کې د هر ځای لپاره د مخابراتي خدماتو شتون يو ډول ضرورت دی، چې باید دا اړتيا پوره کړل شي.
نور محمد یې په اړه وایې، که هره ولسوالۍ وي يا هر ځای خو د مخابراتي شبکو نشتون به طبعاً هغه ستونزه وي، چې د خلکو په ورځني ژوند به یې تتاثر لوېدلی وي.
هغه وایې، که مخابراتي ستونزې په هر ځای کې حل کړل شي، معلومه خبر ده، چې د سيمې د اوسېدونکو ورځنی ژوند او کارونه به له خنډ او ځنډ څخه ساتل شوي، چې د دې تر څنګ به د عايدو په زیاتوالي کې هم برخه واخلي او له پوښښ څخه پاتې ساحې به هم د تجارتي روشت بڼه خپله کړي.
د نوموړي په خبره (( يوازې دانه چې له مخابراتي خدماتو سره به د خلکو ستونزې حل شي، بلکې د حکومت لپاره به هم د عايدو په زیاتوالي کې برخه واخلي او د سيمې د تجارت لپاره به هم ځکه ښه وي، چې خلک به یې د مرکز ښرنې په شمول د هيواد له نورو کاروباري مرکزونو سره اړيکه پیدا کړي.))
بل لورته بيا د پکتیکا اوسېدونکي په ټوله کې د مخابراتي خدماتو له ټيټ کيفيت څخه سر ټکوي، چې د دې خدماتو تر پوښښ لاندې سیمو کې د خراب کيفيت له امله ستونزې را ولاړې شوې.
دولت یې په اړه وایې، په مرکز ښرنه کې پنځه شبکې فعاليت کوي، خو د ټولو کيفيت په داسې ډول دی چې له ښاره ته په پنځه کيلو کيټري کې خلک د خبرو لپاره په دروست ډول اسانتيا نه لري.
دی وایې، چې که دې برخې ته وکتل شي، لرې نه ده چې دا ستونزه به هم هواره شي، خو مسؤلين دې د دې تر څنګ د بيیو د کنټرول په برخه کې هم پاملرنه وکړي او د بییو په ټيټوالي دې کوښښ وشي.
د دولت په خبره: (( لوړې بیې لري، خو کيفيت یې هغه ډول نه دی، زموږ غوښتنه داد ده، چې د مخابراتي شبکو په کيفيت دې کار وشي او د بييو په کنټرول کې دي هم هڅه تر سره شي.))
د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکی نعمت هم د مخابراتي شبکو د ټيټ کيفیت له ستونزې سرټکوي او وایې چې په دې ولسوالۍ کې د کيفيت له اړخه هغه ډول خدمات نشته چې باید تر سره شوي وای.
نوموړی وایې، خوشامند هغه ولوسالۍ ده، چې خلک یې نه په سم ډول نيټ او نه هم غږېزه برخه کې با کيفیته شبکه لري، نه غږ ځي او نه هم په اسانۍ سره د انټرنيټ له اړه له کوم چا سره اړيکه نيولی شي.
هغه زیاتوي: (( تر ټولو مهمه دا ده، چې د مخابراتي شبکو په کيفيت غور وشي او د خلکو لپاره داسې خدمات را منځ ته شي، چې په اسانۍ سره دوی له یو بل سره اړيکه وکړلی شي.))
د برمل ولسوالۍ قومي مشر حاجي محمود هم ورته ستونزه بيانوي، د هغه په خبره، په برمل کې د خلکو نفوس زیات دی خو د مخابراتي شبکو خدمات په هغه ډول نه دي، چې د ټولو لپاره دې بسنه وکړي.
د هغه په خبره، چې که د دې ولسوالۍ لپاره سايټونه زیات کړل شي د دوی ستونزې ته به رسيده ګي شوې وي او د مخابراتي خدماتو له هغه ډول څخه به برخمن شوي وي، چې په کوم ډول اړتيا تر سترګو کېږي.
د حاجي محمود په خبره: (( برمل سرحدي ولسوالۍ ده، پراخه غرنۍ ساحه لري، نفوس یې زیات، خو د مخابراتي خدماتو په موخه د شبکو سايټونه کم دي، که سايټونه زیات شي ممکن د دوی ستونزې کمې شي.))
هاخوا د پکتیکا ولایت مخابراتو رياست يادې ستونزې مني خو وایې چې د حل په موخه یې کارونه روان دي چې ژر به داستونزې حل شي.
د مخابراتو رئیس مولوي محمد انور قيام عادل په دې اړه وايې، په پکتیکا کې څلور ولسوالۍ له مخابراتي خدماتو بې برخې دي، خو د دې ولسواليو لپاره مو کارونه شروع کړي دي چې په نږدې راتلوونکي کې به یې مخابراتي ستونزې حل کړو او د خلکو لپاره به د اړوند برخې ممکنه امکانات برابر شي.
د هغه په خبره: وړاندې له دې په پکتیکا ولایت کې څوارلسو ولسواليو لپاره مخابراتي اسانتياوي نه وې، چې د اسلامي امارت له راتلو سره په لس ولسواليو کې دې ستونزې ته رسېده ګي وشوه او پاتې څلور ولسواليو ته به هم ژر رسېدنه وشي.
د هغه په خبره: (( د اسلامي امارت له راتلو سره خوشبختا چې په پکتیکا کې د مخابراتو ستونزې د پخوا په پرتله د پام وړ را کمې شوې دي، ولې چې خلک زیاتو خدماتو ته اړتيا لري او موږ په دې هڅه کې يوو، چې ټولو ستونزو ته رسېده ګي وکړو.))
د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژي رئیس دا هم وایې، دا چې په پکتیکا کې خلک د ټيټ کيفيت له امله شکايات لري پر ځای دي، خو پوره ولسوالۍ په دوو سايټونو باندې نه شي کوور کېدلی، موږ دا موضوع د مخابراتو له شرکتونو سره شريکه کړې او هڅه مو دا ده، چې په ټولو سيمو کې د کيفيت د لوړول په موخه اقدامات تر سره کړو.
هغه وایې: (( کوشش کوو، چې په دې برخه کې لازم اقدامات وشي، د ټولو سيمو لپاره په داسې ډول خدمات تر سره شي، چې د وګړو ستونزې پکې له منځه لاړې شي.))
د يادونې وړ ده، چې پکتیکا يو غرنېز ولایت دی او په کار ده چې د هرې ولسوالۍ لپاره د مخابراتي شرکتونو له لورې سايتونه اضافي کړل شي، تر څو د اسانتيا راوستلو په موخه تر لرې پرتو سيمو مخابراتي خدمات په پوره ډول او ښه کيفیت سره رسېدلي وي، چې له دې چارې سره به د ولس هغه ستونزې حل شي له کومو سره چې اوس لاس او ګريوان دی.
تبصرې 0