يو شمېر سوداګر پر نورو تجارانو غږ کوي چې پکتيکا کې پانګونه وکړي

94
د کتلو شمېره

خبريال: رحيم خان خوشال
مسوولين وايي، چې ډاډمن امنيت دې ته زمينه برابره کړې، چې پانګوال او شتمن خلک په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، چې تازه په دې ولايت کې د جلال سوداګريز ګروپ له لوري د پکتيکا په لرې پرتو ولسواليو کې د سوداګريزو مارکېټونو، دوکانونو، کلينيکونو او جوماتونو جوړولو په برخه کې پنځه جلا جلا پروژې پلې کوي، چې په هره پروژه نږدې ۱۳ لکه امريکايي ډالر لګښت راځي.
خلک هم خوشاله دي چې که سوداګر په خپل هېواد او ولايت کې پانګونه وکړي، نو له يوې خوا به يي سرمايه خوندي وي او له بل اړخه به يي په خپل هېواد کې خلکو ته د کار زمينه برابره کړې وي.
د پکتيکا مرسيتال والي، مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وايي، چې په هېواد کې ډاډمن امنيت دې ته زمينه برابره کړې چې پانګوال په خپل هېواد کې سرمايه ګذاري وکړي او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
هغه وويل: (( پکتيکا کې جلال سودا ګريز ګروپ له ولايتي ادارې سره يو يو تړون لاسليک کړ، له مخي به يي ددې ولايت په لري پرتو ولسواليو کې پنځه بيلا بيلې پروژې چې په هره پروژه کې به لسګونه دوکانونه، کلنيک او مسجيد شامل وي، پلې کړي، چې په يادو پنځو پروژو به نيژدې ۸ ميليونه لګښت راشي، چې نه يوازي پانګوال ته د عوايدو ښه زمېنه برابره شوي، بلکي په خپل هيواد کې له يي سرمايه خوندي وي، نور هيواد وال به سره په بيلا بيلو برخو کې په کار وګمارل شي.))
سرچينې په نورو پانګوالو هم غږ وکړ، چې په خپل هيواد کې پانګونه وکړی.
د جلال سوداګريز ګروپ مشر حجاج الله جلال وويل، چې له يادو پروژو يي موخه له يوې خوا خلکو ته د کار زمينه برابرول دې او له بل اړخه له کلونو جنګ جګړو، بد امنيو ورسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکيميدو ورسته په هيواد کې ډاډمن امنيت رامنځته شوي، نو ځکه اړتيا ده چې په خپل ګران هيواد کې پانګونه وشي.
نوموړي وويل(( دوی به د پکتيکا په څير د هيواد په نورو ولايتونو کې هم ورته پانګونه وکړي، هغه زياتوي پکتيکا کې پنځه پروژې پلې کوي، چې پو سوداګريز مارکيټ چې ۲۲۴ دوکانونه به ولري او يو روغتيايي مرکز چې ۲۰ بيلا بيل اطاقونه به ولري، چې ورسته له جوړېدو به يي د عامې روغتيا رياست ته سپاري او هم په يادو پروژو کې يو يو باب جومات هم جوړ کړي، ددې پروژو په جوړېدو سره به سلګونو خلکو ته د کار زمينه برابره شي او د خپل او لاد لپاره به يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي.))
د پکتيکا ولايت او سېدونکي جاويد افغان په دې اړه وويل، چې د نړۍ په ډيری هيوادونو کې که څومره پانګونه ځايي حکومتونو کړي، په هغه کچه بانګونه يي سرمايه لرونکو خلکو کړي.
سرچينې وويل(( افغانستان کې له تيرو دريو کلونو را په دې لوري ډاډمن امنيت دې ته زمينه برابره کړي، چې شتمن خلک خپل هيواد ته راشي او دلته سرمايه ګوزاري وکړي، دلته که يو څوک سرمايه ولري، ښه کاري فرصتونه تر لاسه کولی شي، لکه جلال سوداګريز ګروپ چې پانګونه کړي همدا شان يو څوک کولی شي په دې ولايت کې په شخصي پوهنتونونو په جوړولو پانګونه وکړي، يو څوک څوک په زراعتي او مالداري فارمونو، يو څوک په مارکيټونو او سودا ګريزو ځايونو په جوړولو سره يعني لسګونه دا ډول فرصتونه شته، يوازي اړتيا دا ده چې څوک پانګونه وکړي.))
سيف شریفي وايي، چې دوی ځينې هېوادوال پېژني چې په ګاونډيو هېوادونو کې يې سرمايه ګذاري کړې ده، خو اوس يې خپله سرمايه له دومره خطر سره مخ ده، چې شايد له لاسه يي وځي، ګټه يي کمه ده، نو ځکه اړتيا ده چې په خپل هيواد کې دې هرډول پانګونه په اقصتادي او امنيتي لحاظ خوندي او ګټوره ده.
هغه زياتوي، پکتيکا پرخي کرنيزي ځمکي لري، که يو څوک د کرنې په برخه کې کرکيله وکړي، يانګونه ورباندي وکړي نو زه باور مند يم، چې دومره پېسي به تر لاسه کړي چې په بل هيواد کې يي نه شي تر لاسه کولی.
محمد عمر يو تن هتۍ وال ده، هغه وايي، په ښرنه ښار کې د کپړې سودا ګري کوم، خو الحمد الله له خپل کاره دومره راځي يم، چې پېسې هم ګټم او ماښام خپلې کور ته ځم او له خپلو اولادونه سره په خپل کور کې شپه تيروم.
نوموړي وويل، چې دا هيواد هغو خلکو ته چې سرمايه ولري اړتيا لري، چې پانګونه وکړي، ځکه له يوې خوا دده لپاره په اقتصادي برخه کې ګټور تماميږي له بل اړخه خلکو ته په کې د کار زمېنه برابريږي.
يو بل تن تجار محمد عمر وويل: (( په نورو هېوادونو کې که له يوې خوا اقتصادي ګټه نه شي تر لاسه کولی، له بل اړخه دې سرمايه او شخصيت دواړه له خطر او تهديد سره مه وي، پردی هيواد وي، هيڅوک دې په هغه ډول حق نه درکوي، لکه کوم چې په خپل هېواد کې تر لاسه کولی شي، زه وايم، راځئ، له دې خطرونو سره نور روانه لوبه بس کړو او په خپل هيواد کې پانونه وکړو، هيواد په موږ حق لري، چې د جوړيدو او په ځان د بسيا کيدو لپاره يي له ټولو هغو لارو چارو کار واخلو، له کومو چې زموږ
د وس او توان وي، دلته اړتيا ده، امارت هم خلکو ته اسانتياوي را ولاړي کړي، د تير وخت جوازونو ماليه معاف کړي او تجاروانو ته فرصت ورکړی، چې بيا سر مايه ګوزاري وکړي.))
ځيني خلک بيا له حکومت څخه هم ځيني غوښتنه کوي.
سيد محمد چې په تير وخت کې يي له ګاونډي هېواد پاکستان څخه واردات کول وايي، ډوی ډاډمن امنيت دې ليواله کړي چې خپل تجارت نور هم پياوړی کړي، خو زياتوي، چې د تيرحکومت د جوازونو ماليه دې ورته معاف شي، تر څو دوی يو ځل بيا په پوره ليوالتيا سره خپل تجارت پيل کړي.
هغه وايي، چې وايي، چې په نورو هيوادونو کې تر پانګونې دا بهتره ده، چې په خپل هيواد کې پانګونه وکړو او خپل وروڼو ته د کار مناسبه زمېنه برابره کړو، ترڅو به موږ په نورو هيواد کې در بدره ژوند مخته وړو، تر څو به مو شتمنې له خطر سره مخ وي، نو راځئ، خپل هيواد ګل هيواد، دلته ټول خلک اوس مهال د خپلو حقونو غوښتنه کولی شي.
هغه وايي(( په وګاونډي هيواد پاکستان کې سلګونه افغانان پيژنم، چې حالته يي زياتې سرمايي بندي کړي دې، کلونه يي زحمتونه وکړل، خو نن يي هره يوه پېسه له خطر سره مه ده، کله ورنه کورونه ګرځول کيږي، کله په يوه او بل نامه زورل کيږي، کله د اسنادو غوښتنه تري کيږي، اوس هغه جايدادونه چې دوی تر لاسه کړي يا يي اخيستي دې په نيمايي بیه يي هم نه شي پلورلی، نو راځئ ورڼو نور پردی ګټ تر نيمو شپو ده او ددې غفلت له خوب څخه را ووځو.))
مسؤلين وايي، چې د ټولو تجارانو، پانګوالو سرمايه په دې هيواد کې خوندي ده او حکومت ور سره هر ډول همکاري کوي، نو ځکه دوی په پانګوالو غږ کوي، چې په خپل هيواد کې دې پانګونه وکړي او خپلو خلکو ته دې هم د کار زمېنه برابره کړي، هيواد د ټولو افغانانو ګډ کور ده.
د يادونې وړده چې جلال سودا ګريز ګروپ له دې وړاندي هم د پکتيکا ولايت په چهار بران ولسوالۍ کې د ۱۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې کارونه عملآ روان کړي دې چې ددې کار تر اخيره به يي چاري بشپړې شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي