پکتیکا: په افغانيو پېر او پلور زیات شوی دی

94
د کتلو شمېره

چارواکي وايي، چې د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې د افغانيو د ترویج په موخه وخت په وخت کميپاینونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه په لار اچول شوي، چې ورسره په خپلې کرنسي افغانيو باندې د توکو پېر او پلور زیات شوی دی.
د پکتیکا د والي وياند امین الله منديزی وایي، چې تر بل هر وخت په دې ولايت کې په افغانيو باندې راکړه ورکړه زیاته شوې، چې په دې سره د افغانيو نرخونه هم د اثارو په بازار کې تر پخوا لا ښه شوي دي او د توکو بیو په کنټرول کې یې هم مهم رول لوبولی دی.
د نوموړي په خبره، ټول هېوادوال مسوولیت لري چې د افغانيو د ترويج په برخه کې د نظام تر څنګ ودرېږي، تر څو په ټول هېواد کې په بهرنیو کرنسیو باندې راکړه ورکړه بنده شي.
هغه وایي، د حکومت له لوري وخت په وخت د خپلې ملي کرنسۍ د رايجولو په موخه په مرکز او ولسواليو کې له خلکو سره غونډې نيول شوې او د دې تر څنګ د ديني عالمانو په مرسته د هغوی لپاره عامه پوهاوي پروګرامونه برابر شوي، چې په پایله کې یې په افغانيو راکړه ورکړه په دې ولایت کې تر بل هر خت زیاته شوې ده.
د نوموړي په خبره: (( افغانۍ زموږ ملي کرنسي ده او هر هېوادوال د دې کرنسي په دود کې مسوول دی ترڅو د خپل ځان او خپل کور لپاره ورځنۍ راکړه ورکړه په دې کرنسي باندې تر سره کړي، چې په پایله کې به یې زموږ ملي کرنسي د اثارو په نړۍوال بازار کې خپل عزت او قدرت ساتلی وي او تر څنګ به د نرخونو په کنټرول کې مهم رول ولري.))
د منديزي په وينا، چې تر لرې پرتو ولسواليو پورې د افغانيو د ترویج په موخه کار تر سره شوی، چې حتا په سرحدي ولسواليو کې هم راکړه ورکړه په بشپړ ډول باندې په خپلو پیسو يعنې افغانيو تر سره کېږي.
هغه د پکتیکا اوسېدونکو غږ وکړ، چې د ملي احساس له مخې د خپلې ملي کرنسۍ د رايجولو په برخه کې دې همکاري وکړي، تر څو په کمه فيصدي پاتې ساحو کې هم په افغانيو راکړه ورکړه شروع شي.
بل لورته د پکتیکا اوسېدونکي وایي، چې دوی د خپلې ملي کرنۍ افغانۍ په قدر پوه دي او هڅه یې دا ده، چې په بشپړ ډول د پکتیکا په ټولو بازارونو کې په افغانيو باندې را کړه ورکړه تر سره شي.
غيرت شاه چې د مرکز ښرنې اوسېدونکی دی وایي، د خپلې ملي کرنسي د رايجولو په موخه لومړی خپلې ټولې پیسې افغانیو ته اړولې دي، چې له هغه وروسته یې په ټولنېزه بڼه د دې کمپاین يو برخه ډکه کړې او دا هڅه به لا نوره هم وکړي.
د نوموړي په وینا، که په افغانيو باندې راکړه ورکړه وشي، څوک به د معملو په وخت کې له زیان سره مخ نه شي، ځکه چې په نورو بهرنیو اثارو باندې راکړه ورکړه خامخا داسې سبب جوړوي، چې یو وخت نه یو وخت زیان منونکي پایله ورکړي.
هغه وایې: (( ما چې کله هم ټولې ورځنۍ معاملې په افغانيو تر سره کړې او خپلې پیسې مې له بهرنيو اثارو خپلې کرنسي ته اړولې، د تجارت په برخه کې یې د زیان پر ځای یوازې ګټه لېدلې ده، ځکه چې اکثره وخت په پردیو پیسو باندې تجارتي معاملې مخته وړل د زیان لامل شي.))
 
يو بل ځوان خان محمد چې ځان د يوسفخېل ولسوالۍ معرفي کوي وایې، افغاني زموږ ملي هویت دی، چې د ساتلو او په ښار کې د رايجولو لپاره یې زه، ته او هر څوک مسؤلیت لرو.
هغه وايې: (( افغانۍ ملي هوئت را کړی دی، موږ د همدې پیسو يا کرنسي په سر د نړيوال بازار په اثارو کې موږ بلل کېږو، نو لازمه ده، چې ولسونه په دې برخه کې د حکومت ملا وتړي او تر هر کور، دوکان او جيب پورې خپله ملي کرنسي ورسوي.))
هاخوا بیا دوکانداران وایې، چې د افغانيو له ترویج سره یې په کاروبارونو کې د پام وړ مخته تګ راغلی.
نوروز چې په ښرنه ښار کې د خوراکې توکو دوکان لري وایې،  چې په افغانيو به دوی سودا را وړه، خو په کلدارو يا نورو بهرنیو اثارو به یې دلته پلورله چې وخت ناوخته به یې زیان کاوو، خو د افغانيو له ترویج وروسته يوازې دا نه چې دوی له زیان څخه ساتل شوي، بلکې د یو شمېر توکو بیې هم را ښکته شوې دي.
دی وایې: (( موږ خپله سودا په مطلق ډول سره له افغانيو بغیر په نورو پیسو باندې بنده کړې ده، ځکه چې په دې ډول سره نه موږ او نه هم هغه مشتريان زیانمن کېږي، چې دوی افغانۍ لري او موږ بیا هم ځکه په دې برخه کې همکار يوو، چې یو طرف له زیان څخه ژغورل کېږو او له بل لوري به مو خپله ملي کرنسي افغاني په بازار کې رواج شوې وي.))
خو خلک  دا هم وایې چې په بازار کې د افغانيو کمښت وخت ناوخته ستونزې را ولاړوي او دوی غواړي، چې د کمښت مخنيوی یې وشي.
یار محمد چې د سرروزې ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایې، چې که د افغانيو د ترویج موضوع ښه کېدل په کار وي، نو مهمه ده، چې په بازار کې افغانۍ زیاتي او د کمښت د مخنيوي په موخه یې بانکنوټونه تر خلکو ورسېږي.
هغه وایې: (( که څه هم چې د اوس لپاره دا ستونزه دومره لویه نه ده، خو د خلکو سرمایې له نورو اثارو افغانيو ته له اوښتو سره به په صرافیو کې د افغانيو کمښت راشي، چې تر اوسه هم که کله راغلی دی ستونزې یې زېږولې.))
هغه له مسؤلینو غواړې چې د افغانيو د زیاتوالي تر څنګ دې د زاړه بانک نوټونو موضوع ته هم فکر وشي او زړې روپۍ دي له بازاره ټولې کړل شي.
د پکتیکا ولایت وياند امین الله منديزی په دې برخه کې هم ډاډ وړاندې کړ، چې تر ټولو صرافیو او بانکونو پوره بانکنوټونه رسېدلي، چې د کمښت تر څنګ د زړو روپو مخنيوی هم شوی دی.
د ده په وینا: (( موږ ټول اړخونه سنجولي دي او بیا وروسته مو د افغانيو د ترویج په موخه اقدام کړی دی، چې انشاالله تر اوسه په کومه سیمه کې د کمښت يا د پیسو زړښت له امله ستونزه نه ده را پورته شوې.))
د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا ولایت کې وړاندې له دې هم څو ځله د افغانيو د ترويج موضوع را پورته شوې، خو دا ځل دا موضوع جدي نيول شوې او د پکتیکا ولایت په مرکز سربیره په ټولو ولسواليو کې د خلکو تر منځ د نورو اثارو په ځای افغانيو ته اښتې ده، چې هيله مندي شته، تر څو په لږ نور وخت کې په پوره ډول راکړه ورکړه په حپله ملي کرنسي افغانيو باندې تر سره شي.
هېره دې نه وي، چې د افغانستان هم د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه میلیونونه افغانۍ لېلاموي، ترڅو د افغانیو اوسنۍ ارزښت په بازار کې په خپل ځای پاتې شي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي