پکتیکاوال: د لاسي صنعتونو لپاره دې مناسب مارکيټ را منځته شي.

118
د کتلو شمېره

د پکتیکا اوسېدونکي وايې، په دې ولایت کې لاسي صنعتونه خورا زیات دي، خو لپاره یې د مناسب مارکيټ نه شتون هغه ستونزه ده، چې دوی ور سره مخ دي او د دې سیمې ارزښتمن صنعتونه په کمه قيمت نورو خلکو ته رسېږي.
د دې ولایت اوسېدونکي څرګندوي، چې د سیمې زیاته برخه ميرمنې د لاسي صنعتونو په برخه کې خورا مهارتونه لري، خو دوی خپل تولېد شوي توکي تر ډېره بريده د کليو په کوچنیو دوکانونو کې پلوري، ځکه چې د دوی لپاره د لاسي صنعت ځانګړی مارکيټ نشته او اسانتيا وي نه دې برابرې شوې.
 
په دې اړه يو تن فعال سعيد راز وایې، پکتیکا يو هغه ولایت دی چې کلونه پخوا دودونه لا هم پکې ژوندي دي او په خاص ډول د فرهنګي جامو او لاسي صنعيو هغه مهارتونه په دې ځای کې شتون لري، چې ممکن په نورو زیاتو ولایتونو کې به داسې هنرونه کم تر سترګو شي.
د هغه په خبره، تر اوسه د لاسي صنعتونو لپاره نندارتونونه نه دي پرانستل شوي او نه هم د بازار مندې په موخه هغه ډول مارکيټينګ ورته شوی، چې د دې سيمې د ميرمنو لاسي هنرونه تر نورو ولایتونو او په ټوله کې تر نورو هيوادونو ورسېږي.
نوموړی وایې: (( تمه ده د لاسي صنعيو لپاره منظم پلان ونيول شي او په بازار کې د مارکيټ جوړونې په موخه نندارتونونه پرانستل شي، چې له دې چارې سره به د دې سیمې هنرونه تر نورو ځايونو په اساني ورسېږي او دودېزې افغاني جامې به مو دا ثابته کړي، چې دلته وقعا لاسي هنرونه پاتې دي.))
راز وایې، په پکیتکا کې د میرمنو له کورنيو کارونو وروسته ټوله ورځ همدا لاسې سنعتونه دي، چې دوی خپل ځان ورباندې مصروف کړی دی او تر څنګ یې يوه اندازه پیسې هم ګټي، چې دا پیسې او د دې توکو بیې و ارزښت به یې هغه وخت لا لوړ شي، چې د نندارتونو له جوړېدو سره تر نورو خلکو ورسېږي.
 
بل لورته ملاله کليواله د لاسي سنعتونو په اړه وایې، افغاني ميرمنې په ځانګړي ډول د لرې پرتو سیمو اوسېدونکې د لاسي صنعتونو په برخه کې داسې هنرونه لري، چې په زیاتو ځایونو او هيوادونو کې به یې جوړه نه شي تر سترګو، خو ولې مشکل دا دی، چې د دوی دې هنرونو ته د بازار مندنې په برخه کې هغه ډول کار نه دی تر سره شوی، څنګه چې باید کلونه وړاندې لا تر سره شوی وای.
هغه وایې، د لاسي صنعتونو لپاره که نندارتونونه را منځ ته شي، او په بازارونو کې ځانکړي ځايونه ورته مشخص شي، يوازې دا نه چې د ميرمنو او کورني اقتصاد په برخه کې به ښه والي راشي، بلکې دا هنرونه او صنعتونه به تر بهرنيو هيوادونو ورسېږي، چې په پایله کې به يې ټول هیواد ته معلومه ګټه څرګنده شي.
د نوړې په وينا: (( زموږ په سیمو کې لاسي صنعت هغه هنر دی، چې زموږ ډېری مېرمنې یې د بوختيا په موخه په ذوق او شوق سره تر سره کوي، خو که د دوی لپاره مناسب باراز را منځ ته شې، لرې نه ده، چې فرهنګي او کلتوري دودېزې جامې، چې افغانانو کلونه وړاندې درلودې، بیا را پورته شي او د يو فرهنګي هيواد تصوير به ور سره ښکاره شي،))
 
د مرکز ښرنې اوسېدونکی حاجي ګل خان وایې، که د لاسي صنعتونو لپاره بازار مندنه کېږي، ګټه به یې دا وي، چې یو لور به بې روزګاره ميرمنې د بوختيا تر څنګ د کور دننه خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي او بل طرف به نړيوالو ته موږ خپل هغه فرهنګ وړاندې کړی وي، چې کلونه کلونه مو د دې فرهنګ د ساتلو په موخه قربانۍ ورکړې دي.
هغه وایې: (( زموږ د دود او فرهنګ لپاره دې هيواد په وار وار هغه قربانۍ ورکړې، چې نورو خلکو یې فکر هم لا نه دی کړی، او دا هغه فرهنګ دی، چې موږ به د خپلو ميرمنو په لاس د جوړو شويو لاسي صنعتونو په واسطه دا په ډاګه کړو، چې زموږ فرهنګ او کلتور هيڅ وخت له منځه نه شي تللی.))
د ګل خان په وینا، زموږ د سیمو لاسي صنعتونه دې تر نورو خلکو ورسېږي او د ټولني د اقتصاد د لا ښه والي په موخه دې دې برخې ته پاملرنه زیاته شي.
 
هاخوا د پکتیکا صنعت او تجارت رئیس ملا شادي خان حسين حيدري ډاډ وړاندې کوي، چې دې برخې ته به ځانګړې پاملرنه وکړي او په نږدې راتلوونکې کې به د لاسي صنعتونو لپاره د بازار مندنې پروسه پیل کړي.
د هغه په وينا: (( موږ ژمن يوو چې لاسي صنعتونه تر نورو ورسوو، چې  په دې برخه کې به لازم اقدامات تر سره شي او د کورني اقتصاد د پیاوړتيا په موخه به بازار مندنه ورته وشي.))
 
همدا شان د کار او ټولنېزو چارو رئیس مولوي اسلام حسین الهام بیا وایې، چې په دې برخه کې دوی عملا کار ترسره کوي، چې د حرفوي زده کړو له لارې یې زیات شمېر ميرمنو ته د خياطي کورسونه برابر کړي او هڅه یې دا ده، چې د فرهنګي ا کلتوري صنعتونو په برخه کې هم د زدهکړو زمينه برابره کړي.
هغه زیاته کړه: (( يوازې ميرمنې نه بلکې د بې روزګاره ځوانانو لپاره یې هم د حرفوي زده کړو په برخه کې کار تر سره کړی او ژر به د پکتیکا په اورګون، کټواز او وازه خوا ولسواليو کې د حرفوي زده کړو پیل وشي.))
 
د یادونې وړ ده، چې په پکتیکا کې زیاتې ميرمنې د لاسي صنعتونو په برخه کې خورا مهارتونه لري، چې دوی ته د نندارتونو او بازار مندنې اسانتيا را منځ ته شي، لرې نه ده چې په کورني اقتصاد به مستقيم تاثر ولري.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي