پکتیکا کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو نرخونو کنټرول او د خلکو په ژوند یې اغېز!

84
د کتلو شمېره

خبريال: جمیل غیرت
د پکتیکا ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریاست دنرخونو د کنترول او احتکار دمخنیوي کمیسون استازوو  د ښرنه ښار هټیوالو ته  مختلف النوعه اجناسو  او خدماتو نرخ پاڼې وو یشلي  ترڅو په ښرنه ښار کې په یوه بیه د یادو اجناسو او خدماتو خرڅلاو ترسره کړي چې یادې نرخ پاڼي د ۶۰ قلمه خوراکي او غیري خوراکي توکي،،قصابانو،خیاطانو،او نانوایانو لپاره وویشل شوي.
 او هټیوالو ته یې سپارښتنه وکړه چې یادې نرخ پاڼې باید په عملي ډول تطبیق کړي که چیرته کوم هټیوال ترې سرغړونه وکړي دیادي جوړي شوي کمیټي  له لوري به ورسره قانوني چلند وشي او همدا شان یې په یاده نرخ پاڼه کې د تماس شماري ځای پرځای شوي چې مستهلیکین/ سودا اخیستونکي کولای شي خپل شکایتونه له یاد ریاست سره شریک کړي
دیادوني وړ ده چې دپکتیکا ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس ملا ښادي خان حسین حیدري وایې چې یاده پروسه به دپکتیکا ولایت دخدماتو او اجناسو   پلورنکو او هټیوالو لپاره دهري میاشتي په پیل کې له نویو تغیراتو سره  ترتیب او دیاد ولایت ۲۴  ولسوالیو کې به یې تطییق کړي
دپکتیکا ولایت دصنعت او سوداګرۍ ریاست ملا ښادي خان حسېن حیدري یې په اړه داسې وایي:(( دومره به درته ووایم د کنټرول کمېسیو مشري معاون صېب پرغاړه لري، تر ډیره مونږ هڅه کوو چې د نرخونه کنټرول کړو او نور به وخت په د نرخونو د کنټرول ترسره کوو، او موږ خلکو ته اطمنان ورکوو ترڅو نرخونه نور هم کنټرول کړو.))
د پکتیکاولایت یو شمېر اوسېدونکو له مېلمه راډیو سره په خبرو کې د ځېنو خوراکي او غیرې خوراکي توکو د بیو له لوړونې شکایت کولو وروسته د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د دې ښار په هټۍ والو باندې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو بیو د کنټرول په موخه نرخ نامې ووېشل شوې او وروسته لدې به هر هټۍ وال د همدې نرخ نامو له مخې باید پلور ترسره کړي.
د ااا چارواکي زیاتوي، د خپلو هېواد والو د ښه ژوند او هوساینې په موخه له هر ډول امکاناتو کار اخلي.
دا چې هټۍ وال د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د بیو لوړولو بېلابېل لاملونه په ګوته کوي، او زیاتوي، چې د بار وړونکو موټرو د زیاتو کرایو اخېستو له امله وخت ناوخت د توکو په بیو کې هم لوړوالی رامنځه کیږي.
د ښرنې ښار یو شمېر اوسېدونکي د یادې نرخپاڼې د تطبیق کولو غوښتنه کوي، او ځینې یې بیا اوس هم د ځېنو خوراکي او غیرې توکو بیې لوړې بولي او د ښه کنټرول غوښتنه یې کوي.
دوی زیاتوي، چې د یو شمېر خوراکي او غیرې خوراکي توکو ترخونه اوس هم د پخوا په پرتله لوړ دي او له مسوولو چارواکو څخه غوښتنه کوي، ترڅو د ټولو خوراکي او غیرې خوراکي موادو بیې کنټرول کړي، ترڅو یې ولسونو ته په پیرلو کې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
د دوی په خبره، د پاکستان هېواد سره د انګور اډې لاره بندول، او د بار وړونکو موټرو زیاته کرایه اخېستل هغه ستونزې بلوي چې وخت ناوخت د خوراکي او غیرې خوراکي موداو په نرخونو کې لوړوالی راځي.
د پکتیکاولایت اوسیدونکی خان محمد وایي، دوی خوښ دي چې پدې ولایت کې د مسوولینو له لوري په هټۍ والو باندې نرخپاڼې وېشل شوي او د زیاتو لوړو بیو مخه نېول شوې ده.
هغه داسې وایي(( مونږ د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو ډېره مننه کوم چې د خپلو ولسونو هر ډول ستونزو ته په وخت رسیده ګي کوي او د توکو د لوړو بیو مخنېوی یې کړی دی همداشان دغه نرخپاڼې چې وېشل شوې دي د هټۍ والو له لوري باید په جدي ډول عملي شي، ځکه چې خلک مو د خوراکي او غیرې خوراکي د لوړو بیو څخه ناراضا وو.))
د مرکز ښرنې یو تن بل اوسېدونکی وایي، کله چې د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د لوړو بیو مخه ونېول شي او د خلکو په اقصاد کې هم ښه اغېز لري، ځکه چې خلک بیا په اسانۍ سره زړه ښه کوي ترڅو ډېره سودا واخلي او دا بیا د هېواد په اقصاد باندې هم مثبت تاثیر لرلی شي.
هغه زیاتوي:(( د خلکو غوښتنه همدا وه چې باید د لوړو بیو مخنېوی وشي، چې خوشبختانه مسوولینو زمونږ غږ واورېدو او په دوکاندارانو یې نرخ نامې ووېشلې چې په دې سره هېڅ یو دوکاندار له دې نرخ نامې څخه سرغړونه ونه شي، او توکي به په مناسب قیمت خرڅوي.))
 
د دې ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي، چې د نرخ نامو د وېش لړۍ دې نورو ولسوالیو ته هم وغوځول شي، ترڅو هلته هم د نرخونو کنټرول وشي، او د لوړو بیو مخه ونېول شي.
دوی زیاتوي، که څه هم لویو ولسوالیو کې کې د نرخونو د کنټرول په موخه ورته اقدام ترسره شوی او د پوره تعقیب غوښتنه یې کوي.
احسان الله چې د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی داسې وایي:(( په دې ولسوالۍ کې هم د شاروالي له لوري په دوکاندارنو باندې نرخ نامې وېشل شوې دي، ترڅو لوړې بیې کنټرول شي، او خلک د داسې اقداماتو څخه خوښ دي او په راتلونکي کې هم د ورته غوښتنه کوي، چې دغه نرخ نامې باید عملي شي.))
دا چې د نرخونو کنټرول د هېواد او خلکو په ژوند او اقصاد څومره اغېز لري، اړه یې یو تن ځوان رفیع الله داسې وایي، چې کله چې په بازارونو کې د لوړو بیو مخنېوی وشي، نو د خلکو ژوند او د هېواد په اقصادي وضیعت هم مثبت اغېز لرلی شي.
هغه په خپلو خبرو کې داسې وایي:(( کله چې لوړ نرخونه کنټرول شي، نو د خلکو اوهېواد اقصاد خپله ورسره ښه کیږي، او موږ له مسوولو چارواکو غواړو چې دغه اقدام دې جاري وساتي، ترڅو مو هېوادوال ښه او هوسا ژوند ولري.))
یو تن بل ځوان فعال مخلص افغان وایي، چې د خلکو د اقصاد لپاره د مسوولو کسانو دا اقدام غوره او د ستایلو وړ دی ، چې د لوړو نرخونو مخه ونیسي او خلک خپل ورځني ضرورتونه په کمو مصارفو پوره کړای شي.
ښاغلی مخلص زیاتوي، که چېرې د خلکو لپاره په اقصادي ډول کار وشي، نو د ټولنې څخه به هر ډول ستونزې کډه کوي، او پرځای به یې ورور ولي او پرمختګ رامنځته کیږي.
نوموړی په خپلو خبرو کې داسې وایي:(( که یوه ټولنه په اقصادي لحاظ جوړه نو هلته تر ډېره بریده هېڅ ډول ستونزې نه وي او ټول خلک په کارونو بوخت وي او ټول فکر یې په خپلو کارونو کې وي، کله چې د خلکو اقصاد ښه و نو یوه ټولنه په خپله د پرمختګ پر لور ګام اخلي، نو له حکومت څخه غوشتنه دغه ده، چې د خپلو هېواد ټولو سالمو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي، ترڅو د خلکو او حکومت ترمنځ نور هم نېږدې والی رامنځته شي.))
هېره دې نه وي، چې د پکتیکاولایت سربېره د هېواد په نورو ولایتونو او سیمو کې هم وخت ناوخت د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د بیو له لودېدو خلک شکایت کوي، چې له دې سره سم بیا مسوول چارواکي په خپل وخت د نرخونو د کنټرول په موخه ورته اقدامات ترسره کوي، او د زیاتو لوړو نرخونو د کنټرول مخنېوی ترسره کوي.
د ستونزو د حل په موخه د حکومتي چارواکو دغه ډول پر وخت اقدامات د عامو وګړو د خوښۍ سبب کېږي، او د ولسونه د حکومت ترڅنګ نېږدوالی نور هم زیاتږي.
د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه تل پدې ټینګار کړی دی، د بې وزله ولس سره د نرخونو په برخه کې زیاتی نه کېږي، او مسوولین یې پدې مکلف کړي دي، چې دې برخې ته جدي توجه وکړي او هېڅ څوک پدې برخه کې سرغړونې ته پرې نه ږي.
خلک او کارپوهان پدې اند دي چې هېواد ته د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت تر بل هر وخت ډاډمن شوی دی، او اوس وخت یوازې د دې دی چې څنګه کولی شو، پرمختګ وکړو، او خپل هېواد د هوساینې او له نورې نړۍ سره  په روغتیایي، اقصادي، ښوونیز او ټولو برخو کې سیال کړو، ترڅو پر خپلو پښو ولاړ او ودان افغانستان ولرو.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي