رنځپوهان: په خپل سر د درملو خوړلو پايلې مرګونې دي

121
د کتلو شمېره

په خپل سر د درملو استعمال د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی اړین او په دغه برخه کې د مسوولو کسانو بې غوري د اندېښنې وړ ده.
د پکتیکا ولایت کې لا هم زیات شمېر کورنۍ د خپلې روغتیا لپاره د رنځپوهانو له سلاح مشورو پرته خپل سرې درمل د دې لپاره استفاده کوي، چې درملنه یې وشي، خو د درملو د کارونې په وخت کې بې غوري او د ډاکټر له مشورې پرته دغه کړنه د میندو او ماشومانو د مړینې یا هم د نورو ناروغیو لامل کیږي.
د پکتیکا ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د بې وزلۍ او ځینو نورو لاملونو له کبله ځینې کورنۍ د ډاکټرانو له مشورو پرته په خپل سر درمل پلورنځي ته ورځي خپل سرې درمل اخلي او خوري يې په دې کار سره ځان او د خپلې کورنۍ غړو ته زیان رسوي، د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست رییس وایي، چې دوی خلکو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ په لرې پرتو ولسوالیو کې تر سلو پورې صحي کتنځي جوړ کړي، ترڅو دوی خپل ناروغان په خپل وخت تر صحي مرکزونو ورسوي.
د پکتیکا اوسېدونکی جاوېد هېوادمل له خلکو غوښتنه کوي، چې هېڅکله باید په خپل سري ډول درمل ونه خوړل شي، ځکه په وينا يې: (( خپل سري درمل د بدن لپاره ډېر زيانونه لري دوا خو داسې ده لکه ذهر که د ډاکټر له مشورې پرته يې څوک خوري ددې پر ځای چې ورسره ښه شي، بلکې ناروغۍ يې نورې هم ډېرېږي چې پايلې يې مرګونې تمامېږي)).
نوموړی هیله لري، چې په راتلونکي کې د ټولنې مشران او روغتیا پالان باید په دغو برخو کې نورو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي: (( روغتیا پالانو څخه نو هیله ده چی ددی موضوع په تړاوو عامه پوهاوی زیات شی او کور په کور هیواد وال له خپل سری درمل خوړلو په زیانونو خبر شی)).
په ورته مهال د طب پوهنځي زده کړیال ذاهدالله د ځینو درملو د استعمال او خطرونو په اړه خپل اند داسې راسره شریکوي: (( په خپل سر د درملوکارول ډېر زیان لري درمل که څومره ګټه لري په هغومره اندازه  تاوان هم لري زه یو وخت کې په پاکستان هېواد کې محصل وم چې د ځینو ستونزو له کبله بېرته راغلم هلته یو پاکټ د سر د درد درمل په ۴۰۰ پاکستانۍ روپۍ وه چې ښه نتیجه به یې درلوده، کټ مټ همغه درمل دلته په شل افغانۍ اخلم، خو هېڅ ډول ښه نتیجه نه ورکوي،  بیا هم په هېوادوالو غږ کوم چې بې کيفيته او خپل سري درمل مه کاروئ)).
یو تن فعال او د نظر خاوند خان اسدالله خپل سري درملو د کارونې د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی مهم بولي، څو په ټولنه کې د مېرمنو او ماشومانو ژوند خوندي وساتل شي: ((زه د پېښې عیني شاهد یم چې زموږ یو نږدې ملګری وه چې په خپل سر یې درمل کارولي وه چې سخت تکلیفونه یې وګالل اوس هم لا په پوره ډول جوړ شوی نه ده)).
 نوموړی له خلکو غوښتنه کوي، چې هېڅکله بايد د ډاکټرانو له نخسې پرته درمل نه کاروي، ځکه همدغه درمل د دوی روغتیا ته د ګټې پر ځای تاوان رسوي، د خپل سري درملو د کارونې د مخنیوي په اړه عامه پوهاوی څومره اړین دی: ((لومړۍ مو له دوا پلورونکو غوښتنه ده چې پرته د ډاکټر له مشورې یا نخسې هېوادوالو ته درمل ورنکړئ او دوهم قدم کې مو له هېوادوالو غوښتنه ده چې په خپل سره درمل ونه کاروئ او په خپلو کورنیو کې هم په یاده برخه کې معلومات وړاندې کړئ)).
ډاکتر میرویس ولي کټوازی د خپلو خلکو د غربت او نه پاملرنې له کبله د خپل سري درملو خوړل خطرناک بولي: ((درمل که د ډاکتر له مشورې پرته په خپل سر وکارول شي دا په حقیقت کې ځانوژنه ده، د دې پر ځای چې خپلسري درمل وکاروئ الحمد الله په ټول هېواد کې د نظام روغتیایي مرکزونه شتون لري لاړ شئ او د ډاکټر په سپارښتنه درمل وکاروئ)).
ډېری وخت په یاده موضوع کې کورنۍ ګرمې بلل کېږي، نوموړی وایي: ((که کورنۍ دمریض د حالت درمل پلورونکي ته بیان نه کړي او له درمل پلورونکي د دوا غوښتنه ونه کړي او درمل پلورونکی خپلسرې دوا ورته ور نه کړي لرې نه ده چې د خپلسري درملو مخه به ونیول شي)).
ډاکتر میرویس ولی کټوازی له خلکو غوښتنه کوي، چې د خپلسري درملو له کاورنې باید ځان وساتي او پر ځای یې د طبي او مسلکي اشخاصو سره مشوره وکړئ او بیا درمل وکاروئ.
یو تن درمل پلورونکی وایي، چې هېوادوال په خپل سر درمل کاروي یو لوی علت یې د بې کیفیته درملو راوړل دی چې د هېوادوالو علاج په درملو نه وي شوی او د هغوی اعتبار په درملو له منځه ځي چې بېرته هېوادوال خپلسري درملو خوړلو ته اړکېږي، نوموړي زیاته کړه چې ((له تجارانو مو غوښتنه ده چې کیفیت لرونکي درمل راوړي ډاکټران او دوا پلورونکي هم باید د دوا په ورکولو کې د ښه کیفیت درملو ته لومړیتوب ورکړي)).
د روغتیا پالانو په وینا که د خپلسري درملو د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی او په دغه برخه کې د مسوولو کسانو څار لا زیات شي، نو په راتلونکي کې د خپلسري درملو له کبله د میندو او ماشومانو په کډون به مو د خپلې ټولنې د ډېرو وګړو د مړینې او بېلابېلو ستونزو مخه نیولې وي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې اړه سيمه ايزو او ملي رسنيو بيا بيا راپورونه او خپرونې کړې، خو تر اوسه يې کومه مثبته پايله نه ده ورکړې.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي