اقتصادي ستونزې او د خلکو په ژوند يې اغېز!

139
د کتلو شمېره

خبريال: سیف الرحمن ذکي
د کارپوهانو په وینا اقتصادي ستونزې د خلکو په ژوند منفي تاثير لري، او اقتصادي ستونزې کولای شي چې ډېر کسان په ذهني فشار او رواني ناروغۍ اخته کړي.
د دوی په خبره چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته تر یوه اندزاه رسیدګي شوې او هڅه روانه ده، چې د نورو ډېرو خلکو اقتصادي ستونزو ته به هم د حل لارې پیدا شي.
هغوی د اقتصادي ستونزو لاملونه د کورنیو ژر ژر بېلوالی او د نفوسو وخت په وخت ډ‌ېروالی یادوي.
محمد کبیر وایي، کاري فرصتونه د تېر په پرتله په ډېرېدو دي، چې له یادو فرصتونو څخه  د دولت او موسساتو له لوري د ډېرو پروژو پیلول یادولای شو چې پکې د ډېرو خلکو لپاره د کار زمینه برابره ده او د دوی د کورنۍ اقتصادي ستونزې تر یو حده ورسره حل کېږي.
دی وايي: (( کاري فرصتونه تقریباً ورځ تر بلې ښه کیږي، ځکه یو خو د دولت د نویو پروژو پرانېسته ده چې ځوانانو ته پکې د کار زمینه برابریږي.))
نوموړي یادونه وکړه هغه کسان چې اوس هم له اقتصادي ستونزې لري، په هغوی یادې ستونزې ډېر ناوړه تاثیرات لري، چې د هغو له جملې څخه یو د ځوانانو نورو هېوادونو ته مهاجرت دی، ترڅو دوی وکولای شي خپلې اقتصادي ستونزې له دې لارې حل کړي.
هغه زیاته کړه: (( د اقتصادي ستونزو تاثیرات اوس هم په دوی پراته دي، یو بده اغیزه که یي موږ او تاسو یاده کړو د ځوانانو مهاجرت دی او نورو هیوادونو ته دوی زړه ښه کوي، یعني د دوی په فکرونو کي دا دي چي په نورو هیوادونو کي اقتصادي ستونزي نشته.))
دی د خبرو په ادامه وایي چي د اقتصادي ستونزو له امله ګڼ شمیر نوري ناروغۍ هم رامنځ ته کیږي، چي د هغو له جملې څخه د ذهني او روحي ناروغیو پیدا کیدل دي، چي د یادو ناروغیو تر څنګ د نورو نارغیو احتمال هم کیدای شي، چي د اقتصادي ستونزو له بدو تاثیراتو څخه دي چي په ټولنه یي لري.
هغه یادوي: (( چي د اقتصادي ستونزو سره روغتیایي ستونزي هم ملې وي مثلا هغه ذهني فشارونه وي او دې ته ورته د نورو ناروغیو را پیدا کیدل وي، کومي ناروغۍ چي له ذهني خپګان سره یا له ژور خپګان سره اړیکه لري مسقیمي نوري ناروغۍ هم ورسره را پیدا کیږي.))
غلام نبي هم وویل چي د اقتصادي ستونزو له امله ډیری کورنۍ له تعلیم او زده کړو څخه وروسته پاتي کیږي، ځکه چي دوی د یادو ستونزو له امله نه شي کولای زده کړو ته ادامه ورکړي او خپلي زده کړي پر مخ بوځي.
دی یادوي چي د یادو مشکلاتو له امله ډیر ځوانان نورو هیوادنو ته په قاچاقي او سختو لار سفر کوي، چي دا  د دوی د ژوند لپاره یو لوی خطر دی، او کیدای شي دوی د لاري په اوږدو کي خپل ژوند له لاسه ورکړي.
ده وویل: (( د خلکو په راتلوونکي ژوند باندي ډیر تاثیر لري، ځکه چي له تعلیمه څخه وروسته پاتي کیږي، او نورو هیوادو ته دوی زړه ښه کوي تر څو هلته مزدوري وکړي او په قاچاقي لارو ځي چي له مرګ سره مخامخ کیږي.))
سمیع الله راته څرګنده کړه چي د اقتصادي ستونزو له امله مو راتلوونکی نسل له خوار ځواکي سره مخامخ کیږي، چي دا د ټولني په راتلونکي باندي لا ډیر خطرناک تمامیدای شي.
هغه یادونه کوي چي د خوارځواکي تر څنګ د تعلیم د وروسته پاتي والي په برخه کي هم اقتصادي ستونزي لوی رول لوبوي، چي د کورني اقتصاد د خرابولي له امله دوی نه شي کولای چي زده کړو ته ادامه ورکړي.
دی د یادو مشکلاتو سربیره وايي چي اقتصادي ستونزي کولای شي چي یو کس غلا ته مجبور کړي او له یادي لاري د خپل ژوند د پایښت لپاره د اړتیا وړ مواد د غلا له لاري لاسته راوړي، او ځیني خلک د اقتصادي ستونزو د نه حل له امله د نشه یي توکو استعمال ته مخه کوي چي دا یي د ژوند په ټولو اړخونو بدترین تاثیرات درلودلای شي.
ده ورپسي وویل: (( په انسانانو باندي تاثیر یي، یو چي ده دوی له خوار ځواکي سره مخ کیږي اودوی بدو کارونو ته مخ کوي لکه غلا، نشه یی توکي استعمالول او له یادو ستونزو سره مخ کیږي.))
عادل بیا د اقتصادي ستونزود ډیروالي لاملونه بي کاري یادوي او وايي چي که هغه ځوانان چي اوس هم بي کاره او بي روزګاره دي، د ځان لپاره یو ورځنی مصروفیت پیدا کړي او دوی ته د کار زمینه برابره شي کیدای شي ژوند یي بدل شي.
هغه د اقتصادي ستونزو بل لامل د کورنیو ژر ژر بیلوالی یادوي، او یادوي چي د کورنیو مشکلاتو او تاوتریخوالي له امله کوچنۍ کورنۍ هم په څو کورونو ویشل کیږي، چي بیا دوی نه شي کولای چي هر کس د خپلي کورني مصارف پوره کړای شي چي د زیاتو اقتصادي ستونزو د منځ ته راتګ لامل کیږي.
نوموړی د اقتصادي ستونزو یو بل لامل ته هم په اشارې وايي چي د نفوسو او وګړو ډیرښت په اقتصادي ستونزو بشپړ تاثیر درلودلای شي، ځکه په کورنۍ کي یو او دوه کسان نه شي کولای چي د ټولي او لویي کورنۍ لپاره ټول مصارف او ضرورتونه په وخت پوره کړي چي بلاخره د اقتصادي ستونزو د منځ ته راتګ سبب کیږي.
ده زیاته کړه: (( یو خو د نفوس زیاتوالی دی، چي د نفوس په زیاتیدو سره د کورنیو د جلا والي سبب کیږي، چي کال په کال نفوس زیاتیږي او اقتصادي ستونزي رامنځ ته کیږي او دوی نه شي کولای په دوی پسي ورسیږي.))
میرویس هم بیانوي چي د کاري فرصتونو نه شتون د لا اقتصادي ستونزو لامل کیږي، ځکه چي په کار او دندي تر سره کولو سره کولای شي خپلي ستونزي حل کړي.
دی هم وايي چي د نفوسو د شمیر بي حده  زیاتولی کولای شي چي د اقتصادی ستونزو په ډیرښت کي مهم نقش ولوبوي.
هغه وايي : (( د اقتصادي ستونزو عوامل یو خو د کاري فرصتونو نه درلودل دي، او بل د نفوسو زیاتولی دی چي د نفوسو زیاتوالي د کورنۍ اقتصادي ستونزي زیاتوي او مخ په زیاتیدو ځي، او هغه کورنۍ چي ژر ژر بیلیږي هغه هم اقتصادي ستونزي زیاتي لري او دوی نه شي کولای چي ژر له اقتصادي ستونزو څخه ووځي.))
کبیر یاده کړه چي هغه کسان چي ټیټ او کمزوری اقتصاد لري باید ورته د کار زمینه برابره شي، چي د کار دزمیني په برابریدو سره د دوی ستونزي کیدای شي پای ومومي.
دی وايي چي یادو خلکو ته دي د کار زمینه په هغه برخه کي برابره شي چي په هغه برخه کی دوی مهارت ولري او کولای شي په خپل مسلک  کي بریالي واوسي.
ده وویل : (( د دې لپاره چي اقتصادي ستونزي مو کمي کړي وي، هغه کسان چي ټیټ اقتصاد لري، هغو ته د کاري فرصتونو برابرول دي، یعني په هغه بخش کي دوی مهارت لري، په هغه برخه کي ورته د کاري فرصتونو برابرول دي.))
نوموړی یادوي چي د نفوسو د کنټرول لپاره عامه پوهاوي ته اړتیا ده چي د طب د برخي د متخصصین باید د یادي برخي لپآره ډیر عامه پوهاوی وړاندي کړي،
نوموړی ورپسي زیاتوي: (( د طب پرسونل باید عامه پوهاوي ورکړي د ټولني وګړو ته، تر څو د نفوسو له بي حده زیاتولي څخه مخنیوی شوي وي، او هغه ستونزي یي باید ورته بیان کړي چي اقتصادي ستونزي هم رامنځ ته کولای شي.))
دی خبري پسي غځوي چي د کورنیو مشران باید خپلي کورنۍ سمي او منظمي اداره کړي، تر څو یي د ژر جلاوالي مخه نیولي وي، چي د ژر جلا والي په مخنیوي سره دوی کولای شي چي له زیاتو اقتصادي ستونزو څخه ځان وژغوري.
هغه پسي وویل: (( د کورنیو مشران باید خپلي کورنۍ په سم ډول باندي اداره کړي یا یي نفاق ته متوجع نه کړي او اجازه ورته ور نه کړي چي په کورنیو کي نفاق را منځ ته شي او یا کورنۍ بیلي شي او شته اقتصادي ستونزي نوري هم په مخ باندي ولاړي شي.))
د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو د ریاست آمر مولوي امیر حمزه دروېش په خپلو خبرو کي یادونه وکړه چي د اسلامي امارت پالیسي او پلان دا دي چي د ډیر خلکو لپآره د کار زمینه برابره کړي او د دوی اقتصادي ستونزو ته د کاري فرصتونو د ډیرښت له لاري رسیدګي وکړي.
نوموړي یادونه وکړه چي د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیز چارو ریاست د (KRO)  موسسې په همکارۍ په پکتیکا مرکز او اورګون ولسوالۍ  کي ۱۸۰ کسان د نشه یي توکو له استعمال څخه د کاري فرصتونو په واسطه ګرځولي دي او دوی یي له دې ناوړه کار څخه خپل کسب او دندي ته متوجع کړي.
ده وویل چي یادو معتادینو ته په خیاطي، نجاري او د برق په برخو زده کړي ورکړل شوې چي څه موده مخکي دوی ته د فراغت سندونه او وسایل ورکړل شول.
د ده په خبره چي یاد کسان د نشه یي توکو د استعمال پرځای په یادو برخو کي په کار مصروف شوي او د کار زمینه ورته برابره شوي ده.
هغه یادونه وکړه: (( ۱۸۰ هغه کسان چي دوی د په نشه یي توکو اخته وو، هغوي مو راوستل چي ۹۰ نفره په مرکز کی او ۹۰ نفره یي په اورګون کي وو، او دوی ته یي د کار زمینه برابره کړه، د خیاطي، نجاري او برق په بخش کي مو دوی ته زده کړي ورکړې چي یو څه وخت مخکي د فراغت سندونه ورکړل شول او دوی ته کیټونه ورکړل شول.))
ده وویل چي موږ خپله هم کوښښ کوو او له همکارو موسسو هم کار اخلو چي ډیرو خلکو ته د کار زمینه برابره کړو.
هغه زیاتوي: (( موږ کوښښ کوو چي زیاتي همکاري موسسې را جذب کړو او دلته چي څومره خلک پاتي دي، هغو ته د کار زمینه برابره کړو.))
د سیمي خلک وایي چي که دوی ته د کار زمینه برابره شي، دوی کولای شي له یادو اقتصادي ستونزو څخه خلاصون ومومي.
هغوۍ وویل چي اقتصادي ستونزي په ټولنه باندي ډیر منفي تاثیرات لري، او کولای شي ټولنه په ډیرو برخو کي له ستونزو سره مخ کړي.
دوی خوشحاله دي چي د پخوا په پرتله اقتصادي ستونزي څه کنټرول شوي او ډیرو خلکو ته د کار زمینه برابره شوي او دوی هم تمه لري چي دوی ته به هم وخت په وخت د کار زمینه مساعده شي او دوی به له ډیرو ستونزو څخه خلاصون پیدا کړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي