خبريال: محمد یونس عادل
د کارپوهانو په نظر په افغانستان کې د زده کړو کچه ټیټه ده، او ماشومانو ته د زده کړو له لارې د تربیې او ښوونې زمینه تر ډېره نه ده برابره شوې.
دوی وایي، په ټولنه کې د ماشومانو په سالمه روزنه د مور او پلار تمرکز ډېر تاثیر اچوي، که کورنۍ خپل ماشومان ښه وڅاري او وخت په وخت یې څارنه وکړي نو ماشومان یې ښه رزونه اخلي.
دوی زیاتوي چې د ماشومانو په ښه روزنه سره د یوې تولنې او هېواد راتلونکی بدلېږي یو ښه او روښانه راتلونکی به ولري.
ګل الرحمن د پوهنتون محصل دی هغه وایي، چې د ماشومانو په ښه روزنه سره به موږ په راتلونکي کې د هېواد لپاره ښه شخصیتونه روزلي وي.
هغه وايي، چې ماشومان د یوه هېواد راتلونکی جوړوي د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې ځوانان دي او د ټولنې راتلونکی په دوی پورې تړاو لري.
نوموړی زیاتوي: (( ځکه ماشوم که به تولنه کې صحیح طریقه باندې تربیه شي، سمه روزنه ورکړل شي، نو دا په تولنه باندې ډېر مثبت اغېز لري. خلک چې پوهه حاصلوي هغه په تولنه باندې ډېر مثبت اغېز لري. ځکه هغه له هر څه نه ځان خبروي. ))
هغه یادونه کوي چي پوه او ناپوه کسان الله ج په قران کریم هم نه دي سره برابر کړي، ځکه د پوهو کسانو مرتبه د ناپوهو کسانو په پرتله په تولنه کي لوړه ده او هغه پوهیږي چي څنګه خپله کورنۍ وروزي او څنګه د هیواد لپاره خدمت وکړي.
دی وایي: (( که پوه خلکو ته موږ وګورو، په قران عظیم الشان کي هم راځي چي هغه خلک چي پوه دي له هغو خلکو سره برابر نه دي چي هغه تعلیم ونه لري. که دې ته سوچ وکړو چي پوه خلک خو ریښتیا هم ډیر بهتره دي. هم د الله تعالی به نزد باندي او هم په دې تولنه کي یو مثبت تغیر رامنځ ته کوي، یو ښه فکر رامنځ ته کوي. ))
احسان الله ارمان د انجینیري پوهنځي محصیل دي وايي چي د مور او پلار شتون د ماشومانو په روزنه بشپړ تاثیر درلودلای شي، هغه وایي چي د هغو ماشومانو چي مور او پلار یي په ماشومتوب کي له لاسه ورکړي نسبت هغو ماشومانو ته چي مور او پلار یي روزنه کړې. د دوی په روزنه او تریبه کي واضع توپیر لیدل کیږي.
نوموړی یادونه کوي: (( والدین ډیر اهمیت لري تر څو خپل ماشومان، خپل بچیان په سالمه او ښه ډول وروزي. نو د دوی شتون د دواړو مهم دی د مور او پلار. تر څو ښه ماشوم ټولني ته وړاندي کړي. چون کي ښه تاثیرات او بد تاثیرات لرلای شي. ځکه چي موږ او تاسي نسبتاّ هغه ماشومان کتلای شو چي کوم ماشومانو خپل پلار یا مور په کوچني والي کي له لاسه ورکړي وي، نسبتاّ هغو ماشومانو ته چي د هغو مور او پلار ژوندي دي. ))
ارمان زیاتوي چي د هغو ماشومان چي مور او پلار یي سواد لرونکي وي نسبت هغو ماشومانو ته چي مور او پلار یي بې سواده دي، ډیر تفاوت لري.
هغه وایي چي د دوی تر منځ په خوی، عاداتو او تربیه کي معلوم بدلون معلومیږي، چي د مور او پلار سواد مستقماّ د ماشومانو په ښه روزنه تاثیر اچولای شي.
هغه یاده کړه: (( هغه والدین چي د سواد کچه یي لوړه وي نسبتاّ هغو پلارانو ته او میندو ته چي د سواد کچه نه لري ډیر تفاوت کوي، نو دلته دا دواړه خبري اړیني دي او په دواړو باید تمرکز وشي. ))
صابر الله د والدینو څارنه د ماشومانو په ښه تربیه کي مهمه بولي او وايي چي هغه ماشومان چي د کورني له لوري څارل کیږي هغه به په راتلوونکي کي ښه شخصیتونه واوسي او هغه کسان چي د کورني له لوري یي ښه څارنه نه کیږي نو هغوۍ راتلونکي به له ډير مشکلاتو سره مخ وي.
هغه وایي : (( چي یو کوچنی ماشوم لویږي هغه په کورنۍ پوري اړه لري، یو ماشوم چي کورنۍ ښه وروزي نو هغه په ټولنه کي یو ښه شخصیت جوړیدلای شي. مثال یو ماشوم دی د خپل پلار یا ورور یا تره له لوري تر څیړني لاندي نیول کیږي چي د ورځي چیري ځي چیري نه ځي. هغه ټولي هغه نقطې دي چي په یو ماشوم باندي منفي او مثبتي اغېزې لري. ))
رحمت الله وايي چي په ټولنه کي یواځي د ماشومانو ډیرول مهم نه دي، هغه وایي چي یو کس باید د خپلو تول ماشومانو ساتني او تربیی ته جدي پاملرنه وکړي. او خپلو تول ماشومانو ته داسي روزنه ورکړي چي په راتلونکي کي یي هم ده ته او ټولني لپاره په درد خوړلي وي او يوه ښه راتلونکي ولري. نوموړي زیاته کړه : (( په ټولنه کي یواځي د بچیانو ډیرول دا نه دي مهم، مهم دغه دي چي مثال موږ او تاسي د بچیانو څارنه وکړو، یعني د بچیانو په والدینو د حقونو له جملې څخه یو هم دغه دي چي د هغو پالنه او روزنه وکړي. ))
هغه یادونه کوي چي هر مور او پلار د خپلو ماشومانو څخه د ورځي د حال په پرلپسې دول پوښتنه وکړي او له هغوۍ څخه یي د څارني په ډول پوښتني وکړي چي هغه د ورځي چیرته تللی، څه یي زده کړي او څه یي کړي دي.
هغه وایي چي په دې ډول ټول والدین کولای شي چي خپلو ماشومانو ته ښه او سالمه لار روښانه کړي او په هغې لاري یي برابر کړي، ځکه چي دا د والدینو یو له مهمو مسولیتونو څخه شمیرل کیږي.
هغه پسي زیاته کړه: (( یو والد که خپل زوی په مکتب یا مدرسه کي داخلوي نو دی یي باید وڅاري، چي بیګا ته راشي، زویه ته مکتب ته لاړ وې، درس دي وویل که نه دي وویل، درس دي زده وو که زده دي نه وو، کوم منفي اړهخونه یي در وښول کوم مثبت. ))
نثار احمد وایي چي اوسني کوم ځوانان چي ځینو ښه موقفو ته رسیدلي هغه هم د مور او پلار په ښه روزنه سره رسیدلي دي ځکه چي په افغانستان کي د زده کړو کچه ټیټه ده او ډیری خلکو زده کړو ته لارسی نه دی درلودلی او زده کړي یي نه دي کړي.
دی یادونه کوي چي د مور او پلار په ملاتړ او په تشویق کولو سره کولاس شي ځوانان ښه راتلونکي ولری. هغه وایي چي د والدینو په خواري کولو سره چي له خپلو اولادونو سره يي وکړي کولای شي اولادونه یي د ټولني او هیواد په ګټه تمام شي.
هغه څرګندوي: (( د افغانسنان تول وخت په جګړو کي تیر شوی دی، موږ او تاسو اکثره خلک بی تعلیمه دي یعني زموږ د تعلیم کچه ډیره ټیټه ده، نو که بیا هغه کسان لوړو کچړ ته رسیدلي هم دي هغه بیا کورنیو په خپلو زامنو په خپلو خویندو په خپل هر چا باندي یي کار کړی یو ځای ته یي رسولي دي.))
نوموړی یادونه کوي چي په ځای د دې چي ماشومان د خینو کارونو په کولو تحدید کړو ښه به دا وي چي هغوۍ ته ښه لارښوونه وکړي او د راتلوونکي لار ورته په ښه ډول روښانه کړو. تر څو مو د دوی په شخصیت جوړلو کي مهم رول لوبولی وي.
هغه یادونه وکړه: (( که چیرته اندک په یو ځای کي غلطي ترې وشي، موږ او تاسو ورته وایو دا کار ولي وشو، څنګه وشو، نه به دي کولو. تر دې چي دی نوره هم موږ وهڅوو، که چیرته دا کار شاید د ده په تاوان وو بیا هم دی موږ واڅوو تر اینده کارونه دی خپله سم کړي.))
احسان الله ارمان بیا هم وايي چي یو پلار د خپل اولاد تر ځواني پوري ښه څارنه وکړي، او د ژوند په ټولو برخو کي ورته ښه لارښوونه وکړي، له یاد کس څخه به په راتلوونکي کي ضرور یو ښه شخصیت جوړیږي او د ټولني او هیواد لپاره په ښه خدمت کولای شي.
هغه وایي چي هر پلار او مور د خپلو زامنو او لوڼو تر ځوانۍ پوري بشيړه څارنه وکړي او هغه د راتلوونکي ژوند په مثیتو او منفي اړخونو باید ښه پوه او اګاه کړي. تر څو یي د تولني د پرمختګ کولو لپاره یو بل کس هم روزلی او وړاندي کړی وي.
ارمان وایي: (( د دوی له جملې څخه یو نفر یو والدین يي د دوی ژوندي پاتي وي او عمر تر راخره کچه پوري هغه په یو سالم چوکاټ کي په اسلامي، فرهنګي او کلتوري لحاظ وروزي. موږ تولني ته یو ښه فرد معرفي کولای شو.))
هغه د هغو ماشومانو په اړه چي ښه تربیه نه لري وویل چي دوی باید زده کړو ته واستول شي، زده کړي وکړي او د ژوند لپاره یي یو سالم چوکاټ ورته برابر شي تر څو هغه ماشومان چي ښه تربیه نه ده ورکول شوي، له دې لاري وکولای شي چي بیرته ښه روزنه ورکول شي. د ښه شخصیتونو په جوړولو کي ورسره مرسته وشي.
نوموړي یادونه وکړه چي په پخوا وختو کي ماشومان د وهلو او ډبولو له لاري تربیه کیدل او اصلاح کیدل خو په اوسنۍ ټولنه کي باید د وهلو او ډبلو څخه کار وانه اخیستل شي او د خبرو له لاري دي خپلو ماشومانو ته تربیه ورکړي، چي په نرمۍ سره دوی کولای شي خپل ماشومان ښه وروزي. چي د خبرو له لاري یو ماشوم ته ښه لارښوونه کولای شي ماشوم ښه تربیه واخلي او ښه راتلونکی ولري.
هغه وایي: (( پخوا وختونو کي داسي نظریي وي چي د تحدید د وهلو او د نورو له لاري به يی دغ کسان اصلاح کول، چون کي ښه لاره نه وه هغه یو پخوانی میتود وو، نور میتودوننه باید ورته واضع شي او هغه د خبرو له لاري پوه کړای شي. ))
نثار احمد وویل چي په ډير برخو کي باید د خپلو ماشومانو لاسنیوی وکړو، هغوۍ تشویق کړو او په کوم څه چي دوی ښه روزل کیږي باید موږ هغو کارونو ته ډیره توجع وکړو.
نوموړی یادوي چي هغه برخي چي ماشومان کولای شي د هغو برخو په کولو سره ښه شخصیتونه ترې جوړ شي، هغو کارونو ته ډیره توجع او پاملرنه ضرور ده.
هغه وویل: (( انسان نیمګړی دی ځینو برخو کي باید د خپلو کوچنیانو لاسنیوی وکړو، په څه شي د دوی ذهن، په څه شي د دوی فکر او په څه شي دوی ښه روزل کیږي. باید موږ هغو ته توجع وکړو.))
هغه وویل چي د کورني مشران هغه که پلارونه، میندي او وروڼه دي هغوي د ورځي په جریان کي به خپلو کارونو مصروف وي او د شپې له مخي هم خپلو ماشومانو ته خاص پاملرنه نه کوي.
هغه وایي چي دوی د خپلو ماشومانو تربیي ته هیڅ وخت نه ورکوي او د ماشومانو د روزني او تربیي لپاره هم دوی ته وخت نه ورکوي چي هغه ته سمه لارښوونه وکړي تر څو له بد اخلاقۍ څخه د ښې تربیي په لور يي خپل ماشومان په خپله برابر کړي وي.
هغه څرګندوي: (( د کورنۍ مشر وبوله، وروڼه وروڼه وبولئ، دوی غونډه ورځ په خپلو کارونو باندي بوخت وي، چي کله کورنۍ ته راشي خپلو اولادو ته وخت نه ورکوي، دا ډیره مهمه خبره ده، باید موږ او تاسو په کورنۍ کي هر چاته خپل وخت ورکړو که غواړو چي یو ځای ته دوی ورسیږي. ))
د خلکو له خبرو معلومه شوه چي د والدینو با سوادي د ماشومانو په ښه روزنه تاثیر کوي، خو برعکس د والدینو بي سوادي د دوي په ماشومانو په بشپړ ډول ښه تاثیر نه شي درلودلای.
دوی یادونه وکړه چي ماشومانو ته د کور په مشورو کولو کي وخت ورکول شي، ځکه چي د دې په واسطه ماشومان با تربیه او با جرعته ستر کیږي.
د کورنۍ غړي باید د دوی سالمي روزني ته وخت ورکړي او هغو ته وخت په وخت ښه لارښوونه وکړي تر څو خپل ماشومان په ښو شخصیتونو بدل کړي.
دوی وویل چي خپل ماشومان دي هر وخت ښو کارونو ته تشویق شي، د دوی د تحدید مخه دي ونیول شي، او د دوی له وهلو او ډبولو څخه دي لاس واخلي.
بل خوا ډیری کسانو نظر ورکړ چي د خپلو اولادونو دي د تل لپاره څارنه وکړي او هغوۍ دي تر خپل تعقیب لاندي وساتي، چي دا هم د ماشومانو د بدي روزني څخه د ژغورني ښه لار کیدلای شي.
دوی وایي چي د کورنۍ د غړو له لوري د تعلیم په ارزښت پوه کړل شي، تر څو دوی له زده کړو سره مینه پیدا کړي او په راتلوونکي کي ښې زده کړي وکړي.
تبصرې 0