دا چې ا.ا شاوخوا درې کاله وړاندې پر افغانستان بيا ځل د واک واګې په لاس کې واخېستې پر نورو مسايلو سربېره د ناوړه دودونو کچه هم ورسره ټيته شوې.
پکتيکاوال وايي، لا هم اړتيا ليدل کېږي، چې حکومتي مسوولين جدي لاس په کار شي، ترڅو د ناوړه دودونو کچه صفر ته راښکته شي او خلک له ناسمو لارو سمو لارو ته وهڅول.
ناوړه کړنې چې په هېواد کې یې ګن شمېر ستونزې راپورته کړې او ځوانان یې نورو هېوادونو کې مسافریو او سختو کړنو ته اړ کړي دي.
په پکتیکا ولایت کې ګن شمېر ناوړه دودونه و لکه په بدو کې د نجونو ورکړه، زیات ولور، ځوان ته له خپلې خوښې پرته واده کول، د پیسو په بدل کې د لوی عمر سړي ته د کم عمره نجلۍ واده کول او نور ... ، چې یو شمېر یې د حکومت او قومي مشرانو پر مټ له منځه وړل شوي، اصلاحي تړونونه تړل شوي او لا هم هڅې روانې دي، څو د ناوړه دودونو پر ځای وړ دودونه رامنځته شي.
پلازمېنه کابل کې د پوهنتون د طب پوهنځۍ د وروستي کال زده کړيال زاهدالله هاشمي وايي، قومي مخورو ديني عالمانو او د ټولنو نورو غړو ته په کار ده چې د ناوړه دودونو په وړاندې راپورته شي او په غوڅ دريځ سره يې په کلکه مخه ونيسي.
ښاغلي هاشمي په دې اړه وويل: ((دا چې په دې برخه کې د تېر جمهوري دولت پرمهال بيا بيا غونډې شوې، خو تعقيب شوې نه دي، اوسنيو حکومتي چارواکو، ديني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او د ټولنو نورو غړو ته په کار ده چې يو منلی قومي تړون رامنځته کړي د ناوړه دودونو په وړاندې په غوڅ دريځ او قوي هوډ سره د هر هغه څه په وړاندې بايد په کلکه ودرېږي چې ټولنه ناسم لوري ته رهبري کوي.))
د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکی درياخان بيا په دې اړه هم ځانته نظر لري او وايي، که په رښتينې توګه په دې برخه کې مبارزه وکړو ډېر ژر به اصلاحات راشي، خو په دې اړه زمونږ غونډې او مبارزه نمايشي بڼه لري.
درياخان وايي: ((تر ټولو مهمه موضوع ده ځکه که مونږ د ناسمو رواجونو مخه ونيسو ځوانان به له مسافرۍ خلاص شي، خلک به د زړه سکون پيدا کړي نفرت به ورک شي مينه به خواره شي ژوند مو جوړ شي خلک به وهڅول شي، ترڅو د بېلاريو پر ځای سم ژوند ته مخه کړي.))
د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ قومي مخور محمدهاشم وايي، د ټولنې هر وګړي ته په کار ده چې په دې اړه مبارزه وکړي، ترڅو په ټولنه کې هغه ننګونې له منځه ولاړې شي چې اوس ورسره لاس او ګرېوان يو.
د ده په خبره مونږ په دې اړه ډېرې غونډې کړې، خو د ځينو ستونزو له امله يې هغسې پايله نه ده ورکړې چې لازمه ده.
محمدهاشم په دې اړه وويل: ((که مونږ ټول په صادقانه ډول سره يوه خوله شو او رښتينې مبارزه وکړو فکر نه کوم چې داسې څه وي چې هغه کې د اصلاحات رانه شي خو بدبختي دا ده چې غونډه وکړو تصميم ونيسو وروسته هر څه راڅخه پاتې وي هر سړی په پل شخصي کار مصروف وي چې دغې خبرې زمونږ ټولې غونډې او کارونه شاته کړي دي.))
د زرغون ښار ولسوالۍ يو اوسېدونکی بيا شکايت کوي او وايي، بد بختي دا ده چې مشران سره راټول شي ټول مسايل وڅېړي، خو وروسته يې چې د حل په موخه اقدام کوي کيسه يې د ځينو خلکو د شخصي لپاره نه منل کېږي.
نوموړی په دې اړه وايي: ((د مشرانو په ډېرو غونډو کې مې ګډون کړی ډېرې ښې پرېکړې يې هم کړې دي، خو کليوالي سيستم کې تر ملي ګټو شخصي ګټې ډېرې پالل کېږي، دا هغه څه دي چې يوې ټول منلې او مثبتې پرېکړې ته نه رسېږي.))
د مټاخان ولسوالۍ يو ځوان سباوون وايي، قومي مخورو، ځوانانو او حکومتي چارواکو په دې اړه ډېرې غونډې کړې پايله يې هم ورکړې، خو که دا غونډې لېږ دوامداره شي نور به هم ښه والی راشي.
سباوون په دې اړه له مېلمه راډيو سره په خپلو خبرو کې داسې وويل: ((تقريباً چې زما په يادېږي يوازې په دې اړه مټاخان تر لس ځله زيات راټول شوي يو دا موضوعات په ځانګړې ډول د ولور موضوع مو ډېره بحث کړې نتېجه يې هم ورکړې، خو لا هم ضروري ده چې په دې اړه نورې غونډې او پروګرامونه هم د رسنيو له لارې او هم د کليوالو غونډو لارې په لاره واچول شي، ترڅو دغه ناوړه رواج له منځه ولاړ شي.))
د يادې ولسوالۍ يو قومي مخور لونګ هم دېته ورته نظر لري او وايي، که دغه موضوع هم څومره بحث شي کمه ده، ځکه په وينا يې له يوه اړخه زمونږ په ټولنه کې ولورونه ملا ماتوونکي دي بل پلو يې ځوانان شاقه کارونو او مسافرۍ ته اړکړي دي.
که څه هم اسلام په دې اړه ښکاره وضاحت ورکړی چې زيات ولور په اسلام ناروا عمل دی، خو زمونږ خلک يا له دې امره نا خبره دي او يا له مره د پيسو په خاطر سرکشي کوي.
لونګ په دې اړه په خپلو خبرو کې وويل: (( اسلام ډېر سپيڅلی او مبارک دين دی چې د هرچا لپاره يعنې مالدار او غريب ته يې داسې لارې جوړې کړې چې هېڅ وخت به پښېمانه نه شي، خو بدبختي دا ده هغه خلک چې له اسلام څخه خبر دي خبره يې پوره نه منل کېږي او هغه خلک چې له اسلامه ناخبر دي هغوی دې چارې ته لمن وهي چې دغه ناوړه دود اوس هم شته.))
لونګ زياتوي، په دې سربېره هر لوستی او نالوستی که زړه وغواړي چې دغه بېکاره رواج ختم شي د یوې ورځې کار ی، خو اصلي خبره دا ده چې له زړه اوس هم کار نه دی پرې شوی.
د پکتيکا زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکی او قومي مخور جمعه ګل بيا بېل نظر لري او وايي، هر څومره غونډې او پرواګرمونه چې وشي زما په نظر بې ګټې دي، ځکه په وينا يې هر کار چې د زړه له صداقت څخه نه وي هغه بې پايلې وي.
حاجي جمعه په دې اړه وويل: ((مونږ سره کېناستلي يو غونډې مو کړې خو نتېجه يې نه ده ورکړې، مګر يو څو ځوانانو جوماتونو او رسنيو کې کمپاين وکړ زمونږ تر ټولو غونډو يې پايله مثبته وه، خلک يې په دې وپوهول راويښ يې کړل، هغوی ځکه دا کار کامياب کړ چې رښتينوالي پکې وه د رسنيو له لارې يې هغه څه وويل چې د خلکو چې رښتيا په دې ټولنه کې وو، په داسې شکل يې عامه پوهاوی وړاندې کړ چې خلک يې تر ډېره قانع کړل مشران ځکه دا کار نه شي کولای چې هغوی شخصي جيبونو ته کار کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې په ټولنه کې د لوړ ولور او او نورو ناوړه دودونو په اړه بيا بيا غونډې شوې، خو تر اوسه يې غوڅه پايله نه ده ورکړې، خو کموالی پکې راغلی.
د امارت په راتګ سره دا موضوع يو څه جدي نيول شوې، هيله مندي شته چې دا ځل يې پايلې مثبتې وي.
تبصرې 0