د انټرنېټ استعمال او اغېزې يې!

151
د کتلو شمېره

خبريال: محمد یونس عادل
کارپوهان په دې آند دي چې انټرنېټ د افغانستان سربېره په نړۍ کې ګڼ شمېر مینوال او کاروونکي لري، چې ډېر شمېر خلک یې له ډېرو ګټو څخه برخمن دي.
دوی وایي، چې انټرنېټ په سمه توګه کارول خورا له ډېرو ګتورو معلوماتو څخه ډک دی، چې د هر ډول معلوماتو د پیدا کولو لپاره یوه پراخه منبع ده.
ځیني خلګ بیا انټرنیټ د ځوانانو لپاره ښه شبکه نه یادوي، ځکه دوۍ وايي چي انټرنیټ د ځوانانو د وخت ضایع کوونکی او په بي ځایه کارونو اخته کوونکی دی.
محمد نور د پکتیکا پوهنتون یو تن استاد دی هغه یادوي چي انټرنیټ د نړۍ په سطحه پراخه شبکه ده، چي له بې شمیره ګټو څخه برخمن دی، هغه وايي چي په څو ساعتونو کي د یادي شبکې ګتي بیانول ناممکن کار دی.
ده وویل: (( انټرنیټ یوه پراخه شبکه ده، دا ډیر مثبت نقاط لري، ګټي یي بې حده زیاتي دي، چي په دې مرکه راټولول ناممکن دی.))
دی وايي چي انټرنیټ د ګڼو ګټو تر څنګ ځیني تاوانونه هم لري، چي هغه د انټرنیټ په استعمالونکي پوري اړه لري چي په څه ډول ترې استفاده کوي، هغه زیاته کړه چي د انټرنیټ په ناسم استعمال سره  ویلای شو چي انټرنیټ تاواني یاد کړو.
هغه څرګندوي: (( بل اړخ ته یي تاوانونه هم زیات دي، هغه یي د استعمالونکي پوري اړه لري، که چیري یو استعمالونکی هغه استعمال کړي، ټولني ته عامه پوهاوی وشي چي څنګه له انترنیټ څخه مثبته ګټه واخیستل شي او څنګه موږ او تاسو ته منفي تمامیدلای شي.))
عید محمد د پکتیکا پوهنتون د څلورم کال محصیل دی، ده راته وویل چي په پوهنتون کي د څلروم ټولګي ټول محصلین څیړني او مونوګرافونه لري، چي دوۍ د یادو څیړنو معلومات ډیر له انټرنیټ څخه ورته پیدا کوي. چي دا د انټرنیټ له عمده او لویو ګټو څخه بولي.
دی راته زیاته کړه: (( موږ په پوهنتون کي موضوګاني اخیستي، که موږ انټرنیت ته لاسرسی ونه لرو، موږ هغه نه شو کولای چي هغو ته یوه نتیجه ورکو.))
نوموړي یي د منفي یا ناوړه تاثیراتو په اړه راته وویل چي که موږ په خپله له انټرنیټ څخه ښه استفاده نه کوو، نو موږ له ډیرو ښو کارونو نه وباسي او په ډیرو نا وړه کارونو مو مبتلا کوي.
ده ورپسي زیاته کړه: (( که موږ نیټ نه په صحیح معنا باندي استفاده نه کوو له درس نه به هم په وتلي یو او داسي نور کارونه نه به هم پرې وتلي یو، نو غلطه استفاده هم ځني اخیستل کیږي او ښه استفاده هم ځني اخیستل کیږي.))
یو بل تن عید محمد هم د انترنیټ په ګتو خبري راته وکړې، هغه وویل چي نړۍ پر مخ تللي او لا هم د پرمختګ په حال کي ده، چي موږ کولای شو د نړۍ د پرمختګ څخه ځان د انټرنیت په واسطه خبر کړو او هم کولای شو چي د یادو پرمختګونو په اړه په تفصیل بشپړ معلومات له انټرنیټ څخه ترلاسه کړو.
هغه د خبرو په ادامه وویل چي په اوسني وخت کي د پوهنتون ډیر محصلین له انټرنیت څخه استفاده کوي تر څو په ورځني ډول د درس اړوند ټولي ستونزي له یادي لاري حل کړي. او د هر ډول موضوعاتو په اړه ډیر معلومات وپلټي او لاسته یي راوړي.
ده وویل: (( ډیر خلګ کوښښ کوي چي له انټرنیټ څخه هغه معلومات چي په ورځني ژوند کي د ده په ګټه وي، له هغه څخه استفاده کوي تر څو پوري د دې ټکنالوژي په مرسته باندي یو هدف ته ځان ورسوي.))
ده د خپلو خبرو په ادامه وویل چي په ټولنه کي ډیر خلګ د انټرنیټ معتاد ګرځیدلی او د عادت له مخي انټرنیټ ګوري او په ورځني ډول ور څخه استفاده کوي، چي دا دوۍ په ذهن بده اغیزه کوي او د زیاترو ذهني فشارونو لامل کیږي.
هغه څرګندوي: (( اوس زموږ خلګ پرې اموخته دي چي دا له هغه نه غلطه استفاده ده او د خلګو په ذهن باندي یو منفي تاثیر لري. او هغه خلګ چي کار نه لري او انټرنیټ دوۍ بي کاره کړي دی او ټوله ورځ ور څخه غلطه استفاده کوي، نو زما په فکر چي د  دوۍ په ذهن یي منفي تاثیر کړی.))
نثار احمد وایي چي انټرنیټ نه یواځي چي د زده کړو په برخه کي ګتور دی د ژوند په نور برخو کي هم انټرنیټ خورا ډيري پایدې لري.
دی وایي چي د انترنیټ له لاري کولای پیسي وګټو، او کولای شو چي له یادي لاري خپل تجارت ته وده ورکړو، د دې تر څنګ د یو هیواد تولیدات کولای شو چي د انټرنیټ له لاري د ټولي نړۍ خلګو ته ور وپیژنو او د هغو په اړه ورته بشپړه معرفي وکړو.
ده ورپسي زیاته کړه: (( د خپل هیواد کوم محصولات چي موږ لرو، دا داسي نه کیږي چي موږ یي هلته یوسو او هغوۍ ته یي ورښکاره کړو، یو انځور یي د انټرنیټ له لاري خپروو بیا به په نړۍ کي نور هیوادونه دا ګوري او د انټرنیټ له لاري بیا له موږ سره سوداګري کوي.))
نوموړی یادونه کوي چي د انټرنیټ په واسطه کولای شو چي د خپل کور نه د ټولي نړۍ سره تجارت وکړو او خپله ګټه په کور دننه لاسته راوړو، چي دا د انټرنیټ یو له مهمو ګټو څخه شمیرل کیږي.
هغه خبري غځوي: (( ځیني خلګ انټرنیټ له کور نه استفاده کوي روزمره ګټه کور ته ورځي یعني که چیرته دی څه کاروبار ونه لري، خو په انټرنیټ کي ده یو کوچنی کاروبار پیل کړی وي، د ده په ژوند کي مثبت رول لري. ))
احسان الله ارمان وايي چي په انټرنیټ کي کړلای شو ښه کتابونه او سایټونه پیدا کړو چي  د هغه په مرسته کولای شو ښه او ګټوره مطالعه د انټرنیټ له لاري وکړو. هغه وايي چي نه اړ کیږو چي د بیلا بیلو کتابونو په اخیستلو پسي لیري لاړ شو او زیاتي پیسې ورباندي ورکړو، ځکه چي د انټرنیټ له لاري کولای شو په ارزانه قیمت هر ډول کتابونه په خپل کور او کار ځای کي دننه لاسته راوړو.
ده وړاندي وویل: (( انټرنیټ کي ښو سایټونو ته تلای شو، مطالعه کولای شو، ډول ډول کتابتونونه پکښي لرو او مشکلات حل کولای شو، ځکه  نړۍ ټوله د ټکنالوژي شوه. او اړ نه یو چي کتابتونه ته لاړ شو، په خپل اطاق کي په خپل ځای کي موږ کولای شو چي هر ډول معلوماتو ته رسیدګي وکړو.))
رحمت الله د انټرنیټ په اړه راته وویل چي که یو کس په خپله له انټرنیټ څخه ښه استفاده نه کوي او وخت ورباندي ضایع کوي، دا یي د هغه لپاره تاوان دی.
دی وایي چي که څوک انټرنیټ ښه کاروي نو د هغه لپاره له سر نه پایه ګټور دی او هغه کس چي هغه خپله له انټرنیټ څخه ښه ګټه نه اخلي، هغه یی خپل ځان ته په خپله تاواني کوي.
نوموړی وایي : (( په موږ پوري اړه لري، مثال زه ښه ګټه نه  ترې اخلم، مثبته ګټه نه ترې اخلم او عبث وخت پرې تیروم دا یي بیا منفي تاثیرات دي، چي انټرنیټ په تولنه کي منفي تاثیرات هم لري او مثبت هم لري د یو شخص په کاروني پوري تړاو لري.))
هغه یادوي چي ډیر ځوانان انټرنیټ د مجلسونو په منځ کي کاروي او دا د مجلس له ادابو سره مکمل مخالف دی، چي دا د دوۍ یو ډول عادت ګرځیدلی او دا عادت یي هم خپله ځان ته منفي ګرځولی ځکه دوۍ کولای شي چي ياد وخت د یو مثبت کار لپاره ځانګړی کړي هم کولای شي،
دی یادوي چي ډیر ځوانان پر ځای د دې چي دا قیمتي وخت یو بل کار ته ورکړي، دوی یي په عبث کارونو مصروفوي .
هغه بیا هم وویل: (( اکثره داسي پیښیږي چي مجالسو ته لاړ شې یا په تولګي کي، بعضي خلک داسي دي چي هغه د مجلس خبرو ته یي فکر نه وي، او توجع نه وي چي مجلس په څه شي را څرخیږي. چي دا د مجلس اداب نه دي.))
 د سیمي د خلګو او د یادي برخي د پوهانو په نظر انټرنیټ بي شمیره ګټي د ټولني د بقا او سوکالي لپاره لري، چي یادي ګټي هغه وخت حاصلیدای شي چي له یادي شبکي څخه په وخت او په ښه ډول استفاده وشي.
دوۍ وویل چي که انټرنیټ د ځانګړو اهدافو لپاره  وکاروو او په واقعي ډول د هغو هدفونو لاسته راوړلو ته کار وکړو نو لیري نه ده چي یاد هدفونه به له دې لاري ډیر ژر ترلاسه کړو.
دوۍ د کورنۍ غړو او ځوانانو ته سپارښتي وکړې چي له انټرنیټ څخه دي په ورځني ډول د ګټورو مسایلو لپاره کار واخلي.
هغو راته وویل چي انټرنیټ په ښه استعمال سره ښه رسنۍ او په ناسم استعمال سره ناسمه رسنۍ کیدای شي، نو تول خلګ دي کوښښ وکړي چي انټرنیټ په ښه او سالم ډول وکاروي او ګټه ور څخه پورته کړي.

تبصرې 0

نوې تبصره

خپله تبصره مو دلته ولیکئ!

علمي او مالوماتي