د دولتي او خصوصي  ښوونځيو ترمنځ  سالم  رقابت او پر زده کوونکو يې اغېز!

172
د کتلو شمېره

خبريال: عبدالقدیم عادل
که څه هم پکتيکا له علمي پلوه د هېواد يو له کمزورو ولايتونو شمېرل کېده، خو په دې وروستيو کې د اکاډميکو شخصيتونو د هلو ځلو له برکته اوس د سيالۍ ډګر ته رادانګلي دي.
که د اکاډميکو شخصيتونو دا هڅې همداسې جريان ولري ډېر ژر به په دې برخه کې مخکښ ولايتونه هم چلنج کړي.
د دې پرمختګ تر شا يوازې ښوونکي، مديران او حکومتي چارواکي نه دي، بلکې د سيمې قومي مخور، لوستي ځوانان او روڼ اندي کسان دي چې وخت ناوخت له ښوونځيو څارنه کوي او مثبتې مشورې ورکوي.
په ياد ولايت کې د دولتي ښوونځيو تر څنګ خصوصي ښوونځي هغه څه دي چې په دې برخه کې يې د زده کړو لپاره د زده کوونکو د کورنيو پاملرنه د زده کړو په موخه ښوونځيو ته راجلب کړې ده.
په پکتيکا کې د خادم  منځني خصوصي ښوونځي بنسټګر استاد جميل احمــد نوري زموږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ((په يوه ټولنه کې زدکړو ته هغه که ديني وي يا عصري څومره اړتيا ده)) وويل چې په هره ټولنه کې زده کړو ته زياته اړتيا ده. په ټوله کې دا اړتيا په افغاني ټولنه کې د بقا اصل دی.
دا د هر افغان اسلامي وجيبه ده چې د خپلو اولادونو او راتلونکو نسلونو روزنه ‌او پالنه په‌ علم سره وکړي.
هغه  زياته کړه چې د دولتي زده کړو تر څنګ  خصوصي  زده کړې هم په اوسني  وخت کې  اړينې ثابتې شوې‌ او د خصوصي ښوونيزو مراکزو يا لېسو روانه پالېسي ‌د ټولنې د وګړو لپاره زياته په زړه پورې ده او د زده کوونکو پر پالنه، روزنه او جوړونه کې  مثبت رول لري .
نوري وايي: (( ټولنې مو اوس مهال ډېر ښه  دريځ غوره کړی چې د خپلو اولادونو پر تعليم  يې مصارفو ته هم  ملا تړلې او دا مصارف يو مفيد او پر ځای اقدام بولي))
يوازي دانه بلکې ټول پکتيکا مېشتي پر دولتي او خصوصي ښوونځيو کې  له زده کړو سره مينه ښيي او د دواړو سکتورونو تر منځ په ښوونيز بهير کې  سالم  رقابت  د زدکوونکو  پر ذهنيت جوړونه زيات اغېزمن ګڼي.
د همدې پوښتنې په تړاو چې په ښوونځيو کې د سالم رقابت وجود د شاګردانو پر علمي سويه څومره اغېزمن تمامېدلی شي؟ په پکتيکا کې د التنسيق  خصوصي  ښوونځي  امر فضل الرحــيم رحيمي  داسې  وايي :
که په يوه ټولنه کي پرمختګونه را منځته کېږي نو نوښتونو ته اړتيا ده او سالم‌ رقابتونه هغه څه دي چي نوښتونه رامنځته کوي په يوه  ټولنه  کي  چي رقابت - هغه که په هره برخه کي وي - وجود ونلري هغه ‌ټولنه ‌به ‌يوه‌   پاتي ټولنه وي .
هغه زياته کړه : مثلاً که چېرته د خصوصي او دولتي  ښوونځيو تر منځ سالم رقابت شتون ولري او له دوۍ  نه هر يو يې په  دې هڅه کي وي چي د خپلو شاګردانو علمي سويه نسبت بل ښوونځي ته لوړه کړي ، نو دا هغه څه دي چي د يوې ټولنې د بهبود او د سواد کچې د لوړېدا لپاره يو ډېر مفيد او مثبت اقدام  دی دی .
که و ګورو رښتيا هم سالم او شفاف رقابتونه هغه څه دي چي يوه ټولنه د روښانه بقا اولا ښه بهبود لورته بيا يي .
په‌ ټولنه‌ کي  کومو زده کړو ښه نتیجه‌ ورکړې ؟
 په اړه يې ښاغلی رحیمي وايي:
(که موږ پرمختللي هېوادونه ګورو‌‌ هغوۍ له د واړو برخو ګټه پورته کړې هم يې‌ دولتي اوهم‌ يې خصوصي زده کړو  ته زمينه  برابره
کړې ، نوپه ټوله کي د دواړو سکتورونو هدف ،موخه اوتګلاره يوشی ده چي هغه د نويو نسلونو فکري رغښت او روزنه  ده. او دواړه په خپل بخش کي کامياب هم دي  . که چېرته يې مسؤلين خپل مسؤلیت ته ژمن‌پاتي شي‌نوانشاأللّه چي دواړه زده کړې په ټولنه ‌کي دښې نتېجې لرونکې دي ).يو بل تن استاد دلاور هڅاند بيا خصوصي زده کړې تردولتي زده کړو څه ناڅه ګټورې بولي دی وايي : په دولتي مکاتبو کي درسي مواد يا ټول اسباب د دولت لخوا اماده کېږي چي د زده کوونکو لخوا ورته زياته پاملرنه نه کېږي خوپه خصوصي ښوونځيوکې ټول اسباب د ادارې لخوا زده کوونکو ته برابر ېږي او په بدل کي  يې له زده کوونکو معين فيس اخيستل کېږي اداره او ښوونکي خپلو زده کوونکو ته زياته پاملرنه کوي ځکه چي  دوۍ له هغوئ نه فيس‌ اخلي او د نورو زده کوونکو  د جلب لپاره هم دا کارکوي .هغۀ زياته کړه : په خصوصي مکاتبو کي  زدکوونکي ‌ځکه‌ پخپلو درسونو کي زيارګالي چي زده کړې پرخپل شخصي لګښت سرته رسوي او کورنۍ يې هم ورته زياته توجه کوي.
خو هڅاند  دواړه زده کړې د ټولنې د ترقۍ لپاره زياتې لازمې ګڼي او له خلګوغواړي چي د ناپوهۍ  تيارې د علم په رڼا ګانو ورکې کړي .
د ښوونځيو ترمنځ رقابت پرزده کوونکو کومې اغېزي لري ؟
په اړه يې پکتيکا کي د حضرت بلال رض نمونوي لېسې يو تن شاګر د يوسف جمال ځلاند وايی :
د ښوونځيو ترمنځ  سالم رقابت زدکوونکي خپلو درسونو کي زيار ته اړباسي .
موږ رقابت له نورو لېسو سره د دې په خاطر نه  کوو چي خدای نکرده‌  موږ د هغوۍ  د شا ته والي هڅه کوو بلکي موږ ښه پوهېږو چي زموږ اداره او استادان زموږ ترمنځ رقابت زموږ د علمي سويې د تقويت لپاره مخ ته وړي .
هغۀ زياته کړه : چي د ارقابت پر زدکونکو د ګڼواغېزو لرونکی دی چي ځيني يې دادي :
- د شاګردانو د علمي  سويې  لوړوالی.
 - دشاګردانو مطالعې ته هڅونه.
 - د شاګردانو له زده کړو سره مينه او په زده کړوکي زيار.
 -  او په پايله کي  يې د يوې غښتلې علمي ټولنې ايجاد.
ځلاند په وروستيو کي وايي : ( رقابت که د ټولنې په هره برخه کي پرته له کوم تضاده ترسره شي نتېجه يې مثبته ده ).
د خصوصي مکاتبو شاګردان په دې اړه څه وايي ؟ له جملې يې د صدام حسين په نامه يو تن زدکوونکي داسي نظرراکړ :
(موږ ټول د يو معارف کاروان  يو هغه  که دولتي  ښوونځي  دي او يا خصوصي‌.  زمونږ هدف او کړنلاره يوه  ده .  خو دا چي ځيني  وختونه  د ښوونځيو ترمنځ  په زده کړييز بهير کي  سالم  رقابتونه  رامنځته کېږي ، د ازمونږ په  تاوان نه دي.  نه  موږ له نورو لېسو سره کوم حسد يا کينه لرو او نه هم  د هغوۍ   د ناکامېدو يا پاتي راتلونيت.  بلکي د ازموږ په  تعليمي بهير کي يو ډېر مثبت  رول ‌ادا کوي‌.
زدکړې په ټولوعلمي مراکز وکي يوشان دي او زموژ ټولو موخه د خپل ګران افغانستان خدمت دی.
نوموړی وايي : ( د ښوونځيو تر منځ علمي سيالۍ ټيیو رقابتونه هغه څه دي چي زدکوونکي د خپلو کتابونو ترڅنګ د نورو کتابونو مطالعې ته هڅوي او هغوۍ د دې لپاره چي له نورو شاګردانو ځان مخته کړي خپلو درسونو ته زیات وخت ورکوي اوتعقيبوي يې).
بل خوا یو تن ځوان چې هېس زده کړې نه لری وایی نوم می محمد حسین ده د پکتیکا ولایت د مرکز شرنې اوسيدونکی یم
زه چې ماشوم وم نو ښوونځې ته به نه تلم وجه یی دا وه چې درس به مو نه وه زده استادنو په تحدید ، او وهلم خو د وخت په تېریدلو سره مې د ښوونځی سره مینه کمېدله . او ان چې په ۶ شپږم ټولګې کې مې زده کړې خوشې کړي . او  ژوند مې ډیر سخت شو . د ورځې کله کله روزانه کوم او کله په یو کله په بل دوکان کې مزدور یم نو زما له ټولو هیواد والو څخه دا هیله ده چې خپله يا په خپلو زامنو باندې  دینی او یا عصرې درسونه ووایاست . که تاسو هر څومره زحمت په ځان درولی خو ماشومان مو ښوونځو ته ولیږي .
هغه کورنۍ چې اقتصادې وضعیت یی برابر وي خپل هلکان دې خصوصې ښوونځو ته ولیږې ځکه چې په یادو مکتبونو کې له شاګردانو سره زیات محنت کوی او ان چې د لېسو په موټر کې یی ستاسو کورنو ته در رسوې چې تاسو سره یی د تګ او راتګ اندېشنه هم نه و ې. او هغه غریبی کورنۍ چې زیات توان نه لری په خپلو هلکانو دې حتما په دولتی ښوونځو کې درسونه ووایی
چې نه یی د کتاب مصرف وې او نه یی کوم بل مصرف وې په اسانه توګه سبقونه ویلی شۍ.
وروستيو کي د ټولو استادانو او شاګردانو له خبرو دا جوتېږي چي د ښوونځيو په زده کړييزبهيرکي سالم ‌رقابتونه هغه څۀ دي‌ چي د شاګردانو پرعلمي سويه يې مثبت اغېز پاشلی اوشاګردان يې درسونو ته تشويق او هڅولي چي دا ديوې علمي، باخبره ، اوغښتلې ټولنې دايجاد مُدَللْ ثبوت دی . 

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي