خبريال: حمدالله بهير
پکتيکا د هېواد هغه سرحدي ولایت دی، چې د اوسېدونکو نیمايي برخه یې په کرنه او د څارویو په روزنه بوخت دي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي، په دې ولایت کې د لبنیاتو یو شمېر هټۍ فعالې دي، چې د دې ولایت له مرکز او ځینو لېرې پرتو سیمو ورته خلک لبنيات راوړي، خو تر اوسه د پروسېس فابريکه نه لري.
د دغو هټيو مسوولین وايي، له تېر یوه نیم کال راهیسې یې کاروبار ښه شوی او په زياته اندازه لبنیات پلوري.
د پکتيکا یو شمېر څاروي لرونکي او د لبنیاتو پلورونکي، له پېر او پلور څخه خوښي څرګندوي او وايي، که حکومت د لبنېاتو په پلور کې ورته اسانتياوې برابرې او دغه راز به د شیدو د پروسېس او بازار موندنې په اړه عامه پوهاوی ورکړ، ترڅو خلک ورته د پروسېس فابريکې جوړې کړي.
د پکتيکا د لبنیاتو یو پلورونکی راز محمد وايي، موږ ۴۰ غواګانې لرو هره ورځ ترې ۲۰۰ کیلو شيدې تر لاسه کوو، وایي بازار نه لري، نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې د لبنیانو لپاره د پروسېس فابریکه او د محصولاتو د خرڅلاو لپاره دې بازار موندنه کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي وویل: (( هغه ستونزه چې دا مهال ورسره مخ یو هغه د لبنیاتو د پروسېس د فابریکې نشتون، او د بازار نشتون دی مثلاً یوه کیلو شيدې له ۴۰ تر ۵۰ افغانۍ تمامیزي خو موژ یې بازار ته په دېرش یا پنځه دېرش وړاندې کوو . له حکومته مو غوښتنه داده چی په فابریکو او مناسبه بازار موندنه کې راسره همکاري وکړي، څو موژ وکولای شو دا شيدې نورو ولایتونو ته هم ورسوو .))
بسم الله چې څلور کاله کیزي لبنیات تولیدوي او بیا يې پلوري، له حکومته غوښتنه کوي چې د لبنباتو د تولید په برخه کې ورکشاپونه جوړ کړي، څو وکولای شي دوی په خپلواکه توګه کار وکړي .
نوموړي وویل: (( له حکومته مو غوښتنه ده چې خپلې تجربې له موژ سره شریکې کړي سمینارونه، ورکشاپونه دې راته جوړ کړي. د هغه وسایلو مرسته دې راسره وکړي چې له کمبود سره یې مخ یو څو موژ وکولای شو چې کار وکړو او ښه تازه لبنیات بازار ته وړاندې کړو.))
په مرکز ښرنه کی یو تن لبنیات پلورونکی شاه محمد وایي: دوی ته له لیری سیمو کوچیان او او نور ځایی خلک شيدې او مستی د خرصلاو لپاره راوړي .خو زیاتوی موژ نشو کولای چی په زیاته اندازه لبنیات له مالدارانو واخلو.دنوموړی په وینا موژ په مرکز ښرني سرببیره یوازی د ژمې په موسم کی موځینو ولسوالیو ته هم لیژل. داچی ګرمی ډیره ده نو اوس مو بیرته په پیر او پلور کی کموالی راغلی ده وجه یی زیاته ګرمی ده چی خرابیزی . دی له حکومت او تجارانو غوښتنه کوی چی په پکتیکا کې د ورته د پروسېس فابریکې جوړې کړي .
نوموړی وایي : (( زموژ تولیدات تر پخوا څو چنده ښه شوي دي. هر څوک راته شيدې او مستې راوړي، خو په زیاته اندازه یې اوس نشم ترې اخېستلی ځکه د پروسېس لپاره ورته فابریکه نه لرو او راباندی تاوانیژي چی وروسته د ګټې په ځای له تاوان سره مخ کیژو .))
اسماعیل چې د پکتیکا د يوسف خېل ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي چې زه درې غواګانې او درې وزې لرم . چې هره ورځ څو بالټۍ مستې او شیدې د ولسوالۍ په بازار کې لبنیات پلورونکی ته ور وړم چې په هغو روپیو د کور نور خوراکي ضرورتونه پوره کوم چی اسماعیل دګټي او وټي څوک نلری خو دی خپله مالداری کوي تر څو له پورتنیو معیاتو له لاری اولاد ته یوه ګوله حلاله نفقه پیداکړي .
نوموړي وایی : (( زه دری غواوي او دری وزې لرم سخته ښی شیدې کوی هر سهار او ماسپشين یی مړوم ځکه زما د اولاد نفقه اول خداي پوره کوی ،او بیا ددوی له شیدو له لاری . دلته زموژ په والسوالۍ کي یودوکاندار ده هغه باندی يي خرڅ کړم او بیا په هغو روپیو کورته لوبیا، غوړي، بوره ،سبزیجات او داسی نو خوراکی توکی کور ته وړم .ځکه زه نور څوک نلرم چی کار راته وکړي یوازی څلور لورانی لرم چی دوه واده شوی ،او دوه یې په دریم او څلورم صنف کی د کلی په مکتب کی درس وایی .))
په ورته وخت کی خوراکه او لبنیات پلورنکي شاجهان د اسماعیل خبری تائیدوی او وایی چي په یو سف والسوالۍ کی هټي لری وایی چی اسماعیل ماته هره ورځ په زیاته اندازه شيدې او مستی راوړی چی تر ماښام پورې ټولي وپیرم . او بلی ورځي ته نه پاتی کیژی .
نوموړي وایي (( اسماعیل کاکا هره ورځ راته پنځه لیتره سطلونو څخه پنځه سطله شيدې او پنځه سطله مستې راوړی چی بلی ورځي ته نه پاتی کیژی او ښي خرڅیژی له بوې خوا زما دوکانداری پری ښه ده او بلی خوا دته څه اندازه روپۍ په لاس ورځي .))
شاجهان زیاتوی چی مخکي به مې له مر کز ښرنی شېدې او مستی راوړي . خو اوس یې په خپله والسوالۍ کی یاد لبنیات پیداکيزي . دي په بی روزګاره هیوادوالو غژ کوی چی دمالداری روزنی ته مخ کئ چی دکورنۍ له مصارفو خلاص شي .
نوموړي وویل (( ما به مخکی له ښرنی مستی او شبدي راوړي . اوس داده شکر ده دلته پیداکیژی او تازه تازه خرڅوم . خلکو ته وایم چی ای مخلوق دی خدای که نور کار نشي کولای غوا ، وزه او میژه خو به ساتلی شي دکور ټول مصرفونو څخه به خلاص شئ .))
د یو سف خیل والسوالۍ اوسیدونکې ساموالدین چی د چرګو او هیلیو روزنه کوی چی هګۍ هره ورځ تر اتیا شوخوا پورې بازار ته وړی او پلوری یې .خو دې بیا دزیاتو چرګو او هېلېو روزنې ته زړه نه ښه کوی ځکه دیادوحیواناتو د ناروغې لپاره دوا نلری . دهګیو دساتلو لپاره داسی تجهیزات نلری چی هګۍ په کی په ښه ډول وساتل شي .
ساموالدین زیاتوی (( زه چرګی ساتم هګی یی بازار ته وړم هالته یی دوکاندارانو باندی په اته افغانۍ خرڅووم . زیاتې چرګی
ځکه نه ساتم چی رنځ او درد لري دوایې پيسې يې نلرم . د هګیو لپاره کارتنونو ته ضرورت وی دهغو توان هم نلرم یوازی دکور مصرف ځخه یې خلاص کړي یم .))
بل خوا د ښرنی ښار فعال ځوان حسن خان اسان وایی چی پکتیکا هم د افغانستان له هغو کرنیزو ولایتونو څخه ده چی ډیری کورني ضرورتونو دکرکیلی او کښت تر څنګ له مالداری څخه پوره کوی دې په خواشنۍ سره تایدوی چي موژ د لبنیاتو د پروسیس لپاره په ټول ولایت کی يوه فابریکه هم نلرو .
احسان وایی چي ((به بده مرغه چي موژ تر اوسه په پکتېکا کی منظمه فابریکه وجود نلری چي پکي د حیواناتو شيدې او مستې پکی پروسیس کړو .دی وایی چي اوس له بده مرغه د پرورسیس دفابریکی نشتون له وجهی مستې ،شيدي کورت او داسی نور چی له حیواناتو لاس ته رازی په غیري منظم ډول باندی بازار ته وړاندی کیژی .))
احسان زیاتوی چی که چیرته لبنیات پروسیس نشي انسان به له ګڼو ناروغیو سره مخ شي خو دی غوښتنه کوی چی منظمه فابریکه دی جوړي شي او وایي ((که چیرته پروسیس نشي ګڼي ناروغۍ رامنځ ته کوی فابریکه دی جوړي شي د حیواناتو محصولاتو له لوری ګټه به وی چي خلکو ته ورسیژی او له بل طرف به مو پاک او تازه لبنیات بازار ته وړاندي کړي وي .))
د طب پوهنځي تازه فارغ شوی محصل ډاکتر شاموت ودان هم وایی چی که چیرته د لبنیاتو تصفیه ونشي ګڼ شمیر ناروغۍ رامنځ ته کوی نوموړي د لبنیاتو پروسیس دچارواکو مسولیت ګڼي او وایی چی که چیرته د ناپاکو لبنیاتو به وجه یو هیوادوال ناروغ شي مسول کسان به یاده موضوع کی ګرم ګڼل کیژی
ډاکتر وایی :(( که چیرته شیدې ،مستې،کوچ او دی ته ورته نور معیات تر پروسیس ونه وزی ګڼي ناروغۍ به مضرو بکتریاوو چي په یادو معیاتو کي که شتون ولری انسان ته داخلیژی چی انسان به ټوخي سردردی ، استفراق چی یو انسان له پښو هم اچولی شي .))
داکتر شاموت له صحت عامه اونورو اړوندو مسولینو څخه غوښتنه کوی چی دا موضوع ته جدی پاملرنه وکړي ، هسي نه چي د شخصي ګټو په ځاي مو ځان یانورو هیوادوالو ته زیان رسولی وی
ډاکتر لا هم زیاتوی ((که صحت عامه له ښاروالی یا هم زراعت سره په همغژی یو ګروپ جوړ کړی او په دوکانونو وګرزي له یوه طرف به یي نره کنترول کړی وی ، او له بل طرف به یی د ددغو لبناتو کیفیت تر نظر ایستلی وی بل ښه کار دا هم دی چی دولت د ورته د پروسیس فابریکی جوړی کړی .))
دیادولو وړ ده چي تراوسه پوری له بهرنیو هیوادونو څخه زموژ هیواد بلخصوص پکتېکا ته لبنیات راوړل کیژی که په خپل هیواد کي ورته د فروسیس فابرکي جوړي کړي نو هیواد بو مو د لبنیاتو په برخه کي هم د نورو له احتاج خلاص شي.
تبصرې 0