خبريال: وهاب ويران
د پکتیکا اوسېدونکي وایي، د ا.ا له حاکميت وروسته د ناوړه دودونو، خپل منځي بدیو او زیات شمېر هغو ټولنېزو ستونزو په ګراف کې کموالی راغلی دی، چې وړاندې له دې خلک ور سره لاس او ګرېوان وو.
پکتیکاوال زیاتوي، د اسلامي امارت له حاکميت سره د ټولنې زیاتې هغه ستونزې هوارې شوې، چې وړاندې له دې به ټولنه ور سره مخ وه او په یو شمېر سیمو کې به خلکو د دې ستونزو له امله له سخت ژوند سره پاتې و.
په دې اړه د مرکز ښرنې اوسېدونکی ببرک وایي، خپل منځي بدۍ او په بدیو کې د نجونو ورکول تر ټولو هغه بده ستونزه وه، چې د پکتيکا اکثریت وګړي ور سره لاس او ګرېوان و، خو د اسلامي امارت له راتلو وروسته خوشبختانه داستونزې را کمې شوې او د هغو کورنیو تر منځ بدۍ په دوستۍ اوښتې چې وړاندې به د نجونو په ورکړې سره د داسې مسئلو پرېکړې تر سره کېدې.
هغه وایي، په بدو کې د نجونو ورکړه يوه نه جبرانېدونکې اشتباه وه، چې اوس الحمد الله دا ستونزه له منځه تللې او هېڅوک هم دې ته نه پرېښودل کېږي، چې خپله خور يا لور دې په بدو کې ورکړي، ځکه چې د ا.ا د چارواکو له لوري په زیات شمېر سيمو کې د خلکو بدۍ په داسې ډول بېرته په خوشحالیو بدلې شوې، چې هېڅ ډول د نجونو د ورکړې پرېکړه نه ده پکې شوې.
هغه زیاتوي: (( موږ خوشحاله یو چې ځينې دوديز مسايل چې په موږ د دين په نوم تېرېدل د ا.ا له راتلو سره ختم شوي دي، په زیاته اندازه هغه ناوړه دودونه لکه په بدو کې د نجونو ورکړه.))
د هغه په خبره، پکتیکا اوس ټوله يوه ټولنيزه ساحه لري، چې له یو سر نه تر بل سر پورې ټولې فيصلې د اسلامي امارت د چارواکو په شتون کې د خلکو او ولسونو تر منځ په داسې ډول تر سره کېږي، چې نه هم زیات جنجالونه شتون لري او نه هم بدۍ زر کلنې کېږي.
د دې ولایت يو بل اوسېدونکی داد محمد هم وایي، چې د اسلامي امارت له حاکميت سره یې په ژوند کې ځکه تغير راغلی دی، چې خپل زوی ته یې په تيټ ولور کوژده کړې، پخواني بد رسمونه نشته او د بې ځایه مصارفو پر ځای لږ مصرفوي او په ځای یې مصرفوي.
د نوموړي په خبره، وړاندې له دې به زیات مصارف کېدل، چې نه یې د دوی لپاره ګټه درلوده او نه هم د دوی د دوست لپاره، خو اوس دا زیاتره بد رسمونه د قومي مشرانو د پرېکړو او ا.ا د چارواکو له لوري د تطبيق په برکت له منځه تللي.
هغه وایي: (( وړاندې به مو د پوره څو کلیو لپاره د واده په مراسمو کې د ډوډۍ د ورکړې ترتيبات نيول، خو اوس د خپلو خپلوانو او دوستانو له راغوښتلو بغیر نور خلک نه راغوښتل کېږي، چې زه شخصاً د داسې پرېکړو ملاتړی یم او په ا.ا مې غږ دی چې د داسې پرېکړو د تطبيق لپاره لا هم لاس په کار شي.))
د ښرنې اوسېدونکی نورالله هم وایي، د ا.ا له راتلو سره یې داسې کومه قضيه نه ده اورېدلې، چې ګواکې خلک دې ووایي چې دا ناوړه دود دې نور ختم شي، ځکه چې د زیاتره دودونو د له منځه وړلو په موخه دولتي مسوولينو په خپله برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او د ټولنې د هوسايي لپاره یې بې له شکه چې زیار ايستلی.
هغه زیاتوي: (( اسلامي امارت دې هغه پاتې بد دودونه هم له منځه یوسې، چې زموږ د ټولنې د خير پر ځای د شر لامل کېږي، تر څو په راتلونکي کې د اسلام په رڼا کې يوه داسې ټولنه ولرو چې هيڅوک د ظلم کولو زړه نه ښه کوي.))
د هغه په خبره، د قومونو له لورې پرېکړه ليک شوی، چې خپله خور و لور به څوک په لوړ ولور نه ورکوي، چې داسې پرېکړې پخوا هم شوې وې خو نتيجه به یې نه درلوده، مګر اوس د چارواکو او مسؤلېنو له لورې دا چاره تر څار لاندې نيول شوې، چې موږ یې هر کلی کوو.
قومي مشر طلاخان هم وایي، د قومي مخورو له لوري د ناوړه دودونو د له منځه وړلو په موخه لستوڼي را بډوهل شوي، چې د پرېکړو د تطبیق په موخه چارواکي هيڅ ډول درېغ نه کوي او په ټوله سیمه کې هغه پرېکړي عملي دي، چې د مشرانو له لورې شوې دي.
هغه وایي: (( د ناوړه دودونو له منځه وړل یوازې زما دنده نه ده او نه هم يوازې موږ دا کار ولی شو، خو دا چې بریالي یوو، لامل یې د مسؤلېنو له لورې زموږ ملاتړ او په سیمه کې په خلکو طتبیق دی، چې نن الحمد الله موږ زیات شمېر هغه دودونه نه لرو، چې له امله به یې ټولنه له ستونزو سره مخ وه.))
په مرکز ښرنه کې د شهيدانو په څلور لارې ولاړ ځوان د خپل ژوند کيسه راته کوي او وایې، کوژده مې وکړه او د ولور پرېکول زما لپاره خورا ستونزمنه چاره وه، خو اضافي مصارف لا هغه بده کړنه وه، چې له بله به مې ورته قرض اخيست خو دا مصارف به مې پوره کول، چې په دوو کلونو کې زه په دې و نه توانېدم چې زه دې خپل لومړني هغه مراسم تر سره کړم.
هغه زیاتوي، خو د اسلامي امارت له حاکميت وروسته ما واده وکړ، هغه مصارف چې ما بايد بې ګټې کړې وای، هغه مې را ټول کړل او د ولور په پرېکولو کې مې ترې کار واخېست، چې اوس شکر دی خوشاله ژوند لرم او واده مې بغير له اضافي مصارفو کړی دی.
د نوموړي په خبره: (( شکر دی، چې د داسې حکومت تر چتر لاندې ژوند کوم، چې د ټولنې د سمون او ټولنيزو ستونزو د له منځه وړو لپاره شپه او ورځ کار کوي.))
پکتیکاوال په داسې حال کې د اسلامي امارت د چارواکو له لورې د ټولنېزو موضوعاتو اړوند د پرېکړو هرکلی کوي، چې د امربالمعروف او نهې عنلمنکر د مسؤلېنو له لورې په ټول هيواد کې د ناوړه دودونو، خپلمني بدیو او یو شمېر نورو هغو فعالیتونو په وړاندې د ختمېدو پرېکړه شوې، چې له امله به یې ټولنه له زیان سره مخ وه.
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د بیا ځلې لپاره د ا.ا له حاکميت وروسته پکتیکاوال د مسؤلېنو له لورې د هغو ټولو پرېکړو هرکلی کوي، چې په پایله کې یې د سیمې خلک د راحته او هوسا ژوند د تر سره کولو پایلې ويني، چې په ټوله یېز ډول د پکتیکا اوسېدونکي په پراخه کچه د خپل منځي بديو د له منځه وړلو او په دې ولایت کې د یو شمېره ناوړه دودونو د ختمولو په برخه کې خوښي ښیې.
تبصرې 0