خبريال: سیف الرحمن ذکي
پکتيکاوال له ملي سوداګرو غوښتنه کوي چې دوی بايد د هېواد د نورو ولايتونو په څېر پکتيکا کې هم پانګونه وکړي، ځکه پکتيکا د هغو ولايتونو له ډلې شمېرل کېږي چې پراخه جغرافيه او زيات نفوس لري.
د سوداګرو پانګونه کولای شي چې پکتیکا په ډېرو برخو کې په ځان بسیا او په ډېرو برخو کې ستونزو ته رسیدګي وشي.
دوی وايي، چې د یادو سوداګرو په پانګونې سره به ډېرو بې دندو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، چې بیا هغه نه اړ کېږي نورو ولایتونو یا بهرنيو هېوادونو ته په کار او روزګار پسې لاړ شي.
د سیمې یو تن فعال ځوان محمد کبیر وايي، چي په پکتیکا کې د سوداګرو سرمایه ګذاري کولای شي چې ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، چې د یادې پانګونې په واسطه به ډېر ځوانان په خپل ولایت او ښار کې د ننه په کار او دنده مصروف شوي وي.
هغه یادونه وکړه: (( غټه ګټه به یې دا وي که چېرته دوی پانګونه کوي په لومړي سر کې به هغه د خلکو لپاره کاري فرصتونه برابر شي.))
هغه وویل، چې د سوداګرو پانګونه کولای شي په پکتیکا کې د تفریحي او ورزشي ځایونو د جوړېدو لپاره یو له ډېرو مهمو لارو څخه وشمېرل شي، چې د دې په واسطه به په مرکز ښرنه او ټوله پکتیکا کې د ډېرو تفریح ځایونو او پارکونو د شتون سبب شي.
ده وویل: (( د صحت لپاره به يې ښه لاسته راوړنه وبولو که چېرته دوی پانګونه وکوي، هم به مو ناروغان په خپل ولایت کې درملنه تر لاسه کوي، او هم د سیاحت له نظره موږ دې ته اړ نه یو چې نورو ولایتونو ته د سیاحت لپاره لاړ شو.))
نوموړي د یادو سوداګرو د نه پانګونې په اړه چي په پکتیکا کي سرمایه ګزاري نه کوي وایي چي د یادو سوداګرو په خپل ولایت کي د نه پانګوني له امله به ډیر خلک بي کاره وي، او د خلکو لپاره به په خپل ولایت کي د کار زمینه شتون ونه لري. چي بلاخره دوی اړ کیږي چي نورو ځایونو ته د کار کولو لپاره لاړ شي.
ده ورپسي وویل: (( تاوانونه یي ډیر دي یو خو د کاري فرصتونو نه شتون دی، د سیاحت لپاره هم موږ او تاسو نورو ځایونو ته ځو او خپل ژوند په خطر کي اچوو، او که دوی په پکتیکا کي د صحت په برخه کي پانګونه کړې وای، ښه روغتونونه یي جوړ کړي وای موږ به اړ نه وو چي ګانډیو هیوادونو ته لاړ شو.))
محمد حنیف د پکتیکا یو بل اوسیدونکی دی، هغه راته وویل چي د سوادګرو په پانګي اچوني سره خلکو ته د کار زمینه برابریږي، چي د کار په زمیني برابریدو سره ډیر ځوانان د ناوړه کارونو څخه مخ ګرځوي او له هغو کارنو څخه لاس اخلي،
نوموړي د ناورړه کارونو څخه یو د نشه یي توکو استعمال یاد کړ چي ځوانان د کار د زمیني په برابریدو سره د نشه یي توکو له استعمال څخه لیري کیږي او له هغو څخه لاس اخلي.
هغه یادونه وکړه: (( سرمایه داري خو چي په پکتیکا کي وشي نو دلته خو یي ځیني ځوانان هغه ځوانان چي هغه په نشه یي توکو لګیدلي، هغه ته به د کار زمینه برابره شي او له دغو شیانو به منع شي.))
غلام نبي څرګنده کړه چي که د پکتیکا خپل سوداګر په ياد ولایت کي پانګه اچونه وکړي، نو د هیواد نور سوداګر هم بیا په پکتیکا کي پانګي اچوني ته زړه ښه کوي، او راځي په بیلا بیلو برخو کي به په پکتیکا کي پانګه اچونه کوي.
هغه وايي: (( لومړی باید د پکتیکا سوداګر په پکتیکا کي پانګونه وکړي، تر څو نور سوداګر دې ته زړه ښه کړي چي په پکتیکا کي پانګونه وکړي.))
هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چي که زموږ سوداګر په نورو ځایونو کي پانګوني وکړي، نو د پکتیکا د ښار ښکلا ته بیا هيڅ پاملرنه نه کیږي او داسي به په خپل حال پاتي وي،
هغه وویل چي د پانګوالو په راتګ سره کولای شو په ښار کي نور هم په مجهزو وسایلو سمبال روغتونونه، ښوونځي او د تفریح لپآره لا ډير ځایونه ولرو.
دی وايي: (( تاوانونه خو يي ډیر دي، په پکتیکا د ښار ښکلا ور سره له منځه ځي، خو دلته باید د صحت لپاره ځایونه جوړ شي، ځکه چي د پکتیکا خلک نورو ولایتو ته ځي دوی له ډیرو ستونزو سره مخ کیږي.))
سمیع الله هم په خپلو خبرو کي وویل چي سوداګر باید په پکتیکا کي د زده کړو د مرکزونو په جوړولو او ودانولو کي ډیره پانګونه وکړي تر څو د یاد ولایت راتلونکي نسل په ښه زده کړه سمبال شي، او د یادو زده کړو لپآره ورته د ښه چاپیریال زمینه برابره شوي وي.
دی د خبرو په جریان کي وایي چي د تعلیمي مرکزونو تر څنګ سوداګر باید د سپورت برخي ته هم ځانګړي پاملرنه وکړي، د ده په خبره چي پکتیکا معیاري لوبغالي نه لري چي ځونان د لوبو لپآره ترې کار واخلي.
ده یاده کړه: (( دوی باید د تعلیم په برخه کي ښه پانګونه وکړي او د سپورټي برخي لپاره پکتیکا ډیر خاص ځایونه نه لري، باید پانګوال ورته متوجع شي، همدارنګه پکتیکا باید ښه روغتونونه ولري.))
دی هم یادونه کوي چي د پکتیکا د بي کاره او بي دندي خلکو لپاره د یادي پانګوني په واسطه د کار ساحه پیدا کیږي، چي دوی کولای چي د ښار دننه خپل کار ته دوام ورکړي او له یادي لاري خپل مصارف پوره کړای شي.
ده یادونه وکړه: (( کوم سرمایه داره خلک چي دي دوی ته د کار زمینه برابره کړي، چي دا خوار او غریبان خلک له دې مشکل څخه خلاص شي.))
میرویس یادوي چي د پکتیکا والو سوداګرو پانګونه په پکتیکا کي د غربت مخه نیولی شي، او له یوي کورنیو څخه د یو کس په کار ګمارلو سره د ټولي کورنۍ اقتصادي وضیعت ښه کیږي او د یاد کار په واسطه د دوی د بي کاري مخنیوي کیږي.
ده زیاته کړه چي په یاده پانګه اچوني سره کاري فرصتونه را منځ ته کیږي او ډیر شمیر خلک له ناوړه کارونو څخه د کار په لور مخ کوي او خپل راتلوونکي د یاد کار او روزګار په واسطه د سمون په لوري وړي.
هغه یاده کړه: (( پانګونه خو په پکتیکا کي بیخي ګټوره تمامیدی شي، چي یو یي د غربت ختمیدا ده، او بل ځوانان له بي ځایه کارونو څخه منع کیږي او د کار طرف ته متوجع کیږي.))
دی وایي چي یادو سوداګرو ته چي د خپلي هغي پانګوني کومه چي یي په نورو ځایونو کي کړي زیاته ګټه او عاید لاس ته ورځي، د ده په خبره چي د پکتیکا بازارونه ساړه دي او زیات مشتریان نه لري، چي له دې امله پانګوال نه غواړي چي په پکتیکا کي پانګه اچونه وکړي.
دی خبري غځوي: (( دلته بازارونه ډیر ساړه دي، هغه خلک چي په نورو ولایتو کي یي پانګونه کړي، هغو ته چي کوم عاید له هغه ځایه ورځي دلته نه ورته پیدا کیږي، چي هلته د پکتیکا سوداګرو ته ګټه ډیره ورځي. ))
دی وایي چي که سوداګر دې کارونو ته دوام ورکړي او په پکتیکا کي پانګونه ونه کړي، یاده بي کاري به دوام ومومي او یاد مشکلات به د ډیر وخت لپاره په ټولنه کي شتون ولري،
چي دا د یو ولایت په وروسته پاتي والي کي لوی رول لوبوي.
هغه بیانوي : (( دا اوسني مشکلات به داسي جریان لري، او دا مشکلات به ختمیده ونه لري، بي کاري به زیاته وي او په راتلوونکي کي به هم دا بي کاري وي او ولایت به همداسي شاته پاتي وي.))
د پکتیکا د سوداګرۍ او پانګوني خوني مشر سیلاب ساحل راته وویل چي په پکتیکا د اړتیا مطابق تر ډیره پانګونه نه ده شوي او پانګووال هم تر اوسه پوري پکتیکا ته نه دي راغلي چي په ځینو برخو کي پانګونه وکړي.
دی وايي : (( د پانګوني په بخش کي پکتیکا کي د پام وړ پانګونه نه ده شوي، پانګوال نه دي راغلي تر اوسه پوري، هغه که داخلي دي که بهرني پانګوال دي.))
نوموړی یادوي چي پکتیکا یو سرحدي ولایت دی، چي په یاد ولایت کي پانګونه کولای شي مثبت تاثیرات ولري.
ده ورپسي زیاته کړه: (( پکتیکا یو داسي ولایت دي چي له پاکستان سره پوله لري، نو که چیرته دلته پانګونه وشي، هغه د ضرورت وړ شیان چي پاکستان ورته ضرورت لري نږدې کولای شي دوی یي ترلاسه کړي. چي د پانګوني لپاره پکتیکا زیات فرصتونه لري.))
هغه د خبرو په دوام وویل چي په پکتیکا کي صنعتي پارک منظور او ځای يي انتخاب شوی دی، او د دې تر څنګ د پکتیکا په برق باندي هم کار روان دی چي د یادو کارونو په تکمیلیدو سره به پانګه وال په پکتیکا کي پانګوني ته زړه ښه کړي.
ده زیاته کړه: (( صنعتي پارک دلته تثبیت شوی، ځای یي هم انتخاب شوی او تر څنګ یي برق هم پکتیکا ته را روان دی، چي موږ له پانګوالو سره کیناستي یو او دوی هم اماده چي په پکتیکا کي سرمایه ګزاري وکړي.))
د ښرني ښار اوسیدونکي وایي چي د سوداګرو په پانګوني سره به پکتیکا د پرمختګ په لور روانیږي او د ډیرو خلکو لپاره به ورته پکښي د کار زمیني برابري شي.
دوی له ملي سوداګرو وغوښتل چي په یاد ولایت کي دي پانګونه وکړي تر څو يي پکتیکا او پکتیکا والو ته ګټه او نفعه رسولي وي.
هغوۍ زیاته کړه چي په یادو پانګونو سره به د ډیرو اسانتیاوو او لاسته راوړنو څخه پکتیکا برخمنه شي.
تبصرې 0