پکتیکا کې د نشه يې توکو د مخنیوي په برخه کې د حکومت له ګړندیو هڅو د ولس هرکلی

156
د کتلو شمېره

خبريال: خیرالدین ذکي
دا چې په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې د هېواد په ډېری ولایتونو او سیمو کې د کوکنارو، چرسو او نورو نشه يې توکو کښت او استعمال د حکومت او نړۍوالو ادارو له زیاتو لګښتونو او ټينګار سره سره بیا هم له منځه نه لاړ، دې چارې د افغانستان نوم هم تر ډېره د سیمې او نړۍ په کچه بد کړی وو.
واک ته د ا.ا له رسېدو د نږدې درې کلونو له پوره کېدو سره لا هم اوسني مسوولین په دې نه دي بریالي شوي چې د نشه يي توکو د کښت، قاچاق او مخنیوي په برخه کې سل سلنه بریالي شي، خو پکتیکا کې په وروستیو څو میاشتو کې د امنیتي ادارو له لوري د نشه يي توکو د مخنیوي او له منځه وړلو په برخه کې له ګړندیو هڅو چې حکومت پکې تر ډېره لاسته راوړنې هم لري، ځايي خلک او ولس هر کلی کوي.
د پکتیکا د لرې پرتې غرنۍ ولسوالۍ زیړوک اوسېدونکی سلیم الله وايي د وخت حکومتونو ته لازمه ده چې د خپل ولس او ځوانانو پر زیان کېدونکي هر عمل په کلکه مخه ونیسي او دا چې وروستیو کې پکتیکا کې د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې پراخ کمپاین ترسره شو، دوی يې هر کلی کوي.
نوموړی وايي بې روزګاري هم شته، د زده کړو کچه هم ډېره لوړه نه ده، داسې وخت کې ځوانان ډېر ژر په نشه يي توکو روږدي کېږې، که حکومت په دې برخه کې له جدیت څخه کار وانخلي، دا ستونزه به د وخت په تېرېدو داسې مرحلې ته رسېږي، چې بیا به يې مهارول اسانه نه وي.
هغه څرګندوي (( ځوانان چې د ټولنې په پرمختګ کې اغېزناک رول لري، دوی باید په دا ډول کارونو کې له حکومت سره لاس یو کړي، تر څو ټول ځوانان او ټولنه د یوې بدمرغۍ پر ځای د هوساینې پر لور بوتلل شي.))
د پکتیکا د ځوانانو له ډلې یو تن فعال ځوان مبارک شاه وايې پر نشه يې توکو روږدي کسان نه یوازي دا چې خپل ځان د هلاکت کندي ته اچوي، په اوږدمهال کې د کورنۍ د اوږو بار وي او ټولنې ته يې لوی زیان رسیږي.
هغه څرګندوي اوس چې پکتیکا کې د نشه يې توکو د مخنیوي او له منځه وړلو په برخه کې حکومتي او امنیتي مسوولینو هڅې ګړندۍ کړې دي، دې پروسه کې باید ځايې خلک او ولس هم خپل دروند رسالت ادا او له هرې ممکنې لاري ورسره بشپړه همکاري وکړي.
نوموړی واېې (( هېوادوال باید د نشه يې توکو د کښت پر ځای پر نورو لارو چارو فکر وکړي، بدیل څیزونه لکه غنم، زعفران او نور حلال کښتونه چې هم يې ګټه زیاته ده او هم يې زیان ولس او ټولنې ته نه رسیږي وکړي، په دې کار سره به له نه چا ویره لري او نه به هم د خدای ج او ټولنې پر وړاندې مسوول وي.))
د نشه يې توکو د مخنيوي او له منځه وړلو په برخ کې د ځايې رسنیو او خبریالانو پر اغیزناک رول هم سترګي نشي پټیدلی، دوی کولی شي د عامه پوهاوي له لاري بزګران او عام خلک دې ته وهڅوي چې پرته د حکومت او امنیتي ځواکونو له فشار څخه د یادي ناوړه کرکیلي څخه په خپله خوښه را وګرځي.
سیمه ییز خبریال سیدالله څرګند وايې امنیتي ځواکونو د پکتیکا په بیلابیلو سیمو کې د نشه يې توکو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره مناسب اقدامات ترسره کړل، ده پرې راپورونه او خپرونې چمتو کړي چې دې کار له امنیتي ځواکونو سره په یاده پروسه کې لویه همکاري وکړه.
څرګند زیاتوي (( بزګران او نور هغه خلک چې د نشه يې توکو کښت کوي باید په دې اړوند ورته بشپړ عامه پوهاوی ورکړل شي چې د نشه يې توکو هر ډول کښت، قاچاق او استعمال د اسلام په مبارک دین کې ناروا ده، دا کار که امنیتي مسوولین په ډيرو لګښتونو او د ستړیو په ګاللو سره کوي، خو رسنۍ په ځانګړې توګه سیمه ییزي راډیوګانې چې دلته زیات اوریدونکي لري او هر څوک ورته لاسرسی لري، په اسانه او اغیزناکه توګه د خلکو په پوهاوي کې د پام وړ ښه والی راوستلی شي.))
سیدالله څرګند د نشه يې توکو د مخنیوي او خلکو د پوهاوي کچې د لوړیدو په برخه کې د رسنیو پر رول لا نوره رڼا هم اچوي او وايې (( په رسنیو د خلکو باور زیات دی، تر بل چا د پیغام په رسولو کې اسانه او ارزانه لاره ده، حکومت او نړیوال سازمانونه چې د نشه يې توکو د مخنیوي په برخه کې مسوولیت ور تر غاړي دی، په رسنیو باید پانګونه وکړي، دا به دوه اړخیزه ګټه ولري، له یوې خوا به حکومت او نړیوال سازمانونه په سمه توګه خپلې موخې ته رسیدلي وي، له بل پلوه به ټولنې د هوساینې پر لور حرکت کړی وي.))
د جانې خېل ولسوالۍ یو تن فعال کامران وايې زموږ په ټولنه کې د نشه يې توکو کښت او استعمال له پخوا کلونو راهیسي د یو دود په شکل پاتې شوی او اوس داسي یو عمل ګرځیدلی لکه چې دا کار هیڅ جرم یا بد څيز نه وي.
نوموړی زیاتوي چې حکومتي مسوولین او د ټولنې هره طبقه خلک د دې مسوولیت لري ترڅو د یاد ناوړه کار په مخنیوي او له منځه وړلو کې د امکان تر حده همکاري او هڅه وکړي.
کامران وړاندي وايې چې (( د نشه يې توکو د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره ټول روغتیايې او غیر روغتیايې اړخونه، ښوونکي، د پوهنتون استادان ، دیني عالمان او قومي مخور باید خلکو ته سپارښتنې وکړي، د نشه يي توکو په زیانونو د خلکو سر ور خلاص کړي او د هغو خلکو مثالونه د بیلګې په توګه وړاندې کړې چې په نشه يې توکو د روږدي کیدو او یا په دې کار د بوختیا په صورت کې يې خپل خوږ ژوند په لوی لاس تریخ کړی وي، د ټولنې د اوږو بار وي او د یاد ناوړه کار په پایله کې يې خپل عزت او ابرو ته لوی زیان رسیدلی وي.))
عبدالقدیم هم یو له هغو ځوانانو څخه دی چې د نشه يې توکو د مخنیوي او له منځه وړلو په برخه کې د اسلامي امارت او د پکتیکا امنیتي مسوولینو له وروستیو هڅو مننه کوي او په یاده برخه کې د لا ډير کار او اقداماتو هیله لري.
نوموړی څرګندوي چې ځايې خلک هم باید د نشه يې توکو له کښت او استعمال څخه په خپله خوښه ځانونه را وګرځوي، دوی باید د حلالي روزي د ګټلو نیت ولري، د نشه يې توکو پر ځای دي لوبیا، غنم، زعفران، مڼې او نور څه وکري، هم به يې له خپلو ځمکو مناسب حاصلات لاسته راوړي وي او هم به ټولنې ته له زیان رسولو څخه را ګرځیدلي وي.
هغه زیاتوي (( اړونده ادارې هم باید خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه برابر کړي، خلک د نشه یې توکو پر زیانونو پوه کړي او تر څنګ يې باید د مخنیوي په برخه کې ځيني عملي اقدامات لکه د نشه يې توکو د کښتونو له منځه وړل، په دې اړوند نیول شویو کسانو ته کلکه سزا او نور څه په جدي ډول ترسره کړي.))
دیني عالم مولوي عبدالنافع سجاد وايې ټولنه او ځوانان باید د نشه يې توکو له کښت، استعمال او قاچاق څخه په هره ممکنه لاره چې وي را وګرځول شي.
نوموړی څرګندوي د نشه يې توکو کښت او استعمال د اسلام په مبارک دین کې په کلکو الفاظو غندل شوی او هر څوک چې په دې ناوړه کارونو اخته وي، په ټولنه او ولس کې ځای نه لري.
مولوي سجاد وايې (( سګریټ، نسوار او دا ډول نور څيزونه هم په نشه يې موادو کې حسابیږي چې اوس مهال زموږ په ټولنه کې د ځوانانو تر څنګ ځيني مېرمنې هم په دې ناوړه عمل روږدې دي، د دیني عالمانو، با نفوذه مشرانو او با احساسه ځوانانو مسوولیت جوړیږي چې د دې ناوړه او له کرکي ډک کار څخه هم خپله ځانونه وساتې او هم خلک ترې په کلکه منعه کړي.))
د پکتیکا یو تن روغتیاپال ډاکتر افتخار وایې نشه يې توکي که له یوې خوا خلکو او ځوانانو ته له مالي اړخه لوی زیانونه رسوي، د روغتیا په برخه کې یو انسان ته دومره زیان پیدا کوي چې اټکل يې نشي کیدای.
نوموړی وايې که دیني عالمان او رسنۍ په دې اړوند د عامه پوهاوي لپاره په رښتینې توګه کار وکړي، خلک د نشه يې توکو په دیني او اخروي زیانونو په سمه توګه پوه کړي او حکومتي مسوولین هم په یاده برخه کې له جدي اقداماتو کار واخلي، د مخنیوي او له منځه وړلو لپاره به يې لوی کار شوي وي.
هغه څرګندوي چې :(( هیڅوک باید د نشه يې توکو کښت او استعمال ته زړه ښه نه کړي، یاد عمل انسان په ټولنه کې ډير سپک معرفي کوي، ژوند يې له زیاتو کړاونو سره مخ کېږې او د وخت په تېریدو په داسي نا علاجه ناروغیو اخته کېږې چې درملنه او کنټرول يې ډير کله ناشونی وي.))
د زراعت ریاست مسوولین وايې پکتیکا کې د نشه يې توکو د مخنیوي په برخه کې وروستیو هڅو تر ډيره ښه پایله ورکړې ده، ډيری بزګران د نشه يي توکو له کښت څخه را ګرځیدلي خو اوس اړتیا داده چې یادو بزګرانو ته باید د بدیلو څيزونو د ورکړي زمینه برابره شي.
دوی زیاتوي ((زراعت وزارت ته يې د پستې، بادام او ینجې د تخمونو او نیالګیو وړاندیز کړی، تر څو يې د پکتیکا بزګرانو ته په واک کې ورکړي او هغوئ د بیا لپاره د نشه يې توکو کښت او استعمال ته زړه ښه نه کړي.))
د پکتیکا ولایت امنیه قومندان مل پاسوال مولوي محمد شریف حلیمي وايې اسلامي امارت د نشه يې توکو د مخنیوي په برخه کې ډير جدي دی، په هیڅ صورت چاته اجازه نه ورکوي چې د نشه يي توکو، کښت، قاچاق یا استعمال ته زړه ښه کړي یا ورته نږدي شي.
نوموړی څرګندوی (( د اسلامي امارت مشرتابه د نشه يي توکو د مخنیوي او له منځه وړلو په برخه کې ډير فرمانونه او حکمونه صادر کړي ، دوی د هغوئ د پلي کیدو او عملي کیدو لپاره د ولسوالیو دیني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو ته عامه پوهاوی ورکړی او په دې يې پوه کړي دي چې نشه يي توکي خلکو ته څومره ډير زیانونه رسوي.))
امنیه قومندان وايې د اسلامي امارت د امنیتي ادارو د چټکو هڅو، دیني عالمانو او ځايې خلکو د همکارۍ په پایله کې دوی په دې بریالي شوي چې اوس په دې ولایت کې د نشه يي توکو په مخنیوي کې نوي سلنه پرمختګ راغلی دی.
مولوي شریفي وړاندې وايې (( په ډيره اندازه نشه يي توکي يې نیولي، خو دا څه تازه نه وو کرل شوي، له پخوا وختونو په هغو سیمو کې پاتې وو، هغه کسان چې د یادو نشه يي توکو د قاچاق هڅه يې کوله، هغوئ هم نیول شوي او اړونده ارګانونو ته ور پيژندل شوي دي.))
 د پکتیکا ځايې خلک او ځوانان په داسي مهال د نشه يې توکو د مخنیوي او له منځه وړلو په برخه کې د اسلامي امارت د امنیتي ادارو له وروستیو هڅو هر کلی کوي چې همدا تېره اونۍ ، د پکتیکا امنیتي مسوولینو تازه ارقام خپاره کړل چې د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې يې د دې ولایت په مرکز ښرنه، جانې خېل او وازیخوا ولسوالۍ کې (۱۵۲۳۳) متر مربع ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې او تر څنګ يې په ډیله، خوشامند، جانې خېل او وازیخوا ولسوالیو کې په سلګونه کیلو ګرامه خام چرس نیولي دي.
عمومي نظر دا دی چې که دیني عالمان، د پوهنتون استادان ، ښوونکي او رسنۍ د نشه يې توکو د کښت، قاچاق او استعمال په اړوند په خپلو برخو کې ور سپارل شوی مسوولیت په سم ډول سرته ورسوي او په رښتینې مانا عامه پوهاوی ترسره کړي، تر ډيره به د یاد کار مخنیوی شوی وي، همداشان غوښتنه دا مطرح کېږې چې د اسلامي امارت امنیتي ادارې او حکومتي چارواکي هم باید د دا ډول کارونو په مخنیوي کې هم له جدیت څخه کار واخلي او هم د ولایت په کچه د عامه پوهاوي ځيني پروګرامونه پر لاره واچوي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي