خبريال: رحمت جيار
رنځپوهان ښه او مناسب خواړه د روغ صحت لپاره اړین بولي، او زیاتوي که څوک غواړي ښه له ناروغیو پاک بدن او صحت ولري، باید له سمو او مناسبو خواړو څخه ګټه پورته کړي.
د دوی په وینا، د مناسبو خواړو ترڅنګ پوره خوب او ورزش کول هم د ښه صحت او سالم ذهن لرلو تضمين کوي، او سپارښتنه کوي، مخکې له دې چې ناروغان شئ د خپل صحت د روغ ساتلو ته پام وکړئ.
دوی زیاتوي، د بدن روغ ساتلو لپاره باید له سبزیجاتو، وچو او لندو مېوو او ويټامین لرونکو خوړو څخه باید استفاده وشي، ترڅو مو له ناروغیو څخه ځان ساتلی وي.
د دې موضوع په اړه مو له یو تن ډاکټر جاوېد سره خبرې کړې دي هغه وایي، چې د روغ بدن لپاره ښه او سالمو خواړو ته ډېره اړتیا ده، اوموږ باید په اونۍ کې داسې خواړه وخورو چې وټامینونه ولري، ترڅو زموږ بدن تقویه کړي او هغه انرژي چې موږ يې د کار په بدل کې مصرفوو بېرته د خوړو په واسطه تر لاسه کړو.
ښاغلی ډاکټر په دې اړه داسې وایي: (( دا چې د یوه انسان یا د یوه بدن او صحت لپاره خواړه ډېر مهم دي، او هر څوک باید د خپل ځان ساتلو ته جدي پام وکړي، او هغه خواړه وخوري چې بدن ورته اړتیا لري ترڅو د یو انسان هغه انرژي پوره کړي چې د لاسه یې ور کړې وي.))
نوموړی وايي، چې په اونۍ کې باید سبزي، لبنیات، نخود او غوښه وخوړل شي، ترڅو مو خپل ځان له ناروغیو څخه ساتلی وي ، که چېرې دوی یوازې له یو ډول خوړو څخه ګټه پورته کوي، نو د دوی بدن هغه نورو وټامینونو ته ضرورت لري او چې هغه ورته ونه رسیږي، نو دوی په اساني سره په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي، او صحت ته یې زیان پېښولی شي.
دی زیاتوي چې: (( خوړه د بدن لپاره ډېرزیات ضروري دي، که یو انسان په ترتیب سره خپل خواړه په داسې ډول وخوري چې هغه د بدن د ضرورت ورته لري هغه پوره کړي نوموړی کس به له هیڅ ډول نارغۍ سره مخ نه شي.))
په همدې اړه له یو تن بل طبیب سره خبرې کړي، هغه زیاتوي، یو شمېر خواړه لکه بادام، هګۍ، کورکمن، چای او ځینو نورو وچو مېوو څخه باید د ذهن یا دوماغو د تقویې لپاره ګټه پورته شي، او پر وخت یې باید وخورو.
هغه لبنیات هم د ښه صحت لپاره اړین وبلل او زیاته یې کړه، که چېرې یو څوک هر وخت له ډول ډول خوړو څخه استفاده کوي، نو ډېر امکان د دې شته چې له یو شمېر ناروغیو سره مخ شي، او سپارښتنه کوي هغه خواړه چې بدن ته ضرر لري باید له خوړو یې ډډه وشي.
نوموړی داسې وایي: (( له هغو خوړو څخه باید ډډه وشي، چې د یو انسان هضمي سېستم ګډوډوي او د ناروغیو سبب کیږي، چې پدې کې کلک یا سخت خواړه باید بیخي ونه خوړل شي، او همداشان پوره خوب او ورزش هم کولی شي، چې انسان له له ډول ډول ناروغیو څخه وساتي.))
ډاکټر جمال بیا یو شمېر خواړه د حافظې کمزوري کولو سبب بولي، لکه زیات خواږه، پروسېس شوي خواړه، مشروبات، زیاته مالګه او ایسکریم هغه خواړه دې چې د حافظې د خرابوالي لامل کیږي.
هغه همداشان ژور خفګان، یوازېتوب او بې ځایه سوچونه کول د روغ صحت لپاره زیانمن بولي، او زیاتوي، چې له یادو ناروغیو څخه باید ځانونه وساتل شي.
ډاکتر جمال پدې اړه داسې زیاتوي: (( چې ورزش کاران، زر نه زړیږي، تر نورو ډېره انرژی لري تر نورو یې فکر ښه کار کوي، او هم یې حوصله تر نورو زیاته وي، زما سپارښتنه داده چې یادو ټکو ته جدي پام وشي، ترڅو روغ او سالم صحت/ بدن مو لرلی وي.))
ډاکټر یوسف وايي د ښه خوراک او منظم ورزش ترڅنګ د ښه صحت لپاره منظم خوب ډېر مهم دی، دی وايي چې خوب موږ ته ذهني او بدني ارامتیا رابښي، او ډېر مهم دی، هغه وایي، د یوه انسان لپاره په شپه او ورځ کې اووه ساعته خوب ډېر اړین دی چې باید پوره یې کړي، او که داسې ونه شي نو د بېلابېلو ناروغیو او د بدن د کم انرژۍ سبب کیږي.
هغه زیاتوي، کم خوبي د ذهن د خرابېدو سبب کیږي، چې په پایله کې یې ناروغي رامنځته کیږي.
نوموړی وایي: (( خوب او ارام ډېر مهم دی که موږ او تاسې چې څنګه خوارک ته اړتیا لرو همداسې، خوب ته ضرورت دی، خوب ذهني سکون دی، که دوه یا درې ورځې سرپه سر ویښ پاتې شو نو خپل ځان به کنترول نه کړو نورو کارونه خو نه شو کولای.))
طبیب یوسف په خپلو خبرو کې زیاتوي، شکر، ذهني کمزوري، بدن پړسوب، د هډوکو کمزوري، د سرطان خطر، ګوذڼ او د زړه تکلیف هم د کم خوبي له امله رامنځته کېدلی شي.
خو یو شمېر خلک بیا اقصادي ستونزې یادوي، او وایي، دوی نشي کولی د ډاکټرانو له سپارښتنو سره سم خواړه وخوري، چې هر وخت یو ډول خواړه کېدای شي د ناروغیو سبب هم شي.
ملنګ زیاتوي: (( زه پوهېږم چې کوم خواړه د صحت لپاره ګټوردي او کوم زیانمن دي ، خو خبره دا ده چې موږ د اقتصادي مشکلاتو په اساس تل هغه خوارک نه شو کولای چې اړتیا یې ده خو بیا هم هڅه کوي چې د کورنۍ لپاره تل داسې څه د خوراک لپاره یوسي چې د بدن او صحت لپاره ضروري دي.))
یاد ځوان په خپلوخبرو کې وویل چې په پکتیکا کې داسې غریب خلک اوکورنۍ شته چې هغوی د وچې مړۍ په ارمان دي، او دومره څه نه شي پیدا کولای چې دوی یې دوه وخته په ماړه نس وخوري.
یو شمېر روغتیاپالان بیا پدې باوردي، چې د روغ بدن لپاره مناسب چاپيریال او ښه اب هوا هم هغه څه دي، چې په روغتیا باندې ښه او بد اغېز کولی شي، همداشان کار کول هم ډېر اړین بولي، او زیاتوي، په یاده توګه کولی شو ترڅو خپله روغتیا په ساتلې وي.
ډاکټر نوروز یې په اړه داسې وایي:(( مونږ باید په یوه مناسب چاپیریال کې ژوند ولرو کار وکړو او همداشان له زیاتې ګرمي او یخني څخه باید ځانونه وساتو، ترڅو مو خپل روغ بدن ته پاملرنه کړي وي، که داسې ونه شي نو ډېر امکان شته چې په بېلابېلو ناروغیو اخته شو.))
هېره دې نه وي، چې روغتیاپالان داهم وایي، خپل ماشومان پروخت واکسین کړئ هغوی ته ښه غذا ورکړئ مینه ورکړئ او د تعلیم زمېنه ورته برابره کړئ ترڅو دوی روغ بدن او ښه راتلونکی ولري، ځکه په خپل وخت د ماشومانو واکسین کولو او هغوی ته په وخت خواړه ورکول، دوی له بېلابېلو ناروغیو څخه ساتي.
تبصرې 0