خبريال: سیف الرحمن ذکي
پکتیکاوال وايي، چي په یاده سیمه کې وخت په وخت د ځمکې لاندې اوبه په کمېدو او ښکته روانې دي، دوی وېره لري چې د اوبو په ښکته تګ سره به دوی په راتلوونکي کي له ډیرو ستونزو سره مخ شي.
دوی یادونه کوي چي د سیمې یو شمېر خلکو په خپلو کورونو او کروندو کې د سولر سیستمونه فعال کړي، چې ډېری وخت ور څخه په نا سمه توګه استفاده کوي.
دوی غوښتنه کوي چې د یادو اوبو د اصراف مخنیوی دې وشي، تر څو د اوبو په خوندي کولو سره خپل ژوند خوندي کړو.
جنت الله تنها راته وویل، چې اوبه یوه حیاتي ماده ده، چې د ژوند له مهمو څیزونو څخه ګڼل کېږي، نو باید د اوبو له بېځایه لګښت څخه ټول خلک په یوه خوله لاس واخلي.
هغه وایي، چې په وروستیو وختو کې اوبه څو متره لاندې تللې او لا هم ویره شته چي که په دې ډول د اوبو په استعمال کي بي غوري وشي شاید نوري هم اوبه د څو مترونو په اندازه لاندي شي.
نوموړي یادونه وکړه: (( اوبه مخکي په شل، پنځه ویشت او په اتلس ګزو کي وې، اوس اندازاَ تر څلویشتو، پنځوسو مترو پوري لاندي تللي. ))
دی واي چي په پکتیکا کي په ډیرو کورنو کي د سولر سیستمونه جوړ دي، چي کمه اندازه اوبه یي پر ځای خو ډیري بي ځایه مصرفوي.
هغه وایي چي که په دې اندازه اوبه مصرف شي په راتلوونکي کي به اوبه تر دې لا هم ژوري لاړي شي، چي بیا به د سولر په واسطه هم نه شو کولای چي اوبه له ځمکي څخه په اسانۍ سره راوباسو.
هغه وویل: (( دومره اصراف چي موږ هر کال، هره ورځ وکړو دا اوبه به دومره کته ولاړي شي چي په سلو، یو نیم سلو مترو کي به وي، دې باندي بیا د شمسیو وس رسیږی هم نه، چي د شمسیو په واسطه بیا دغه اوبه راوباسو. ))
یو بل ځوان مجاهد فاروقي یادونه وکړه چي له اوبو څخه باید په سمه توګه استفاده وکړو، او د ضرورت په اندازه یي په کښت او داسي نورو ځایونو کي وکاروو،
هغه وایي چي کښت هم په خپله اندازه اوبو ته اړتیا لري، چي د اړتیا څخه د زیاتو اوبو په ورکولو سره مو کښت ته هم تاوان رسیږي.
دی واي : (( اوبه موږ د خپل ضرورت په اندازه مصرف کړو، او هغه چي څومره زموږ په کښت کي لګیږي. که په بله ساحه کي لګیږي، بي ځایه داسي ونه کړو چي موږ سولر یا پیپ لګولی وي او هغه بې ځایه رواني وي او له کښت نه هم اضافه شوي وي. ))
نوموړی یادونه کوي او وایي چي هغه اوبه چي بي ځایه مصرف شي له هغو اوبو څخه ډنډونه جوړیږي، او د یادو ډنډونو اوبه د بیلا بیلو ویرسونو څخه ډکیږي، چي یاد ویروسونه او باکتریاوي د نورو ډول ډول او خطرناکو ناروغیو سبب کیږي.
ده وویل چي دا ویروسونه او باکتریاوي د هوا له لاري تر نږدې ځایونو ځان رسوي، چي په یاده ساحه کي د مختلفو ناروغیو د خپراوي سبب کیږي.
هغه ورپسي یادونه وکړه: (( هغه به په یو ځای کي ډنډ شي، په هغه کي مضره ګازونه کیني، په هغه کي بیا ویرسونه دي، باکتریاوي دي، چي هغه بیا د باد په واسطه له هوا سره شریکیږي، چي د انسان د مریضتیا لامل ګرځي، حتا داسي ویرسونه شته چي د انسان د مرګ لامل ګرځي. ))
صدام حسین صدیقي وایي چي د اوبو بي ځایه مصرف د راتلوونکو نسلونو د حق خوړل دي، ځکه چي هر څوک باید د خپل ضروت مطابق د اوبو مصرف وکړي، تر څو یي د بل کس حق نه وي ضایع کړی.
هغه وویل: (( موږ به د راتلوونکي نسلو حق هم خوړلی وي، دا لکه د هغو حق چي موږ خورو، دا په دې معنا ده. ))
یاسین په خپلو خبرو کي وویل چي په زیاتره کورونو کي ماشومان د عادت له مخي د سولر سیستم له چالانولو سره پوه شوي دي، چي دوی وخت او بي وخته له اوبو څخه نا سمه استفاده کوي.
نوموړی وايي چي ماشومان د اوبو په ګټو او زیانونو نه پوهیږي، دوی باید د کورنیو له لوري منع کړای شي، او د کورنۍ غړي دي یی هم د یادو وسایلو سمه ساتنه وکړي چي یواځي د ضرورت په وخت کي ور څخه کار واخلي.
دی وايي: (( په ځینو کورو کي داسي یو حساب روان دی چي ماشومان دي هغه د شمسیانو د یونویټ هغه کوم بټن چي دی، کوم چي شمسیاني ورباندي خلاصیږي او بندیږي، نو ماشومان د خپل ساعتیري لپاره ورځي او هغه اوبه چالانوي او بیا ټوله ورځّ چالاني وي.))
مولوي عبدالمالک ذاهد زیاته کړه چي چي اصراف په قران کریم کي ناروا ګڼل شوی، چي یاد اصراف د ژوند ټولو برخو ته شامل دی، چي له د هغو له جملې څخه یو د اوبو بي ځایه استعمال او مصرف دی، چي د اسلام په مبارک دین کي ناروا ګڼل شوی، او د اوبو مصرف یو له لویو ګناهونو څخه ده.
دی وايي: (( الله ج فرمایي تاسو وخورئ، وڅښئ او له حده تیری مه کوئ، ځکه له حده تیري کوونکي الله ج نه خوښوي. د اوبو اصراف له دغه مبارک ایات څخه څرګندیږي چي که څوک په هر شي کي اصراف کوي، دا د اسلام د مبارک دین له نظره یوه لویه ګناه ده.))
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چي په اوداسه کي له رسول الله ص د اوبو د اصراف څخه منعه فرمایلي ده، چي له دې څخه واضع څرګندیږي چي د ژوند په ټولو برخو کي له اصراف څخه باید مخنیوی وشي.
ده زیاته کړه: (( نبي ع فرمایلي دي چي که تاسو د ډنډ په غاړه اودس کوئ هم، هلته به هم اصراف نه کوئ.))
شفیع شباب راته زیاته کړه چي اوبه د ژوند لپاره تر ټولو مهم څیز دی، چي د د نړۍ هر انسان، حیوان او نبات ورته ضرورت لري.
هغه وویل : (( اوبه د ژوند یوه ارزښتناکه ماده ده او هر خزنده او پرنده يعني هر ژوندی ورته ضرورت لري.))
دی وايي چي د اوبو ځیني د استعمال ځایونه مناسب او ځیني یي مناسب نه دي، دی وایي چي اوبه د څښاک لپاره ډیري ضروري دي چي له هغه بغیر ژوند ناممکن دی،
د ده په خبره چي د اوبو ځیني د استعمال ځایونه نا مناسب دي چي د هغو په عبث استعمال سره به په راتلوونکي کي ټولنه له یو لوی مشکل او د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
هغه څرګندوي: (( د استعمال ځایونه چي کوم په ځای دي، هغه موږ څښاک ته اړتیا لرو. او بې ځایه د استعمال ځایونه دا دي چي بي ځایه اصراف کوو او بي ځایه یي استعمالوو.))
ده د خبرو په جریان کي وویل چي د سولر سیسستم د ګتي په پرتله تاواني تمام شوی دي او تر ډیره د اوبو د مصرف کولو لوی لامل همدا سیستم یادیږي، چي د ټولني کوچني او لوی ته يي د اوبو مصرف کول اسانه کړي دي.
دی ورپسي وایي: (( لکه څرنګه چي اوس د سولر سیستم برابر شوی دی، چي دا سولرو سیستم زموږ لپاره په ډیره کي تاواني پریوتی دی.))
ذاهد بیا هم وویل چي په کورنو کي ښځي دي چي د اوبو په اصراف کي لوی لاس لري او بي ځایه او په عبث شیونو اوبه مصرفوي. ده وویل چي د اوبو له اصراف سره باید ډیر محتاط لاړ شو او تر ډیره له اوبو څخه يواځي د اړتیا په صورت کي ګټه واخلو او له اصراف څخه یی جدي ډډه وکړو.
ده وویل: (( خصوصاِ دغه اوبه چي بي ځایه مصرفوي دغه زموږ خویندي میندي دي چي زیاتي اوبه مصرفوي، له دغو سره باید پام وکړي، تر څو موږ په ائینده کي له وچکالي سره مخ نه شو.))
د ګومل فرعي سیندیزي حوزې رئیس قاري فتح محمد ذاکر راته وویل چي د ښرني په بازار کي یي د اوبو د بي ځایه استعمال د مخنیوي لپاره په زیاترو موټرشویو، هوټلونو او حمامونو کي ميټرونه لګولي دي، تر څو دوی په خپله اندازه اوبه مصرف کړي. او د اوبو له اصراف څخه په دې ډول مخنیوی وکړي.
هغه یادونه وکړه: (( تر اوسه پوري موږ په بازار کي مصروف یو، چي د مصرف مخنیوی یي وکړو، چي هغه په موټر شویانو، هوټلونو او حمامونو کي د میټرونو نصب ده، دغه لړۍ روانه ده چي ځیني نصب شوي او په نورو باندي کار روان ده.))
هغه د خبرو په جریان کي وویل چي دوی به د مرکز ښرني له بازار څخه وروسته د مرکز په نورو ساحو او ولسوالیو کي یاده لړۍ جاري وساتي، تر څو د اوبو د عبث استعمال مخنیوی وکړي.
دی وایي: (( موږ په پلان کي داسي لرو، چي کله له مرکز نه کار خلاص شو دا لړۍ موږ ولسوالیو ته هم غځوو. چي هغه د زراعت لپاره وي، د څښاک لپاره وي، د موټر شویانو لپاره وي او د ولسوالیو بازارونه وي. چي هغو ته میټرونه نصب کړو او هغه د زراعت لپاره چي څومره اوبه مصرفیږي، او موږ یي مصرف تعین کړو.))
د سیمي د اوسیدونکو په خبرو چي خلک دي د اوبو له بي ځایه استعمال څخه لاس واخلي او د کورنۍ مشران دي د کور ښځي او ماشومان د اوبو له مصرف څخه منع کړي.
همدارنګه دوی وایي چي رسنۍ دي د بیلا بیلو خپرونو له لاري د ټولني خلکو ته د اوبو د عبث استعمال په تړاو معلومات او پوهه ورکړي.
دوی زیاته کړه چي د ټولنې مشران او د جوماتونو ملا امامان هم مکلف دي چې د اوبو د بېځایه استعمال په اړه خلکو ته داسې سپارښتنې وکړي چې د اوبو د اسراف مخه ونیول شي.
نوموړی همدا راز زياتوي، چې د سولر له سیستم څخه دې په ځای کار واخیستل شي او یوازي دې د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره ترې کار واخېستل شي.
تبصرې 0