پکتيکا کې د ښوونځيو د زده کړو کيفيت!

121
د کتلو شمېره

خبريال: سیف الرحمن ذکي
پکتيکا کې زده کوونکي شکايت کوي چې لا هم په ښوونځيو کې د زده کړو کيفيت د نورو ولايتونو په پر تله پڅ او بې خونده دی.
دوی وايي، د تېر جمهوري دولت پر مهال له پکتيکا سره په دې برخه کې د مور او ميرې چلند شوی، ځکه پکتيکا هغه ولايت دی چې تقريباً تر ډېره يې جغرافيه او نفوس د لويو ولايتونو په کتار کې راځي، خو د ښوونځيو لپاره درسي توکي او ودانۍ نه لري.
د ياد ولايت د مرکز ښرنې ځينې زده کوونکي د زده کړو له روان بهیر څخه راضي، خو وايي، هغه ډول چې لازمه ده لا هم په دې برخه کې نيمګړتيا وې شته.
دوی وايي، چي د زده کوونکو کورنۍ دې د خپلو زده کړیالانو وخت په وخت څارنه وکړي تر څو يې خپل د کورنۍ زده کوونکي لا ښه د علم په بهترینه ګاڼه سمبال کړي وي.
دوی زیاته کړه چي د زده کوونکو په تعداد کې د پخوا په نسبت يو څه کموالی راغلی، خو ورو ورو عادي حالت ته راګرځي، ځکه حکومتي چارواکي په دې برخه کې جدي دي.
 په ښرنه کې د علي بابا د لېسې یو تن ښوونکی محمد امین امین وايي، چې د یادې لېسې د زده کړو کیفیت د پخوا په نسبت ډېر ښه روان دی او دوی تمه لري چې له دې نه به هم ښه کېږي.
 هغه یادونه وکړه چې زموږ په هېواد کې ډېر با استعداده اشخاص شته دي چې یوازي څه نا څه کار ته اړتیا لري، د ټولنې او هېواد د راتلونکي لپاره په درد خوړل کېږي.
هغه څرګندوي چې د ښوونځیو ادارې، استادان او د کورنۍ مشران کولای شي چې د زده کړو د کیفیت د لا ښه والي لپاره نور کار هم وکړي.
نوموړی وایي: (( د زده کړو د کیفیت د ښه کولو لپاره دا ډېر اړخونه لري، په دې کې اداره ده، استاد ده او محیط ده، نو دا چې په ګډه باندې په سمه توګه کار وکړي، نو په وطن کې ډېر ښه ذهنونه دي، که دوی ته نور کار وشي دا د زده کړو کیفیت به حتماً د ښه والي په خوا باندې ځي.))
هغه راته وویل چې ښوونکي د زده کوونکو په تشویق کې ډېره ونډه اخلي او د تل لپاره زده کوونکي د ژوند په ټولو برخو کې کار او کوښښ ته هڅوي چې دا د زده کوونکو په راتلونکي ښه تاثیرات لرلای شي.
همدا رنګه هغه یادونه وکړه چې په یاده لېسه کې د والدینو شورا د زده کوونکو د زده کړو په کیفیت او حالاتو باندې وخت په وخت څارنه کوي.
نوموړی وايي: (( شاګردان هم تشویق کېږي، استادان هم تشویق کېږي، او استادان شاګردان ډېر تشویقوي، په دې اړه د والدینو شورا ډېر کار کوي، د شاګردانو د کیفیت په اړخ کې او د لېسې په فزیکي برخه کې ډېره همکاري کوي.))
ده د خبرو په دوام وویل، چې په ښوونځیو کې زده کړې له پیله پیل کیږي او لومړۍ زده کړي په ښوونځيو کي پیل کیږي، نو لازمه ده چي د یادي برخي ټول کسان خپل مسولیت ومني او ورته متوجع شي، او دوی ته لازمه ده چي خپله وظیفه په پوره صداقت او ایماندارۍ سره سرته ورسوي، تر څو یي د هېواد راتلونکي او جوړوونکي ځونان ښه او د هېواد په مینه سمبال روزلي وي.
دی وايي: (( هر بخش ته زیات ضرورت دی چې زیات کار وشي او هر سړی خپل مسوولیت ایماني او وجداني د الله تعالی د رضا لپاره او د دې وطن د بچیانو لپاره ادا کړي. دا که استادان دي او که د شاګردانو والدین دي خپلو زامنو ته متوجه واوسي.))
د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ يو ښوونکی وايي، چې یو هېواد په دوو شیانو درلودلو سره خپلواک او په ځان بسیا کېدای شي، چې د هغه له جملې څخه یې یو د هېواد معارف دی، ځکه پوهنه د هغه هېواد د ملا د تیر حیثیت لري چې د ملا د تیر په کمزورۍ سره ټول هېواد د زوال په لوري ځي، خو برعکس د ملا د تیر یا د معارف په پښو درولو سره یو هېواد پرمختګ کولای شي او په ځان بشپړ متکي کېدای شي.
هغه وایي: (( یو هیواد په دوو شیانو ژوندی دی، یو د هیواد مجهزه اوردو ده، او دوهمه برخه یي تعلیم تربیه او معارف ده، هغه د هیواد د ملا د تیر حیثیت لري، که د انسان د ملا تیر زخمي شي نو هغه بیا هیڅ هم نه شي کولای، همیشه به یي بل ته لاس نیولی وي او دروېزګر به وي.))
ده وویل چي د هیواد د جوړوني لپاره باید د ټولني ټول خلک په یوه خوله مټي راونغاړو او د هیواد د جوړوني لپاره د معارف په برخه کي خپل مسوولیت په پوره اخلاص سره ترسره کړو.
دی وايي (( افغانانو ته دا لازمه ده چي اوس د خپل هیواد لپاره مټي باید راپورته کړو او په اخلاص او ایمانداري او د اسلامي اصولو په بناه کي دا خپل ګران هیواد ته باید خدمت وکړو، ځکه خپل هیواد پلار او مور ده، خپل هیواد خپل کور او ګور ده. ))
د ګيان ولسوالۍ يو ښوونکی په دې اړه وايي، چې پلار او د کورنۍ نور غړي باید په خپلو ماشومانو درسونه ووایي او خپلو درسونو ته یې تشویق کړي، تر څو خپل اولادونه د ټولنې او هېواد د ګټې لپاره نور هم ښه وروزي.
هغه زياتوي، چې په ښوونځي کې زده کوونکي څلور خو په کور کې شل ساعته وخت تېروي، نو ځکه کورنۍ مکلفې دي چې د خپلو اولادونو تدریس ته ډېره پاملرنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه: (( والدین مسوولیت لري چي په خپلو اولادو باندي تدریس وکړي، ځکه په مکتب او لیسه کي څلور ساعته شاګرد له معلم او استاد سره وي او شل ساعته دا شاګرد له مور او پلار سره وي.
که چیري والدین په دې باندي کوښښ ونه کوي، په دا څلورو ساعتو کي به معلم څه ورته زده کړي.))
یو زده کوونکی سید حسن وايي، چې دوی مسلکي او په کار پوه استادان لري، چې د زده کړو په کیفیت باندې یادو مسلکي استادانو مثبت تاثیر لرلی دی.
هغه یادوي چې دوی ته منظمې زده کړې ورکول کېږي او دوی د زده کړو له یاد بهیر څخه خوښ او راضي دي.
ده وویل: (( زده کړي ډیري ښې دي، یعني ټول لیسانس او مسلکي استادان لرو، ډيري ښې زده کړي دي له هغو چي موږ الحمد الله راضي یو.))
نوموړي په خبرو کي وویل چي د استاد او زده کوونکي همغږي کولای شي چي د زده کړو په کیفیت لا ښه تاثیر ولري.
دی پسې زیاتوي چې زده کوونکي باید په ځان ډېر کار وکړي او خپلې زده کړې ته زیاته پاملرنه وکړي، ترڅو په خپله برخه  کې بریالی واوسي.
ده وویل: (( شاګرد باید په ځان باندي ډیر کار وکړي، شاګرد زده کړي ته توجع وکړي، او استاد او شاګرد باید سره همغږي وي، د استاد او شاګرد تر منځ باید فاصله نه وي. دغه کارونه که وشي نور په زده کړو کي مثبت بدلونونه راځي.))
نور اسلام یو بل تن زده کوونکی دی، وایي چي د پکتیکا په سطحه قوي استادان لري او د پخوا په پرتله یي د زده کړو کیفیت لا ډير ښه شوی او تمه شته چي نور هم ښه شي.
دی وایي: (( استادان مو تکړه شوي او د پکتیکا په سطحه استادان راغلي لیسې ته، او په خپله باندي دغه د شاګردانو سویه د تیرو کلونو په پرتله لوړه شوي ده، د استادانو د کوښښ په نتیجه کي.))
د پکتیکا ولایت د معارف رئیس مولوي عبدالوکیل خالد راته زیاته کړه چي تعلیمي بهیر ډير ښه شوی او لا هم کار ورته روان دی، چي د مرکز سربیره په ټولو ولسوالیو کي کدري استادان مقرر شوي دي چي د یادو کدري استادانو په مقرریدو سره په تعلیمي برخه لا مثبت تغیرات راغلي او لا به هم مثبت تغیرات راشي.
ده وویل: (( د اسلامي امارت په راتګ سره د تعلیم او تربیي په برخه کي د استادانو په برخه کي د انکشاف مسلکي په نوم کدري استادان مقرر شو، د معارف شهر په شمول باندي په ټولو ولسوالیو کي اته کسان چي څلور به د تعلیمات اسلامي برخه وي او څلور به د تعلیمات عمومي برخه وي مقرر شوي دي.))
د ده په خبره چي په ځینو ولسوالیو کي ښوونځي نه وو چي ماشومانو زده کړو ته لاسرسی نه درلود د هغو ساحو لپاره په  ۴۰۰ محلي ټولګیو کار روان دی او په راتلوونکي کي به افتتاح شي.
نوموړي وویل: (( د پکتیکا په بعضي ولسوالیو کي موږ سپیني ساحې لرلې، ماشومانو مکتب یا مدرسې ته رسیدګي نه لرله، چي همدا اوس ۴۰۰ محلي ټولګي تر کار لاندي دي چي په نږدې راتلوونکو ورځو کي به د هغو رسماِ افتتاح وشي.))
د یادو ښوونځیو د شاګردانو په خبره چي مسلکي استادن د زده په ښه کیفیت باندي زیات تاثیر لري چي د دوی د زده کړو د ښه کیفیت له علتونو څخه همدا د مسلکي استادانو په دندو ګمارل وو.
دوی وویل چي د معارف برخي ته باید نوره هم توجع لا زیاته شي تر څو د معارف د قوي کولو په واسطه وکولای شو خپل هیواد په پښو ودروو.
دوی یادونه کوي چي ټولي د شاګردانو کورنۍ دي د خپلو اولادونو څارنه وکړي او سالمي زده کړي ته یي دي تشویق کړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي