خبريال: محمد یونس عادل
پکتيکاوال وايي، پخوانۍ دودیزې لوبې راژوندي کول مهم یادوي او وایي، چې دا له ډېرو تاریخي او لرغونو لوبو څخه شمېرل کېږي.
دوی وايي، چې په اوسني وخت کې ډېر خلک هغو دودیزو لوبو ته پاملرنه نه کوي او له پامه یې غورځولې دي.
دوی له ځوانانو غواړي چې د نړۍوالو لوبو تر څنګ دې خپلې پخوانۍ لوبې هم نه هیروي او باید لازمه پاملرنه ورته وکړي.
روح الله امین یادونه کوي چې په افغانستان کې ځینې دودیزي لوبې کمزورې شوې يا هم بېخي له منځه تللې دي.
دی وایي چي د یادو لوبو د له منځه تلو باید مخنیوی وشي او باید پرې یي نه ږدو چي یادي لوبي له منځه لاړي شي.
ده وویل: (( په افغانستان کي دودیزي لوبي ډیري د ختمیدو په حال کي دي او دا ښه نه ده چي له منځه لاړي شي، دا باید بیرته ژوندۍ کړای شي.))
دی پسي زیاتوي چي د ټولني هغه خلک چي کوم مصروفیت ونه لري هغه باید یادي لوبي ولوبوي او را ژوندۍ یي کړي.
دی وایي چي هغه ځوانان چي مصرفیت لري خو په خالي وختونو کي ځیني لوبي کوي، د دوی لپاره لازمه ده چي یادي دودیزي لوبي وکړي او د را ژوندي کولو لپاره یي کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه: (( کوم خلک چي بي روزګاره دي او کوم خاص کار او روزګار ونه لري، دوی کولای شي چي خپل وخت اضافي وخت دې لوبو ته ورکړي او دا دود او دستور باید ختم نه شي.))
دی له هغو ځونانو غوښتنه کوي چي خپل وخت په عبث کارونو او بي معنا کارونو ضایع کوي، چي دوی باید خپل د عبث کارونو وخت یادو لوبو ته ورکړي، تر څو یي خپلي دودیزي لوبي هم ژوندۍ ساتلي وي او هم یي وخت یو ډول سپورټ ته ورکړی وي.
هغه یادونه وکړه: (( هغه ځوانان چي بي ځایه ځایه ګرځي او په شخړو کي مصروف وي، ښه ده چي په داسي لوبو کي مصروف شي او تر ډیره حده د بي اتفاقۍ او شخړو مخه نیول کیږي.))
ده زیاته کړه چي د کرکټ او نورو نړیوالو لوبو تر څنګ باید یادو دودیزو لوبو ته ډیره او جدي پاملرنه وشي، تر څو دوی د صحت د جوړښت لپاره سپورت هم کړی وي او هم یي خپلي دودیزي لوبي ژوندۍ ساتلي وي،
هغه د خبرو په دوام وايي: (( کرکټ یوه نړیواله لوبه ده، هغه هم باید وڅارل شي او هغې ته هم باید خلک وهڅول شي، خو د هغې تر څنګ کومی دودیزي لوبي چي دي هغهو ته هم باید ارزښت ورکول شي او هغه پریښودل نه شي.))
عرفان څرګندوي چي جنګ او جګرو یادي دودیزي لوبي له منځه یوړې او اړتیا ده چي یادي لوبي بیرته را پیدا او ژوندۍ شي، تر څو خپلي پخوانۍ لوبي بیرته په ټولنه کي رواج کړو.
ده یاده کړه: (( ښه خبره دا ده چي تر ډیره پوري دغه دودیزي لوبي بیرته راژوندۍ شي، ځکه په هیواد کي جنګ جنجالونه ډیر تیر شو او یادي دودیزي لوبي یي له منځه یوړلې له ټولو هیوادوالو څخه مو دا هیله ده چي بیرته دغه دودیزي لوبي خپل حالت ته رواګرځوي.))
حسیب الله راته وویل چي د دودیزو لوبو د له منځه تګ لامل د نړیوالو لوبو رامنځ ته کیدل دي، چي دودیزي لوبو څخه یي د خلکو پاملرنه نړیوالو لوبو ته اړولي ده.
هغه وویل : (( د خلکو پام له دودیزو لوبو نه اوښتی دی او ډیری وخت نړیوالي لوبي کیږي زیاتره وخت په هغې باندي خلک فکر بدلوي.))
امیر حمزه وویل چي ډیرو خلکو انټرنیت او اوسني ټیکنالوژي ته پام اوښتی دی چي له دودیزو لوبو څخه یي پاملرنه په بله اړولي ده،
دی یادوي: (( انټرنیټ ته لاسری د خلکو شوی دی، موبایل راغلی او نوي ټکنالوژي ده نو دې ته دیرو خلکو ټول وخت ورکړی دي، او په دې کي مصروفه شوي او دودیزي لوبي ورڅخه پاتي شوي دي.))
نوموړي زیاته کړه چي یادي ټولي لوبي د صحت لپاره ډیري ګتوري دي او باید دودیزو لوبو ته دیره پاملرنه وشي. تر څو بیرته خپلي لوبي په تولنه کي رواج وګرځووږ
ده وویل : (( نړیوالي ښې لوبي دي، خو تر څنګ یي باید دودیزو لوبو ته دیره ترجیع ورکړل شي، ځکه چي دا د صحت لپاره ډیري ګټه لري.))
مجاهد د خبرو په دوام وايي چي هغه کسان چي بي دندي دي او کومه وظیفه نه لري دوی کولای شي له یادو لوبو په استفادې خپل خالي وختونه ډک کړي، او له نشه یي توکو د استعمال څخه هم په دې ډول ځانونه لیري کړي وي.
هغه څرګندوي: (( په زیاترو ځوانانو فشارونه وي، دا که په لوبو کي مصروفه شي له معتادي نه به وژغورل شي، له بي ځایه ناستي او ګرځیدو نه به وژغورل شي، او په لوبو کي به مصروفه وي او خپل ذهن به یي ارام ساتلی وي.))
سمیع الله بیانوي چي خوسی، اس ځغلونه او منډي وهني له دودیزو لوبو څخه دي، چي د یادو لوبو بیرته د رواج کولو لپاره باید بیرته کار وشي او یادي لوبي په تولنه کي رواج کړو.
نوموړي یادونه وکړه: (( زموږ دودیزي لوبي چي دي، لکه خوسی، اس ځغلول او منډی وهل او داسي نوري دودیزی لوبي دي، چي دلته یي رواج درلود.))
هغه د خبرو په دوام وايي چي د نړیوالو لوبو په ځای د دودیزو لوبو را ژوندي کول به د ټولني او راتلوونکي نسل لپاره ډیر ګټور واوسي،
ځکه چي موږ به خپل راتلوونکي نسل خپلي لوبي بريښي وي، او دوی ته باید دا لوبي د یو رواج په ډول بیرته ژوندۍ کړو،
ده یاده کړه: (( دا خو ډیره ګټوره ده چي زموږ راتلوونکي نسل ته به زموږ رسم او رواج معلوم شي، نو که افغانستان خپلي لوبي دودیزي کړي، او هم یي نړیوالي کړي، نو زموږ راتلوونکي نسل ته به خپل رسم او رواج پاتي وي.))
د سیمي د خلکو په خبره چي دوی غواړي چي د افغانستان ورکي شوي دودیزي لوبي بیرته را پیدا شي، او وخت په وخت یادي لوبي ولوبول شي تر څو دا لوبي بیرته په ټولنه کي رواج پیدا کړي.
دوی له ځوانانو غواړي چي د یادو لوبو کولو ته ځانګړی وخت ورکړي چي دا لوبي د راتلوونکي نسل لپاره بیرته په خپل ځای پاتي شي، او هغوي له خپلو دودیزو او پلرنیو لوبو څخه استفاد وکړي او ویي لوبوي.
دوی ویل چي یادي لوبي باید راتلوونکي نسل ته د یو میراث په ډول پاتی شي او د دې لوبو په نړیواله کولو کي د تل لپآره کوښښ وکړو.
یوتن ځوان نقیب نوری دپکتیکاولایت دمرکز شرنی دسري کلا دکلی اوسیدونکی ده وایی
چی دودیزی لوبی په حقیقت سره هم له منځه تللی بیاهم په ټولنه کی کمی زیاتی مره وجی دی زه چی ماشوم وم اکثره به می خوسی چمچاکی لینده وشتل اوهمداسی ډیری لوبی به می کولی خواوس والدین خپل ماشومان درس ویلو ته تشویق وی او لوبوته یی دومره
زمینه نه وي مساعیده اوماشومان هم خپله علاقه درس سره لری خو دوۍ اکثره وخت مطالعی ته ورکوی اولوبو ته وخت نلری که چیرته په ماشومانو درس وویل شی تردودیزو لوبو یی ګټه ډیره ده اودودیزی لوبی چی زموږ په ټولنه کی ژوندی پاته دی یو دآس زغله ول تیږه اچول خوسي کول دا دود او ری واج دی
یو بل د علی دبابا دلیسی یوتن شاګرد محمدخان داسی وایی
موږ باید بازی وخت دودیزو لوبو ته ورکړو اوباید پری نه ږدو چی له منځه لاړي شی دودیزی لوبی لکه خوسی تیږه اچول منډه کول اوداسی نوری لوبی دی چی زه یی په خپل ژوند کی کوم او مینه ورسره لرم اوټول خلګ باید یادی دودیزی لوبی ترسره کړی اوپری ی نږدی چی له منځه لاړی شی که چیرته په دودیزو لوبو کار وونشی نوشاید په راتلونکی
نسل ته دتل لپاره لاړی شی زه چی کوچنی وم دخپلو ملګرو سره می خوسی کول کله به مو تیږه اچوله او اوس دی هغه وخت په ارمان یوچی اوس په زړونو کی مینه محابت نشته نفرت زیات ده دلویانو په زړونو کی زیات بغزاو کینه وی ده بغز اوکینی پرځای نوموږ باید سالم بانډارونه او مجلسونه ولرو.
تبصرې 0