خبريال: وهاب ويران
د پکتيکا ولایت زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، چې له ډېر پخوا څخه یې د یوه قومي تړون په مرسته د دې ولسوالۍ طبعي ښکلاوې ساتلې، خو که د مسوولينو له لوري ورته پاملرنه وشي او د بيا رغونې پروژې پکې تطبيق شي، لرې نه ده چې په لنډ وخت کې به د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سيلانيانو توجه ځانته راجلب کړي.
زېړوک په پکتيکا کې یوازينۍ هغه ولسوالي ده چې د قومونو له لوري د پرېکړه ليک له مخې یې کلونه کېږي، چې طبعي ښکلاوې سلامت دي او خلک یې په ګډه سره د ځنګلونو د قطعه کولو د مخنيوي په موخه څار او کار کوي.
د ارګون ولسوالۍ له پای سره سم ورژانه د لومړي هغه کلي نوم دی، چې له مرکز څخه د زېړوک په لویه لار کې د ځنګلونو له پیل سره د دې ولسوالۍ په اړه تصوير وړاندې کوي، قدم په قدم مخ ته تګ شنې ونې او په خوړونو کې روانې اوبه دا تلوسه پیدا کوي، چې وړاندې پوره زېړوک به د طبيعت په کومو رنګونو کې پوښلی وي.
خو له ارګون ولسوالۍ څخه د ځنګلونو په منځ کې د خرابې لارې له امله په درېیو ساعتونو کې د زېړوک مرکزي کلي ته رسېدونکی موټر یو نه يو ډول ستونزه پیدا کوي، خو د دې سیمې طبعي ښکلا د نوي ورتلونکي کس لپاره هيجانې وي او د موټر ستونزه وړه معلومېږي، خو د سیمې خلک بيا د خرابو لارو له امله سر ټکوي او وایي، چې که سرکونه یې ورغول شي، لرې نه ده، چې د دې سیمې د ښکلا ننداروو ته به بې شمېره سيلانيان راشي.
د دبي کلي اوسېدونکی خان محمد چې په زېړوک ولسوالۍ کې هټۍوال دی وایي، که سرکونه مو ورغول شي، د دې ولسوالۍ ښکلا به د دې سيمې زیاتره هغه اقتصادي ستونزې حل کړي، چې اوس یې خلک لري.
هغه وایي، چې زېړوک ښکلی دی، خو خرابه لار هغه ستونزه ده چې نه سيلانيان د راتلو ته زړه ښه کوي او نه هم موږ په اسانۍ سره مرکز ښرنې يا نږدې ولسوالۍ ارګون ته سفر کولی شو.
د نوموړي په خبره: (( که سرک پوخ شي او دا مشکل نه وي دلته به د نورو ځایو خلک راځي او له دې منظرو به خوند اخلي، چې ورسره به دلته هوټلونه نوي دوکانونه او د ساعت تېري ځایونه جوړ شي.))
د هغه په وينا، چې زېړوک ته دې پاملرنه وشي، تر څو د دې سيمې له ښکلاوو څخه یوه داسې ګټه پورته شي، چې د سيمې د خلکو په شمول د هېواد په عايدو کې هم رول ولري.
د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی جبار بيا په داسې حال کې راته خبري کوي، چې خپل ډاټسن موټر یې د خرابې لارې له امله د سرک په منځ کې ولاړ دی او د زېړوک د دوکاندارانو لپاره یې له مرکز ښرنې سودا را وړې.
نوموړي راته وويل: (( کله چې هم ناروغان ولرو او مرکز ښرنې يا اورګون ولسوالۍ ته یې د تداوي په موخه انتقالوو، له زیاتو ستونزو سره مخ یوو، ځکه چې نه هم د خراب سرک له امله په بېړه تللی شو او نه هم ناروغ په داسې حالت کې وي، چې هغه دې په ساعتونو ساعتونو په موټر کې مزل وکړي.))
نوموړي په مسؤلېنو غږ وکړ، چې د سرکونو موضوع ته دې پاملرنه وکړي او د دې سیمې د وګړو ستونزو ته دې رسېده ګي وشي.
پکیتکا کې د يو شمېر نورو سيمو خلک هم وایې، چې د زېړوک طبعي ښکلا ته په کتو که د دې ځای سرکونو رغولو ته لومړي توب ورکړل شي، دا به د زېړوک له ښکلاګانو څخه د هيواد د نورو وګړو په لېدنه کې مهم رول ولري، چې له دې چارې سره به د ټولنېزو رسنيو په همکاري بهرني سیلانیان هم دې ته وهڅول شي، چې زېړوک ته د تفريح په موخه سفرونه تر سره کړي.
محمد چې له مرکز ښرنې څخه زېړوک ته له ملګرو سره د چکر په موخه په لار کې سفر کوي وایې، موږ تفريح کوو او هغه ځای ته ځو چې له دې وړاندې یې یو ځل لېدلی دی، خو اوس یې له ځان سره ملګري هم تيار کړي او غواړې د طبیعت په هغو رنګينيو کې بريانې جوړه او وخوري چې له دې وړاندې دوی په پکتیکا کې نه وې لېدلې.
هغه زياته کړه: ((که د زېړوک ښکلا تر خلکو ورسېږي، زه باور لرم چې د هيواد له ګوټ ګوټ څخه به بې شمېره ځوانان د دې سیمې د لېدو په موخه په ساعتونو ساعتنو مزل وکړي، خو که سرکونه یې جوړ نه شي، باور نه لرم چې د لرې سيمو خلک دې بيا د دوهم ځل لپاره راشي.))
په دې اړه اقتصاد پوهان بیا وایې، چې که د زېړوک لپاره د سیلانیانو راتلو ته زمينه برابره شي، دا به د پکیتکا په ځانګړې ډول د زېړوک په اقتصاد باندې مستقيم تاثر وکړي.
د پکتیکا پوهنتون د اقتصاد څانګړې استاد او د پرهنګي برخې مسؤل سلام سيرت وایې، چې د اقتصاد د پیاوړتيا لپاره داسې سیمې چې هغه طبعي ښايستونه لري او د سیلانيانو د راتلو سبب ګرځي مهمه ده چې خاص پاملرنه ورته تر سره شي.
د هغه په خبره، که د لویو تجارانو او سرمايه دارو له لورې په داسې سیمو کې سرمايه ګوزاري وشي، د ټول ولایت لپاره به یې ګټه معلومه وي او د هغو خلکو لپاره به کاري زمينه برابره شي، چې اوس بې روزګاره دي او کاري فرصت نه لري.
هغه زیاتوي: (( اقتصادي پیاوړتيا هغه وخت رامنځ ته کېږي، کله چې د یوې سیمې له طبعي ښکلا څخه په سالم ډول ګټه پورته شي او د هغې سیمې لپاره سرمايه ګوزاري وشي، چې په پایله کې به یې د بې روزګاره وګړو لپاره کاري فرصت را منځ ته شي.))
بل لورته د زېړوک ولسوال مولوي رحمت الله دروېش هم وایې، چې د زېړوک ولسوالۍ خلک له جلغوزيو بغير نور کاروبار نه لري او نه هم ورته زمينه برابره شوې، خو که د ميډیا له لورې د زېړوک طبعي ښکلاوو ته پوښښ ور کړل شې او تر نورو هيوادوالو د دې ښکلاوو يو ښه تصوير ورسېږي، لرې نه ده، چې د سیلانيانو له راتلو سره به د زېړوک ولس ته هم د کارو زمينه برابره شي.
هغه وایې، موږ سيلانيانو ته ډاډ ورکوو، چې په دې ولسوالۍ کې به د دوی لپاره د امینت تر څنګ هر ډول اسانتياوي برابرې شي او دا ولسوالۍ به د خدای ورکړي حسن په برکت خلکو ته د ذهني ارامتيا ځای وي.
د زېړوک ولسوال په خپلو خبرو کې دا هم وایې، چې د سرک اړوند موضوع مو له مرکزي حکومت سره شريکه کړې وه او د حل په موخه یې اقدام تر سره شوی، چې د جوړولو چار یې روانې دي او په نږدې وختونو کې به خلک یادې ولسوالۍ ته په اساني سره تګ راتګ وکولی شي.
هغه زیاتوي: (( د زېړوک ولس یوازې جلغوزي لرې او د هغه په تمه انتظار وي چې بيا یې له حاصلاتو تر لاسه کولو وروسته خپلې اړتيا وي پوره کوي، خو که دا ولسوالۍ د ميډيا په همکاري شهرت تر لاسه کړي دا به د زېړوک په اقتصاد باندې مثبت تاثر وکړي.))
زېړوک چې له ارګون، نکې، سپېري او ګيان ولسواليو سره سرحد لرې او ويوه پراخه ساحه یې په نوم نومول شوې، تر زیاته برېده ځدراڼ قوم وګړي پکې مېشت دي، چې د دوی له لورې د یو قومي تړون له مخې د دې ولسوالۍ ښکلاوي او هغه طبعي رنګينۍ سلامت دي چې په پکتیکا ولایت کې په بله کومه ولسوالۍ کې په داسې ډول سره نه ده ساتل شوې.
تبصرې 0