پکتیکا کې يو شمېر ځوانان وایي، که له ټولنيزو او انټرنېټي شبکو څخه سالمه استفاده وشي او د اصولو مطابق معالیتونه پکې تر سره شي، د عایېد ګټلو لپاره اسانه او مناسبه لار ده، چې يو طرف به یې د ټولنې لپاره په بېلابېلو برخو کې خدمت کړی وي او له بل لوري به په خپل کور کې عايېد تر لاسه کوي.
په دې اړه هغه ځوانان چې اوس له يوټيوب چينلونو څخه پیسې ګټي وایي، د لومړي ځل لپاره سخت کار دی، خو له لږ زحمت کولو وروسته اسانتیا ده او په خپل کور کې د پیسو ګټلو اسانه لار ده، چې يوازې په ځان کار کولو او دې برخې ته د ځان حوړولو اړتیا ده.
احسان الله خاورين هغه ځوان دی چې اوس په يوټيوب کې چينل لري او له دې لارې يوه اندازه عايېد تر لاسه کوي.
هغه وایي، چې لومړۍ ځل مې دا فکر نه کاوه چې زه دې په دومره اسانه سره پیسو ګټلو ته لار پیدا کړم، خو د يوټيوب رسنۍ د اصولو مطابق مخته لاړم او په ځينو ټولنيزو موضوعاتو مې بېلابېلې خپرونې وکړې، چې د خلکو له لوري خوښې شوې او په پایله کې زه دې ته ورسېدم چې اوس په اسانۍ سره له دې رسنۍ پیسې تر لاسه کوم.
د نوموړي په وينا: (( زیات کار مې وکړ، شپې مې ورته رڼې کړې، خلکو پسې به مې زنګونه او مسېجونه کول ترڅو مرکې ته را سره حاضر شي، خو له دې ټولو زحمتونو وروسته په پوټيوب کې زما خپرونې خلکو خوښې کړې او ما دا موقع تر لاسه کړه، چې خپل چینل مې د اعلاناتو لپاره ثبت کړ.))
خاورين په ځوانانو غږ وکړ، چې په انټرنېټي پاڼو کې دې له هسې ګرځېدو ډډه وکړي او په بدل کې دې خپله انرژي او پوهه په دې مصرف کړي، چې هم ټولنې ته د خدمت جوګه شي او هم انټرنېټي مصارفو د بریا تر څنګ د کورنۍ لپاره يوه د عايېد سرچينه ولري.
جميل غيرت د پکتیکا يو بل هغه ځوان دی چې په انټرنېټي پاڼو کې خورا فعال او د دې رسنيو په قانون يې ځان خبر کړی دی.
غيرت وایي، ځوانان دې په انټرنېټ کې داسې فعاليتونه تر سره کړي، چې د مصارفو په ځای عايد تر لاسه کړي، ځکه چې په اوسنۍ نړۍ کې تر ډېره بریده د خلکو هڅه دا ده چې ټول تجارت بريښنایې برخې ته واوړي.
د نوموړي په وينا، چې د نورې دنيا خلک يوازې له يوټيوب چينلونو څخه په لکها پیسې اخلي، خو موږ يوازې مصارف پکې کوو، خو د دې په ځای چې مصرف وکړو، موږ هم باید له دې ځایه پیسې وګټو.
غيرت زیاتوي: (( پښتو په غږېزه برخه کې زیات معلومات نه لري، خو د فعال او يوهه ځوانانو له لورې که په انټرنيټې پاڼو کې داسې فعالیتونه شروع شي، چې په پښتو کې غږېزو کتابونو او بيلابیل معلومات خپاره شي، دا به د ټولنې او راتلونکو نسلونو لپاره هغه خدمت وي، چې موږ ته تر ډېره نه دی شوي.))
ښاغلي جميل د همدې رسنیو په اړه دا هم وويل، چې که بې ځایه کارول کېږي دا به د ګټې پر ځای توان وي، ځکه چې موږ به خپلې پیسې هسې مصرف وو او ټولنې ته به هم داسې خدمت نه وي شوی، چې یو پوهه او دانشمند ځوان دې دا احساس وکړي، چې خپل مسؤلیت مې تر سره کړی دی.
قيس چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی په يوټيوب کې یې چينل پرانيستی دی، هغه په دې رسنۍ کې تنزي برخه چلوي او وایې چې هدف یې په ټولنه کې خندا خپرول او په ځينو داسې مسائلو باندې د خلکو پوهول دي، چې له تنز بغير په ټولنه بد تمامېږي، خو له دې لارې زه غواړم، چې د ناوړه کارونو د مخنيوي په پار تنزي ويډيو ګانې خپرې کړم او خلکوته عامه پوهاوی وړاندې کړم.
هغه زیاتوي: (( دا عجيبه وه چې د يوټيوب له لوري راته پیسې راکړل شوې، ځکه چې ما دا کار د خپل ذوق له مخې پیل کړی و، مګر اوس زه له دې لارې د خپلې کورنۍ لپاره دوعايد تر لاسه کوم، چې ورّني ټول مشکلات مې ورباندې حل کېږي.))
بل لورته لعل محمد شباب چې په سوشل ميډيا د خيرالله په نوم مشهور ځوان وایې، چې زموږ اکثریت خلک په انټرنيټي پاڼو باندې خپل عکسونه يا هم له پردي موزیک سره خپل يوځای شوې ويډيوګانې خپروي، چې په دې ډول سره نه دوی کوم مکافات تر لاسه کوي او نه هم د ټولنې لپاره په کومه برخه کې خدمت ورته ويلی شو.
هغه واویې، ځوانان دې رسنیو کې داسې کار وکړي، چې هغه د پښتو له دود، رسم او رواج سره برابر او زموږ د ټولنې مطابق نشرات وي، تر څو په دې ډول سره په غږېزه او ويډیو يي برخه کې د پښتو ژبي هغه خاليګاه ډکه کړل شي، چې تر اوسه ورته په پوره توګه کار نه وي شوی.
نوموړی وایې: (( په ټولنېزو او په ټوله کې انټرنيټي پاڼې په سم ډول چلولو سره مکافات لري، او دا رسنۍ خپل هغه کارمند ته د کار کولو په بدل کې پیسې ورکوي، چې کارمند یې زحمت وباسي او يو نوی تولېد وړاندي کړي.))
د شباب په خبره، په پکتیکا کې زیات تاریخي ځایونه شته، چې زموږ په ګډون د نړۍ زیاته برخه خلک به د دې معلومات نه لري، چې ايا پکتیکا کوم تاریخي ځای لري کنه.
هغه زياتوي، زیات داسې موضوعات شته چې مه په کلونو کلونو کار ورباندې وشي، خو نه ختمېدونکي دي، چې له دې لارې کولی شو، په اسانۍ سره خپل دود او فرهنګ نړۍ ته وړاندې کړو او د خپل باغروره هيواد هغه ځانګړتيا وي را ښکاره کړو، چې تر دې دمه کار نه دی ورته شوي، چې له داسې فعاليتونو ورسته به موږ په خپل کور کې د تخنيکي کار له کولو وروسته پیسې تر لاسه کوو.
د يادونې وړ ده، چې په پکتیکا کې يوشمېر ځوانان اوس د ځينو انټرنيټي پاڼو لپاره فعاليتونه تر سره کوي او د دوی په خبره چې تر زیاته بريده په خپلو کارونو کې بریالي دي او د ټولنې لپاره د خدمت کولو تر څنګ، د شاکه کارونو لپاره د مجبوريت پر ځای له بیلابیلو انټرنيټي پاڼو څخه دومره عايد تر لاسه کوي، چې د دوی د ورځنيو اړتياو د پوره کېدو جوګه وګرځي.
تبصرې 0