پکتيکاوال ځوانان: حکومت بايد په کور د ننه د کار زمينه برابره کړي

94
د کتلو شمېره

د هغو کورنیو شمېر ډېر شوی چې د کاري فرصتونو د کمښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
که څه هم د ا.ا چارواکي وايي، چې د یو لړ اقتصادي پروژو په پلي کولو سره یې ګڼ شمېر ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
خو لا هم ډېر شمېر وګړي شته چې بې روزګاره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وايي هڅه کوي هغه ځوانان چې بی کاره او بې سرنوشته دي ورته کاري فرصتونه برابر کړي او په دې برخه کې یې په تېر  ۱۴۰۲  لمریز کال کې یو لړ لاسته راوړنې هم لرلې دي.
د پکتيکا ډېری لوستي او نالوستي ځوانان له بېکارۍ ځورېږي سهار له کوره د کار کولو په تکل ښار ته راځي، خو ماښام ناهيلې کور ته ستانېږي.
 د دغو ځوانانو په خبره چې ۱۲ کاله مو ښوونځی او لېسه کې زده کړې وکړې وروسته مو پوهنتونونه هم تعقيب کړل د ماسټرۍ تر کچې مو زده کړې وکړې، خو لا هم بې سرنوشته او له يو عالم اندېښنو سره مل ژوند کوي.
د پکتيکا ولايت ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی شېر عالم وايي: (( ۱۶ کاله مې زده کړې وکړې ستړيا مې په ځان ومنله هيله مې لرله چې هم به خدمت کوم هم به مې پنځه روپۍ کورنۍ ته ورکوم، خو له پوهنتون چې فارغ شوم اوس د دندې په لټه کې يم اوس وظيفه نه پيدا کېږي)).
د ګيان ولسوالۍ  اوسېدونکی احمد جان وايي: (( تر اوسه حکومت نوی دی تاسې يې وينئ چې د نړۍ هېڅ هېواد په رسميت نه دی پېژندلی په کار ده چې مونږ هم حوصله وکړو، خو مسوولين هم بايد متوجه وي، ترڅو له يوه لوري به د نظام چارې ښې مخې ته تللې وي بلخوا به مونږ يو څو روپۍ پيدا کړې وي)).
د سروضې ولسوالۍ یو تن فارغ التحصيل اکرم وايي: (( لومړیو کی خوښ وم چی له زده کړو فارغ شم د هېواد او کورنۍ خدمت به وکړم او خپل پلار چې ده به مزدوري کوله او زما لپاره به یې د تحصیل پیسې راکولې، خو اوس نه کار لرم او نه د کورنۍ په درد درمان شوی یم.))
نوموړي زیاته کړه چی اسلامي امارت که د کار زمینه برابره نه کړي لرې نه ده چې زما په شمول به ډېر ځوانان له هېواده کډه بار کړي.
نوموړی وايي: ((امارت ته په کار ده چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، ترڅو دوی د نورو هېوادونو له مزدورۍ او شاقه کارونو خلاص شي، ځکه لوستي دي مبارزه يې کړې په ځان يې سختۍ تېرې کړې اوس بايد امارت په کور د ننه د دوی له وړتياوو ګټه واخلي)).
د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد عالم وايي، هڅه مې کوله چې درس ووايم دا ارمان مې خدای پوره کړ له پوهنتون څخه هم فارغ شوم، خو له تېرو درېيو کالو زما په شمول د هېواد ګڼ شمېر ځوان بې روزګاره ګرځي.
محمدعالم په دې اړه وويل: ((له ماشومتوبه مې دا ارمان وو چې زده کړې وکړم ترڅو د هېواد او خلکو لپاره کار وکړم، خو چې له پوهنتون څخه فارغ شوی يم تر اوسه مې دنده نه ده پيدا کړې له مسوولينو مې غوښتنه دا ده چې لوستو ځوانانو ته د کار فرصتونه رامنځته کړي.))
د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکی ولي بيا وايي، که څه هم امارت لګيا دی چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي، خو څومره ژر چې ممکن وي دا چاره بايد ترسره شي، ځکه په وينا يې خلک د دې پر ځای چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي بايد خپل هېواد کې ورته د کار زمينه برابره شي.
خو په پکتیکا کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وايي دوی په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې یو لړ لاسته روړانې لرلې او زرګونو کسانو ته یې د مسلکي او حرفوي زدکړو زمینه هم برابره کړې ده.
سوال کولو ته د اړ کېدو یو لوی لامل په هېواد کې د کاري فرصتونو کمښت په ګوته کېږي.
په افغانستان کې اقتصادي کړکېچ، د نړۍوالو مرستو کمېدو او د کاري فرصتونو کمښت لا ډېرې کورنۍ بېوزله او ناتوانه کړې دي.
له دې سره د هغو ځوانانو شمېر هم ډېر شوی چې د کار زورګار په لټون په خطرناکو لارو نورو هېوادونو ته د تګ زړه ښه کوي.
د پکتيکا چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې یو لړ اقتصادي پروژې پلې کړې چې ګڼ شمېر خلکو ته په کې کاري فرصتونه برابر شوي او هڅې کوي چې لا ډېر نور کاري فرصتونه برابر کړي.
د پکتيکا د کار او ټولنیزو چارو رياست رييس وايي، هڅه کوو چې د بې سرنوشته ځوانانو لپاره د کار زمينه برابره کړو، ترڅو دوی ناهيلې نه شي او په دې اړه په مسلسل ډول له پلازمېنې کابل سره زموږ تماسونه جريان لري.
نوموړی وايي: ((په دې برخه کې مونږ پر ځان شپه او ورځ يوه کړې او نور به هم خپلې هڅې کوو، ترڅو لوستو او بې سرنوشته ځوانانو ته کاري فرصتونه رامنځته کړو په همدې اساس مونږ دوامداره له کابل سره اړيکه کې يو چې هر څومره ژر ممکن وي دا چاره وشي دی زياتوي ډېری بې سرنوشته ځوانان اوس هم له مونږ سره پر دندو بوخت دي او لا نور هم پر دې کار کوو.))
دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي لاسنیوي ته اړتیا لري او دوی هم د بودیجې د کمښت له امله له ټولو سره مرسته نه شي کولای.
د کاري فرصتونو د کمښت ترڅنګ طبعي اپتونو لکه سیلابونو او وچکالۍ هم لا ډېر خلک د نورو مرستې ته اړ کړي دي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي