خبريال: عبدالقدیم عادل
ښاري تخلفات یو له هغو موضوعاتو څخه ده چې د افغانستان په ډېری ښارونو او ولسوالیو کې لیدل کېږي.
د هغو ښارونو چې منظم ښاري پلان او تفصیلي پلان ولري په ښار کې هېڅ ډول بې نظمي نه تر سترګو کېږي.
ښاري پراختیا د دې قواعدو او مقرراتو له لارې د لنډ مهاله ښاري پروژو او اوږد مهاله پراختیايي پروګرامونو پراختیا لپاره لارښوونه ده.
د پکیتکا ولایت په مرکز ښرنه کې د یوه مارکېټ څښتن وایي، چې موږ پخوا په ښرنه کې مارکېټونه په خپل شخصي لګښت جوړ کړل، خو وروسته دا په ډاګه شوه چې زموږ مارکېټونه د پلان خلاف جوړ شوي او باید ړنګ شي همدا وه زموږ مارکېټونه چې ډېر مصارف مو ورباندې کړي وه هغه ټول له منځه ولاړ او بیا ځل مو د پلان مطابق مارکېټونه جوړ کړل.
نوموړی وایي، په کومه سيمه کې چې اوس زموږ ودانۍ جوړېږي پخوا هم موږ په دې سيمه کې تر دوو منزلو پورې مارکېټونه د جمهوریت په وخت کې جوړ کړي وه، خو باوجود د دې چې موږ په یادو مارکېټونو باندې ډېر مصارف کړي وه د ا.ا په راتګ سره هغه ټول مارکېټونه ړنګ شول علت دا وه چې یاد مارکېټونه په تفصیلي پلان کې چې د کور او ښار جوړولو وزارت لخوا د پکتیکا ولايت مرکز ښرنې ته جوړ شوی وه شتون نه درلود یعنې په تفصیلي پلان کې چې کومه سيمه د مارکېټونه لپاره په نظر کې نیول شوې وه په هغه ځای کې موږ مارکېټونه نه وه جوړ کړي. همدا د دې باعث شو چې زموږ هغه کومه سرمایه مو چې په یادو مارکېټونو باندې مصرف کړې وه ټوله له منځه ولاړه شي.
خو سربېره پر دې چې زموږ ډېره سرمایه له منځه ولاړه موږ بیا هم خوشحاله پر دې یو چې دا ځل زموږ مارکېټونه د مرکز ښرنې د تفصیلي پلان مطابق خط اندازي او په معیاري ډول تر ډیره حده جوړ او انشاءالله چې زر به یې کارونه په مکمله ډول پای ته ورسیږي پدې سره زموږ مارکيټونه مخې ته سړک هم دوطرفه او آزاد شو چې یو ډیر ښه کار ترسره شو چې خلکو ته په ښرنه کې سړک دوطرفه جوړ شو او له دې سره ډیری د ترافیکي ستونزې چې پخوا شتون درلود حل شو.
همدارنګه حاجی برات وایی چې که هر څوک د کوم جايداد د جوړولو هڅه کوې باید په قانوني ډول سره مخ ته لاړ شي چې په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي. هغه وايي
کله چې یو تجار او یا سرمایه داره په ښرنه کې د جوړول لپاره اقدام کوي نو بهتره دا چې لومړۍ د پکتیکا ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست او همدارنګه د شاروالي ریاست نه موافقه ترلاسه کړي تر څو چې ټول کارونه یې د پلان په مطابق په قانوني ډول ترسره شي ځکه موږ د دې تجربه لرو او تاسې هم دې شاهدان یاست چې زموږ مارکيټونه د پلان خلاف په ساحه کې د جوړیدو له امله ړنګ شول .او هرڅوک دې خپل سره کارونه ترسره نکړي ځکه که د دوی ټول کارونه د پلان مطابق په منظمه ډول ترسره شي یو خو به په راتلونکي کې دوی ته هیڅ ډول خطر مواجه نه وي او بله مهمه خبره دا چې ښار به مو پراخ او هم ښایسته وي. او هیله مې د کور او ښار جوړولو ریاست او ښاروالي ریاست ته نه دا ده چې په دوام داره ټوګه دې په ښار کې نظارتونه ترسره کړي او د دا ډول خپل سره کارونه مخه ونیسي او د خلکو سره چې دوی ته کوم کارونه متوجه کیږي په پوره ډول سره همکاري وکړي.
د پکتیکا ولایت فعاله ځوان محمدیاسين عبید وایي د ښار د پراختیا او خلکو ته د سهولتونو برابرولو او همدارنګه خلکوته د کاروبار د زمینې مساعده کول. د حکومت له مهمو مسؤولیتونو څخه ګڼل کیږي . او باید چارواکي ورته بشپړه توجه ( پاملرنه) وکړي.
دی وایی هر ښار د وګړو حق ده چې حکومت ورته ښار ښه په معیاري بڼه جوړ او پراخ یې کړي. او دا ډیر د خوشحالۍ خبره ده چې د ښرنې ښار پراخه شي او په ډیر شمیر مارکیټونه پکې د تفصیلي پلان په مطابق خط اندازي او په معیاري ډول آباد شي له دې سره په ډیری خلکو ته سهولتونه برابر شي لکه کوم سړک چې اوس جوړ شو خلک ورنه ډیر خوشحاله دي ځکه پخوا دا سړک ډیر تنګ وه او داسې یو حساس ځای کې یې هم شتون درلود چې شفاخانه هم دلته موجوده ده نو د نوي سړک به جوړیدو سره اوس ډيري ستونزې حل شوي دي. تاسې به له دې خبر یاست چې په نورو هیوادونه کې وګړو ته د هر ښار د کور او ښار جوړولو ریاست او همدارنګه د شاروالي ریاست په پوره ډول همکاري کوي نو د امارت اسلامي نه مو هم دا هیله ده چې دې اړینې موضوع ته پوره توجه او خلکو سره تر خپل توان پورې همکاري وکړي. حکومت باید خلکو ته عامه پوهاوی وکړي تر څو چې خلک پر دې باندې پوه شي چې خپل سره کارونه څومره زیانون او ستونزې رامنځته کوي.
د یادې موضوع په هکله مو د کور او ښار جوړلو ریاست د مهندسي او انجینری آمر شیرخان کټوازي نظر هم راوخیست هغه د دې موضوع په هکله داسې وویل.
د ښاري ساختماني محدودیتونه د قواعدو او مقرراتو په بڼه چې موخه یې د ښار د فزیکي پراختیا کنټرولول، د پلانونو او اسنادو محصول دی دا د ښار پراختیا او پرمختګ ګڼل کیږي. په حقیقت کې دا قواعد او مقرارت نه یوازې په پکتیکا ولایت کې بلکې په ټولو ښارونو کې د پلانونو د پلۍ کولو وسیله ده. ښاري پراختیا د دې قواعدو او مقرراتو له لارې د لنډ مهاله ښاري پروژو او اوږد مهاله پراختیايي پروګرامونه پراختیا لپاره پروسه او لارښونه ده. نو کله چې یو ښار لپاره پلانن جوړیږي اړونده ریاستونه او ادارې پدې باندې ملزم دي چې تصویب شوی پلان په ښار کې تطبیق کړي نو له ټولو هیوادو څخه مو هیله ده چې خپل سره کارونه څخه ډده وکړي ځکه په راتلونکي کې حتمن ورته ستونزه رامخته کیږي ځکه تاسو یې شاهدان یاست چې کوم مارکیټونه چې په مرکز ښرنه کې بی له پلان نه جوړ شوي وه ټول ړنګ او بیاخلې جوړ شول.
بلخوا د کور او ښار جوړولو ریاست د انکشافي پروژو ساحوي انجینر محمد تمیم همت وایی د ښار په داخل کې د خپل سره کارونو تر سره کول د قانون او اصولو خلاف عمل دي .او حکومت به هېس کله چاته اجازه ور نه کړي چې خپل سری کارونه تر سره کړي. که چیرته د ماسټر پلان او تفصیلی پلان خلاف کوم کارونه شوي وي. نو د یاد ریاست له خوا به بیرته پلان پرې تطبیق شي.
ښاغلی همت زیاتوي: چې خپل سره کارونه په ښار کې د اړوندو ادارو د اجازه پرته جرم بلل کیږي او هیواد وال دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي ځکه چې کوم کار په خپل سر ترسره کیږي له یو اړخه خو د معیارونو سره برابر نه جوړیږي او بل خوا بی ځایه مصارف ورباندې کیږي چې ټول توان یې کس ته راجع کيږي له خپلو هیواد څخه مو هیله ده چې ښار اړوند موضوع لومړۍ د کور او ښار جوړولو ریاست او د شاروالي محترم ریاست سره شریکه او ورسته بیا اجراآت ترسره کړي. همدارنګه ټولو د مرکز ښرنې وګړو ته په ډاګه دا پيغام لرم چې تاسو هیس کله د دې کوشش مه کوی چې په خپل سره کارونه وکړي ځکه زموږ استازي به همیشه د دې موضوع په هکله ځارنه کوي. او تاسې ته به هیس صورت اجازه درنکړل شي چې د پلان خلاف کوم شي په ښار کې جوړکړئ.
همدارنګه د مرکز ښرنې یو تن اوسیدونکې حاجي میرخان د یادې موضوع په اړه خپل نظر په دې ډول راسره شریک کړ.
زه له ډیر وخته مخکې په ښرنه که په مختلفو برخو کې کاراو خواري کوم او حلاله روزي پیدا کوم پخوا دلته هرچا پخپل سر هر څه يې چې غوښتل جوړول يې چا یې پوښتنه کوله چې دا ځاي کې چې یو دوکان او یا مارکيټ جوړوې آیا د پلان په مطابق ده او که نه نو اوس الحمدالله موږ ډیر خوشحاله پدې یو چې حکومت د خپل سري کارونه مخه تر ډیره حده نیولې ده او که څوک هم غواړي چې کوم آبادي وکړي په مرکز ښرنه نو نومړي باید له شاروالي او د ښار جوړولو ریاست نه باید اجازه واخلی او بیا ورسته خپل کار شروع کړي.
د یادې موضوع په هکله مو د ارګون ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي نه چې ډیر موده کیږي چې په مرکز ښرنه کې د خوراکه توکو دوکان لري نظر واخیست هغه وویل.
رښتیا هم څو کاله مخکې زه د دې شاهد وم چې په ښرنه کې خلکو په خپل سره ډیري آبادیانې وکړې خو پرته له دې نه چې په رسمي ټوګه د اړوندو ادارو لکه د شاروالۍ ریاست او یا د کور او ښار جوړولو ریاست نه یی کارونه په قانوني ډول ختم او بیا د کار کول اجازه ترلاسه کړي نو اوس الحمدالله ښار نبست په پخوا کلونو ډیر أباد شوی او همدارنګه هر نوی کار چې شروع کیږي د شاروالي ریاست او د کور او ښار جوړولو ریاست یې څارنه کوي.
نو دا ډیره د خوشحالۍ خبره ده چې اوس مهال په مرکز ښرنه کې د خپل سري کارونه مخنیوي کيږي او د ښار به پراختیا باندې کار راوان دی. او هیواد وال هم باید د موضوع په هکله له حکومت سره پوره همکاري وکړي.
په ښار کې خپل سري کارونه د ښار د ښکلا او پراختیا مخه نيسي که چېرته ټول ښار د ماسټرپلان او تفصیلی پلان مطابق جوړ شي یو به د تجارت ساحه پراخه شي او بل خوا به د ښار اوسېدونکي له هر ډول سهولتونو او له یو ارامه او سوکاله ژوند څخه برخمن شي.
تبصرې 0